محمدآصف خواتي
څه دپاسه دوولس کاله کیږي چې ناټویي لښکرې دترهګرۍ اودمخدره توکوسره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې دافغانانوپه ځورولواووژلولګیادي اودهغوسربیره په افغانستان کې دډاډمن امنیت اوټیکاو دراوستلو،دهیوادبیارغونې اودولسواک نظام ټینګښټ غوړې ژمنې هم کوي اونړیوالې رسنۍ پدې اړه پراخ تبلیغات کوي ترڅونړیوالواذهان خپل کړي
۰ خوژوندوښودل چې په دې موده کې نه داچې افغانستان ته سوله اوټیکاورانغی بلکه ترهګریزخوځښتونه اوعملیات پراخ او امنیتي حالات لاکړکیچن شول ، دمخدره توکودکښت اوقاچاق بازارلا رونق وموند، داسې اقتصادي پروژه چې دبی وزګاره افغانانو دسترلښکر یوې کوچنۍ برخې ته دکارزمینه برابره کړي ترسترګونشوه اودولسکواک نظام پرځای په افغانستان کې پرفسادککړمافیایي دولت جوړشو۰ سره لدې بیا هم وینوچې دسترګووړافغان سیاستوال اودقلم خاوندان د دې بهیرڅخه ملاتړکوي اودهیوادددې ترخوواقعیتونوددرک وس نلري اوهغه ډله روڼ اندي چې دبهرنیو لښکروشتون دګاونډیانو دلاسوهنې اودجګړې ددوام اودافغانانود بدمرغیواصلي لامل ګڼي پدې ملامتوي چې دنړیوالوواقعیتونو ددرک استعدادنلري ،هغوی طالب پلوه اودوروسته پاتې اندیښنوخاوند شمیري ۰ ددې مسآلې دپوره روښانتیالپاره غواړم دهیواددیوه پخواني وزیر هغه خبره دلته یاده کړم چې دوه کاله مخکې یې ماته ویلي وو : « ته نړیوالې معتبرې راډیوګانې (بی بی سی ، دآزادۍ راډیو، امریکا غږ )او افغاني ویب پاڼې نه اورې اونه لولې چې پدې هکله څه وایي اوڅه لیکي ۰ دنړیوالوناپییلواوبې پرې څیړنیزو بنسټونو د ارزونې له مخې په سلوکې له اویا څخه زیات افغانان دناټو دپوځیانوشتون تائیدوي او ملاتړیې کوي ۰ بل داچې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کې دطالبانو وروسته روان بهیرنه ملاتړکوي او ته دنړیوال ذهنیت په وړاندې ولاړیې »۰ ددې پیښې وروسته کله ناکله داپوښتنه راته پیداکیده چې ښایي پدې اړوند زما قضاوت ناسم وي ځکه چې ټوله نړۍ او همدارنګه دهیوادغوڅ اکثریت پروني منځلاري، ښي او کیڼ اړخې ډلې اوپه هغوکې سره سوویتست انقلابیان ، د پخواني پاچا پلویان اوګڼ شمیرروڼ اندي په یوه خوله په هیواد کې دطالبانووروسته پیل شوي بهیرڅخه ملاتړ کوي۰ که څه هم ماته دا واقعیت چې د شوروي اتحادله ړنګیدو وروسته زموږ په یوه قطبي نړۍ کې دځنګل قانون واکمن دۍ چې ددې ځنګل اوسیدونکي د ځنګل دپاچا (زمري) ارادې سره سم خپل چلنداوکړه وړه تنظیموي۰ البته دیاده ونه باسوچې ښاغلی کرزی افغانان زمري شمیري چې باید امریکایان ددې زمریانوارادې ته چې په مشرۍ کې یې ښاغلی کرزی ولاړدۍ سرټيټ کړي ؟؟؟ هاهاها زما له آنده ددې ځنګلي قانون پربنسټ په افغانستان کې دروان بهیرڅخه نړیوال ملاتړکوي ۰خوبیا مې هم په ذهن کې داپوښتنه راګرزیدله چې ولې دلویدیځ میلیونونه ولسونه د افغانستان دخونړي اشغال په وړاندې خپل داعتراض غږ نه پورته کوي۰ کله ناکله مې فکرکاوه چې ښایي ددریمې نړۍ دولسونو خلاف دامریکا دچلند له کبله زما حساسیت ددې لامل شوی وي چې دامریکایانواودهغو دناټویي متحدینو په هرعمل کې منافقت، دوه مخې، ټګي بره ګي وینم ۰ له نیکه مرغه په یوه کنفرانس کې چې دافغانستان په اړه جوړشوی و اوماپکې ګډون وکړزما دااندیښنې له منځه ولاړې او دهوساینې احساس مې وکړچې زما قضاوتونه سم وو۰ اړینه مې وګڼله چې پدې اړه هغووطنوالوته چې په ګران افغانستان کې دبهرنیو پوځيانواویا دامریکایي پوځي اډودشتون لیوال دي لنډ ه رڼا واچوم۰ دې کنفرانس نه یوازې زما اندیښنې له منځه یووړې بلکې دلویدیځوالوهوښیاري مې ولیدله چې ترکومې کچې خپلو ملي ګټو ته ژمن دي او دې پایلې ته ورسیدم چې لویدیځ بایدپه ختیځ حکومت وکړي اوخپله اراده پرې تحمیل کړي ۰ خوپه پرله خوایې اندیښمن کړم چې زما دوطن سیاستوال، دپوهې اوقلم خاوندڅرنګه دپردیودسیاستونواوارادې له مخې هغوی ته دخوش خدمتۍ یوه وسیله ګرزیدلې ده۰ ټولو ته څرګنده ده چې کله د امریکایانوسره دستراتژیک ټړون دلاسلیک خبره د رسنیودبحث موضوع ګرزیدلې وه زما دوطن له سیاست څخه بیخبره سیاستوالواولیکوالوپه پوره ویاړداخبره کوله چې کله داتړون لاسلیک شي پاکستان اوایران به دافغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنې ودروي ځکه چې افغانستان به ځواکمن ستراتژیک ملګری ولري ۰ تړون لاسلیک شوخونه یوازې دوسله والو مخالفانودمرستونه نوموړوهیوادونولاس وانه خیست بلکې پاکستان په کنړ، نورستان اوننګرهار د توغندیوباران پیل کړ۰ کله چې کرزي داموضوع دځواکمن ستراتژیک ملګري له چارواکوسره شریکه کړه هغوی ورته وویل چې پدې اړه تاسو مبالغه کوۍ۰ دامریکايي اډو دلیوالونه پوښتنه کیږي چې څه شوې ستاسو څرګندونې کومې چې دستراتژیک تړون له لاسلیک نه مخکې موکولې۰ له بده مرغه نن بیا وایي چې که دځنګل دزمري سره امنیتي تړون لاسلیک شي نوپاکستان به داجرآت ونکړي چې پرافغانستان بریدونه وکړي۰
اوس راځم کنفرانس ته ۰ په کنفرانس کې داتیاه تنوشاه اوخواکسانوچې ټول دکوربه هیواداوسیدونکي وو ګډون کړی واویوازې زه پکې پردی وم۰ دکنفرانس ګډون کوونکي ټول دپاخه عمروچې بیا هم زه پکې ځوان ګډون کوونکی وم۰ ښایي په کنفرانس کې دنورووطنوالو دنه ګډون لامل داو چې لیوال نه وو دکنفرانس تالارته دننوتلوټکټ چې څلورنیمې ایروبیه یې لرله وپیري۰ د کنفرانس پرمخ وړونکي دافغانستان دکړکیچ په اړه رڼا واچوله اود هغه ارزونې اوقضاوتونه زما دآندونو سره ډیرلږتوپیر درلوداوکه ووایم یوشان وومبالغه به مې نه وي کړي۰ دلکچرورکونکي ارزونې اونتیجه ګیرۍ د درسنیواوغربي دولتي تبلیغاتوخلاف په واقعیتونوولاړې وې۰ دې موضوع زه هک پک کړم چې څه ډول لکچر ورکوونکي دخپل متبوع دولت دپالیسیوخلاف څرګندونې کوې۰ پدې لیکنه کې غواړم په لنډه توګه په کنفرانس کې مطرح شووهغو مسآلوته ګوته ونیسم چې دافغان روڼ اندوداختلاف ټکي ګڼل کیږي:
الف – په افغانستان کې دناټويي لښکرودشتون مسآله۰
پدې اړه لکچر ورکونکي دترهګرۍ سره مبارزې ته چې رسنۍ ورته ګوته نیسي ګوته ونه نیوله بلکې هغه په خپلوڅرګندونوکې پدې ټینګاردرلود چې افغانستان متحده ایالتوته دیوه ستراتژیک او جیوپولیتیک هدف ارزښت لري چې پدې هیوادکې دخپل پوځي شتون له امله کولای شي چین ، روسیه ، هنداوایران کنټرول کړي او دمنځني آسیا دځمکې لاندې دګازواونفتوپه پریمانه زیرموخیټه واچوي اوهغه دافغانستان له لارې نړیوالوبازارونو ته ولیږدوي۰
ب – دمتحده ایالتونوله لوري دسلطنت وروسته واکمنیو ته دستونزودجوړولو مسآله۰
دمتحده ایالتونوله لورې دسلطنتي مؤسسې دړنګیدو وروسته افغان واکمنیو ته دستونزوجوړولو ته ګوته ونیول شوه تردې چې دنورمحمدتره کي دواکمنۍ پرمهال دجیمي کارترله لوري دهغه سندپه اړه خبرې وشوې چې په پټه جهادي تنظیمونو ته مرستې ورکړل شي ۰ دې واکمنیو ته دستونزودجوړولو لامل داووچې هغوی دمسکودوست حکومتونه وو۰
ج- مخدره توکوسره مبارزه۰
لکچر ورکونکي دطالبانودواکمنی له لورې دمخدره توکودکښت اوقاچاق په وړاندې تګلاره بریالی وګڼله او دامریکا ترمشرې لاندې نړیوالې د ټولنې هڅې اوتګلارې یې ناکامۍ وبللې ۰
ج – دښځو دحقوقومسآله
پدې اړه لکچروروکونکي د افغانستان داوسنی دولت اودطالبانودامارت تګلارې یوشان ارزیابي کړې چې نه غواړي افغان ښځه دمتمدنې نړۍ په څیرپه ټولنه کې خپل موقف ترلاسه کړي۰
دکنفرانس په پای کې لکچرورکونکي دګډون والوپام دې تکي ته راوګرزاوه چې « هغه څه موچې نن واوریدل اړین نه بریښي چې هرځای وویل شي ځکه چې یوځل په افغانستان کې دهالندي پوځیانو دشتون اویا نه شتون له امله دهالند ائتلافي حکومت ړنګ شو »۰
دخپلې دې لنډې لیکنې په پای کې دامریکایي پوځي اډولیوالونه داپوښتنه کوم چې پدې دوولسو کلونوکې دیولکونه زیاتوبهرنیو لښکروونشوای کړای وسلوال مخالفین چې دافغان ولس څخه تغذیه اوپه ولس کې کلکې ریښې لري وځپي اوهیوادته سوله اوټیکاوراوړي نوڅرنګه به د۲۰۱۴ کال وروسته لس یا شل زره امریکایي پوځیان دې موخې ته ورسیږي۰ که ددې پوځي اډو شتون داموخې ولري چې اوسنی مافیایي په فسادککړحکومت نسکورنشي دانوڅرګنده خبره ده چې دا ډله لیکوال دنني په پردیوپورې تړلي فاسدحکومت دپایښت لپاره کارکوي اوددې فاسدې ادارې مبلغین اوپلویان دي۰
پای