د عسکرو تلل او پاته کیدل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عزیزالله حقپال
اوس چه د افغانستان اولس مشر حامد کرزی د امریکا هیواد د اولس مشر اوباما سره د مهمو موضوعاتو په سر خبرو کولو لپاره د امریکا په سفر تللی او د هغو امریکایی عسکرو د شمیر په هکله چه د یو تړون له مخي په افغانستان کی د ۲۰۱۴ کال نه وروسته پاته کیږی د خبرو اصلي محور تشکیلوي ، همدارنګه د افغانستان د مطبوعاتو خبرې او تصویرې رسنیو د
تلویزیونونو د ګردي میزونو د بحثونو اصلي موضوع ده او هر څوک له خپل لید لوری ورباندی خپل نظر ورکوی . خو کله چه دامریکا په ورځپانو کی پدی باندي بحث وشو چه : امریکا په افغانستان کی د خپلو عسکرو د صفر کولو وریانت هم له نظره
ندی غورڅولي . اوس د سیاسی تحلیلګرانو ، د دولت د لوړ رتبه زیاتره اراکینو وکیلانو او بلاخاصه د شمال ټلوالی په نظرو کی سل درجی تغیر او د بحثونو شکل او محتوی بدله شوه هغوی چه په نا استحقاقه توګه قدرت تسخیر کړی او د قانونی د معافیت څخه مستفید دي په چور او تالان کی ازاد لاس لری د دولتی او شخصی څمکو په غصبولو او جعلي اسنادو جوړولو کی بی پوشتنئ پاته دی د نړیوالی ټولني مساعدت شوی پیسی اختلاصوي د رشوت اخستل یی ورڅنی کار دی ټولو په یو اواز غږ پورته کو چه د امریکا کارونه نا تمام دی او تر اوسه د ټولو قوتونو د ایستلو وخت ندی (کوم کارونه ؟ د پشتنئ سیمو کامله �
�باهی او که د سرمایی غونډونه او د څمکو غصب او یا د نړی دلمړی درجه مفسید حکومت حمایه کول....)
پر څای بولم خپل هغه نظر چه له نن څخه تر دو کاله مخکی می وړاندی کړی وه کله چه له افغانستانه د خارجی قوتونو د وتلو مسله د لمړی څل لپاره طرحه شوی وه د ډنمارک هیواد د خارجی وزارت په نوشت او د وایله شهر د افغانانو د کلتوری ټولنی په همکاری د وایله په ښار کی د هغو مهاجرو افغانانو غونډه را وبلله شوه چه د افغانستان په هکله د خاص نظر در لودونکی وه . د د کنفرانس په شروع کی د هغه بشری مرستو په هکله چه ډنمارک د دولت لخوا د افغانستانه سره شوی یو رپوت وه ، وروسته دو پوشتني مطرح شوي:
۱ــ د ډنمارک هیواد دبشری مرستو شه پر ځای مصرف او عامه خلکو ته کټه رسول او د مهاجرینو د رول او ګدون طرز او د دوی پواسطه د عامالمنفعه پروژو د تطبیق اجرأکول .
۲ـــ داسی طرح را منځته شوي چه له ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته ناتو او امریکا خپل عسکر له افغانستانه څخه وباسی ایا دافغانستان حکومت به امنیت وساتلی شی ؟ او د طالبانو او ترورستانو په مقابل کی به دفاع وکولایشی ؟
ګډونوالو مثبت نظرونه د بشری مرستو په راجلبولو او د شو عامالمنفعه پرژو په ګوته کولو سره یو ځای د ناتو په موجوده پالسی باندی د انتقاد کولو وه . ما په خپل نوبت لاندی نظر ور کړل:
کله چه په ۱۹۹۲ میلادی کال کی د هغه وخت د ملل متحد د صلحی پروګرام په ضد یو پلان شوي کوتا عملی کیژي د ډاکتر نجیب الله حکومت د یوی جوړي شوي توطی په نتجه کی سقوط کوي اود مجاهدینو حکومت منځ ته راځي په مملکت د داخلی تنظمې جنګونو شروع کیږي څو تنظمی پاچاهی حکمتونه جوړ شول د هری تپی به سر یو قوماندان او د هرې ونئ لاندي یو بی مسوولیته مسلح ولاړ وه د خلکو ځان ، مال ، عیال او ناموس مصوونیت نه درلودل د مالونو چورول او د بیګنا انسانانو وژلو پوشتنه نوه عام اولس ډیر تر ظلم لاندې او په تنګ ول دټولو په خوله همدا خبره وه چه ملل متحد ، نړیړاله ټولنه ، اسلامی هیواد
و کنفرانس غړی هیوادونه یو څوک پیداشي چه ددی خوار او مظلوم ملت غږ واوری او له دی فلاکتباره حالته مو خلاص کړي ، هیچا هم ددی ملت غږ وا نه اوریده
په دغه وخت کی(۱۹۹۴) د افغانستان د قندهار په ولایت کی د طالبانو د تحریک په نوم طالبانو د محلی حکومتی پاټکوالو په ضد را پیدا شول او د غیر مسوولو توپکیانو د بیوسلو(خلع سلاح) کولو او امنیت د ټینګولو تر شعار لاندی د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن شول په ډیر لیږ وخت کی د هیواد ۹۵ فیصده خاوره یی تر خپل کنترول لاندی راوستله ، طالبانو د جنګ د لیکې شاته امنیت را وستلي وه هیواد یی د تجزیی له خطره وساتل د سلاح په را ټولولو او مخدره موادو ضد مبارزه کی بریالیتوبونه درلودل خو د طالبانو په لیکو کی د اسلامی بنسټپالو او القاعدی ځای نیولو سره د تعلیم او تربیی مخه ډب �
�وي ښځو ازادی محدوده او له نړیوالي ټولنی څخه انزوایی حالت ته راغلل ، له یوې خوا طبعی دوامداره وچکالی له بلېخوا او ددولت لطرفه د هیڅ نوعه پلانونو نه درلودل دخلکو نا رضایتی ورځ تر بلي ډیره وله هغه وه چه په امریکا کی د سپتمبر د یولسمی له حادثی وروسته امریکا او نړییوال ټولنی په افغانستان باندی د طالبانو د حکومت د له منځه وړلو د تروریزم د مرکزونو د ورانولو او افغانانو ته د کمک کولو په منظور راغلل د افغانستان ملت د بد حالت او نورو جنګو څخه د خلاصون په امید د نړیوالو څخه ملاتړ وکړ او تر یو څه وخته امنیتې وضعیت هم شه وه . جنګ ځپلې افغانان د نړیوا�
�ې ټولنی د بشري مرستو ډیر محتاج ول موږ پداسی حال کی چه د نړیوالو د هغو بشرې مرستو له کبله چه زموږ له دردیدلیو هیوادوالو سره مو کړی منندوی یو او ستاسو او نورو دوستانو څخه د لا زیاتو نورو مرستو غوشتنه کوه تر څو زموږ په هیواد کی هم ماشومان ستاسو د ماشومانو پشان وخاندی صحت ولري او د یواباد شوی مکتب په تعمیر کی تعلیم وکړی . مریضان مو د تداوې لپاره روغتون ولرئ غریبان مو یو ګوله ډوډئ ولری . او د وطن یتیمان مو په سر یوه خولئ ولري .
دوهمه خبره د نظامی ملاتړ او عسکرو د موجودیت خبره ده ، زموږ ملت ارزو درلوده چه د طالبانو له سقوطه سره سم یو پراخ بڼسټه ملی حکومت د ټولو ولسونو ورونو ملتونو او قومونو په ګډون سره د ولس د اصیلو نماینده ګانو متخصیصو کادرونو څخه حوړ شي . تر څو دا حکومت و ملت ته د امنیت او عدالت زیرې له ځانه سره ولري د مهاجرینو د بیرته راګرزیدو لپاره برابر شرایط مساعد کړی هیواد یی د یو پاک حکومت او مترقی قوانینو درلودونکی وی خو متاسفانه چه امریکا او ناتو زموږ هیواد ته داسی یو مناسب حکومت جوړ نشوکړای بلکه همهاغه پخوانی چنګسلاران او ټوپکسالاران چه ملت رټلې او طال
بانو شړلی وه بیرته را وستل او په ملت یی مسلط کړل ور څخه جوړ یی حکومت کړ ،حکومت یی د هغو بیسواده او ظالمانو ثروت افروزانو پلاس ور کړچه په جنګی جنایاتو ککړ او د بشر د حقوقو ناقضین ول هغوې چه کلونه کلونه د شځو د حقوقوپه ضد جنګیدلي وه د دموکراسې نقاب یی ور واغوستل او د شځو د حقوقو مدافعینو په نوم یی میدان ته راوستل له هغو څخه یو نا کاره حکومت جوړ شو اقتصادی مافیا مو جوړه او شه مو تقویه کړه خوار ملت مو پر وشکاوه د خلکو کورونه او جایدادونه یی د تو پک په زور ور څخه واخستل دولتی ځمکی غصبوی عامه شتمنی چوروی ستاسو لخوا مرسته شوې پیسې غلاکوی اوستاسو عسکر
یی ساتی ، ستاسو عسکر ورته پیرې کوي ګزمې کوي او دوی چړچيکوي او میلې کړي ښه به دا وي چه د ۲۰۱۴ کال بر ځای دا نن خپل عسکر راوباسی دا به مو د خپل ملت او زموږ له ملت سره خواخوږې وی او نیک عمل د ستایلو وړ عمل به وي.
د ۲۰۱۴ میلادی کال څخه وروسته د امنیت او صلحی د استقرار موضوع : د ۲۰۱۴کاله وروسته د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دا د امریکایانو او ناتو لخوا جوړ شوی پنامه ملی اردو او پنامه ملی پولس دی ځکه چه دا ملی ندی بلکی تنظمی اردو او تنظمی پولیس دی ا و په همدغم جنګسالارانو پوری تړې دی چه ستاسو او امریکایانو په پیسو چاغ شوی او پړسیدلی دی زموږ ملت ددوی له خپل منځی جنګونو څخه ډیره ویره لری او دوی بیا له طالبانو ویره لری .
دا زما لخوا وړاندی شوې نظر د قاطع اکثریت لخوا په تاییدی توګه چکچکی وکړی او نن هم معلومیږي چه څوک ډیر د امریکایانو د وتلو سره مخافت کوی خو د تبصیرو څخه داسی نتجه اخستلای شو اصلی او اکثریت مظلوم او ګروګان شوي ملت د امریکا نو او ناتو لخوا توهین شوی او د هغو لخوا نا کاره دولت ورباندی تپلی یوه ورځ هم خارجی قومونو موجودیت پهمدغه شکل نه غواړی ، ارزو لری چه خپله یو د مکلفیت د دوری تیرولو سره ملی غیر سیاسی اردو او پولیس ولری ،ارزو لرو چه نړیواله ټولنه يو رشتنی ملی اردو راته وروزیاو تجهیز یی کړی چه دملت په خدمت کی وی نه د جنګسالارانو.
د یو ازاد اباد او غوړیدلی افغانستان په امید
عزیزالله حقپال