ليکوال : عزت الله ذکي
دا ځل د يوې داسي كورنۍ حال د قلم په ژبه بيانوو، چې خداى تعالى له نارينه سرپرست څخه محرومه كړې ده. د دې كورنۍ غړي د ژوند له زياتو سختو ناخوالو سره په خوا كې دا مهال په يوازيتوب كې هم ژوند كوي، ځكه په دې كور كې چې څو كاله وړاندي د كور مشر، دوو تنو ځوانانو او ناويانو ژوند كاوه، اوس پكې نارينه څوك شتون نه لري او د تل لپاره يې له
خپلې بورې مور سره مخه ښه كړې ده. د دې كور مشره مېرمن بي بي خاله ده، چې په دې لنډو څو وختونو كې يې خاوند او دوه ځوانان زامن خاورو ته سپارلي، اوس ورباندي يوه لور او درې يتيمې لمسيانې راغونډ دي. نوموړې په اصل كې د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونكې ده، خو غربت د كندهار ښار تر لمنې ميرويس مېنې ته راكوچولې ده. كه څه هم د خداى تعالى په دې لويه نړۍ كې خپل شخصي هستوګنځاى نه لري، خو خداى (ج) ورباندي كوم بل مسلمان ورور مهربانه كړى او په وړيا ډول يې د مؤقت وخت لپاره پناه ځاى وركړى دى، تر څو د خپلې يتيمې لور او يتيمو لمسيانو سره پكې شپې سبا كړي. د دې كورنۍ ډېر تريخ داستان كه څه هم په دې يوه پاڼه كې د بيانولو نه دى او نه يې يوه دردناكه قصه په بشپړه توګه بيانولاى سو، خو له بورې مور بي بي خاله سره چې مو څومره د زړه خواله كړي، خلص يې ستاسو مخي ته ږدو او تاسو به د دې له نه زغمونكي حالت څخه خبر سى، چې څه پر تېرېږي. بي بي خاله د خپل دردناك ژوند په اړه ټاټوبي ته وويل: ((موږ په اصل كې د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونكي يو، موږ كه څه هم خانان نه وو، خو كله چې مې ځوانان زامن او خاوند ژوندي وو، نو د ژوند چارې مو په ډېره سمه توګه سره پر مخ وړلې او هر څه خداى (ج) راكړي وو، خو كوم وخت چې خاوند وفات سو، له غربت سره مخامخ سوو. په هر حالت كې چې وو ځوانان زامن مې وو، هغوى ته مې ودونه وركړي وو، هغوى زه او زما نږندو او لمسيانو ته هر څه راوړل او حلال رزق به يې راته برابراوه. خو خوار قسمت د يوه داسي حالت سره مخ كړم چې په تېرو څلورو كلونو كې مې خاوند او دوه ځوانان زامن مړه سول او نږندې مې هم راڅخه ولاړې. اوس زما لور او درې لمسيانې راسره پاتې دي چې په كور كې نارينه څوك نه لرم. هغه څه چې موږ پخوا لرل يا مو خوړل، اوس يې نه خورو، اكثره وخت په وچه ډوډوۍ پوري حيران يو، كه همسايګانو مرسته وكړه، خو ښه، كه نه نو د الله (ج) رضا ته ناسته يو ښځه يم د خپل ژوند په سودا پسي بازار ته نه يم تللې او بازار ته د فقر كولو لپاره هم جرئت نه لرم، څه وكړم؟ كوم غم درته بيان كړم، د نس غم غم نه دى، زه نورو غمونو لېونۍ كړې يم، درې جنازې په خبرو كې يادېږي چې د يو چا له كور څخه په لنډو څو وختونو كې ووزي او يوازي پاتېږي خو دا چې دا هر څه ما په خپلو سترګو ليدلي دي او زغملي مې دي، خداى (ج) دې پر كوم بل مسلمان دغه حالت نه راولي. زموږ جوړ كور سپېره سو، نه مې اوس په كور كې سرپرست، ځوانان زامن سته او نه مې هم ځوانې نږندي يا مږندې سته چې كور مې ورباندي ښايسته و.)) بي بي خاله د دې پوښتنې په ځواب كې چې خاوند او زامن دې څه ډول وفات شوي دي او نږندې دې ولې درڅخه ولاړې، وويل: ((زما خاوند د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ سو، يو زوى مې تور ژړى و، دلته يې علاج نه كېده، موږ يې د درملو وس نه درلود، مړ سو او بل مې هم لښكرګاه ښار ته تللى و چې موټر يې ټكر كړى و، مړ سو، دا په دا څو كالو كې ټول مې د لاسه وركړي دي، اوس يې زه، زما لور او لمسيانې يوازي پرې ايښي يو. زامن چې مې خاورو وخوړل نو مږندو مې وفا راسره ونه كړه، هره ورځ به يې راته ويل چې موږ ځو درڅخه او خپل اولادونه هم راسره بيايو، څو واره مې پرېښودې چې ولاړې شي خپل د پلار كره، خو دوى به پر دې ټينګار كاوه چې نه موږ خپل اولادونه هم راسره بيايو، خو زما لمسيانې زما نه زړه كېږي، هغه مې ځني راګرځولې دي.)) بي بي خاله د خپلو ځوانو زامنو مړينه سخته كړوي او وايي چې زما هوسا ژوند په دوى پوري تړلى و او دا مې هيله و چې زه به خپل زامن تر خپل او د دوى د پلار تر سيوري لاندي لويوم او تر لاس لاندي به مې وي، خو دا هيله يې له خاورو سره سمه سوې ده او زامن خاورو ځني خوړلي دي. بي بي خاله چې كله خپل د ژوند په اړه راته ږغېده، نو په غيرارادي ډول به يې له سترګو اوښكې څڅېدلې او په بې اختياره ډول به يې لويې ساندې وهلې، د دې له فريادونو داسي ښكاري چې دا تر ټولو ډېر د خپل ودان كور ورانېدل ژړوي، او وايي چې نه جبرانېدونكى دى. بي بي خاله چې اوس يې په كور كې د خوارۍ څوك شتون نه لري، اړه ده چې د ګاونډيانو پاتې شونو باندي خپل ځان او ورپاتې يتيمان ماړه كړي. ځني ومو پوښتل چې هيلې دې څه دې او خپل راتلونكى ژوند څه ډول وينې، ويې ويل: ((زه هيڅ يوه هيله هم نه لرم، يوازنۍ هيله مې دا وه چې له خپل خاوند او بچيانو سره په خپل كور كې هوسا ژوند وكړم، اوس چې خداى (ج) هغوى راڅخه واخيستل، زه به نو نوره څه هيله ولرم او زه به په يوازيتوب كې څه ډول ژوند وكړم، سپين سرې يم، خداى (ج) دې دومره وس راكړي چې په ناروغ تن سره مې خپل راپاتې يتيمان ماړه كړم. يتيمان مې هم ټول نجونې دي، د بل د كور دي، خداى (ج) دې زما په حال ورحمېږي. كاشكې مې يو نارينه هلك په كور كې درلودلاى چې موږ يې په راتلونكې كې هوسا كړي واى، اوس خو د بل پاتې شوني خورو، نه پوهېږم راتلونكى به مو څنګه وي؟ خداى تعالى دې هر څه راسم كړي!))
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه