ع. شريف زاد
ټوله نړۍ پوهيږي چې زمونږ نيم او نيم کله اداره د بن له وخته تر اوسه پورې چې نه ځان پيژني او نه جهان ولې نشي کولاى چې د خپلو مخالفينو سره سولې ته غاړه کېږدي؟ دولت په هغه وخت کې ورته ويلاى شو چې بشپړ ملي حاکميت ولري ،خپلواکه وي بې له هر ډول مرستې د کلبي او مقصود په نوم په خپلو پښو ولاړ
وسيله افتراق وا عتماد او با لا خره واژه هاى کور خود بيناي مردم دومره پيچلې دې چې خپله داکتر هم په کې ورک ښکاري. له بده مرغه دا زمونږ په فرهنګ کې لا تر اوسه دوام لري چې څه ډول د خپلو خلکو له عقايدو نه په ډير و اوچتو اصطلاحا تو کې هرڅه چه د قلم مخې ته راځي وليکو او بله معما ورنه جوړه کړو.
په هر صورت بيرته راځم اصلي مطلب ته او هغه داچې محترم غمخور صاحب هغه ته اشاره کړې ده . بيخي سمه خبره خبره ده که مونږ په خپلو منځوکې خپل مشکل په خپله حل کړو نو د سيمې او نورو هيوادو کار پاى ته رسيږي. او ددې معما کلي زمونږ او تاسې په لاس ده نه د هغو کسانو چې دوى ځانوته د نا مشروعې لارې نه حق ورکوي يا هغه کسان چې له بهرنيو ميدياوو نه خپل القب اوري او د هابيل او قابيل ډوله شخصيتونه چې په ولسي جرګه کې يي هم دا فغاني فرهنګ نه د باندې زورندې وهلي او د کورنيو چارو وزير چې په ملي سطح يو ماشوم دى. هو دا همغه انګريزي پاليسي ده چې پاکستان ېې له ډير پخوا نه د پښتنو پ�
� سيمه کې کله په يوه نوم او کله بيا په بل نوم ګټې اخلي. پنجا بيان نسبت پښتنو ته هرڅه لري تاسې د مشرف مرکې ته غوږ ونيسې چې دى د پښتنو په هکله څه وايي. دا يواځې د پښتنو په نوم د تعصب خبره نه ده ځکه په اسلام کې تعصب نشته خو په اسلام کې د پيژند ګلوي لپاره الله جل جلاله فرمايي، چې ا نسانان مې په مختلفو شعبو/ يا قوم او قبيلو ويشلې. دي څو ميليونه پښتانه په سيمه کې اوسيږي سره ددې چې د ملګرو ملتوهم د کموالي د احصايي ډول په غاړه کړى او په ډير نا اګاهانه توګه د وړو اقليتونو احساساتو تر شا ولاړ دي او څو کاله يي کابل په توغنديو په خا ورو بدل کړ بيا هم همدا ملګري ملتو
نه د حکومت شش ګانه په نوم د همدې ښاغلي چې اوس يي ځوى د سولې په نوم دالرې اخلي له انصاف، عدالت، مساوات او افغاني دود نه ليرې خبره ده..
زمونږ د ارګ محا فظه کاره سلاح کاران چې څوک له اى اس اى سره مشورې لري او په خپله د يوې علاقه داري د ادارې توان هم نه لري نو څنګه کولاې شي چې به بهرني ملک کې د افغانستان په ملي زعامت باندې پريکړې وکړي.رښتيا ! دا يو با ثباته دولت غړى دي چې د بهرنيو چارو وزير يي په خواږه خوب ويده دي نوڅنګه دامني چې ديوه وړوکى انستيتوت لپاره بل هيواد ته ځي.وايي چې له پردي ځويه خپله لور ښه ده .
زما انتقاد هيڅ شخصي بڼه نه لري او نه زما شخصي ګټې دومره اهميت لري چې يو څوک دې بايد خوابدى شي خو زه باور لرم له بدو نه انتقاد ښه دي! زما ډير زيات خوښيږي چې افغا نان يو د بل سره سره په سوله کې ژوند وکړي دا يو ضرورت دى ،ښه صفت دى، سوله ده دهر چا لپاره پاکه لاره ده چې ملي منافع له ښو نه ښه په کې خوندى کيږي. معجزه نه غواړې ددې مظلومې ټولنې له بچيانو سر ه په سوله کې ژوند د خداى (ج) او رسول اکرم (ص) غوښتنه ده او په ډيره لنډه موده کې به د همدې خاورې بچيان ستر برياليتوبونه تر سره کړي.ګاندې سره ددې چې مسلمان هم نه وه خو د سولې له لارې يي انګريزان او د هغو استعما
ري کارونه يي له هندوستان څخه ورک کړه حال دا چې په اسلام کې ډير ستر ثبات ، ښېګڼې، بښنه، رحم او زړه سوى شته هغه په يو داسې هيواد کې چې ٩٩٪ اوسيدونکى يي مسلمانان دي.
درناوي