جهادي تنظيمونه او طالبان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

س . نارام
کله چې جهادي بنسټپال تنظيمونه  ديوې کرغېړني  دسيسې په پايله کې د (ثې آی اې) تر لارښوونه لاندي د( ای اس ای)  په ذريعه سياسي قدرت ته ورسېدل ( دې دسيسې داخلي او خارجي هر اړخيزه عوامل درلودل) نو چنګېزي او هټلري  وحشيانه او بې رحمانه ظلمونه يې په وېده او جامد ولس وکړل .

هغه دا چې ښارونه يې وران کړل ، ملي او شخصي شتمنۍ يې لوټ او تالاکړې، دخلکو په مالو ، اولادو، پت او عزتو يې تېري او تجاوزونه وکړل .
 نو امپرياليزم اوپاکستاني شيطانانودخپل حيثيت د اعادې په خاطر دملايانو يوه بله ډله  دطالبانو په نامه چي لاد وخته يې جوړه کړي وه جګړې ته ور ټېل وهله . نو ويلای  شوچې  دا دواړه  ډلي مجاهدين او طالبان چندان  بېلوالی سره نه لري .
دطالبانو اسلامي  تحریک ته که  وګورو مرکزي  اورهبري  رول يې  ملايان  لوبوي  . اوهمدارنګه دبنسټپالوجهادي تنظيمونو  درهبري مرکزيت  هم دملايانو په لاس کې وو اوهم دی .  نو ويلای شم چې دواړه ګرپونه يو والی اوهم بېلوالی لري .
  يووالی يې دادی چې:
ــ  مذهبي بنسټپالو جهادي تنظيمونو اوهمدارنګه  دطالبانو اسلامي  تحريک  داسلام  مبارک ،مقدس اوسپېڅلې دين ته  جبران  نه منونکی  خيانت  وکړ، هغه داچې غير اسلامي  نړۍ  ته  يې  داسلام مقدس دين  دخشونت،ترور،دوښمني، وحشت، دهشت،ورسته پاتيوالي او دپرمختګ ،علم اوتيکنالوژي ضد دين  ور وپېژاند . حال داچې  داسلام  مبارک برحق دين  د ورور  ولي ،سولې،بــښني، ميني،محبت ، پرمختګ، پوهي، ساينس، طب، د خلقيت دتاريخ او بلاخيره د وحدانيت پوره او مکمل دين دی .
ــ  په افغانستان  باندي دکمونيزم او امپريالزم  د تجاوز اوتېري  د زمينې   دبرابرولو يو لوی  اوعمده فکتور په دواړو لورو  پوري اړه لري .
ــ  دبنسټپالو جهادي تنظمونو اوهمدارنګه دطالبانو دجګړې مخته بيولو لاري چاري دخلکو په وېرولو، وحشت  خپرولو ، خلک په زور، ظلم او جبر سره  دورور  وژني جګړې ته استول  او داکثريت عام اولس په دام کې يرغمل کېدلو  يوه بڼه لري .
ــ  بنسټپالو جهادي تنظيمونو او طالبانو دواړو  دغفلت په خوب ويده  ولس  ته  دورور وژني په جګړه  کې  مرګ  دشهادت  درجه بولي  او جنت ته تګ ورته ګرانټي کوي، دحورو او غلمانو وعدې ورکوي . خو په دومره تفاوت  سره چې  د تنظيمونو رهبرانو او قومندانانو  په ژوند ځانونوته  جنتونه جوړ کړل  حوري اوغلمان  يې  پکې د خپل عيش لپاره ځای پر ځای کړل . خو طالبان  دغلامانو د دورې  دکړاو دروند پېټی  لا په خپلو ډنګرو  اوږو  وړي .
ــ  بنسټپال جهادي تنظيمونه  او طالبان  دښځو له زده کړي  اوښځينه  ښوونځيوسره يو ډول سرسخت  مخالف دي  اوپه ټول ملک کې يې نه يوازي  د نجونو ښوونځي بلکه ټول  حکومتي مکتبونه د  اور د لمبو خوراک کړل . دا له  دې کبله  چې د دوی په نظر دعصري علومو لکه  ساينس ، تخنيک،طب ،فلسفه،سياست ،هنر  اوداسي نورو  لوستل  او زده کړه کفر دی  .
ــ  سړي تښتوني ،د مخدره موادو، لرغونو اثارو قاچاق له  بنسټپالوجهادي تنظيمونو څخه طالبانو ته  په  ميراث پاتي دي  .که څه هم طالبانودخپل قدرت په وخت کې د مخدره موادو کر، قاچاق اوقاچاقبران له مينځه وړي وو .  
ــ  دخلکو په شخصي ژوند کې مداخله  هم  د بنسټپالوجهادي تنظيمونو او هم  دطالبانو دتحريک له لومړنيو دندو څخه  وه  . متل دی  چې وايي :( ږيره زما،واک يې دملا)
ــ  جهادي بنسټپال رهبران  او دطالبانو  درهبري ډله  دپرديو څارګروسازمانواجنټان دي .
ــ  دواړو خواوو  د افغانستان داصيل اوغوره  کولتور دله مينځه وړلو او پر ځاي يې د پرديو کولتور  او فرهنګ په را وړلو کې خوځنده برخه  اخيستي ده . پايله داشوه چې دټولنيزو غورو کړو وړو اخلاقي بنسټ  ونړېدو،دټولنې غړي په ړندو لارو کې لا لهانده  لاس او پښې وهي . هر ډول خرابي او ويراني  جوړېدای شي  خو دفرهنګ وراني جوړښت نه لري . چې د دې نه جبرانېدونکې خيانت پړه د جهادتنظيمونو او طالبانو پرغاړه ده .
ــ  دمينونو خښول او ايښودل يوډول دي، طالبان ځان مرګي بريدونه کوي  زياتره يې  پر خپل دوښمن کوي ، خوبنسټپالو جهادي تنظيمونو به  په ړندو توغنديو او راکټونو باندي ښارونه  ويشتل  چې له يو مخه به يې قربانيان  ماشومان ، ښځي ،ملکي اوبې ګناه  وګړي وو .
 ــ  بنسټپالو جهادي تنظيمونو سوله نه کوله ، که څه هم  هغه بانه چې  دشوروي اشغالګرو قواوو  وتل وو پوره شوي وه، خو پرهغه برسېره يې ورور  وژني ته  دوام  ورکاوو . طالبان هم  له جګړې څخه دلاس نه اخيستلو بانه  دامپرياليستي اشغالګرو قواوو نه  وتل بولي، دا هم مالومه نه ده چې دا قواوي  وزي  که نه، که وو زي بيا هم مالومه نه ده چې طالبان به  له ورور  وژنې څخه لا س واخلي  اویا به  دسياسي قدرت تر اخيستلو پوري جګړې ته دوام ورکوي . خو دامپرياليزم نوې  بېرحمه استعماري  لړۍ دکمونيزم له سقوط سره سمه ، د ( بشري حقونو څخه د دفاع ، ديکتاتور  رژيمونه  ړنګول ،ديموکراسي  پياده کول ، د خپل  سکه  بچي  ترور يزم  سره مبارزه، او داسي نورو) شيطاني شعارونولاندي  ګړندۍ شوه او خپلو موخو ته نږدې کېږ ي . روښانه  مثالونه يې په يوګوسلاوېا،عراق ، افغانستان ،ليبيا،سوريه اوداسي نورو ملکونو کې ښه ليدل کېږ ي  . متل دی چې وايي : ( اوبه خړوه، ماهيان نيسه )
ــ  دواړه خواوي  د ډېرو خلکو په وژلو ډېر امتيا زات غواړي، دواړي خوا وي  له حساب  کتاب  اودعدالت له محکمې څخه  د تېښتي  او خلاصون  له کبله جګړه  اوږده وي .
ــ دواړو خواو  دمذهبي ،قومي ، لساني ،سمتي  او تنظيمي تعصبونو او دوښمنيو  اور لا تازه اوپراخ کړ .  دملي يوالي  پاخه بنسټونه يې تقريبآ له مينځ وړي دي ، مسؤليت يې د دواړو لورو په غاړه دی .
ــ  دواړو خواوو دخلکو په مينځ کې دملي ،وطني اوټولنيزو ګټو ،روحيه او دمسؤليت احساس  مړ کړی دی . پر ځای يې دشخصي ،ژبني ، مذهبي ،قومي او سمتي ګټو روحيه  او احساسات را ژوندي کړي دي  .  ولس اوپرګنو دتل لپاره  په  دولتونو او حکومتونو باندي  باور او اعتماد له لاسه ورکړی دی .
ــ  په دواړو خواوو کې  ظلم، زور، بدماشي  او پاي لوچي  رواج پيدا کړی دی  .  
ــ  دواړه  لوري غريب ،خوار او بې وسه خلک،يعني ددې خاوري اصلي بچيانو او ميراث خورو ته  دشخصي غلامانو په سترګه ګوري .  
