د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به امنیتي وضعه ښه شي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان.
ولسمشر حامد کرزي د امريکا تر درې ورځني سفر وروسته د دوشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳کال د جنورۍ ۱۴» په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه ډاډ څرگند کړ چې په ۲۰۱۴عيسوي کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به امنیتي وضعه ښه شي،کرزي دغه راز وویل چې د طالبانو پرضد د امریکایانو نظر بدل شوی دی: «هغوی تر۲۰۱۴ کال وروسته او
ښایي سر له اوسه طالبان د جنگ عنصر نه گڼي ... په ښکاره توگه لکه څرنگه چې تاسو د ولسمشر اوباما په کنفرانس کې ولیدل، القاعده (د جنگ د متقابل اړخ په توگه) یاده شوې ده.»
حامد کرزي له طالبانو سره پر سولي ټینگار وکړ او زیاته یې کړه: «امریکا په ښکاره وویل چې له طالبانو سره نوره جگړه نه لري» کرزي په دې اړه وویل چې تر دې دمخه یې هم ویلي دي چې له تروریزم سره مبارزه د افغانستان په کلیو او بانډو کې نه ده او د تروریزم اصلي پټنځایونو ته باید توجه واړول شي ،ولسمشر دا خبره هم په ډاگه کړه، هغه طالبان چې له افغانستان څخه د ذهنیت په لحاضه پردي شوي دي او دغه هیواد خپل دښمن گڼي «افغانان» نه دي، او له هغوی سره سوله نه کیږي. هغه زياته کړه، برعکس له هغه طالبانو سره چې که څه هم په تیرو وختونو کې یې «ځیني کړني» تر سره کړي دي او ځانونه د افغانستان بچيان گڼي له هغوی سره سوله کیږي ،ولسمشر کرزی نن له امريکې څخه  کابل ته راستون شو او يوه مطبوعاتي کنفرانس ته يې وويل چې امريکايي پوځيانو ته له تعقيب څخه د معافيت په اړه بايد لويه جرګه  پرېکړه وکړي. د ده په  وينا دغه پرېکړه به د ۲۰۱۳ کال په پای کې وشي. همدارنګه ولسمشر کرزي پرون د سي ان ان له کرستيانا امان پور سره په يوه مرکه کې خوشبيني ښودلې چې دی به خپلو خلکو ته قناعت ورکړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته پاتې کېدونکو امريکايي پوځيانو ته معافيت ورکړي او دا يې هم ويلي چې د افغانستان  سوله او ثبات د امريکايي پوځيانو حضور ته  اړتيا لري ،د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ له کرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په زغرده وویل، که امریکايی پوځیانو ته مصونیت ورنه کړای شي، هیڅ امریکايي پوځي به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي ،ولسمشر کرزي له امریکا څخه تر راستنېدو وروسته  په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل:«امریکا په خپله دې غوښتنه کلکه ولاړه ده چې عسکرو ته دې موږ قانوني مصونیت ورکړو. خو د افغانستان حکومت په دې باب پرېکړه نه شي کولی. دا په افغان ولس پوري اړه لري چې تصمیم ونیسي. لویه جرګه به په دې باره کې فیصله وکړي ،کرزي د افغانستان خلکو ته وویل:«که له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې امریکایان غواړئ، هغوی مصونیت غواړي. دوی راته ویلي چې که مصونیت را نه کړئ مجبوره یو چې ووځ، او بیا به نه په افغانستان کې نه کوم عسکر ولرو او نه به له افغانستان سره اړیکې ولرو،د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې، چې امریکا پکې پوځیان لري، د جرم په صورت کې امریکايی پوځیان د اړوندو هیوادونو په محکمو کې نه بلکې د امریکا په محکمو کې د متحدو ایالتونو له قوانینو سره سم محاکمه کېږي،امریکا وايي که یې له ۲۰۱۴ وروسته له امنیتي موافقې سره سم په افغانستان کې پوځیان پرېښودل هغوی به د جرم په صورت کې د افغانستان په محکمو کې نه محاکمه کېږي خو که افغانستان د امریکا له دې شرط سره موافق نه وي امریکا له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پوځیان نه پرېږدي.
دبله لوری  په عین حال کی د امریکا په مشرانو جرګه کې د اقلیت مشر سناتور میک مک کانل د دوشنبه په ور ځ وویل له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال تر پایه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بارک اوباما له پلان سره سره، دی باور لري چې کم شمېر امریکايي پوځیانو ته به اړتیا وي چې په دغه هیواد کې پاتې شي څو په راتلونکو کلونو کې په دغه هیواد کې د سولې له ساتنې سره مرسته وکړي ،نوموړی ویلی دی چی : باور نه لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونه دې د خپل هیواد د امنیت ساتنې ته تیار وي ، په داسی حال کی چی  د امریکا او افغانستان ولسمشرانو د تېرې جمعې په ورځ موافقه وکړه چې د امریکا متحد ایالتونه به له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل چټکوي او د امنیتي چارو مسوولیت به تر ټاکلې مودې مخکې افغان ځواکونو ته سپاري.
اوباما دا هم وویل چې بالاخره به ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه باسي ..
مک کانل وویل چې د ده په باور دا به ښه نظر نه وي چې ټول امریکايی پوځیان دې له افغانستانه وایستل شی
ده وویل چې د امریکا د پوځ مشران په دې باور دي چې افغانان له ۲۰۱۴ وروسته د خپل هیواد امنیت ساتلی شي، دا ډېر مهم نظر دی، موږ ته پکار ده په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په اړه بیا کتنه وکړو څو د افغان ځواکونو روزنې او تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړای شو ،ده همداراز ویلی دی چی: ډېر په دې نظر دي چې افغان ملي اردو ډېره په چټکۍ پراخېږي او پیاوړې کېږي، دوی تکړه جنګیالي دي چې په راتلونکي کې د طالبانو او نورو خطرونو مقابله کولی شي ،مک کانل داهم ویلی دی چی: امریکا او نورو هیوادونو ته پکار ده چې په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي نوموړی وایی زه فکر کوم موږ ته پکار ده چې هلته لږترلږه لس زره پوځیان ولرو څو افغان ځواکونو ته پوره روزنه ورکړي، له ۲۰۱۴ وروسته تروریستي ضد عملیت وکړای شي او موږ اټکل کوو چې نور هیوادونه به هم له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې یو څه پوځیان پرېږدي،خو د افغانستان د حکومت چارواکي فکر کوي چې امریکا مجبوره ده چې له ۲۰۱۴ وروسته یو شمېر پوځیان په هر حال په افغانستان کې وساتي څو په ځانګړي ډول په پاکستان کې پر القاعده شبکې حملو ته دوام ورکړي،افغان ولسمشر حامدکرزي هم وویل: امریکايي پوځیان به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې حضور ولري خو د هغو شمېر به خورا لږ وي لکه څومره چې په جرمني، ترکیه، جنوبي کوریا یا جاپان کې دي. دوی به د یوې موافقې پر اساس پاتې شي چې په اتو تر نهو میاشتو کې به نهايي شي ،کرزي زیاته کړه :موږ د خپل ملي حاکمیت غوښتونکي یو او امریکایان د خپلو عسکرو خوندیتوب غواړي. دوی نه غواړي چې سرتېري یې د بل هیواد تر قوانینو لاندې وي،ده له اوباما سره خپلې خبرې ارامې وبللې او ویې ویل چې دوی بحثونه ونه کړل. ده دا هم وویل چې په واشنګټن کې د افغانستان د دولت پلاوي ته تود هرکلی وویل شو او افغانان باید له افغانستان سره د امریکا د مرستو منندوی وي ،د افغانستان ولسمشر دا هم وویل چې امریکا د افغانستان مهمې غوښتنې ومنلې لکه دا چې د افغانستان ملي حاکمیت ته به درناوی کېږي او امریکايي پوځیان به د افغانستان له کلیو او بانډو وځي،کرزي زیاته کړه :موږ د خپل ملي حاکمیت غوښتونکي یو او امریکایان د خپلو عسکرو خوندیتوب غواړي. دوی نه غواړي چې سرتېري یې د بل هیواد تر قوانینو لاندې وي ،ده له اوباما سره خپلې خبرې ارامې وبللې او ویې ویل چې دوی بحثونه ونه کړل. ده دا هم وویل چې په واشنګټن کې د افغانستان د دولت پلاوي ته تود هرکلی وویل شو او افغانان باید له افغانستان سره د امریکا د مرستو منندوی وي ،د افغانستان ولسمشر دا هم وویل چې امریکا د افغانستان مهمې غوښتنې ومنلې لکه دا چې د افغانستان ملي حاکمیت ته به درناوی کېږي او امریکايي پوځیان به د افغانستان له کلیو او بانډو وځي ،ولسمشر کرزي د محبسونو او بندیانو د سپارلو مسله هم یاده کړه، او هیله څرګنده کړه چې امریکا به په دوو اوونیو کې د افغانستان حکومت ته د بندیانو د سپارلو بهیر پیل کړي،ده د امنیتي موافقې په اړه یادونه وکړه چې دا مسله ډېرو خبرو او بحثونو ته اړتیا لري. د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې ژر موافقه لاسلیک شي، خو افغانان غواړي چې په دې برخه کې په احتیاط ګام پورته کړي.پای سلام خان.