پرلپسې دریمه برخه
د کابل فاسد رژیم یوه ارزښتناکه کار ته ملا وتړله او هغه داچې کابل د یوه پوخ(قیر) سړک له لاری د پاکستان له اوسنۍ سرحد پاړاچنار سره ونښلوئ ،افغانستان په دی سیمه کې له پاکستان سره زمونږ د تیرو رژیمونو په وخت کې د سړک له لاری نده نښلول شوی خداي مه کړه کچیری دواړه هیوادونه په کومه جګړه کې سره مخ شی نو دافغانستان ځمکني پوځ به
د لوګر او یا ګردیز څخه د ۷-۱۰ ساعتونو کې تر سرحد ور ورسیږی خو باالمقابل پاکستانی پوځ په نیم ساعت کې تر سرحد رارسیدلی شی او خپل سرحدی ځواک ته قوت ورکولی شی نو ددی معنی دا شوه چې مونږ جګړه وبایلوده ،زمونږ جنرال صرف د منتو د خوراک جنرالان وو او یا دی ځکه چی تر اوسه ددی سړک په اهمیت ندی پوه. له سپینې شګه،او د ګوئ له کوتله دا سړک چی اوس يې د سیمی ولسونه کاروی دا هغه سړک دی چی له همدی ځایه د بلډوزرو په واسطه په غرنیو سیمو کی يه داسی حالت کې جوړ شو چی هغه وخت د کابل کمونست رژیم الوتکو بمبارد پری کولو او د سړک جوړولو مخه يې نیوله او امریکايې شټنګرو يې دفاع کوله خو ځینئ جهادی ګوندونو ددی سړک په جوړولو کې خاصه ونډه درلوده چې:
د حکمتیار اسلامی ګوند اول قدم کې راتلو
د سیاف اسلامی اتحاد ګوند دویم ق قدم کې
د مرحوم مولوی صیب خالص اسلامی ګوند دریم قدم کې
او د مجددی جبهه نجات ملی څلورم قدم کې.
داسړک له سرحد څخه د ځاځیو له سیمی تیر شوی او د روکیان له زیارت چی تیر شی یو سړک د تختکیو د کوتل له لاری د ازره يه خوا ترینه بیل شوی دی او نر مخامخ د ازره ولسوالی د قاسمخیلو له لاری د لوګر دوبندی ته ورښکته کړل شو او بل طرف يي له سرخد څخه د ځاځیو د لویدار تنګئ له لاری د ازره او ځاځیو تر منځ مشهور کوتل چی د لکړی په نوم یادیږی وروخیژول شولو او دی کوتل کې بیا دوه ځایه شو چپې خوا ته د ازره په سپین جومات ورتیریږی او د ببرزیو د کلی په منځ کې تیر شوی او د پچلریې (چی د زرداد) کلی دی همدی ځای کی یو سړک ترینه بیل شوی او د کتاری په خوا ور اوښتې او بل سړک د ازره ولسوالی د بزرګانی په تنګی ترینه جدا شوی ده او دا هم د کتاری سیمی ته ورښکته شوی چی دی سیمه کی څفری او تیزین تنګی او روجان او جنِوزی تنګیو له لاری خورد کابل ورسره نښلوی او په څفری سیمه کی حصارک هم ورسره نښلوی، او له پچلریي مخامخ دا سړک همداسی تیر شوی او د لوګر له دوبندی سره یو ځای شوی دی. بل سړک د لکړی د کوتل په سر کی ښیئ خوا ته ښکته شوی ده د منګل کلی څخه تیر شوی(دا خلک ټول احمدزی دی نه منګل خو ددغه درې نوم منګل ده )او همداسی د امروت له کلی تیر شوی ده د ازره ولسوالی تر مخ د ببرزیو له کلی سره وسل شوی ده او بله څانګه يي ښیې خوا ته د ازره د عشق څلئ د کوتل له لاری د سپاندوکڅ نومی کلی څخه تیریږی او د علیشیرو د کوتل له لاری د حصارک غوګیزی ته ورښکته کیږی او ددواب په سیمه کی د اب زینګانی تنګی له لاری څفری هم له ځان سره نښلوی او په حصارک کی مخامخ تر مروړی کوتل له لاری جګدلک ته ور ښکته شوی ده او له هغی اه خوا د مجاهدینو تر وس پوره نه وه ځکه سروبی کی ددولت مهم مراکز او قوت پروت و.څو کاله د مخه د افغانستان او پاکستان سرحدی قوتونو څو ساعته جګړه وکړه د پاکستانی لوری ته په نیم ساعت کی توپچي او پیاده قواوی راورسیدی خو د افغانستان لوری ته دریمه ورځ وروسته ملی اردو راورسیده خو د سیمی خلکو د خپلو سرحدی پولیسو ملا وروتړله خو دا جګړه د امریکایانو په مداخیلی سره بنده شوه د همغی جګړی اثار اوس هم شته او پاکستانی لوری له پخوانی حد نور هم راتیر شوی او سپینه شګه يي مکمله نیولی او د سیاف غونډ چی پکی و هغه یي هم نیم نیولی ده.
کله چی د کابل اوسنی رژیم کی د ویښ ضمیر خاوندانو دولت دی ته وهڅولو چی داسړک له سره جوړ کړی او په پوخ او اساسی ډول يي ورغوی نو د پاکستان دولت دی سیمی ته د طالب تر عنوان لاندی شیطانی دسیسه راوړاندی کړه
نور بیا
وحید ملا