لیک: د کتور محمدعثامان نجاتي
ژباړه: دادمحمدناوک
په تیر پسې څلورمه برخه
په قرآن کې د تګلارې انګېزې
کله انسان په وجود کې نامطلوبه او د اندېښنې وړ انګېزې يا تمايلات حس کوي، او هڅه کوي چې دغسې انګېزې له خپله احساسه او شعوره وشړي،چې کله_کله يې بيا په لاشعور کې ځاى نيسي.چې بيا ترې کله_کله په خوله يا عمل د دغسې انګېزو ښکارونه کېږي. قرآن کريم هغو انګېزو ته چې د انسان په لاشعورکې شته، او هڅه کوي چې ساتنه يې وکړي،
[امْ حسب الذّينَ في قلوبهمْ مرضٌ اَنْ لّنْ يُخْرِجُ الله أضْعنهم وَ لو نشاءُ لاينکهُمْ فلعوفتَهُمْ بسميهُمْ و لتعرفنهم فيالحن القولِ و اللهُ يعلمُ اَعمالکُمْ](محمد، ٢٩_٣٠اياتونه)
ژباړه:اياهغوى چې په زړه کې يې مرض پټ کړى دى، نه پوهېږي، چې الله جل جلا له د دوى پټه کينه د ايمان څښتنانوته نه ښکاره کوي؟ او که موږ غوښتى حقيقت به مو په شېبه درښکاره کړى وو،چې دهغوى باطن د دوى له خبرو پوره وپېژنې، او الله جل جلا له د بنده
ګانو په ټولو کارونو خبردى.
د (شخصيت) د بحث په او ږدوکې به يې ولولئ، چې قرآن کريم د عقل د ناخبرۍ د مکر او عکس العملو په اړه اشارې کړې دي.
اتريشي زيګموند فرويد لومړنى ارواپوه وو،چې د (روانکاوى)[1] نظريه يې رامنځ ته کړه، مګر له ننه څوارلس سوه کاله وړاندې قرآن کريم د انسان د ناخبرۍ د تګلارې بېلابېلو اړخونو ته اشارې کړې دي.
د تعارض انګېزې
کله_کله انسان د څوانګېزو په منځ کې را بند شي، يوه يې په يوه خوا، او بله يې په بله په مقابل لوري کشوي، په داسې حالت کې سړى سراګردانېږي، په شک کې لوېږي او خپل لوى نه شي ټاکلاى، دغسې حالت ته (رواني بندښت) يا(درگيرى روانى) وايي.
قرآن کريم د ايمان په وړاندې دغسې رواني بندښت ډېرښکلى انځور کړى دى، په داسې وخت کې انسان ډېر ځورېږي، او نه شي کولاى خپل لورى پيداکړي، داسې چې نه پوره مسلمان وي، او نه هم پوره په کفر کې ننوتى وي.بلکې په داوړو کې شکي وي.
[$yJ¯RÎ) šçRÉ‹ø«tFó¡o„ tûïÏ%©!$# Ÿw šcqãZÏB÷sム«!$$Î/ ÏQöqu‹ø9$#ur ÌÅzFy$# ôMt/$s?ö‘$#ur óOßgç/qè=è%óOßgsù ’Îû óOÎgÎ6÷ƒu‘ šcrߊ¨ŠuŽtItƒ ÇÍÎÈ ](توبه، ٤٥اية)
ژباړه: يواځې هغوى، چې په الله جل جلاله او د قيامت په ورځ يې ايمان نه دى راوړى، او له زړونو کې يې شک دى، له تانه د جهاد نه دپاتې کېدو اجازه غواړي، او دغه منافقان به دشک په تيارو کې پاتې شي.
پر انګېزو برلاسي کېدل
د پورته خبرو په پايله کې دغه خبره روښانه کېږي، چې الله جل جلا له د انسان او حيوان په فطرت کې داسې فزيولوژيکې انګېزې پيداکړې دي چې دهغوى په واسطه د ځان ساتنه، د ډول پايښت،او...کولاى شي. نو پر همدې اساس د دغسې انګېزو پرځاى کول يو طبيعي امر دى ځکه چې د انسان د ډول پايښت او دژوند دوام ورپورې تړلى دى.
پرهمدې دليل د قرآن کريم سپيڅلي احکام له همدغوانګېزو سره همغږدي او تايئدوي يې،مګر د اسلامي مقدسې شرعې د حدودو په نظرکې نيولو سره د دغو انګېزو د پلي کولو غوښتونکي دي.ځکه خو دلته بايد دوه خبرې زده کړو:
د انګېزې څارنه: تل بايد د يوې انګېزې څارنه وشي، او په داسې وخت کې يې له پلي کولو سره مقاومت وکړو چې پکې روا، نه وي.[2]په ټوليزه توګه د انګېزې ردولو ته د انګېزې څارنه نه وايي. ځکه چې کېداى شي په روا وخت کې سړى دغه انګېزه پوره کړي.
د انګېزې ردول: پر دې مانا چې اسنان يوه انګېزه ياوړه وګڼي او يا هم له ډاره بېخې ترې منکر شي،په دغسې وخت کې انسان هڅه کوي دغه انګېزه بېخې له مغزو وشړي، ځکه چې په پوره کولو کې يې ځان ګناهکار ورته ښکارېږي. دغه ردول، د انسان په لاشعور کې کېږي.
مګر موږ ته قرآن د فطري انګېزو د ردولو امر نه کوي، بلکې دهغو دساتنې او څارنې راته وايي.چې برلاسي پرې پيداکړو او دغه انګېزې داسې پوره کړو چې د ټولنې او ځان په ګټه مو وي.قرآن ښکاره د فزيولوژيکي انګېزو د پوره کولو امرکوي:
[$pkš‰r'¯»tƒ tûïÏ%©!$# (#qãZtB#uä Ÿw (#qãBÌhptéB ÏM»t6Íh‹sÛ !$tB ¨@ymr& ª!$# öNä3s9 Ÿwur (#ÿr߉tG÷ès? 4 žcÎ) ©!$# Ÿw =Ïtä†tûïωtF÷èßJø9$# ÇÑÐÈ (#qè=ä.ur $£JÏB ãNä3x%y—u‘ ª!$# Wx»n=ym $Y7Íh‹sÛ 4 (#qà)¨?$#ur ©!$# ü“Ï%©!$# OçFRr& ¾ÏmÎ/šcqãZÏB÷sãB ÇÑÑÈ ](المايده،٨٧_٨٨اية)
ژباړه: اى د ايمان څښتنانو! پاک مه حراموئ، په داسې حال کې چې الله جل جلا له حلال کړي دي، زورزياتى مه کوئ، چې د غسې خلک دالله جل جلا له نه خوښېږي.دالله جل جلا له هرڅه درکړې حلاله اوپاکه روزي وخورئ، او له هغه الله جل جلا له څخه ووېرېږئ، چې تاسې ايمان پرې راوړى.
[öNä.ät!$|¡ÎS Ó^öym öNä3©9 (#qè?ù'sù öNä3rOöym 4’¯Tr& ÷Läê÷¥Ï© ( (...ÇËËÌÈ ](بقره، ٢٢٣اية)
ژباړ: ستاسې ښځې ستاسې کښت دى، نو خپل کښت چې مو کله خوښه ورشئ....
په دې مبارک ايات کې د بشر جنسي انګېزې ته اشاره شوې ده،له ښځو نه مؤخه د نارينه وو خپلې په شرعي اصولو منکوحې دي، چې هروخت د دوړاو په خوښه خپله جنسي اړتيا پوره کولاى شي.
مګر بياهم قرآن ، انسان د خپلو انګېزو د پوره په لاره کې هسې خوشى نه دى پرې اېښى بلکې د انګېزو دپوره کولو له پاره يې اصول او لارې ورښوودلې د ي، چې پرهمدې اساس د انسان د فطري انګېزو د مړښت او پوره کولو له پاره دوه اصول وړاندې کوي، لومړى دا چې د انګېزو پوره کول له شرعي لارې وي،دويم د دې انګېزو په پوره کولوکې (تعديل) په پام کې ونيسي چې افراط او تفريط پکې ونه کړي. الله جل جلا له د جنسي انګېزې دڅارنې او سمې پوره کولو له پاره (نر او ښځه ) پيدا کړل، د دواړو ترمنځ يې مينه وکرله ،او د دې مينې او جنسي انګېزې د مړښت په پايله کې کورنۍ جوړېږي.
[ô`ÏBur ÿ¾ÏmÏG»tƒ#uä ÷br& t,n=y{ /ä3s9 ô`ÏiB öNä3Å¡àÿRr& %[`ºurø—r& (#þqãZä3ó¡tFÏj9 $ygøŠs9Î) Ÿ@yèy_ur Nà6uZ÷t/ Zo¨Šuq¨BºpyJômu‘ur 4 ¨bÎ) ’Îû y7Ï9ºsŒ ;M»tƒUy 5Qöqs)Ïj9 tbrã©3xÿtGtƒ ÇËÊÈ ](روم، ٢١اية)
ژباړه: د الله جل جلا له له نښانو نه ،داهم ده چې تاسې ته يې ستاسې له جسنه جوړه پيداکړه، چې په څنګ کې يې ارام او واوسئ، اوستاسې ترمنځ مهرباني پيداکړه، اوپه دې کې هم د هغه چا له پاره چې فکر کوي، نښانې دي.
[¨…4 £`èd Ó¨$t6Ï9 öNä3©9 öNçFRr&ur Ó¨$t6Ï9 £`ßg©9 3 ÇÊÑÐÈ… ](بقره، ١٨٧اية)
ژباړه: هغوى(ښځې) ستاسې لباس دي او تاسې دهغوى....
