د تسليت مراتب

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع. شريف زاد
اروا ښاد صمد حامد يو متدين عالم، د هېواد په ټولو قضا ياوو کې وارد شخصيت، د قران کريم مونس او ملګري، په دين او عقيده مين مېړنى افغان وه. هغه سره هيڅکله د ژبې، قوم او
قبيلې کرکه نه وه نوموړي ته اخلاق، ادب، خاورې او ووطن پالنې ځانګړې مانا او مفهوم درلود. که څه هم په دولت کې يواځې وه خو بيا هم د بشپړ رسالت خاوند وه. په مجموع کې هغه زمونږ د هيواد يو ميړنى، پياوړي، پوه او ستر سياست وال وه د هغه په جهان بينۍ کې احسا ساتو، هوسونو، بې هدفه منډې وهلو او هر بهرنى پسې ځان تړل ځا ى نه درلود. د هغه سيا سي دريځ د ملګرو ملتو، سيمه ايزو هېوادونو ، نړيوالو کنفرانسون�
� او د ځينو نورو نه لوړ وه، بل داچې ا ستخباراتې ډلو ټپلو هم دده ارتباد په محدوده ساحه کې وساته.
په رښتيا سره د هغه مړينه نه يواځې د کورنې او دوستانو لپاره بلکې د ټول افغانستان او د افغانستان ولس لپاره يوه ستره ضا يعه ګڼل کيږي قالو انا لله وانا اليه راجعون. لوى پروردګار دې د هغه روح په جنت الفردوس کړي او محترمې کورنۍ ته يي په پوره وياړ سره د الله جل جلاله څخه صبر جميل غواړو.
امين يارب العلمين