ناول: اميد

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دا ناول
د (ناکامه مينه اوزورور خلک)(ناول)
څلورمه برخه ياڅلورم ناول دي
د کتاب په اخیرکي بل ( کتاب )د لیکوال ژوند لیک،
د پښتو ټولني چمن، او نورو ټولنو یوڅه تاریخ هم سته ،
او ما د خپلوکتابو په اړه د خلکو څخه څه واوريدل

ليکوال :
رحمت الله (رحمت)
چمن
د کتاب ټول حقوق له لیکوال سره دي
کتاب پېژندنه :
دکتاب نوم : ...........اميد ......................... (ناول)
لیکوال : .............................رحمت الله (رحمت)
خپرونکی : .................................پخپله لیکوال
چاپ ځای : .....................................
دچاپ نېټه : ...................................................2010
کمپوزر : ........................ عبدالحميد (شاکر)
لړ : ...................................................................پنځم
بیه : .............................................(            ) کلداري
داکتاب ددي نیټي 31/دیسمبر2009/سه تر3اپریل2010 پوري ولیکل اوکمپوزسو،رحمت الله رحمت ،چمن،
د لیکوال سره پر دې مل شمیرو  رابطه کولای سی 03458873299---------------------------03138470725


دلیکوال پنځه سره کتابونه :
۱ـــ درحمت ډالۍ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دلنډو کیسوټولګه
۲ـــ ناکامه مینه اوزورور خلک ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ناول
۳ـــ محبت ولې ورک سو؟ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ناول
۴ـــ ایامحبت به خپل مطلب ته ورسېږي ؟ــــــــــــــــــ ناول
۵ـــ اُمَیدــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ همداناول
له دغوځایوڅخه ترلاسه کولای سی
۱ـــ حقانیه کتب خانه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بوغره روډچمن
۲ـــ حافظ کتب خانه ـــــــــ مرغي بازارعیدګاچوک چمن
۳ـــ راشد کتب خانه ــــــــــــــــــــــــــ تاج میرخان روډچمن
۴ـــ صحاف کتب خانه ــــــــــــــــــــــــــــــــ کاسي روډکوټه
۵ـــ باخترکتب خانه ــــــــــــــــــــــــــــــ سټلایټ ټاون کوټه
۶ـــ الهدی اسټیشنري ــــــــــــــــــــــــــ سټلایټ ټاون کوټه
۷ـــ افغان قرطاسیه ــــــــــــــــــ کیفتان مددچوک کندهار
۸ـــ دانش کتب خانه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پیښور
۹ـــ صداقت کتب خانه ــــــــــــــــــــــــــــ ارګ بازار کندهار
۱۰ـــ رحمانیه کتب فروشي ¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬ــــــــــــــــــــــــ کاسی روډ کوټه
۱۱¬¬¬¬ـــ عمريه کتب خانه ـــــــــــــــــــــــ هندو سوز چوک چمن
د لیکوال سره رابطه ټلیفون شمیري :
03458873299----------------03138470725


د څپرکو لړ (فهرست)
څپرکی    عنوان    صفحه
اول    د داستان پيل او اول . . .     ۸
دوهم    حالات خطرناک وو    ۱۱
درېيم    د محبت د را ايله کيدو خبر    ۳۰
څلورم    په کلي کي بيا اور بل سو    ۴۱
پنځم    تاج ګل لالا څه شی نيولي دي؟    ۵۳
شپږم    محبت څنګه پاچا سي؟    ۶۰
اوم    اسان ولې ليوني سي؟    ۷۹
اتم    د کتابو د ليکلو لامل او زما د. . .    ۹۹
نهم    د ليکوال په اړه    ۱۰۸
لسم    ادبي ژوند ته کتنه او پښتو ادبي . . .    ۱۱۱
يولسم    ادبي تړون او رحمت الله (رحمت)    ۱۳۲
دولسم    مرکزي انجمن او رحمت االله . . .    ۱۳۷
ديارلسم    څو پاته خبري، ازاد، او ټکور، او. .     ۱۳۹





د لیکوال خبري :
د میني او خلوص سلامونه قبول کړی، درنو  لوستونکو او زړه ته را نژدې ملګرو د دې کتاب لپاره هم لکه چي ستاسو د انتظار
شېبې پای ته ورسېدې، کله چي تاسو زما مخکني څلور سره کتابونه ولوستل نو هم ستاسو مینه او غوښتنه وه چي زه یې د دې کتاب لیکلواو چاپ ته اړ ایستم، باید ووایم که چيري تاسو زما ټول ناولونه یو په بل پسي وګوری یا مو ولوستل نه یواځي دا چي دغه د میني او عبرت داستان به مو پوره ویلی وي بلکه پر داستان به مو خوندهم اخیستی وي، او که هر ناول ځانله اویواځي وکتل سي نو هم خپل لوستونکی مطلب ته رسوي او ډیرڅه ورکوي نوري هغه خبري چي باید ما دکتاب (ددې ناول)په سرکي درسره شریکي کړي وای هغه خبري د دې کتاب په پای کي لیکم ترڅو په ځینو لوستونکو باندې دا د سر خبري اوږدې نسي هغه خبري پدې اړه دي چي دا داستان  ماولې ولیکی؟
کومو لوستونکو ماته خپل تاثیرات څنګه راورسول،دهغوڅخه یوڅوبیلګی او داسي نور...
په درنښت د پښتو ادبي ټولنې چمن  مسئول
رحمت الله (رحمت)
مل تلیفون
03458873299------------------------ ۰۳۱۳۸۴۷۰۷۲۵


ضروري یادونه
د دې داستان په لومړي ناول (ناکامه مینه اوزورورخلک)کي زقوم خان خپله لور غوټۍ د انورخان زوی محبت ته پدې نیت ورکوي تر څو د ده مځکي او جایدادونه ځیني قبضه کړ ي  او نورې ډیري پېښې ورکي پېښیږي او د ناول په اخیر کي یوه شپه محبت خان له کوره ورکیږي .
دوهم ناول :( محبت ولې ورک سو ؟) پدې ناول کي کلیوال د تیمور اکا په مشری د محبت پل ورپسي  وراخلی چي یو شپانه یې هم نښاني ورکړ ي وې وروسته لونګ مار خوري، نوري ډیري پیښې هم ورکي وسي لکه د زقوم  پرکوټه د ده دوسلوال جنګ، جانک مسکین پتو او ژړغاښي  وژل کیږي  او د  زرغون اکا کره ډیر غلا سوي شیان پیداسي  او څو نوري پېښې هم وسي او په اخیر کي جمیله او غوټۍ یو ملنګ وویني او د دوی ګمان دا وي  چي شاید دا به محبت وي  .
دریم ناول) ایا محبت به خپل مطلب ته ورسیږي ؟)دغه ناول هم دغه داستان پر مخ بیایي او دې خبروته ځواب وايي .
۱: ایا دغه تاج دار ملنګ ریښتیاهم محبت دی ؟
۲: غوټۍ څنګه پوهیږي چي محبت به یوه شپه د دې باغچي ته ورځي؟
۳:مکتب (سکول ) ته دنوي ښوونکي (ماسټر ) د خبرو څه پیغام وي او څه پوښتني لري ؟
۴: د دې سیمې بدماش (بدمعاش ) منګل ځوان د چا لخوا وژل کیږي او د ده نور ملګري چیري ونیول سي ؟
۵ : ایا محبت بیا کلي ته راځي او خپل سبق شروع کوي ؟
۶ : د زقوم خان نفر چاته لار نیسي او څوک وژني ؟
۷ : د غلام جان تر شا د چالاس وي چي بیا به په سیمه کي د جنګ اور  بل کړ ي؟
او داسي نور (مننه)

اوس تاسي کولای سی چي نور دغه داستان ووایاست او خوند پر واخلی . (مننه)


رحمت الله (رحمت)
چمن

د داستان پيل ؛اواول څپرکی
د ماخستن خوا ته په کلي کي ډول ډول اوازي وګرځیدې چا ویل د کوچني پله سره یې انور خان او زوی وویشتل ،چابیانورڅه ویل.
کیسه داسي وه چي د ملک زقوم خان او انور خان اکا خبره ورځ په ورځ خرابېده څه مشران یو دوه وار کي وګرځېدل خو خبره سمې خوا ته نه تله او نه د خبري سم سر پیداکيدی،یوه یې یوڅه ویل او هغه بل بیا بل څه ویل، ملک زقوم که له یوې خوا  د مینځ ګړو (مشرانو) سره خبري کولي، خوله بلې خوابه یې انور خان ته نوي لومي او تلکي درولي، اخير یې دا فیصله وکړه چي څو نفر دې لارورته ونیسي او مړ دې کړي دا یې د کیسې د ختمولو لنډه لار وبلل .
