مسلمه امت سیاسي ځواکمن یووالي ته اړتیا لري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سلام خان

د اسلامي هيوادونو دکنفرانس سازمان لومړی خل  د١٩٦٩ کال دسپټمبر د مياشتې په پنځه ويشتمه نيټه په اشغالي بيت المقدس کې د اقصى جومات له جنايي اور اخيستنې وروسته د المغرب په رباط ښار کې جوړ شو داسلامي هيوادونوکنفرانس دملګروملتوله سازمان وروسته د دولتونو ترمنځ  دويم نړيوال سازمان دى چې له څلورو وچو څخه اووه پنځوس هيوادونه ددغه سازمان  غړيتوب لری ، داسلامي هيوادونو دمشرانو وروستنی دولسمه

غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې دغړو هيوادونو مسلمانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي نوموړی غونډه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په ګډون دفبروری دمیاشتی په شپږمه نیټه ده مصر دهیواد په مرکز په قاهره کې جوړه شوه ،د یادولو وړ ده چې د مصر هېواد د لومړي ځل لپاره د اسلامي هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه توب په غاړه اخیستی دی، دغه غونډه په هرو درې کلونوکې یو ځل د اسلامي کنفرانس د سازمان په یوه غړي هېوادکې جوړیږي .
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په دغه غونډه کې پخپله وینا کې د مصر هېواد له کوربه توب څخه د مننې په ترڅ کې وویل: اسلامي نړۍ نن له تروریزم څخه له رامنځته شوې تاوتریخوالي، په یو شمېر هېوادونو کې د جګړې او بحران او په فلسطین کې زموږ د خویندو او وروڼو له دوامدارو رنځونو او غمونو سره لاس او ګریوان ده. ده، زیاته کړه: د اسلامي نړۍ په ډیری هېوادونوکې زموږ د خلکو سلامتیا او پراختیا د فقر، وروسته پاتې والي او د چاپیریال د ککړتیا له امله په خطر کې ده جمهوررئیس وویل: نن، نړیوال تروریزم  د اسلامي نړۍ د سولې، امنیت او پرمختګ پر وړاندې  د یو ډیر جدي ګواښ په توګه مطرح دی. د اسلامي نړۍ په ډیری هېوادونو، له افغانستان څخه تر پاکستان، ایران او الجزایر پورې تروریزم د بې شمېره رنځونو سبب شوی او د اقتصادي ـ ټولنیزې پراختیا او سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره زموږ قابلیتونه کمزوري کوي
حامدکرزي د اسلام د دین په نوم تروریستي عملونه د اندیښنې وړ وبلل، د دغه سازمان له ټولو غړو څخه یې وغوښتل نه یوازې دا چې هغه تروریستي عملونه چې د اسلام له نوم څخه په ګټې اخیستنې سره ترسره کیږي، وغندي، بلکې د تروریستانو لخوا زموږ د دین له هویت څخه د ناوړې ګټې اخیستنې او د هغه د تخریب د مخنیوي لپاره کلک او همغږي تدبیرونه ونیسي حامدکرزي په دې باندې د ټینګار په ترڅ کې چې پرې نه ږدو زموږ له جوماتونو او مدرسو څخه د افراطیت د ترویج لپاره استفاده وشي، وویل چې تروریستي ډلې باید زموږ په ټولنو او حکومتونوکې پټن ځایونه او مالي اسانتیاوې و نه لري. د اسلام علما باید د هغو افراط ګرایانو پر خلاف له موږ سره په مبارزه کې په جدي ډول برخه واخلي، چې د اسلامي امت د سوکالۍ او ثبات د کمزوري کولو په لټه کې دي ،جمهوررئیس د ټولې اسلامي نړۍ له علماوو څخه و غوښتل چې د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز چې د حج په مراسموکې یې د عرفات په خطبه کې د اسلام په دین کې ځان مرګي بریدونه مردود او حرام وګڼل، خپله الګو وګڼي. ده، همدا راز وویل  چې د سعودي عربستان ستر مفتي ویلي دې هرڅوک چې په دې ډول عملونو لاس پورې کوي لوی خدای به یې ونه بخښي ،ده، زیاته کړه: مسلمه امت نه یوازې سیاسي ځواکمن یووالي ته اړتیا لري، بلکې باید په پرله پسې ډول هڅه وکړو چې د بشري ځواک او اقتصادي پراختیا په برخوکې خپل قابلیتونه لوړ کړو.
حامدکرزي هغه څو کلن تاوتریخوالي ته په پاملرنې سره چې د افغانستان ملت له هغه څخه رنځیدلو، وویل: موږ په تېره یو لسیزه کې په افغانستان کې د کتنې وړ پرمختګونه کړي دي ترڅو خپلو خلکو ته د لاآرام، سوکاله او خوندي ژوند  زمینه برابره کړو، خو زموږ له پولو څخه د باندې نه تروریزم او افراطیت د افغانستان لپاره تر ټولو جدي او ستره اندیښنه او د سیمې پر وړاندې ستر ګواښ ګڼل کیږي ،جمهوررئیس دې ته په اشارې سره چې تروریزم د افغانستان او پاکستان خلکو ته ډیر دردونه او غمونه ورکړي دي، وویل: پر دغه ګواښ باندې د بریالیتوب تر ټوله ښه لاره صادقانه همکاري ده، تر هغه ځایه پورې چې په افغانستان پورې اړوندیږي، موږ ژمن یو چې له خپل ګاونډي ورور سره یوځای  د خپلو خلکو او د سیمې لپاره د سولې  او امنیت د ټینګښت په موخه، کار وکړو .حامدکرزي د اسلامي نړۍ پر یووالي او پیوستون باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې افغانستان د یو خپلواک فلسطیني دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو له ټولو هلو ځلو څخه ملاتړ کوي. موږ د فلسطین د خلکو د یووالي غوښتونکي یو او یو ځل بیا له هغو نړیوالو هڅو څخه ملاتړ کوو چې کولای شي د فلسطین خلک خپلې آزادۍ، خپلواکۍ او سولې ته چې د هغوی لرغونې هیله ده، نیږدې کړي، ټینګار کوو. موږ همدا راز د فلسطین په ځمکه کې د یهودیانو لخوا په دوامداره توګه د ښارګوټو جوړول غندو، په دې باوریو چې دا کار د سولې د داعیې تحقق له ستونزو سره مخامخ کوي ،حامدکرزي د اسلامي همکاریو د سازمان له ټولو غړو وغوښتل چې د سوریې په ورور هېوادکې دې په سم دستي ډول د رنځ او شخړې د پای ته رسېدو لپاره کار وکړي او په سوریه کې د بحران د پای ته رسېدو لپاره باید هر ډول نړیواله تګلاره د سوریې ملي حاکمیت ته  د بشپړ احترام په پام کې نیولو سره تر سره او د هغه هېواد د خلکو د برخلیک د ټاکلو لپاره باید د هغوی حقوق رعایت شي ،په دې غونډه کې د سنیګال جمهوررئیس ((ماکی سال)) چې هېواد یې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو د یولسمې غونډې ریاست په غاړه لرلو، وینا وکړه او د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو د دولسمې غونډې ریاست یې ډاکتر محمد مرسي ته وسپارلو.
د مصر جمهوررئیس ډاکتر محمد مرسي د غونډې برخه والو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د سنیګال له هېواد څخه یې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو د یولسمې غونډې د کوربه توب له امله مننه وکړه ،ده، هغو سرچینو او امکاناتو ته د اشارې په ترڅ کې چې اسلامي نړۍ یې لري، وویل: زموږ ملتونه د نړۍ د شپږمې برخې ځمکې یوه برخه په واک کې لري، د نړۍ له څلورمې برخې څخه یوه برخه نفوس  جوړوي او د نړۍ دنفتو او ګازو د نیمو سرچینو خاوندان او د سر شارو طبیعي سرچینو لرونکي دي او له ټولو مهمه لا دا چې موږ هغه ځوان نسل لرو چې د اسلامي امت له نیمایي څخه استازیتوب کوي ،د مصر جمهوررئیس وویل له دې ټولو سره سره، اسلامي هېوادونه د(( جي ډي پي)) یا د نړۍ په ملي ناخالصو تولیداتو او علمي څیړنو کې ډیره لږه ونډه لري. د هغو کسانو منځنې کچه چې په بیلابیلو تعلیمي برخوکې نوم لیکنه کوي، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله لږه ده او د هغو کسانو فیصدي چې تر فقر لاندې ژوند کوي په ۲۰۱۱ کال په سلوکې ۳۸ زیاته شوې ده او تر اوسه پورې د دغه سازمان ۲۱ غړي هېوادونه د نړۍ په لږو وده موندلو هېوادونوکې شامل دي ،ده زیاته کړه: دا د اسلامي امت دنده ده چې په ګډه د تعلیم په برخه کې د هغو ستونزو په حل لاس پورې کړي چې د افراط ګرایۍ او تاوتریخوالي سبب کیږي، زموږ د ټولنو امنیت، ثبات او وده له خطر سره مخامخ کوي د مصر جمهوررئیس له اسلامي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې د هرډول تنفر، تبعیض او تاریخوالي پرخلاف چې د انسانانو پرضد د هغوی د نژاد او عقیدو پرخلاف ترسره کیږي، اقدامات ترلاس لاندې ونیسي
ده همداراز د غړو هېوادونو د اقتصادي  او بشري ستونزو د حل لپاره  د اسلامي همکاریو د سازمان د خیریه صندوق  د بیا جوړیدو غوښتنه وکړه ،ډاکتر مرسي د دې په ترڅ کې چې د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې یې د ناظر په توګه  د فلسطین د غړیتوب له امله د فلسطین ملت ته مبارکي وویله، ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ او د یو خپلواک هېواد په توګه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د هغوی برحقې داعیې ته ژمن دی ده، په سوریه کې د وینو تویدو د مخنیوي غوښتنه وکړه او د اسلامي همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې  د سوریې له بې ځایه شویو سره د بشري مرستو او په هغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې خپلې هڅې پراخې کړي ،بیا، د اسلامي همکاریو دسازمان سرمنشي اکمل الدین احسان اغلو خبرې وکړې او د دغه سازمان د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل ،په دغه غونډه کې د عراق صدراعظم نوري المالکي د عربي ټولنې، د نایجریا جمهوررئیس ګوت لک جناتان د افریقایي ټولنې، د اندونیزیا جمهوررئیس وسوسیلو بنګبنګ یودهویونو د اسلامي همکاریو د آسیایي ټولنې په استازیتوب، د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سلمان ابن عبدالعزیز او د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس یو پر بل پسې ویناوې وکړې.پای سلام خان.