ليکوال : عزت الله (ذکي)
زموږ ګاونډوي هيوادونه په افغانستان کي هيڅ وخت د سولې ، ثبات او يوه پرمختللي قانوني نظام او دولت له جوړيدو سره موافق نه دي . ايران او پاکستان زموږ هغه ګاونډي هيوادونه دي چي افغانستان ورسره ګډه پوله لري او د دريو واړو هيوادونو تر مينځ د تګ او راتګ ټولې مواصلاتي لارې د تجارتي توکو د ليږد او راليږد لپاره
تل پرانيستي وي . افغانستان د تاريخ په اوږدو کي نه يوازي د پاکستان او ايران سره بلکي د ټولو ګاونډيو او سيمه ييزو هيوادو سره دوستانه اړيکي ساتلي . د افغانستان اولس او وګړي د ګاونډي په کور کي لاسوهنه د خپل پښتني دود خلاف بولي او هيڅ وخت يې د ګاونډيتوب اسلامي اصول تر پښونه دي لاندي کړي . موږ د خپل ګاونډي له کوره چيچل سوي يو خو د ګاونډي په کور کي مو دښمن د له مينځه وړلو هڅه نه ده کړې . افغان ولس د خپل افغاني غرور د ساتلو لپاره د ګاونډي کور د ځان ګڼي او د هغوۍ سره دوستانه اړيکي د خپل ځان او خپل ګاونډي د بقا چانس ګڼي . خو زموږ د ګاونډيانو نيت بياداسي نه دی هغوۍ په دې لټه کي دي چي څنګه داملت د مځکي د کرې نه محوه کړي . هغوۍ زموږ د هيواد د ورانولو ، سوځولو او زموږ د بې کوره کولو په لټه کي دي يوه پلو ته ايران او بل پلو ته پاکستان زموږ دوه هغه ګاونډي دي چي هره شېبه زموږ په هيواد کي بې ثباتي او اور ته لمن وهي . پاکستان او ايران په تيرو دريو لسيزو کي د دوستۍ پرځای د خپل ګاونډي هيواد افغانستان سره دښمنۍ ته ترجيح ورکړه .او د افغانانو له دې دردېدلي او کړېدلي حالت څخه يې اعظمي ګټه پورته کړه . پاکستان خو اوس په افغانستان کي په زغرده سياسي لاسوهنه کوي او ايران هم لاس تر زنې نه دی ناست . له سياسي لاسوهني رانيولې تر کلتوري او فرهنګي يرغل پوري يې ځان زموږ په ټولنه کي د يو لوبغاړي په ډول مطرح کړی .ايران غواړي د پاکستان په ډول تروريستان تمويل کړي او په افغانستان کي وه خپلو مخو ته لاره هواره کړي . ايران زموږ دهيوادوالو په زورولو په بهر کي هم تر بل هر هيواد په بشري سرغړونو تورن دی . زموږ زيات شمېر مهاجر هيوادوال په ايران کي وژل شوي ، اعدام شوي ، شکنجه شوي او باالخره په زور او ظلم له ايران څخه ايستل شوی دی . د مهاجرت پرمهال هم ايران له افغانانو سره داسي نيک چلند نه دی کړی چي زموږ ملت دی له دوی څخه کومه خوږه خاطره ولري . په تيرو دريو لسيزو کي ايران پر افغان مهاجرو هغه ظلمونه وکړل چي يادونه يې په کلونو وخت او په کتابونو ليکنو او بحث ته اړتيا لري . ايران سره له دې چي د مهاجرو افغانانو څخه يې زياته ګټه هم د مهاجرت پر وخت پورته کوله خو هغوۍ به يې ډير زيات زورول . زموږ له هيواده بهر وتلي او مهاجر شوي زياتره افغانانو حرفوي زدکړې لرلې او هغوۍ په نورو هيوادو کي هر وخت خپله ډوډۍ پخپلو مټو پيداکوله . سخت کارونه به يې کول . ايران او پاکستان زموږ هيڅ مهاجرته يوه شپه هم وړيا ډوډۍ نه ده ورکړې . په هر صورت ايران اوس په نيمروز او هرات ولايتونو کي په ښکاره لاسوهنه کوي او هڅه کوي چي خپل نفوذ په افغانستان کي پراخه کړي . ايران څو ځلې دافغانستان د نيمروز ولايت او ايران پر ګډه پوله پر افغان ساتونکو د ډزو تر څنګ ددغه ولايت د هستوګنې پر کورونو هم د درندو او سپکو وسلو او ليري واټن ويشتونکي راکټي او توغندويۍ بريدونه کړي .هرات بيا د ايران تر سخت کلتوري فشار لاندي دی د نيمروز وګړي چي زياتره يې ايران ته تګ او راتګ کوي وايي چي ايران ځکه پر نيمروز باندي راکټي بريدونه کوي چي دا ولايت ناآمنه کړی تر څو اوسيدونکي يې يوځلي بيا ايران ته مهاجر شي او دوی ته اړ شي . دوی هر ځل د افغانانو د مهاجرت څخه ښه عوايد ترلاسه کوي پر باډر يې واړوي پيسې ځني واخلي يوه هفته وروسته يې بيرته رواړوي . په زرهاوو افغان مهاجر په دې سرنويشت په ايران کي مبتلا شوي زموږ ګاونډي هيڅ وخت زموږ پرمختګ نه شي زغملای . ايران او پاکستان دواړه زموږ د وژلو او زموږ د هيواد د ورانولو لپاره يوه ستراتيژي لري . ايران هم اوس هغه څه ترسره کوي چي پاکستان يې کوي ددې څخه داسي بريښي چي دواړه هيوادونه په يوه سترګه افغانستان ته ګوري . او يوازي زموږ په ټولنه کي د خپل غيري مشروع نفوذ په لټه کي دي . زموږ هيوادوال بايد په دې پوه شي چي که يو ځلي بيا د خپلو ګاونډيو په لومه کي ولوېدو نو بقا مو ولاړه . بيا به نو د پرمختګ او ودان افغانستان پرځای د ځان د ژوند او مصونيت هيله کوو .
ليکوال : عزت الله (ذکي)
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه