کندهار کې په افغانۍ راکړه ورکړه زياته شوې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دغې چارې د افغانۍ پولي ارزښت لوړ کړى

(چهارشنبه، ۴، دلو/ سلواغه، ١٣٩١): په کندهار کې د ملي کرنسۍ يا افغاني بانک نوټونو د کارولو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړوالى او د افغانيو د نه کاروونکو مجازاتېدو په افغانيو راکړه ورکړه زياته کړې او د بهرنيو بانک نوټونو په وړاندې يې د افغانيو ارزښت لوړ کړى دى. بانکي چارواکي وايي، په پرچون راکړه ورکړه کې د افغانيو کارول زيات شوي، خو په لويه کچه

يا عمده راکړه ورکړه کې لا هم په مطلوب ډول افغانۍ نه کارول کېږي. په سوېلي حوزه کې د افغانستان بانک سيمه ييز آمر فضل احمد عظيمي وايي، د تېرو درېيو کلونو راهيسې يې په سوېلي ولايتونو په ځانګړي ډول، کندهار کې د ملي کرنسۍ يا ملي پيسې کارولو ته د خلکو د هڅولو پروګرام چټک کړى دى. د ښاغلي عظيمي په وينا، د ولايت، څارنوالۍ او ځينو نورو ارګانونو له استازو ګډ پلاوى يې ګومارلى، تر څو په اوونۍ کې درې ځله په بازار کې د راکړې ورکړې جاج واخلي. د ده په خبره، ياد پلاوى هغه کسان، چې په افغانيو راکړه ورکړه کوي، تقديروي، خو هغه کسان بيا جريمه او مجازاتوي، چې په خپلو راکړو ورکړو کې خپله ملي کرنسي نه کاروي. د عظيمي وينا ده چې دغه پروګرام په کندهار کې په افغانيو د راکړې ورکړې ګراف د پخوا په پرتله لوړ کړى دى. ده، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې په يوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې، وويل: ((له نېکه مرغه اوس افغانيو ته د خلکو توجه زياته شوې ده او زياتره پرچون راکړه ورکړه په افغانيو کېږي، چې دا يو مثبت بدلون بلل کېږي.)) عظيمي وايي، دوى د دولتي رسنيو له لارې تل د عامه پوهاوي پروګرامونه خپروي، تر څو خلک وهڅوي چې په خپلو معاملو کې د بهرنيو اسعارو پر ځاى خپله ملي کرنسي وکاروي. د نوموړي په وينا، افغانۍ د افغانستان ملي کرنسي ده او دا د هېواد د ملي هويت څرګندويي کوي او دا هغه څه دي چې د ده په قول، خلک بايد کافي پاملرنه ورته وکړي. نوموړى وايي، د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغاني بانک نوټونو د پولي ارزښت لوړېدل ښيي چې د افغانيو د کارولو په اړه د افغانستان بانک تبليغاتي پروګرامونه اغېزناک تمام شوي دي. ده د بېلګې په ډول زياته کړه: ((همدا اوس ١٠٠٠ افغانۍ د ١٩٢٠ کلدارو په بدل کې تبادله کېږي، چې دا د بهرنيو بانک نوټونو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړوالى او ثبات ښيي.)) په سوېل کې د افغانستان بانک سيمه ييز مشر که څه هم وويل چې په پرچون ډول په کندهار کې په افغانيو راکړه ورکړه زياته شوې، خو زياته يې کړه چې په لويه کچه راکړه ورکړه کې لا هم د بهرنيو اسعارو د کارولو ستونزه پر ځاى پاتې ده. عظيمي وايي، د دغې ستونزې د هواري لپاره يې هم ګامونه پورته کړي، چې تمه ده په لويو معاملو کې هم د افغانيو کارول زيات شي: ((زموږ پلاوي ملي سوداګرو او ټولو لويې راکړې ورکړې کوونکو ته ويلي چې بايد د خپل ملي هويت د ساتلو او ملي اقتصاد د پياوړتيا په هدف په خپلو لويو او کوچنيو معاملو کې افغاني بانک نوټونه وکاروي، ځکه د تخلف په صورت کې جريمه کېږي.)) فضل احمد عظيمي د افغانيو د کارولو د اړتيا تر څنګ په سمه توګه د ملي کرنسۍ پر کارولو هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې خلک بايد د خپلو ملي کرنسيو په استعمال کې له پوره احتياطه کار واخلي. د نوموړي په باور، که خلک د خپلې ملي کرنسۍ د سم کارولو اصولو ته پام وکړي، نو دا به يې د خپل ملي اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته کړې وي. ده زياته کړه: ((د بانک نوټونو پر چاپولو او راوړلو لګښت راځي او د کارولو لپاره يې موده ټاکل کېږي. که خلک خپل بانک نوټونه په احتياط استعمال کړي، نو د بانک نوټو عمر به يې زيات وي، خو که ناسالمه استفاده ځنې وکړي، طبيعي خبره ده چې نوټونه مو ژر له منځه ځي او د بيا چاپ اړتيا پيدا کېږي، چې دا د اقتصاد په زيان ده.)) نوموړي په خپلو څرګندونو کې هيله څرګنده کړه چې يو مهال د بهرنيو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم د کريډيټ کارډونه فعال شي او خلک به د بانک نوټونو پر ځاى کريډيټ کارډونه کاروي. خو د نوموړي په خبره، دا کار هغه مهال کېږي چې په افغانستان کې بانکي سيسټم په اړين ډول فعال شي او خلک بانکي سيسټم ته مخه کړي. د افغانستان بانک دغه سيمه ييز چارواکي همدا راز له خلکو وغوښتل چې بانکي سيسټم ته مخه کړي: ((زموږ خلک بايد پر خپلو خصوصي بانکونو باور زيات کړي او د بانکونو د کريډيټ کارډونو له لارې راکړه ورکړه وکړي، تر څو په ډول د کاغذي پيسو د کارولو اړتيا کمه او د پيسو د بې ځايه استهلاک مخه ونيول شي.)) ښاغلي عظيمي که څه هم په افغانيو د راکړې ورکړې زياتوالى د ملي اقتصاد د پياوړتيا د يو لامل په توګه ياد کړ، خو دا يې هم وويل چې د يو هېواد د ملي اقتصاد پياوړتيا او د دغه هېواد کې د پولي واحد ارزښت د هغه هېواد له اقتصاد سره تړلى دى. توليدات او صادرات هغه مهم څه دي چې د يو هېواد د اقتصاد د پياوړتيا او د هغه هېواد د ملي کرنسي د ارزښت له ثبات سره مرسته کوي. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې څنګه شونې ده افغانۍ د بهرنيو اسعارو په وړاندې خپل ارزښت ثبات وساتي؟ وويل: ((که موږ خپل توليدات ولرو او صادرات هم ولرو او په خپل نامه يې نړۍ ته صادر کړو، د بې کارۍ کچه راکښته کړو، کرهڼه او پوهنه مو پياوړي کړو او دغه راز د خپلو بانک ناټونو کارول دود کړو، دا زموږ د ملي اقتصاد له پياوړتيا سره مستقيمه مرسته کوي.)) د افغانستان ملي کرنسي، چې افغانۍ بلل کېږي، په لومړي ځل په ١٢٩٨ کال کې د شاه آمان الله خان د واکمنۍ پر مهال چاپ شوې او د راکړې ورکړې لپاره بازار ته وړاندې شوې. ملي کرنسي د اقتصاد له ايجاب او د وخت له اړتيا او تقاضاء سره هم د افغانستان بانک له خوا چاپېږي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه