ع. شريف زاد
جاپان او زمونږ ګران هېواد افغناستان په ١٩١٩ م. کال کې خپله خپلواکي تر لاسه کړې ده. جاپان اوس د نړۍ د ډيرو اوچتو هېوادونو له ډلې څخه شميرل کيږي او په لومړي کتار کې ولا ړ هېواد دى. صنعت يي ډير مخکې دى او د ګاډو / موټرو د توليد له امله د لويديځې نړۍ هېوادونو سره پوره سيالي کوي چې ډيره پر ځاى او د هېواد پر ګټي سيالي ده.
ل ملاتړ کوي. په هر حال په دې باره کې ډيرې نورې داسې خبرې شته چې د يادونې وړ څه چې له سوچه وتلي کارونه دې په دې هېواد کې ټولنيزه نظام د يوه اخلاقي دسپلين په بڼه کې هرچا ته روښا نه ښکاري.
اصلي خبره خو زمونږ د هېواد په هکله داده چې مونږ ولې انساني کرامت تر پښو لاندې کړى او د هېواد دګټو لپاره سوله نه شو کولاى ؟ ولې خپل هيواد وال په هر نوم چې دي وژنو بې له دې چې زمونږ شرعى حکم او قضا په هغه کې پوره اغيزه ولري او دپرديو لپاره شپه او ورځې منډې وهو. ولې مو د سولې پړاو د مقاومت ، سيا لېو، بې اتفاقيو، ناوړه او بشپړه بې کفايتو سره مخامخ کړى دى او د فساد په نيلي سپاره يو.تر څو پورې به مونږ په بهرنيو هېوادونو کې د سولې لپاره ځاله لټوو اوتر څو پورې به مونږ د خپل فرهنګ، کلتور، دود او دستور نه ليرې اوسو؟ خبره داده چې هر بدلون په زور او طاقت سره مينځ
ته نه راځي او د زور يارانه هم سر ته نه رسيږي ! هر څوک بايد د ملي يووالې، ملي صبغې دريځ ته غاړه کيږدي او په پوره متانت، ميړانه ، او بشپړ ايمان او مسلک سره د هېواد ټولې ناروغۍ که اقتصادي دي او که اجتماعي په څا نګړې توګه وڅيړي او د ميرويس نيکه سپيڅلى تاريخ يو ځل بيا په دې خاوره کې تکرار کړى. باور وکړى چې په خولۍ او چپن ، په دې او هغه باندې څه نه کيږى او نه په هيواد کې يواځې د چپنې او خولې يا د بې مسلکو ، بيسوادو ماشومانو خبره ده. دا يو ډير ستر هدف دى او ددې خبرو هدف د بريا لي کيد و لپاره پوره ايما ندارى، بشپړ صداقت، پښتنې ميړانه اوهر اړخيزه اخلاق او عزت
په کار دى . سا زش ، غوږونه کاڼه اچول ، پلمې او بې ځايه انديښنې هيڅو خت د خلکو ستونزې نشي کمولاى او هرڅه په يوويشتمې پېړۍ کې پوهې ته ضرورت لرى. سيا ست په مجرده توګه زمونږ د هېواد لانجه کوم ځاى ته نه نشي رسولاى او نه له سياست نه څه جوړيږي. ډيرو هيوادوالو په واټونو، کوڅو، کليو او ښارونو کې غوړ شعارونه ورکړل ، شپه او ورځ د خپلو ګټو لپاره هرڅه وکړه حتې تر دې پورې چې د هېواد ډبرې يي په لندن او پاريس کې ليلام کړي او يا داچې تر څو پورې زور ورسيد دولتى ځمکې، وسايل ، او نور شيان چور کړل او هره لوبه يي چې وکړه خو بيا هم ناکامه پاتې شول. له بلې خوا د ډيرو ګا ونډيو
هيوادونو خواخوږي هم د مرستې په نوم ددې هيواد ټول قومونه او قبېلې په ډول ډول نومونو سر جلا کړل. وايي چې عيان وي بيان ته ضرورت نه شته! اوس هم سر وخت دى او په عمل کې بايد ټول افغانان سره يو شي.باور وکړي خداى پاک مو په کار کې برکت اچوي اوټول قومونه او قبيلې يو په بل ښه ښکاره شي او د افغانستان لپاره ، د افغانستان راتلونکې نسل لپاره به يو ډير پيا وړى پيغام او تاريخي بدلون وي . انصاف نه شته دلته ډير واړه اقليتونه اوس د بل چا په لمسون راشنه کيږي خو بيا هم حوصله په کارده. دلته ډير واړه خلک د معاون، چاکر وسر چاکر په نوم ددولت په مهمو برخو کې ميشت دى. او بالا خره
دلته زمونږ بار کوږ دى او دا بار تر مزل نه رسيږي ددې لپاره په پوهه کې يي علاج په کار دى او بايد چې ددې پېښو علاج په سمه توګه وشي دلته د هوس نارې او سورې که په هر نوم وي د افغانستان مېړني ولس لپاره تاثير نه لري خو بيا هم په سوله کې مونږ هرڅه کولاى شو، ورورۍ، مساوات، او بشپړ تګلاري زمونږ ګاڼه ده . زمونږ د انترنيټ د شبکې پوهان، ليکوالان، شاعران، سياستوال، انديښمن او نور ستر څېړونکى بايد دې ته پاملرنه وکړي چې زمونږ هدف يواځې او يواځې د هېواد بيا رغونه ده او په دې رغونه کې دهر چا خير شته ، په حقيقت کې ددې ټولنې په پښو دريدل دهر افغان ستر ملې رسالت دى.
په درناوى