انورخان هم څه غوږېدلي وو کله به یې د تلو راتلو وخت بدلاوه اوکله به یې لاره بدلوله، کله به په موټر کي راتلی او کله به یې د پښوتګ ښه وباله یوار دوه چي په پښو را روان وو د ملک زقوم نفرو نه ؤ پېژندلي او ځیني راتېربه سو، اخيري وار د ملک زقوم وراره لنډک او درې نفره نور دغه کارته وټاکل سوه، دوی هم خپل کوښښ ورپسي شروع کړی کله به یې یوه لار ورته څارله او کله به یې بل کنډوـ ورته نیولي ؤ، خو نصیب به ورځني چپ کړی . د دغه حملي د ورځي د مازدیګر څخه لنډک او ملګرو پر جوړه کړې نقشه د کوره څخه د باغو د مابین پر لار  پسي ووتل وروسته د ملنګ جان د باغ سره په تنګه کوڅه کي د لوی لاري دکوچني پله پر حد (برابر) وسړک ته ووتل پر دغه علاقه څه ونې (درختي) هم وې چي څوک د لیري ځایه ښه نه کي معلوميدی او سایو یې د ماښام تیاره نوره زیاتوله .
د دوی معلومات داسي ؤ چي نن انور خان په سپین موټر کي مازدیګر قضا یاوروسته پردغه لار  راځي او دا یې یقین وو چي نن به ښکار نه ځیني خطاکیږي او دا د څو  ورځو انتظار به یې نن ختمیږي .
لنډک به د څار لپاره د سړک په اوږدوکي ورته ګرځيدی او د انور خان د موټر څارنه به یې کوله، هغه نور درې ملګري به یې کله د یوي وني (درختي) شاته پټ سوه اوکله به یې د سړک لاندې په کوچني پله کي ځانونه نهام کړه، څه موټران تيرسول خو دوی د سپین موټر انتظارکاوه تیاره وارپه وار ډیرېده اخيرمیرو و نورک ته وویل دا به کله سپین موټر راځي د دې وروسته که هر موټر راغلی پرهغه به فیر کوو . نورک وویل :ته څه وایي پرهرموټرولي حمله کوودهغوڅه ګناده،
میرو وویل : یاره زه ډیرخماري سوم که سګریټی (د چرسوډک سګریټ) ژر نه را لګوې زماڅخه کار خرابیږي نورک وویل یاره خو د مازدیګر رائيسي دې درې سګریټه وڅکول څنګه بیا ژر خماري سوې، خر چغال یې بېریږې هسي پلمي کوې، په دغه حال کي هغه دریم ملګري طوفان سګريټی ولګاوه دریو سره وڅکاوه لایې نشه زیاته سوه دنشي په حال کي نورک وایې یاره میرو ستا واده به کله وي؟
میرو وویل : بس له دې خوا چي ورسوزماواده دی، خودغه انورخان وځنډيدی کني نورکارسم دي، هغه درېیم انډیوال یې هم د نشي په حال کي وویل یاره خبري کراري کوی چي هغه انور خان یې وانه وري، په دغه حال کي یوموټر راښکاره سو بتي یې لګېدلي لنډک ږغ پروکړ میرو، نورکه او طوفانه بیداره اوسی داسي معلومیږي چي دغه موټردی .
٫٫ موټرلاپریوڅه فاصله څوګامه اخواته دي د دې خوا د دوی یودم باندې فیرونه سوه ٬٬ موټرخپل عادي تګ د لاسه ورکړ  له لاري واوښت اوپه یوه ونه (درخته) کي ولګيدی او د یوه غټ درب کېدوسره ودرېدي لنډک لږ وړاندې ورتېر سو ښه یې په ځیر ورته وکتل ګوري چي په موټر کي دواړه نفر د مرګ په حال کي دي  .
نورک ږغ پر وکړ څنګه دي انورخان خوبه بل فیرنه غواړي لنډک ځواب ورکړ نه نه نور ختم دی په دغه حال کي طوفان هم ورته رارسيدلي ؤ او  ویل یې دا دوهم یې لکه چي زوی دي، لنډک وویل : هو! زماهم دغه خیال دي چي دا به د ده زوی محبت وي، خو یوڅه تیاره ده دا خبره به صباښه معلومه سي چي دا دوهم نفر څوک دی؟ د خوشحالي لپاره که یو فیر څوک کوي خوښه موده کني درځی زمریانو کامیابه ښکارمو وکړ، خو دغه کار طوفان ملګري وکړ یو فیر یې بل پر دغه نفرو  وکړ .
بیا نو دوی هم پر راغلي لار روان  سول ماخوستن ؤ چي د زقوم خان کوټي ته ورسېده، هلته یې هم یو څو فیرونه د خوشحالۍ لپاره هوائي وکړه، په کوټه کي ټولونفرو یو بل ته مبارکي وویل، ډوډۍ برابرېدل زقوم خان ډیر په چورت کي وو د لنډک دوهم ورور ته یې وویل : هلکه پلار دي اوهغه خوریی مرجان ولې نه معلومیږي چیرته خو به مېلمانه  نه یي ؟ هغه ورته وویل : بابک اومرجان ماپښین په موټرکي بازارته ولاړل، دوی لادغه مجلس کاوه چي لږ وروسته د موټرانو ږغ سو د بتیو رڼا یې پر دیوالو لګېده چي ورسره دکلا دروازه وټکيدل ږغ یوڅه په زوره سوچاویل چي رستم خان اکا راغلی، چابه بل څه ویل، خو د زقوم خان فکر دا هر څه نه منل، دروازې ته سره راغله ګوري چي څه د حکومت نفر دي او څوکسه کلیوال دي، زقوم خان اونفر یې څه وارخطا سوه، خیر خو د پېښې څخه تېښته نه کيده.

{د وهم څپرکی حالات خطرناک وو }
حالات خطرناک وو بې له دې چي څوک دي کوم مناسبت (ستړي مسیا) سره وکړي، یوکلیوال پر راتیر سو او داسي ورته وویل : زقوم خان اکا صبربه کوې داپه دنیاکي پېښیږي ستاورورـ رستم خان اکا او هغه بل موټروان (ډریور) دکوچني پله سره اوس ماښام غلو یا نورو خلکو وویشتل، ساعت پس چي موږ ورغلوستا یوبزګر وپېژندل چي دایودلنډک پلار رستم خان اکا دي اوهغه بل یې خوریی دي، زقوم خان اکا صبر به کوې په ژوند کي هر رنګه حال پر انسان راځي!
هغه حکومتي افسر هم یو څوداسي خبري وکړې، لنډک پوه سو چي بیامي ښکار خطاسو اوخپل پلار اوخوریی مي وویشتل، هغه نورانډیوالان یې هم هيښ اوحیران وو چي دا څنګه باز خطاوتي .
زقوم چي ورتیر سو سترګې د اوښکو ډکي وې ګوري چي دواړې جنازي يې د خپل کور دي  د مړو پر مخ یی لاس ورتېرکړی اوښکي له سترګوڅڅیدلي اوپه زړه کي انورخان ته د انتقام لمبي نوري بليدې، چي ما خو ستا مرګ غوښتي خو هغه زما نفرو خپلي هوسۍ ښکارکړې ښه بل واري به نه خطاکیږي جنازي یې دکوټي مخ ته په حویلي کي کښېښوولي  ټولو خلګو مړي  وکتل هغه کلیوال چي د جنازي سره راغلی وو ځیني خپلوکوروته ولاړل، حکومتي خلکوڅه ناڅه پوښتني وکړي او د خپل تحقیق په دوران کي زقوم خان ته وویل په ښکاره خوبه د چاسره دښمني نلرې ؟
زقوم خان وویل : زه خودښمني نلرم خوځیني خلک دښمني راسره کوي زما اندازه داده چي دغه کار که د انورخان زوی محبت نه ؤکړی! ولې چي هغه په دغه کشرتوب کي ډیر بې  ځايه بې ځایه ګرزي، یودوه وسلوال خلک هم زما نفرو ورسره لیدلي دي .
حکومتي افسر وویل : ستاولې پر محبت باندې شک راځي چي دا کار به هغه یا د هغه ملګرو کړی وي ؟
زقوم خان وویل : د محبت د پلار سره زما څه جنجال سته د څه مځکو او باغو پر سر هغه غواړي چي ماوبېروي او زه د خپل حق څخه تېرسم .
حکومتي افسر: تاوویل چي محبت دانورخان زوی دی، ما ځکه دا پوښتنه وکړه چي دغه محبت او بل د ده ملګری یوسف په نامه نفر څو میاشتي مخکي هم زموږ پولیسو نیولي وو او بیا هغه ؤ چي د وطن دښمنانو پر پولیس مرکز حمله وکړه او دغه نفر محبت اویوسف هم له پولیس مرکز څخه وتښتيدل دا خو موږ ته مطلوب نفر دي!
زقوم خان وویل : هوما مخکي درته وویل چي دغه محبت او پلار یې په ځینو پېښوکي لاس لري چي دغه دي تا هم یادکړه، حکومتي افسر د تفتيش په دوران کي د زقوم خان نفرو ته هم ښه په ځیر ځیر کتل، ځیني داسي ورمعلوميدل لکه په ځینو بنديخانوکي یې چي ليدلي وي، اخیر یې د زقوم خان وراره لنډک وپېژاندي چي څوکاله مخکي د څه جرمو اویوه قتل په تور سزا سوی وو، زقوم خان ته یې وویل دغه ستا ځیني نفر خو ما ته داسي شناخته رامعلومېږي او دغه یو خو زما په خیال لنډک نومېږي؟
زقوم وویل : هو صاحب ستاخیال صحي دی ضرور به دې لیدلی وي او دغه زما وراره څه موده کیږي چي له بنده راخلاص سویدی ضرور به دې هلته لیدلی وي، حکومتي افسربه لایو څه خبره کول چي زقوم خان پر لنډک ږغ کړه ته ورسه دغه سرکاري خلکو ته خو ډوډۍ برابره کړه موږکه په غم اخته یو چي دوی خو یوڅه وخوري، لنډک لاحرکت نه ؤ کړي چي حکومتي افسر وویل : نه نه! خان صاحب تکلیف به نه کوې موږ ډوډۍخپل ځای ته رسوو بیابه یې د خوشحالۍ په ورځ سره خورو  اوس موږ  رخصت اخلو، زقوم خان د جیب په دسمال سترګي پاکي کړې شاوخوا یې وکتل وروسته یې داسي وویل : د حکومت هم عجیبه کارونه دي چي موږ له یوه افسر سره شناخته کیږو او د هغه سره مو د دوستۍ تعلق جوړیږي هغه یې بیا راڅخه بدل کړی وي، وایم دغه دي چي ته دې علاقې ته راغلی یې زه نه یم درخبر سوی، کنه ضرور  به مي ملاقات درسره کړی وای !
حکومتي افسر په ځواب کي وویل : نه هیڅ خبره نده ستاکه ملاقات نه ؤ راسره سوي ماخو دې د نامه اورېدلي وو، چي هر وخت دې کوټه د مېلمنو ډکه وي .
په دغه حال کي زقوم خان هغه حکومتي افسرترلاس ونیوی او یوې خواته یې د خلکوڅخه بېل کړي یو څه پټي خبري یې سره وکړي، څه نور هم سره ودرېدل یوبل ته به یې اشاري کولي په پای کي خبري په زوره سوې، ضروري خبري لکه چي خلاصي کړې وې، حکومتي افسربه د سترګو تر کونجانو وکتل خولۍ به یې پرسرکږه کښېښوول افسري اداب به یې ټول پوره کړل، بیابه یې داسي په یوه خاصه لهجه وویل : نه خان صاحب خدای  به یې اسانه کړي پرځان یې مه ډیره وه ستا دښمنانو ته به ضرور سزا ورکول کیږي، هغه به داسي نه پاتیږي خوته به لږ  صبر کوې .
په خبروخبرو کي حکومتي افسر او زقوم خان اکا دکلا لوی دروازې ته ورسېدل یوار به یوه خبري کولي دا بل به سرورته ښوراوه بیا به دا بل دغسي ورته کول، د زقوم خان په خبرو کي ځکه سختي نه وه ولې چي یوار حکومتي افسر دا هم ورته وویل چي زموږ خفیه (جاسوسي) راپورستا نفرو ته هم یو څه اشاره کوي او زقوم خان خو پوهيدی چي کارخومي د خپله لاسه خراب سو نو به د ډیرو فکرو څخه وخښم ته نه خلاصيدی .
اخیر حکومتي افسر رخصت واخیست او د خپلو نفرو سره د انورخان د کور پرخوا روان سول، اوهلته په رسېدو یې دروازه ور وټکول، انورخان اکا د دروازې څخه ږغ پر وکړ څوک یاست چي دروازه ټکوي؟
د خلکواوموټرو ږغ او د بتیو رڼا او بې وخته دروازه ټکول دا هرڅه له خطره خالي نه وو، خو د څه خبرو کولو وروسته انورخان اکا له کوره پر راووت، یوڅه راشه درشه یې ورسره وکړه، خو اخیر حکومتي افسر شناخته ور معلوم سو چي امیدخان دي او تر څه خبرو وروسته یې ښه سره وپېژندل .
افسر امیدخان وویل : ښه انورخان اکا دا ستا کور دي ؟ تا نه ؤ راښوولی خو ما په توره شپه کي پېداکړی، انورخان ورته وویل : هوتاسي خو بېداره خلک یاست اوپه توره شپه کي د خلکو کورونه پېداکولی سي، خو په سپینه ورځ  بیا غله درځني ورک سي !
دغه مهال د انورخان اکا د کورنۍ انسانان د دروازې شاته بېرېدلي ولاړ وو نه پوهیدل چي څه به کیږي، اخیر امید خان ورته وویل : نورمجلس به بیا بل وخت کوو د محبت په نوم ستا په کور کي څوک سته ؟
انورخان وویل : هو زما مشر زوی محبت نومیږي، ولې خیر خو دی ¿
حکومتي افسر وویل : دا خو خبره خرابيده زما خیال ؤ چي تا اوستا زوی او درېیم یوسف له ځانه سره اوس بوزم خوزما او ستا پخواني تعلق خبره اوس له خرابېدو را وګرزول اوس به یواځي ستازوي په لاس راکړې .
انورخان لاڅه نه ؤ  ویلي چي محبت د کوره راووتی اوخپله موټر ته وخاتي، لکه ده چي دا مجلس د دروازې ترشا اورېدی امیدخان رخصت واخیست او موټران یې په بیړه روان کړه، د محبت پلاراوټولې کورنۍ په موټرانو پسي کتل او د ارمان اوښکې یې تویولې او دا ورمعلومه سوه چي د زورورو خلکو سره د دوستۍ دغه نتیجه وي!
شپه تیره سوه غرمه ناوخته د زقوم خان ورور اوخوریی خاورو ته وسپارل سوه ډیر خلک یې په هدیره کي حاضر سوه غټي غټي دعاوي پرقبروویل سوي فاتا دزقوم خان پرکورشروع سوه ډیرپسونه اوغوایی ورپسي حلال سوه په دا نژدې سیمه کي د چا دونه لوی خیرات نه په یادکيدی، خلکو به ملک زقوم ته د تسلي ویلو پر وخت ویل : خدای پاک دې دغه خلک په موږ رسوا اوشرمینده وویني، بل چا به بیا داسي ویل خدای پاک دي دغه خلک تبا کړي څوک چي د بل کورونه خرابوي، ملک زقوم پوهيدی چي خلک و ده ته پر خپله کمبله بدي خبري یاښیراوي کوي، ولې چي ده ته معلومه ده چي دا هرڅه و ده ته د خپله لاسه ور پیښ دي، د محبت پلارانورخان نه پوهيدی چي چاره به یې څه وي دې ټولوخبرو د خبري سر ځیني ورک کړی ؤ، هغه اندیښنه چي د ده سره وه هغه ورته حقیقت ښکاره سوه، ولې چي تیره شپه دی ده زقوم خان د نفرو د حملې څخه روغ پاته سو، او د زقوم خان وراره لنډک د خپلو نفروسره د لوی لارې د کوچني پله سره مخ ورته نیولی  وو،
لنډک او د ده وسلوالو نفرو د څو ورځو څخه د انورخان لاره څارل مګر قدرت ځیني وساتی،  خو دا چي مخ ته به څه کیږي دې ته حیران وو، دا یې زړه ته لوېدلې وه چي زقوم خان د اولې ورځي څخه ورسره په چم کي وو،  داچي خپله لور غوټۍ یې ستا زوی محبت خان ته درکړه لایې دغه غلطه اراده وه چي د دغه دوستۍ له لاري به ستا د مځکو اوباغو قبضه کوي، داچي یو څه جایداد یې اوس هم را څخه قبضه کړی دی لایې صرفه نده په ماته، دا خو یې لا څه کوې چي هغه وسلوال غله یې لاکله کله څو ګونۍ غنم یا کشمیش را څخه غلاکړي،  هغه څو شپي مخکي یې لنګه غوا  را څخه بوتله پر دې ټولو سربیره دی مي لاومرګ ته هم ناست دي، خو بیا به د خپل زوی محبت خان  د راخلاصیدو  په فکر کي سو، د دې خبرې لپاره یې يواځي د حل لاره دا راویستله چي ځه غم یې مه کوه نن خوډیرکارونه په پیسو هم کیږي، پیسې خو لرې!
هلته زقوم خان پخپل وروراوخوریي پسي خورا درانه خیراتونه وکړل، څو پسونه او غوایي يې پسي حلال کړل  ډیر خلک يې فاتحې ته راغلل، چا وچا به ورته ویل زقوم خان اکا خدای پاک دې آل اوعیال ورتباه کړي، چا چي ستاورور او خوریی در مړه کړل، اوته یې د غم پرکمبله کښینولې، خدای پاک دې دوی هم دغسي وژړوي زقوم خان پوهیدی چي دغه خلک پرخپله کمبله و ده ته ښراوې کوي، ولې چي دا هرڅه و ده ته د خپله لاسه ورپیښ ول، ولې چي ده خپل وراره لنډک دې کار ته ګمارلی ؤ چي انورخان به وژني، مګر د لنډک او د ده د څو چرسي ملګرو په کمین کي د لنډک خپل پلار او د هغه خوریی د مرګ وکندي ته وروغورځول سول د دوی داګمان ؤ چي دغه سپن موټر د انورخان دي، مګر تازي خپله هوسۍ (اوسۍ) ښکارکړه خو د پیښې څخه تیښته نه کیده .
