ښه به وي چې ټول امریکايي سرتیري ووزي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بســــــــــــــــــــــمل
په دري ژبه کې یو متل دی وايي، غم نه داری بزبخر.
وزې له هغوشیطانواوناراموڅارویوڅخه دي چې نه یې خپل څښتن ورڅخه ارام لري اونه یې دڅښتن ګاونډیان .
دوزوڅښتن لامخ اخوانه وي اړولی چې وزې  یې دسترګوپه رپ کې  دمیوه لرونکوونوپوستکي یادپالېزو وېرې دانګې وانګې اوخپل څښتن په غم واړوي ځکه پورتنی متل په ځای دی چې غم نه داری بزبخر.

دافغانانوپه تېره بیادپښـتنوځانګړتیاوې دادي چې ښه مېلمه پال اوعزتمن خلګ دي خومېلـمه بایدخپل ځان او حدپېژندلی وي.
مېلمانه کلونه کلونه په چانه اړوي حتاکه دچاسکني ترورزي یادمامازامن  هم بې له کومې ستونځې له دوو دریو اونیو څخه زیات پاته شي اول خوپخپله بدښکاري دوهم دکـورغړي ورسره سرګردان وي دریم داچې کلیـوال ټول پسې ګوري اوډول ډول پوښتنې ورته پیداکیږي.
زموږ ښاغلی حامدکرزی دداسې نابللومېلمونوترمخ په پراشوت کې راکوزکړشوچې نه خوافغـانان وو، نه یې دا رنګونه افغانانوته ورته وو، نه دافغانانوپه فرهنګ خبروو اونه یې په کیسه کې شول  هغه اخلاق، کورنۍ تربیــه اونورڅه خویې لا اخواپرېږدئ.
دغوراغلونابللواویرغلګروامریکايي پوځیانودیوې لسیزې په تېرېدوسره زموږ دولس له وژلواوکړولوڅخه ور اخواخپله پوځي اوکورنۍ روزنه  په ډېرکیبر سره داټولې نړۍ ته وښوده.
زموږددودنوپه تېره بیاداسلامي مقدساتوسپکاوی،څوڅوځلې دقران عظیم الشان سوځونه،په طالب مړوبولې
کول،دپنجوايي ولسـوالۍ په زنګاوات  (زنګي آباد)کلي کې د۱۷تنوبې ګناهوافغانانودټولوژنې اوسوځونې نه هېرېدونکي جنایت له هغودردوونکوبېلګوڅخه دي چې په افغان تاریخ کې به تل په زخمي تورولیکلي پاته وي.

دهمدغوامریکایي پوځیانوله لاسـه په افغـــان ولس یوه داسې ناوړه اداره وتپل شوه چې په نړۍ کې یې دبدنامي لمړی مقام ترلاسه اودیموکراسي یې په شرمووشرموله .
همدغوپوځیانوپه ګران افغانسـتان کې  یوه داسې ککړه دیموکراسي  پلې کړه چې هم زموږ دودونو ته پکې زیان واووښت اوهم زموږعقایدوته دبېلګې په ډول:
دتېرې روژې مبارکې په اووه ویشتمه دوزیرمحمداکبرخان په جومات کې دقران پاک ختم روان وخو ترڅنګ یې دافغانستان داسلامي ؟؟جمهوریت داطلاعاتواوکولتور وزیر مخدوم رهین دسلماجانې کنسرت  ته ځان ړپاوه.
نورې بېلګې یې هم شــته خوپه لیکلـویې ستاسوارزښـتناک وخت نه نیسم یوازې دومره لیکم چې دسپینې ماڼۍ واکمنانودسپتمبردیوولسمې په پلمـــه زموږدهېواداوسیمې داشغال په موخه دلس ګونوزرو پوځیانوپه مخ کې دوهم ببرک کارمل (حامدکرزی) په لاندې ډول په افغان ولس نازل کړ:

له هرڅه لمړی یې  دلنډمحاله دورې اواساسي قانون دجوړېدوپه پلمه دافغاني لویوجرګواهمیت  ډېرکم کړبیایې دیوې پردۍ اوبلمنګې دیموکراسي پلي کولولپاره دټاکنوپه پلمه دولس ذهنیت داخوااخواواړاو.
ددوودوروولسي جرګواوولسمشریزوټاکنوله جعلکاریواورسوایيوڅخه خوهیڅوک هم سترګې نه شي پټولای .
موږ ته داهم  روښــانه ده چې ټاکنې ولې ، دڅـه اوچالپاره هغه هم بیا په داسې ډول ترسره شوې چې په لوی لاس د ځینولپاره پاڼې ونه رسېدې په چاټاکنیزې حوزې کمې یابندې کړل شوې خو ځینوته هم حوزې زیاتې شوې هم یې وخت زیات ورکړاوهم یې اضافه پاڼې پسې ورولېږلې خونوروته په مسنوعي ډول امنیتي خنډونه جوړکړل شول.
داټولې ګلکارۍ دهمدغوراغللونابللوپه لاس وشوې ترڅودیوې مزدورې مقننه،اجرایه اوقضأیه قوې په مرسته  دراتلونکې لپاره ددوی په ګټه تړونونه ومني خونن  ښاغلی اوباما وايي چې کېدای شي وروســته له ۲۰۱۴زکال څخه یوسرتېری هم په افغانستان کې پرې نه ږدو واوا ګوډ بای ګوډبای!!
درنو خویندو اووروڼو!
افغانستان  زموږ دټولووروڼوقومونوګډکوردی ددې کورنجات او جوړول زموږ ټولوګډ مسـؤلیت دی دا کور په لاسپوڅونه جوړیږي نه بـچ کیږي ځکه خوله اخــلاقي اوحقوقي  اړخه  دحامدکرزي اداره دکوم  تړون  صلاحیت له داسې کوم چاسره نه لري چې دهغوترمطلق اثرلاندې وي .
دکابل اداره پردیو راوستې دپردیوپه خدمت کې ده اودپردیوله خواتمویلیږي نوپه کوم زور به پردیو ته شرطونه وړاندي کړي؟
دحامدکرزي داټوله اداره چې  راواخلئ دامریکایوچپړاسي ته کوم شرط نه شي ایښـودلای  څه ماناخولادسپینې ماڼۍ واکمنانوته.
لنډه یې داچې سپینه ماڼۍ نازونه اوچنه بازي کوي ترڅوله یوې خودنړیوالـوذهنونه مغشوش اوله بلې خواکرزي ته پلمه په لاس وراودخپلې خوښې تړونونه  پرې ومني امریکابه هیڅکله هم دومره په ساده ګي زموږ سیــمه پرې نه ږدي.