سرلیک : د ماشومانو لپاره کیسه
متن : تلاقي مرور پلار ته خت پیغام !؟
زمونږ خوږه پلار جانه
مونږ خوراو وور دواړه
درته ډیر زیات د پاکې
مینې محبت نه ډک ډک
سلامونه سلامونه وایی
مونږ دواړه نه پوهیږو
چی ته به په څه حال کوی
خوشحاله به وی که خپه
مونږه ډیر زیات خپه یو
زمونږه ډیر ډیر یادیږی
هیڅ مو نه هیریږی
هر وخت ستا یادونه
خیالونه راسره مل وي
مونږ هر وخت ډیر
زیات تاپسی زوریږو
مونږ چی د ډوډی د میز
ستا خالي چوکۍ ته
ګورو چی ته نه ئی
مونږ ته ډوډۍ
هیح خوند نه راکوي
مونږ چاته پاپا ووایو
پلار جانه کله به چی
تا او مور جانه به می
د شپی غال مغال
جنګونه سره وکړل
مونږ به ډیر خپه شو
خپه غمجن به ویده شو
خو کله به چی سحر
له خوبه راپاسیدلو
ستاسو جنګونه به
زمونږ له یاده ووتل
تاسو دواړه به مو
چی ولدۍ بیرته به
خوشحاله شو
ته خو لا څه کوی
زمونږ ستاسو هغه
جنګونه هم یادیږي
ستا ډیر شیان مو یادیږي
مورجانه مو هم خپه ده
په خوله هیڅ څه نوایي
خو له قواری معلومیږي
چی ډیره زیاته خپه ده
بی له تا ټول کور غمجن ده
هیڅ خوحشالي نه شته
مونږه خور او وور
هم هر وخت خپلو کې
ډیر جنګونه شوخي کوه
پلار جانه پوهیږی
وروره کي نه مې
لیونی جوړ شوی
مدام جنګونه کوي
خپل درسونه سبقونه
نه وایي مدام ژاړي
خپه غمجن وي
ډیره زیاته شوخي کوي
د مور خبره هم نه مني
مور مې ډیره ورته
خپه غمجنه ده
هیڅ نه په پوهیږي
څه ورباندی وکړي
پلار جانه کله نه
چی ته تللی یۍ
دۍ داسی شوی
یو ورځ یی ماته وویل
چی زه مې پلار جان
هره شپه په خوب کی وینم
خو کله چی زه سحر
له خوبه راپاسم
پلار جان مې ونه وینم
زه ډیر زیات خپه شم
بیا ټوله ورځ د پلار جان
په چورتو خیالو کې می یم
که په ښوونځی کی وي
او که په کور کې وسم
پلار جان می راته یادیږي
پلار جانه ته ماباند
هم ډیر ګران ئی
خو ولی وروره کي
باندی می ډیر ګران ئی
که ته رانشی بیرته
وروره کئ به می
نور هم مریض شي
لیونی عصبي به شي
خیر ده نور کورته راشه
مونږ خوشحاله کړه
زمونږ د کور دا مړ
چیراغ روښانه کړه
پلار جانه پوهیږی
هم دا اوس چی مونږ
دا خت تاته لیکو
مونږه دواړه ژاړو
سلګو نه ولي یو
پلار جانه پلار جانه