قرآن مسلمانان ځوانان يوه ټولنيز ژوند ته هڅوي، او داسې څه ته يې نه پرېږدي چې د جنسي انګېزې د غلبې وېره دي وي، او په دې ټولنيز ژوند کې د دغې انګېزې ښه څارنه کېداى شي. ځکه خو قرآن مسلمان ته امر کوي، چې له نامشروع لارې ځان وساتي.او همدارنګه ښځو ته هم د ويښتانو او سينو(چې کېداى شي د نارينه وو د جنسي تحريک سبب شي) د پټولو امرکوي.
د اسلام ستر مجاهد سپه سالار پيغمبرحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم د پردۍ ښځې سره د سړي خلوت جداً منع کړى دى، ځکه چې په تنهايي کې د جنسي انګېز ېد تحرک وېره شته او دغه تحرک بيا د خطا او ګنا سبب کېږي.همدارنګه قرآن کريم د کور دخدمت ګارانو يا هم ماشومان د څارنې امرکړى چې په دريو وختوکې هغې خونې ته چې ښځه اومېړه پکې ويده کېږي، داخل نه شي:د سهار ترلمانځه مخکې، له غرمې وروسته او دماخستن له لمانځه وروسته:
[$yg•ƒr'¯»tƒ šúïÏ%©!$# (#qãZtB#uä ãNä3RÉ‹ø«tGó¡uŠÏ9 tûïÏ%©!$# ôMs3n=tB óOä3ãZ»yJ÷ƒr& tûïÏ%©!$#ur óOs9 (#qäóè=ö7tƒzNè=çtø:$# óOä3ZÏB y]»n=rO ;Nº§tB 4 `ÏiB È@ö7s% Ío4qn=|¹ Ìôfxÿø9$# tûüÏnur tbqãèŸÒs? Nä3t/$u‹ÏO z`ÏiB ÍouŽÎg©à9$# .`ÏBur ω÷èt/Ío4qn=|¹ Ïä!$t±Ïèø9$# 4 ß]»n=rO ;Nºu‘öqtã öNä3©9 4 š[ø‹s9 ö/ä3ø‹n=tæ Ÿwur öNÎgøŠn=tæ 7y$uZã_ £`èdy‰÷èt/ 4 šcqèùº§qsÛ /ä3ø‹n=tæöNà6àÒ÷èt/ 4’n?tã <Ù÷èt/ 4 y7Ï9ºx‹x. ßûÎiüt7ムª!$# ãNä3s9 ÏM»tƒFy$# 3 ª!$#ur íOŠÎ=tæ ÒOŠÅ3ym ÇÎÑÈ](نور، ٥٨اية)
ژباړه: اى د ايمان څښتنانو!(پوى شئ چې ) ستاسې خدمت ګاران او نابالغه ماشومان په شپه ورځ کې بايد په درې وختو کې له تاسې اجازه وغواړي، د سهار له لمانځه مخکې، بل د غرمې په وخت کې چې جامې وباسئ او درېيم د ماخستن تر لمانځه وروسته، چې دغه درې وختونه ستاې د خلوت دي،اوله دې دريو وختو وروسته ستاسې او دهغوى څه پروانشته چې ګډ سره کېنئ او تاسې ته په کاروکې مراجعه وکړي.الله جل جلا له خپل اياتونه تاسې ته داسې روښانه بيانوي او الله جل جلا له عليم او حکيم ذات دى.
په اغلب ګومان په پورته يادو دريو وختونوکې انسان په داسې جاموکې وي چې په ټولنيز ورځني ژوند کې هغه نه اغوندي، نو په داسې وخت کې د ماشوم يا خدمت ګار بې اجازې ننوتل ښه نه دي،ځکه چې په دې وخت کې يو ماشوم ممکن هغه څه وويني چې ده ته نه ښايي، هغه هم بيا د مور او پلار اړوند.اروايي څېړنو داثابته کړې ده چې دغسې لېدنې د ماشومانو پرذهني ودې ډېرې بدې اغېزې کوي.[3]
پردې سربېره په راډيوګانو، ورځپاڼو ...کې تل د هغو ټولنو په اړه چې هلته دغسې اسلامي لارښوونې نه عملي کېږي ډېرې بدې خبرې اورو، چې نجونې او ځوانان يې په څومره بې لاريو سر دي،او د دغسې بې لاريو پايلې ټولو ته مالومې دي.
پاتې لري...
________________________________________
[1] روانکاوى، يا پسيکاناليز،اروايي څېړنې،يا د اروايي ناروغيود درملنې،لاره، فرهنګ عميد،٧١٢ مخ،څلورويشتم چاپ، ١٣٨١ ،تهران.
[2] مثلاً: د جنسې انګېزې په حلاله لاره پوره کول، نه د زنا له لارې. او د زنا په مقابل کې مقاومت ته د انکېزې څارنه وايي.ژ
[3] ځکه خو بايد هم ځان او هم خپل ماشومان له ننيوبې فرهنګه، بې دينه ...سريالونو لري وساتو.ژ