ټاټوبی اوونيزه - د اقبال پوسته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور : عزت الله ذکي
د کندهار چارواکي وايي، پاکستان د افغانستان پر خاوره څلور امنيتي پوستې جوړې کړي او له ګډې پولې ٥٠ متره دې غاړې ته راوړاندي شوى دى. د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول او وياند جاويد فيصل وايي، پاکستان په ٢٠٠١زېږديز کال کې د سپين بولدک ولسوالۍ د وېش او چمن سيمو تر منځ د اقبال په نوم پوسته جوړه کړې وه،

چې هغه مهال ٥٠ متره د افغانستان په خاوره کې رامخکې شوى و. هغه زياته کړه، په تازه ګام کې پاکستان دغه امنيتي پوسته پراخه کړې او د دغې پوستې درې نورې څانګې يې هم د افغانستان په خاوره کې جوړې کړې دي. دى وايي، اقبال پوسته ٥٠ متره او نورې درې پوستې ١٨، ٢٥ او ٣٠ متره دې خوا د افغانستان په خاوره کې جوړې شوې دي. د فيصل په خبره، د پاکستان د دغه اقدام په اړه يې په وار وار له مرکزي حکومت څخه هدايت غوښتی دی، خو هغوی ورته تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي. دى وايي: ((موږ دا موضوع په وار وار له مرکزي ادارې سره شريکه کړې ده، خو د هغوى له خوا تر د کوم اقدام هدايت نه دى راکړل شوى.)) خو هغه دا هم وويل چې افغان ځواکونو هم د پاکستان له دغې هڅې سره هم مهاله د پاکستان لوري ته ۳۰۰ متره وړاندي يوه امنيتي پوسته جوړه کړې ده. دغه موضوع داسي مهال په ډاګه کېږي چې د سرحدي پوليسو لوى قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي کندهار ته سفر کړى او ويلي يې دي چې سرحدي پوليس د پولې پر ځاى په کندهار ښار کې امنيت ساتي، چې دغې چارې د پولې امنيت له ګواښ سره مخ کړى دى. که څه هم په دې اړه د کندهار د سرحدي پوليسو قومانداني له څه ويلو ډډه کوي، خو د کندهار امنيه قوماندان او د سرحدي پوليسو د قوماندانۍ درستيزوال جنرال عبدالرازق هم منلې چې پاکستان د افغانستان لوري ته راوړاندي شوی دی. ده وويل، دغه موضوع يې په وار وار له مرکزي چارواکو سره هم شريکه کړې، خو تر اوسه يې په اړه کوم څه نه دي شوي. په کندهار ښار کې وروسته له هغه سرحدي ځواکونه ځاى پر ځاى شول، چې د درېيم سرحدي زون درستيزوال جنرال عبدالرازق د دې ولايت د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو. کندهار ولايت له ډيورنډ کرښې سره پروت دى، چې له پاکستان سره ٤٤١ کيلومتره ګډه پوله لري. معروف، ښوراوک، رېګستان، سپين بولدک او ارغستان هغه ولسوالۍ دي چې په همدې امتداد پر ګډه پوله موقعيت لري. خلک وايي، پر دغه اوږده پوله د پاکستان له لوري تل هغه وسله وال افغانستان ته آسانه رااوړي، چې دلته د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد جنګېږي. دا په داسي حال کې ده چې تر اوسه د افغان دولت له خوا د دوستۍ دروازه په رسمي ډول نه ده پرانيستل شوې. د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس سيدجان زيارکښ هم له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې پاکستان د کندهار په ځينو سرحدي سيمو کې د ډيورنډ تر کرښې رااوښتى دى. نوموړي يادې سيمې په جزئياتو په ډاګه کړې نه دي، خو دا يې ويلي وو، هيله لري چې د دواړو هيوادونو د سرحدونو چارو او بهرنيو چارو وزارتونو په کچه به دا ستونزه هواره شي. د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندي د لوېديځ زون سرحدي چارواکو ويلي وو چې ايران د افغانستان سره پر ګډه پوله سرحدي نښې خرابې کړې دي. چارواکي وايي، دا ستونزه يې له مرکزي ادارې سره شريکه کړې، خو تر اوسه په دې اړه اقدام نه دى شوى. عام افغان وګړي وايي، ايران او پاکستان هيوادونو ته په کار ده چې د دوو ګاونډيو خپلواکو هيوادونو په توګه د افغانستان ملي حاکميت ته درناوى وکړي او د افغان خاوري له لاندي کولو ډډه وکړي. دغه راز وګړي له حکومته غواړي چې د دغو تېريو په اړه اقدام وکړي او پرېنږدي چې څوک د هيواد خاوره لاندي کړي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : (ټاټوبی) اوونيزه