خوشال کونړي مزاروال
قدرمنو لوستونکو!
مخکې له دې چې د خدای بخښلي پوهان حبیب الرحمن زرین سباوون لنډه پېژندنه ولولئ ، باید ووایم چې د نوموړي په اړوند، د افغانستان د اسلامي جمهوریت محترم جمهور ریس له خوا د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پېغام د ارواښاد کورنۍ ، وسله وال پوځ او د افغانستان ولس ته د ملي تلویزیون له لارې خپور شوی دی. دغه راز د افغانستان د دفاع وزارت، د خپلو ټولو
«خدای بخښلی پوهاند حبیب الحمن زرین سباوون د محمد زرین زوی د کب د میاشتې په پنځلسمه په کال ۱۳۱۵هجري - شمسي د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د ښخو په کلي کې په یوې روحاني کورنۍ کې سترګې نړۍ ته وغړولې. نوموړی لا د شپږم ټولګي زده کوونکې و، چې خپل پلار یې له لاسه ورکړ او له خپلو دری ورونو او یوې خور سره یو ځای یې ژوند کاوه. په ۱۳۳۰ کال په حربي ښوونځي کې شامل شو، او نوموړی ښوونځی یې په ۱۳۳۶ کال د لومړۍ درجې په بریالیتوب سره بشپړ کړ. وروسته له هغې د لوړو زده کړو په موخه د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځي کې شامل او د ریاضیاتو او فیزیک له دپارتمنت څخه په ۱۳۴۰ کال په عالي درجه فارغ شو. وروسته له هغې نوموړی په حربي پوهنتون کې د الجبر او پیداګوژۍ د مضمون د استاد په حېث په دندې وګمارل شو، چې خپل ډېر عمر یې همدلته خدمت و کړ او د خپل کاري ژوند نور لس وروستي کلونه یې د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې په ریاست کې تیر کړل.
پوهاند استاد حبیب الحمن سباوون په ۱۳۴۳ کال کې واده وکړ، چې ثمره یې درې لوڼې او څلور زامن دي. د یادونې وړ ده چې ارواښاد استاد خپل ټول اولادونه د علم په رڼا سمبال کړل، چې اوس هر یو یې د خپل علم له لارې د خدمت جوګه دي.
ارواښاد پوهان استاد حبيب الرحمن زرین سباوون د خپل با ارزښته ژوند په موده کې افغان ولس ته ډېر خدمتونه کړي دي. هغه د خپل ولس او وطن بریاوې د دې ولس په ښوونې او روزنې کې لیدلې. نوموړی د ظلم او تاوتریخوالي سخت مخالف و او د خپل قلم په مټ یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دې ښکاره مخالفت کاوه، چې د وخت ورځپاڼې او مجلې یې د دې ادعا ښکاره او جوتې بیلګې دي. استاد له خپل هېواد سره بې کچه مینه درلوده او تل یې د وطن بچي د علم او ادب په لور رابلل، هغوئ یې روزل او د خدمت جوګه کول یې. د استاد سباوون رڼا نه یواځې په کور کې وه، بلکې له کوره بهر له ورایه ښکارېده.
ارواښاد پوهاند حبیب الرحمن زرین سباوون د هغې تپل شوې جګړې له امله چې تر اوسه یې لا لمن نده ټوله شوې، د خپل وطن پریښودو ته اړ ایستل شو، چې د خپل عمر وروستي کلونه یې د المان په هیواد کې په مسافرۍ کې تیر کړل. که څه هم هغه له هیواده بهر و، خو د وطن او وطنوالو مینه یې تل په زړه کې ژوندۍ وه. نوموړی د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ د میاشتې په اوومه نیټه د هغې ناروغۍ له امله چې ورسره لاس او ګریوان و، د ۷۶ کالو په عمرله دې فاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړې». انالله وانا اله راجعون
روح دې یې ښاد وي