وحید ملا
د پاکستان دولت په یو نوی پیلان پیل کړی چی د افغانستان د راتلوونکی لپاره د جدی خطر زنګ دی، کله چی د طالبانو رژیم نسکوریدو په همغه ورځو کې پاکستان د بدیل په هڅه کې و او د پيښور ښار کې ددغه هیواد د استخباراتو لخوا منډی ترړی زیاتی شوی او په مختلفو دفاترو او پوځې قرارګاؤ کی يې له افغانی شخصیتونو سره لیده کاته او میټنګونه پیل کړل
یو کس راته قیصه کوله چی ای اس آي یو ډګروال فاروق راته ویل چی طالبان خو د سړی زامن نه وو افغانستان يې هم تباه کړ او مونږ يې هم د بلا خولې کی ورکړو پاکستان ورسره ډیری ښیګڼی وکړی خو دوی اوس له انډیا سره لین غزولې و دا دی سور زامن خو د روسانو وخت کی نه وو روس ته خو شکست تاسو مجاهدینو ورکړ دادی مدرسی حرامیانو ته به مونږ ویل چی یره دا نورو له هم حکومت کی برخه ورکړی خو بس نه يې منله بس ټیک به شی هغوی(طالبان) نه ستاسو په ګټه وه او نه زمونږ بس اوس حالت ډیر خراب دی په شریکه به افغانستان هم بچ کوو او پاکستان هم یس څه خیال مو دی؟ مونږ هم ورته سینه درب وکړ نو له دی وروسته ډګروال فاروق د لمیز په سر بټن کښیکاګله له دی سره دروازه خلاصه شوه او دری تنه راننوتل چی د پوځیانو په څیر خریلی څټونه يي نیولی وو د بسکټو،چايیو او میوو ډک پتنوسونه راننوتل د ډګروال فاروق او کرنیل حمزا چی پخوا میجر و علاؤه مونږ څلور کسان حاجی منجی د قومندان شمالی ورور ،حاجی ملاجان چی د قومندان پیشو زوی چی په لومړنیو پارلیمانی ټاکنو کی ناکام شو او حاجی جمعه ګل او زه وم خو د لمیز په سر يې دوه پیالی اضافه کیښودی چی له خبرو وروسته دوه کسان راننوتل غوړی ږیری د مولانا سمیع الحق په څیر برګې لونګې او تور بکسونه ورسره نو د ښوو پخو تبلیغیانو په څیر روغبړ يي راسره وکړ او سمدستی د خبرو پیل افغانانو او پاکستانیانو ته په دعا سره وکړ خو لکه دی وروسته سمدستی ټول اصلی مسلې ته راغلو او مونږ يط جهاد ته ،مبارزی ته او په سیمه کي د امریکا بوخایدا ته دعوت کړو. حاجی منجی ورته وویل نفری ډیره لرو بس تاسو مو ملا راوتړی نور يط مونږ ته پریږده نو فاروق ډګروال د لونګیو واله د ای اس آي جعلی مفتیانو ته ورمخ کړ چی مونږ به له حاجی صیب سره قسمی پروتوکول کوو ستاسو څنګه مرضی ده؟ نو هغه خواب ورکړ اسلام کی يې کومه پابندی نشته خکه له حالتو سره به ځان برابروی نو له دی سره يط له بکس طلاي پوښ کې پوښلی قران شریف راوویست او حاجی منجی ته يي وویل لاس يری کیږده او بیا مونږ تولو وار په وار قسم وکړ او فیصله او پیلان داسی وشو چی حاجی منجی به د ننګرهار والی، حاجی ملاجان به د امنیه قومندان او حاجی جمعه ګل به د والی معاون وی او له امریکیانو سره مونږ خبره کوو چی جلال اباد زمونږ کسانو ته تسلیم کړی او زمان حاجی ته به لغمان ورکوو او حاجی شاپور ته به کنړ ورکوو او بیا يي مونږ دری کسانو ته پنځه پنځه لکه کلداری خرچه راکړه او حاجی منجی ته يې دیرش لکه ورکړی چی کارونه جوړوه او لومړی پیلان يې دا ورکړ چی یوه غونده جوړه کړه او کله چی راووتو نو د نعیم ورور حاجی فاروقی هم د تعمیر په دهلیز کی راوان و او بلی کوټی ته يي رهنماي کړ( د لیکوال یادداښت: هغه وخت کی حاجی منجی بیا په اټک کې غونډه هم وکړه او کله چی په تورخم واوښتو نو تر کابل پوری يې په ټوله لار ډانس کاؤ او ډولونه يي درزول). کابل کې به هره هفته ګل اغا شیرزی ته په ګډا ؤ چی یوه ورځ یو کندهاری ورته وویل چی حاجی صیب باره تا ته لکه چی احمدزیو د ګډیدا او ډول مشرتابه درکړی. خو هغه پیلان چی ای اس آی جوړ کړی و عملی نشو او زمان يی هم بیرته له ننګرهار وشاړه منجی د رحیم وردک او طاهرخان جبارخیل په واسطه امریکایانو ته معرفی شو او یوه ډله امریکایان يې ازره ولسوالی ته بوتلل او دا ولسوالی يط ورته داسی معرفی کړه چی تول القایده،طالب او ګلبدین ده او ویل کیږی چی ازره کې یی د پردی کور ورښودلی و چی دا زما ده او د هغې يې هم له امریکایانو کرایه ترلاسه کوله او خپل يط دیرش کسان اربکی بیولی و چی هغو ټولو ته له شپو سوه نیولی تر دوه سوه ډالرو معش ورکول کیده او له دی هریو څخه منجی له دوه سوه نیولی تر دیرشو ډالرو کمیشن اخیسته خو کله چی امریکایان پری پوه شول نو تحقیق يي تری شروع کړ خو داچی کسان يي ټول خپلوان او نږدی ملګری وو یوه هم پری شاهدی ونه ویله خو د څلورو بکسو د کلکوف مرمیو غلا يې پری ثبوت کړه او بیا يې د حاجی کفتان په نوم یو قسمخور چی ملګری يط ورته د منجی چمچه وايي ولیږه او همغه مرمی يې بیرته پری راوړی، بله ورځ امریکایانو ورته ویلی و چی ماشینری راوړه په ازره کی د اوبو څښلو څاه ګانی جوړو خو کله يي چی هرڅه ورباندی وروړی و نو امریکایانو ورته وویل پیلان منظور نشو خو ده دا فکر نه و ګړی چی ازره زما په نظر او معلوماتو شره سم راوان سیندونه لری چی ننګرهار ته هم را بهیږی او ښیي چینې لری خو بیا هم امریکیانو له نوموړی ډلې ډیر کار اخیستی د پیښور شا او خوا چی د پاکستان د پوځی چوڼي دی ددی ټولو عکسونه له جی فی ایس سره پری اخیستی چی دی ګروپ کی
دادک
نور
حاجی کفتان
شاه ولی
حاجی ملاجان
یوسف
حمیدالله
څنډی
زرولی
غفار د ازره د ملی امنیت پخوانی مسؤل
میرزاګل او داسی نور ګمارل شوی و او یو عکس په بدل کط څو سوه ډالره ورکول کیده
خو د ازره قومی مشران راتول شول او له امریکیانو يي وغوښتل چی سمه پریږدی دلته القایده نشته تاسو داسیمه پریږدی په دی مشرانو کې یو وکیل بسم الله هم و چی طالبانو وواژه
دوام لری
وحید ملا