دغه روانو پیښو د دې ټولې سيمې د خوشحالي فضاء ګډوډه کړی وه، څو شپې مخکي د زقوم خان د وسلوالو غلو تر مینځ په وسلواله جکړه کي د زرغون اکاځوان زوی (جانک مسکین) او د جانک مسکین دوه نورانډیوالان پتومسکین، او ژړغاښی ووژل سوه .
د جانک مسکین جنازه یې پداسي وخت کي کورته وروړه چي د واده یې هسي پنځه میاشتي پوره کيدې د ده د واده د ډاله د دربا او درزا ږغ لا اوس هم د خلکو په غوږو کي وو د جانک مسکین په واده کي داسي بیدریغه ټکان وسول چي په لنډي کلي کي د هواڅخه د را ایله سوؤ ګولیو(مرمیو)په لګیدو دوه پسونه یو د ژرندې مزدور ټپیان سوه او یوبل ځوان چي د مور یو زوی ؤ او دوې ورځي وروسته یې واده ؤ د همدغه د هواڅخه د را ایله سوؤ ګولیو(کارتوس) په سرکي د لګیدو په وجه ځواني مرګ سو او د واده روانه خوشحالي یې په غم وربدله کړه، خو د جانک د کورنۍ اوانډیوالانو سره يې د بل چا هيڅ غم نه وو چي زموږ د هوائي ټکانو څخه به چاته تکلیف يا ازار رسیږي، هغه د چا خبره ( ویل نانه يې پرڅه ده ویل نانه پر واده ده).
د جانک  د واده په شپو کي د ده کورنۍ او انډیوالانو سره يواځي د ځان د خوشحالي غم ورسره ؤ نه د بل د ازار یا د کور د خرابیدو په اولو درو شپو کي خو داسي ټکان او ډول وږغول سو چي د نژدې کلو اوکورو خلکو د شپې هیڅ خوب او ارام نسو ځیني کولای هر چابه دا ویل چي خدای مو کور خراب کړه دا څنګه واده دي چي نه د ورځي ارام درسه کولای سو اونه د شپي خدای پاک دې په غم در بدل کړي دا څنګه واده دی ،
ریښتیا هم د خلکو ښیراوي (بد دعاوي)خدای پاک قبولي کړې د پنځو میاشتو دغه راوړې ناوې یې کونډه سوه، او د جانک مسکین جنازه سهار مهال د زرغون اکا کورته راوړل سوه، د جانک مسکین د ژوند په اخیري شپو کي د زرغون اکا یو څه ظاهري کار سره برابر ؤ، جانک به پیسې ورته راوړلې ده یې پوښتنه نه کول چي حرامې دي که حلالې یا یې د کومي خوا راوړې .
زرغون اکا پدې شپو کي څه مځکه هم رانیوه او اته میاشتې مخکي د جانک د کوزدي غاړه  هم ويستل، اوهغه وو چي پنځه میاشتې مخکي د جانک واده ښه په درب او دروب راوړی، د جانک د پلار دا هم خیال ؤ چي که خدای(ج) کول دا د حج پیسې به لا دا خیله کړې دغه یو ارمان به دې  هم پوره سي بیا به نو جانک د دغه ډلې څخه راوباسي .
یو شی یې لا بل هم په زړه کي ؤ چي دغه د پلار قبر  دې ښه په سیمټو کي نیولی وای او ښي سپیني ډبري دې پر راګرزولې وای، سر ته به دې د ده نوم او تاریخ هم په یوه ډبره ورنویشته کړی وای ! دی خوارکی خو هم په ډیره مسکینۍ کي مړ سو، پرموږ خو ډیر حق لري، خیرات خو  مي ندي ورپسي پري  ایښي، جانک چي کله کله یو پسه راولي هغه خو ور پسي حلالوم، مګر د زرغون اکا دغه ارمانونه ټول له خاورو  سره خاورې سول .
