الفخري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ژباړه: ع. شريف زادد اسلام حقيقت
سويد بن حارث ويلي دي چې زه د خپلو ملګرو سره د رسول اکرم صلي الله عليه والسلام په خدمت کې حاضر شوم او عرض مې وکړ چې مونږ د ايمان راوړلو لپاره راغلي يو رسول اکرم (ص)پوښتنه وکړه چې ستا سو د اسلام نوعيت څه شى دى؟

مونږ وويل چې ستاسو مبلغين مونږ ته لس شيان ښودلى دي چې د هغو پنځو څخه په الله جل جلاله، ملايکو،مخکني کتابونو،انبياوو عليه السلام او د اخرت په ورځ ايمان لرو او نور پنځه يي کلمه طيبه، لمونځ، روزه، زکات او حج عملا انجاموو ددې څخه علاوه پنځه شيان دى چې په هغوي باندې د جاهليت د زمان څخه را په دې خوا عمل کوو يعني رضا با لقضا، په نعمت باندې شکر، په مصبيت کې صبر،په جنګ کې ثابت قدم او ددښمن نه خوښيدل . رسول اکرم (ص) و فرمايل په دې نيکو کارونو پنځه نور اضافه کړى نو ستاسې اسلام به بشپړ شي:
د ناممکن الحصول لپاره تلاش مه کوي
په داسې عماراتو بنا مه کوي چې هغه ابادولى نه شى
داسې مال مه جمع کوي چې هغه خوړلى نه شى
په هغه کور زړه مه تړي يعني مه خوښوي چې سبا ته يي پريږدى
د الله څخه هر وخت وويريږي

په درناوي