ــ  بنسټپالو جهادي تنظيمونو زياتره پښتانه  جنګول اوهم يې وژل، طالبان هم  پښتانه جنګوي او هم يې وژني  .
ــ    بنسټپال جهادي تنظيمونه ګاونډيو هیوادو لکه پاکستان او ايران  تشکيل کړي وو  او په  اقتصادي  او نظامي برخه کې يې هم حمايه کول، طالبان هم د همدغو ممالکو لخوا تشکيل شوي او حمايت يې کوي .  

بيلوالی يې دادی  چې :
ــ  بنسټپالوجهادي تنظيمونو د سياسي قدرت  د تر لاسه کولو لپاره  د (اسلام په خطرکې دی) تر شعار لاندي  جنګ پيل کړ .
ــ  طالبانو د اشغالګرو  ځواکونو  څخه دافغانستان  د( ازادي او سوچه اسلامي نظام ) دقايمولو تر شعار لاندي  جنګ  پيل کړ .
ــ  بنسټپالو جهادي تنظيمونو ښکاره او په رڼا ورځ  د ګاونډيو، اسلامي او امپريالستي ملکونو اوهم د ډېرو مذهبي تروريستي بانډونو  له پراخو  مادي، معنوي،تبليغي او نظامي  مرستو څخه برخمند وو.
ــ  له طالبانو سره  په پټه  دپاکستان ،عربستان ، ايران  امپرياليستي څارګر او  مذهبي ترورستي سازمانو ملا تړ شته .
ــ  بنسټپال جهادي  تنظيمونه  د اولجو،غنيمتو، وسلو، غلاوو،جريمو،عشر،لار  وهنو اوله جهاد سره دمرستو دپيسو په  ويشلو، همدارنګه د زياتو امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره له يو بل سره دوښمن  او په جنګ او جګړو اخته وو .
ــ  طالبانو  يوالی ساتلی ،دتنظيمونو په پرتله  غلا نه کوي ، دخلکو جيبونه  نه شکوي ،کاروانونه  نه وهي،لاري نه وهي  که يې وهي  هم  خپل دوښمن  وهي ، کورو ته يې نه وړي  پرې اور بلوي، .
ــ  بنسټپالوجهادي تنظيمونو ټول عامل المنفعه تاسيسات وران کړل، عامه،ملي او دولتي شتمنۍ يې لوټ او تالا کړې او په خپلو حسابو کې يې و اچولې . حتا په يوه لونګۍ يې هم خلک وژلي دي .
ــ دخلکو په مال، اولاد، ناموس  اوعزت باندي تجاوز اوتيری  دبنسټپالوجهادي تنظيمونو  د افرادو او قومندانانو ورځنۍ دنده وه ، زياتره يې بد اخلاقترين اشخاص په لوړه کتګوري کې منحل کړې وو، چې نتېجه یې اوسنی دولت دی .
ــ  طالبان  دبچه بازي، زنکه بازي،بد اخلاقي  او دخلکو په ناموس له تجاوز سر ه سخت  مخالف دي . خو بنسټپالو جهادي تنظيمونو دا صفت نه درلود .
 ــ  بنسټپالو جهادي تنظيمونو به خلک دد ولت تر کنترول لاندي ساحو ته دتللو پر ګناه، که به څه هم د دوی طرفدار ان  وو په بې رحمانه ډول حلالول .
ــ  دطالبانو ترکنترول لاندي منطقو کې بې غرضه او بې ګناه خلک هر چيري چې ځي،  راځي  او څه کارکوي ورسره څه غرض نه لري .
ــ  بنسټپالو جهادي تنظيمونو د طالبانو په  پرتله  ډېري  پيسې  او ډېرې پر مخ تللې ، مودرنې او درنې  وسلې  درلودې .
ــ    بنسټپال جهادي تنظيمونه  دافغانستان  د ټوټه کېدو اور  لا اوس هم دوغوي . خو د طالبانو اسلامي تحريک  د دې اور دبلېدو سره سخت مخالف  دي  او يو ځل  يې  ثابته هم کړه .
ــ  بنسټپالو جهادي تنظيمونو  په وطن کې  انارشي، بې قانوني، خپل سري،غلا،تښتوني،چور، چپاول ، بدماشي، پايلوچي،بداخلاقي، بې احترامي، بې علمي رواج کړه .
ــ  بنسټپالو جهادي تنظيمونه  دقوم ،مذهب او ژبي  له  مخي جوړ شوي  وو . مګر دطالبان تحريک یو تحريک دی زياتره يې حنفي مذهبه  او پښتانه دي  .
نور بيا.
س . نارام