قرآن او ارواپوهنه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لیک:دکتور محمد عثمان نجاتي
ژباړه: دادمحمدناوک
په قرآن کې د تګلارې انګېزې
انګېزې هغه محرکې قوې دي، چې په ژوندي موجود کې د فعاليت پر اساس يو داسې حالت را پيداکوي،چې تګلاره يې پرې ښکاره کېږي، او د ځانګړې موخې يا موخو په لوري يې بيايي.انګېزې د يوه ژوندي موجود له پاره مهمې وظيفې ترسره کوي. معاصر اروا پوهان انګېزې پردوو اصلي برخو وېشي:

•        فزيولوژيکې يا لومړنۍ انګېزې:
دغه انګېزې، د ډانچې په فزيولوژيکې اړتياوو پورې تړلې دي؛ همدارنګه په ډانچه کې په ځينو عوارضو لکه د ځينو موادو کمښت او نورو پسې هم تړلې دي.دغه انګېزې د انسان تګلاره د هغو موخو پر لور برابروي چې د ده د ډانچې فزيولوژيکي اړتياوې پرې پوره شي.ياهم دهمدې انګېزو د تګلارې په واسطه د ډانچې ځينې نيمګړتياوې، چې  دځينو پېښو پرسبب پکې پيداکېږي، پوره کوي، او بېرته يې خپل پخواني حالت ته ګرځوي.
•        اروايي يا دويمي انګېزه:
دغه انګېزه د ټولنيزې ودې  په جريان کې پيداکېدلاى شي،نو يو فزيولوژيکې څېړنې وايي چې د انسان او حيوان په بدن کې د توازون ساتنې پر پرتله د طبيعي تمايل ډول په يوه ټاکلې درجه کې ځاى لري، داسې چې که دغه توازون ګډ وډ شي داسې عوامل پکې پيداکېږي چې دهمغږو کړنو په واسطه ډانچه بېرته د خپل پخواني توازون حالت ته بيولاى شي.
مګر قرآن کريم د پوهان اوسنۍ دغه نظريه(توازون) څورلس سوه کاله وړاندې بيان کړې ده:
[وَ خَلَقَ کُلََّ شيء فَقَدَّرْهَ تَقدِيراً](فرقان_٢اية)
ژباړه: الله جل جلاله ټول شيان پيداکړل،هغه يې په ټاکلې اندازه کې وساتل.
اويا:
[کُلّ شَيء عِندَهُ بِمِقْدارٍ](رعد،٨اية)
ژباړه:د الله جل جلاله په وړاندې هرڅه په اندازه دي.
پرهمدې ساس انسان او حيوان په حساب شوې طريقه پيدا شوي دي، اوکله چې دغه توازون ګډوډ شي، يوه پټه فزيولوژيکي انګېزه را پيداکېږي، چې انسان يا حيوان دې ته مجبوروي چې بايد خپلې کړنې سره همغږې کړي،او خپلې ډانچې ته توازون ورکړي. قرآن کريم مهمو فزيولوژيکې انګېزو ته اشاره کړې ده،چې موږ يې هم لنډې يادوو.
الف: فزيولوژيکې انګېزې:
1.   د ځان ساتنې انګېزه:
الله جل جلاله د قرآنکريم په ځينو آيتونوکې مهمې فزيولوژيکې انګېزې يادې کړې دي ،چې دانسان د ساتنې او بقا دنده پر غاړه لري، لکه: لوږه ، تنده، درد، ستړيا، ګرمې، يخنې ...
[فَقُلْنا يآدَمُ انّ هذا عَدوٌّ لَکَ وَ لَذِوْجِکَ فَلا يُخْرِجَنَّکُما مِنَ اَلْجَنّةِ فَتَشْقي. انَّ لَکَ اَلاّتَجوُعَ فيها وَلا تَعْريَ. وَ أَنَّکَ لا نَظْمَؤُا فيها وَ لاتَضْحي. فَوَسْوَسَ اِلَيْهِ الّشْطانُ قالَ يآدَمُ هَلْ أَدُلَّکُ عَلي شَجَرَةِ الْخُلدِ وَ مُلْکِ لايَبْلي](١١٧_١٢٠اية)
ژباړه: هغه وخت چې موږ ورته وويل: اى ادمه! (بې له شکه پوى شه) چې دغه شيطان ستا او ستا د مېرمنې دښمن دى،داسې نه چې له جنته مو وباسي،چې پرسختۍ به اخته شئ. هغه دي په جنت کې (هرڅه درته شته) نه به هلته وږي شي، نه لوڅ اونه به کله تږي شي اونه به  د لمر له ګرمي په عذاب شئ. نو(له دې ټولوسره) شيطان دوى ته وسوسه ورواچوله او ويې ويل: اى ادمه! ايا ستا د ابديت ونې او د نه مړينې ملک ته لارښوونه وکړم؟
په دې مبارک اياتوکې د ځان ساتنې دريو انګېزوته اشاره شوې ده:
د لوږې،تندې،ګرمې او يخنې انګېزې. همدارنګه دغه مبارک اياتونو د مالکيت د بقا او پايښت حب(مينې) ته هم اشاره کوي. اصلاً د ځان ساتنې انګېزې د ( د ځان پايېدنې مينه) د انګېزې له پاره کارکوي.ځکه چې دغه انګېزې د بدن د فزيولوژيکې اړتياوو د پوره کولو له پاره کارکوي،چې په واقعيت کې د شخص د ژوند دپايښت له پاره کارکوي.
دغه د ځان ساتنې انګېزې هم په انسان هم په حيوان کې شته. د قرآن کريم ځينې اياتونو په ځانګړې توګه د لوږې او د انسان په ژوند کې د ډارن حالت  د انفعال ارزښت ته اشارې کړې دي، د لوږې او ډار دواړه حالتونه د انسان په ژوند کې ډېر تاثير لري.
[فَلْيَعْبُدوا رَبَّ هذا اَلْبَيْتِ. اَلَّذي اَطْعَمَهُمْ مِنْ جوُعِ وَ ءَامَنَهُمْ مِنْ خَوْفِ](قريش،٣_٤اية)
ژباړه: نو بايد د کعبې ديوه رب عبادت وکړي،چې هغوى ته يې د لوږې په وخت کې خوراک او د ډار په وخت کې يې امن ورکړ.
پاتې لري...