ځينې ليکوالان د کمترۍ احساس په جال کې!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایمل نوري

    دکمترۍ احساس چې ډېره ناوړه رواني ناروغي ده لوی لامل یې پر  خپل ځان، فکر، دود اوکلتور بې باروي ده، متاسفانه په دغه ناروغۍ ډېر ځله هغه کسان اخته کېږي کوم چې له خپلې ټولنې نه لیرې پاتې شوی وي، له خپلې ټولنې او خلکو سره پوره بلدتیا نه لري، یا خو له خپل هېواد نه بهر په نورو هېوادونو کې را لوی شوي وي، او یا د مطالعې له وجې د نورو  دفکرونو او دودونو تر اغېزې لاندې راغلي وي.


   دغه رنګه کسان  ډېر  زر  دخپل کور او کلي دښمنۍ ته مخه کوي، په بله ټولنه کې یې که لږ مثبت ټکي  تر سترګو شي همدا یو څو مثبت ټکي یې دخپلې ټولنې له لویو لویو ویاړونو نه په داسې توګه بې پروا کړي چې دخپل ولس او خلکو ضد احساس ور سره پیدا شي.
    دوی ددې پر ځای چې د نورو ولسونو له مثبتو ټکو نه د خپلو خلکو او خپل ولس په ګټه کار واخلي، په هغو اساسي او بنسټیزو لارو چارو غور وکړي کوم چې  په اصل کې   ټولنه  دیو مثبت بدلون په لوري بیایي ، بر عکس داسې  څه ته لاس اچوي چې نه یوازې د ولس درد  نه  دوا کوي بلکې خپله ددوی او د ولس تر منځ  پراخ پراخ واټنونه پنځوي! په داسې توګه چې بیا نو د همغږۍ، وروولۍ او یو له بل  سره دمرستې ځای نفرتونه اوکرکې ونیسي، ددې پر ځای چې یو او بل ته لاس سره ور کړي یو د بل په مقابل کې سنګر نیسي.
    دوی د ساده ماشومانو په څېر اټکل کوي، داسې ګومان کوي چې دنورو ولسونو  ځیني اخلاقي او تخنیکي پرمختګونه او مثبت بدلونونه دهغوی د ظاهري بڼې دبدلون زېږنده دي.
   نوموړي چې کله دځينو سیاسي او دعوتي څېرو لاسته راوړنې او پرمختګونه وویني، ددې پر ځای چې د پرمختګونو او بدلونونو په هکله د هغوی له فکري نوښتونو او سیاسي تجربو څخه کار واخلي  هڅه کوي چې خپله ظاهري بڼه د هغوی په څېر کړي، دوی ګومان کوي چې که مو خپله ظاهري بڼه د همدغو سیاسي او دعوتي څېرو په څېر کړه، د هغوی دود اوکلتور موخپل کړ بس مونږ به هم په یو ه ورځ کې د هغوی په څېر شو، د هغوی په څېر به دخلکو په ژوند کې د بدلون لامل وګرځو، دهغوی په څېر به دخپل ولس او خلکو لپاره د خدمت جوګه ورګرځو!
   مګر متاسفانه چې د دوی له دې کړنې سره ولس له دې وجې دوی ته په کمه او پردۍ سترګه  ګوري چې خپل دود اوکلتور یې پرېښی، خپله ظاهري بڼه، خپله جامه، خپله ناسته پاسته، خوراک او څښاک، خبرې او چلن یې بدل کړي، ولس ته یې ځان په پردۍ بڼه کې ښودلی، یا کم ترکمه ولس ته د هغه داعي او عالم په جامه کې نه دي وړاندې شوي کومه چې ولس یې دخپلې عقېدې او کلتور له مخې دیو داعي او عالم لپاره اړین بولي، دوی  ځان د یو عادي کس په جامه کې ولس ته وړاندې کړی،  له همدې کبله  ولس ته دا رنګه خلک پردي ښکاري، نه یې خبرې ته غوږ نیسي، نه يې په خبره باور کوي، دا چې مرسته ور سره وکړي، د همکارۍ لاس  ور کړي دا خو ډېر لیرې دي.
   او  ښاغلي داعیان بیا ځکه ولس  ته په غصه وي چې ولې ددوی  ظاهري بڼې ته ګوري؟ ولې ددوی دهغه داخلي احساس قدر نه کوي کوم چې دوی یې دولس غم خوړلو ته هڅولي؟ ولې یې خبره نه اوري؟  ولې مرسته نه ورسره کوي؟
  همدلته ده چې د دواړو اړخونو تر منځ یو رنګه ټکر رامنځ ته کېږي، ولس خپل دود، کلتور او ثقافت ته په کتو سره هر هغه څوک چې ددوی له دود، کلتور او ثقافت سره  مخالف وي نه مني.
   او  دخپل ولس له هیلو نه د نا خبره داعي درک بیا داسې د عواطفو او خیالونو په ګرداب کې غوټې وهي چې  نشي کولی د خپل قوم، خپل ولس او خپل هېواد  او هېوادوالو چاپیریال او کلتور  ته په درنه سترګه وګوري.
   دغه رنګه ښاغلي داعیان ځکه تېروتلي وي چې دوی افغان ولس ته ځانونه په داسې حالت کې وړاندې کوي چې فکرونه او خیالونه یې په نورو ټولنو او هېوادونو کې وي، دوی خپل ولس ته په داسې توګه دخدمت هڅې کوي ته به وايي چې یا خو په امریکا کې اوسېږي، یا په اروپا کې او یا په خلیجي هېوادونو کې.
   ددغه رنګه داعیانو لومړی تر ټولو ستر ګام دا وي چې ځان سرتور کړي، هغه کومه پګړۍ او یا خوله یې چې پر سر  وي، کومه چې د افغان ولس اسلامي دود اوکلتور دی له سر نه دغه بوج لېري کړي، ور پسې ږیره تر ستوني را ونیسي، بیا نو د پرتوګ چاره وکړي، او رسۍ ورته غاړ ې ته کړي!   دوی غواړي چې په خپلو بڼو کې په  بدلون سره د ولس په فکر  کې بدلون راولي!
    څه فکر کېږي چې آیا افغان ولس به په دې توګه  دداعي په حیث څوک ومني؟  آیا په افغاني جامه کې به دمصر ولس کوم کس د داعي په حیث ومني، او که به ملنډې پرې وهي؟
    زمونږ یو استاذ ویل، وايي مونږ مصر ته په افغاني جامه کې لاړو، هلته په لارو کوڅوکې هلکانو منډې راپسې وهلې چې دا لیونیان دي؟  کټ مټ که همدا اوس یو کس بې پرتوګه ( له پتلون سره ) او رسۍ په غاړه په افغاني ټولنه کې په کوم جومات کې دعوت پیل کړي نو پایله به یې څه کېږي؟
    آخر ضرور څه ده چې د پرمختګ او تیکنالوجۍ د تر لاسه کولو په بهانه د ولس د دود او کلتور د بدلولو هڅې وشي، آیا پګړۍ، خوله ، پرتوګ او ږیره له پرمختګ او ټیکنالوجۍ سره په ټکر کې دي؟  که داسې وي نو بیا خو هغه کسان چې خپل کلتور یې بدل کړی باید په یوه ورځ کې مریخ ته ختلي وای؟
   مګر نه، کله هم خبره داسې نه ده، په  ننۍ پرمختللې نړۍ کې هر څوک په خپل دود اوکلتور ویاړي، هر څوک په آزاده توګه کولی شي خپل دود اوکلتور و پالي، هېڅوک داسې نه کوي چې د پرمختګ په نامه دولس  ددود اوکلتور د ر یښو ایستلو ناکامو هڅو ته مخه کړي.
   هو دغه رنګ خلک یو څه دېته خوشحاله وي چې ځه هغه دي یو څو کسان  خو مو دځان په څېر کړل، په ټولنه کې خو مو یو څه تغیر راوست، او دېته نه ګوري چې ددغه تغیر پایله مثبت ده او که منفي؟
   دوی په حقیقت کې په ټولنه کې یو درز واچولو، دخلکو تر منځ یې د نفرت او کرکې تخم وکرلو، که یې له یوې خوا دځينو کسانو په ذهنونو کې د  افغان کلتور اودود انځور تت کړ، له بله پلوه یې د ولس په ذهنونو کې خپله څېره تته کړه، که په رښتیا د ولس او هېواد د پرمختګ او مثبت بدلون خبره وي نو باید په ولس کې دفکري بدلون په اړه کار وشي، کوم چې د ټولنې ستونزې ور سره هوارېدای شي، نه د ظاهري بڼې بدلون او تغیر.
   دا په داسې حال کې چې همدغه ښاغلي دعوتګر وايي چې ددعوت له اصولو څخه یو دا دی چې داعي چې هر چا ته دعوت ورکوي باید دهغوی دود اوکلتور په نظر کې ونیسي، هڅه وکړي چې خپله ظاهري بڼه دهغوی په څېر کړي، تر څو دهغوی په زړونو کې ځای ونیسي او داسې احساس ونه کړي چې دا کس له مونږ نه پردی دی، داعي باید په خپله ظاهري  بڼه دوی ته داسې وښيي چې زه ستاسو په څېر یو کس یم، بلکې ستاسو له ډلې نه یم، ستاسو خواخوږی یم.
    ځکه خو چې ځینو کسانو ته ووايي چې سړیه دا په ځان دې څه کړي؟ سمدستي به حاضر ځوابۍ ته لاس واچوي چې دا خو دضرورت له وجې، کله که مونږ کفارو ته دعوت ورکوو نو باید ځان داسې ورته برابر کړو چې هغوی مو په لیدو د پرديتوب احساس ونه کوي، تر څو خبره مو ومني، او دعوت مو قبول کړي، او حال دا چې کافر څه چې خپل یو مسلمان به یې هم  نه وي سم کړی!
    په دې کې شک نشته چې  ظاهري بڼه دخلکو په وړاندې لوی اهمیت لري، ځکه خو ځینې سیاستمداران چې کله ځینو سیمو ته ورځي نو ځان دهمغه سیمو دخلکو په څېر جوړ کړي، تر څو نوموړي خلک یې خبره ومني، او هغوی ته داسې احساس ور کړي چې زه ستاسو دقوم او ستاسو دکلي سړی یم، دا دی تاسو مې وینئ چې زه هم ستاسو په څېر یم.
    د افسوس ځای دا دی چې ځینې کسان د نورو  ددعوت په بهانه  پردی دود اوکلتور خپلوي،  مګر د خپل ولس او خپلو خلکو ددعوت لپاره بیا خپل دود او کلتور  ته په درنه سترګه نه ګوري! داسې بریښي لکه دوی چې په حقیقت کې دنورو قومونو ددعوت او لارښوونې لپاره پیدا شوي وي، د خپل قوم او خپل ولس ددعوت او لارښوونې په اړه هېڅ رنګه مسولیت نه وي ورته متوجه.
   او دا په حقیقت کې یوه ډېره لویه تېروتنه او کمزوري ده چې ځینې کسان ور سره لاس او ګرېوان دي، الله تعالی دې ټولو ته توفیق ور په برخه کړي چې په رښتیا دخپلو خلکو د خدمت جوګه وګرځي، او دا هغه وخت کېدای شي چې ځان له ولس نه پردی نه کړل شي.
ایمل نوري