ژوند ادبي بهير خپله ۶۲ مه اونيزه غونډه د روان کال د ليندۍ په اوومه تر سره کړه. د نوموړې غونډې وياند دادمحمد ناوک د رحمت الله حکيمي له تلاوته وروسته د تېرې اونۍ ذ راپور اورولو ته الله محمد اتل راوغوښت، ګډونوالو د هغه دا راپور د تېر په پرتله ښه و ارزاوو، عبدالباسط اميرزوی وويل چې موږ او تاسو په تبصره کې منفي ټکيو ته ګوته نيسو او مثبت هغه يې هېروو.
حکيمي او ناوک په يوه خوله وويل چې که موږ په ليکنو کې دويمه، درېيمه يا لسمه وليکو او «نېټه» ورسره ذکر نه کړو، مانا ته زيان نه رسېږي.
د غونډې په بله برخه کې د ځوان ليکوال مجيب الرحمن مخلص پر لومړنۍ لنډه کيسه «ګنهګاره» کره کتنه وشوه، حکيمي ته په دې کيسه کې د پښتنو د يو رواج غندنه ښه ښکاره شوه، او زياته يې کړه چې موږ ډېر کله دومره اسلام منلی وي چې پښتني دودونو اجازه راکړې وي. د ډاکتر ظاهر عادل او خوشال دُراني نظر دا وو چې که د کيسې پای (د جمالې طلاق) وای نو هيجاني به وه.
نقيب احمد عزيزي په کيسه کې د (او داسې نور، لنډه دا چې، او بالآخره) ترکيبونه د ځان خلاصونې او تېرايستنې سبک وباله. الله محمد اتل د کيسې پر انځور سربېره په يو پراګراف کې د (د طلاق په درې کاڼو يې وويشتله) ترکيب له نوښته ډک و ګاڼه. دادمحمدناوک وويل چې کيسه په مکالمو ښکلې کېږي او د مکالمو کموالی يا نشتوالی هم عيب نه دی. خو په ټوليزه توګه کيسه د مخلص د لومړۍ نثري هڅې په توګه د قدر وړ وپېژندل شوه.
د کيسې ليکوال د دوی له نظرونو سره موافقت وښوود او ويې ويل چې دې لړۍ ته به دوام ورکړي. را روانې اونۍ ته ځانګړې علمي موضوع خوشال دُراني واخيسته او د(تلميحاتي استعارې) تر سرليک لاندې د ادبي درس راوړلو ژمنه رحمت الله حکيمي وکړه.
ياده غونډه له مازيګره وروسته په يوې شرنګېدلې مشاعرې، چې لسګونو شاعرانو پکې برخه لرله، پای ته ورسېده.
نقيب احمد عزيزي
۱۳۹۱-۱۰-۷