رله پسې دوهمه برخه
دا چې نن زمونږ کوچیانو د مرکز په طرف مخه کړی دا کار د یو منظم پیلان له مخې تر سره کیدوونکی دی او ددی تر شا د پاکستان د استخباراتو پټ او کرغیړن لاسونه په فعالیت بوخت دی د احمدزیو کوچیانو د البیخیلو د پښیې یو مشر حاجی منجی چی کله له ازره ولسوالی ناهیلی بیرته پنجاب ته مخه کړه او په کږر کی دیره شوو څکه دده خپله بیسوادی
يې په مخ کې لکه توه پیشکه ښکته پورته کیده نو کله چی د انتخاباتو لومړی دوره وه نو د حاجی ملاجان په نوم یو خپل ملګری يې کاندید کړ له ډیرو هلو ځلو وروسته بیا هم ناکام شو او بیرته پنجاب ته لاړل خو یوځل بیا ای اس اي جبیب ورډک کړ او ۱۲ دولس میلونه کلداری ېې ورکړی چی په خلکو يې وویشی او د افغان ولسمشر کرزی لپاره انتخاباتی کمپاین وکړی چی همدا يې لنډه لار وه چی کرزی ته ځان ورلنډ کړی نو پیلان داسی وو چی له راونیدو د مخه يي ګل اغا شیر زی سره تماس ونیوه او ورته يي وویل چی زه کولی شم به زرګونه کوچیان دی ته تیار کړم چی د کرزی ملاتړ وکړی تر څو شمال ټلواله ناکم کړو(هغه وخت کې دهمدی خبرو اولاپو بازار تود وو ) شیرزی کرزی سره تماس ونیوه او هغه هم ورته د ډالرو نلیکه ور وغځوله په تورخم واوښتو ډولونه ،نڅاړی او اتڼونه وو او شیرزی هم نیمی لاری ته راغلی و او دواړو فاسدو او غلو مشرانو یو ساعت ګډا د عموی سرک په سر وکړه او منجی سره تقریبا دری سوه کسان راغلی و او لاپې يي شروع کړی چی په زرګږنږ خلک راروان دی په جلال اباد کی له دوه ورځو تیرولو ورسته شیرزی د کرزی په زیارت مشرف کړ او هغه ورته وویل که کامیاب شوم یولکه جریبه ځمکه په یو فرمان کی درته درلیکم د الله کارونه و امریکا بیا هم غوښتل کرزی په ارګ کی وساتی ملا تره خیل او منجی ته کرزی د بت خاک دشته ورکړه د نعیم کوچی او هزارګانو له خوا په دشتی هم دعوه وشوه ځکه کرزی دا ځای نعیم ته هم ستولی و او هغه يي په طمعه و او هزارګانو ویل چی د نجبیب په رژیم کی دا ځای مونږ ته راکړل شوی دی خو نعیم کوچی دلته وهل وخوړل او سرتور يې هم کړ او هزارګانو ته ولسمشر د کابل غرب ور ایله کړه چی اوس دده د دویم مرستیال ورور پکی شاهی نظام ابادوی او نعیم ته يي اووه لکه ډالر ورکړل هغه يې له دعوی تیر کړ ځکه ملا تره خیل د شورای نظار غړی و او رحیم وردک او د پیر ګیلانی ډله او شیرزی په منجی ودریدل ځکه چی شمالی په محاذ ملی کې و او منجی د هغه ورور ده.
د بت خاک دشته ترهخیل ملا او منجی سره بیله کړه خو منجی دغه ځکمه چی مفته ورکړل شوی وه ددی د بت خاک د ځمکو د قیمت په نرخ يي و پلورله زه او زما ورور هم پکی یوه یوه نمره لرو خو والله یوه نمره يي په لسو غریبانو هم پلورلی ده او بیا يې اخر کی یو کس ته ورکړی او د نهو کسانو حق يی په جبر شره خوړلی دی او داسی خلک هم پکی شته چی یو کس ته پنځوس نمری هم ورکړل شوی دی او هغه بیا د ځان لپاره پلورلی دی، بل طرف ته شیرزی غوښتل چی د قدیر کورنی په ضد ددوی پخوانی دښمن تقویه کړی خکه د هغوی روابط له شیرزی سره خراب دی.بت خاک کې میشت کوچیان ۳۰٪ پاکستانی تابعیت لری او د منجی د کور ماشومان او لویان ډیر پخوا له همدی امتیاز برخمن دی خو دادی اوس د پاکستان دولت همدی کوچیانو ته شناختی کارډونه ورکول پیل کړی دی او په پنجاب کی د منجی په کور کی لیستونه او فورمی ډکوی.
نور بیا
ملا وحید