بله پیښه دا وه چي څوشپي مخکي منګل ځوان د غوا د غلا په شپه د ګوډ سپي لخوا ووژل سو  او بل انډیوال رنګین د ډب کلي د صاحب زاده زوی یې د زرغون اکاپه کور کي کلیوالو ونیوه ، او اخیره پیښه دغه وه چي د زقوم وراره لنډک د خپلو چرسي ملګرو سره غوښتل چي انور خان مړ کړي، خوبخت یاري ورسره ونکړه او خپل پلار  او د هغه خوریی په حق ورسول .
دې ټولو پیښود لوړ کلي او ورڅیرمه سیمې د امن او خوشحالۍ فضا ډیره ګډه وډه کړي وه، دې سیمې ډیره ښه ښکلا درلودل، څلور سره کلي، لوړ کلی، کښته کلی، لنډی کلی او د ډب کلی یې د هر  رنګه ونو (درختو) او ګڼو باغو څخه زرغونه ښکارېدل، د توري غنډۍ هره لمن په ونو (درختو) پوښلې وه .
د توري غنډۍ سپیني چینې سیمه د ژړکاریز هره خوا او د سرچپه کاریز هر لوری د سړی څخه زړه وړي، له هره باغه (بڼ) د رنګارنګ مرغانو سندریز اوازونه راپورته کيدل اویورنګ عاشقانه کیف به یې درلودی .
د تاج ګل لالا پر دوکان به یو وخت دکلي ځوانان راټولېدل اوبل وخت به بیا څو سپین ږیري ناست ؤ او خپلي غورې (مجلس) به یې کولې، د تیمور اکا پر کوټه به کله کله څو مشرانو مجلس کاوه د مکتب (ښونځي ) انجینو او هلکانو به د غوټۍ اومحبت خان د میني کیسې کولي، ځینو به بیا د ګوډ سپي کارنامي یادولې، خو اوس پدې سیمه کي هغه کیف اوخوند پاته نه ؤ، ډیرو به دا بدبختۍ د زقوم خان د لاسه بللي، دی به یې پدې ملامتاوه چي دی دغه وسلوال غله او بد خلک ساتي، او په ناحقه د خلکو مځکي یا باغونه لاندې (قبضه) کوي، چا ؤ چا به ویل دا خو د اصله خان ندی پلار یې د دې کلي ګوروان  ؤ  د ژرندې تر څنګ په هغه زاړه سرای کي اوسيده ، د ماښام په ډوډۍ پوري حیران ؤ چي مړ سو کلیوالو د کفن پیسي ور ټولې کړې، خو نن د زقوم داهر څه هیرسو او ځان یې په زور او ظلم خان جوړ کړیدی، هسي د ښو او سمو خانانو نوم وربدوي، خان خو اصلي ملک شاجهان ؤ  چي نه یې غله ساتل او نه یې په زور د بل مځکې لاندې (قبضه) کولي، هره فیصله به یې په حقه کول .
زقوم  خان ته په اوله شپه هم پولیس افسر امیدخان وویل چي زموږ معلومات داسي دي چي پدې پیښه کي ستا د نفرو لاس سته، نو ځکه دا قیضیه نوره زقوم خان ونه پلټل، ځکه د انورخان امید ؤ چي د یو څه اثر او رسوخ او پیسوپه کارولو سره به خپل زوی محبت خان له بنده راخلاص کړي، او په ټول کلي کي د محبت د راتلو ازانګې ګرزیدې د مکتب (ښونځي) انجونواوهلکانو یو بل ته زیري ورکول، جمیلې چي همدې خبري ته ډیر انتظارکاوه  غوښتل یې چي دا زیری به تر هر چا د مخه پرغوټۍ دا کوي .
د جمیلې ورور  نعمت به هر کله د انور خان اکا څخه د لیدو  پر وخت دا پوښتنه کول چي  په کومه ورځ محبت را ایله کیږي ما به خبروې چي زه او یوسف به هم هلته درسره ولاړ سو، پدغه ورځ دغوټۍ ملګرې جمیله د سهار څخه لا خبره وه چي د دې ورور نعمت او د محبت بل انډیوال د انورخان اکا سره ولاړل کله چي ماپښین مهال دوی را ورسېدل نو نعمت دستي خپله خورجمیله خبره کړه تر څو دا زیری تر غوټۍ پوري ورسوي، غوټۍ هم دا څوورځي اوشپي ډیري غمجني تېري کړي وې د خوشحالۍ کومه خبره يې نه وه  اورېدلی .
ښونځي (سکول ) ته به پدې نیت تلل چي ګوندي نن به محبت راسي، دا خیال به هره ورځ ورسره ؤ،  ښونځي ته په ور تلو به یې څه ناڅه فکر بدلېدی پر لاري به جمیلې هر وخت ملګري ور سره کول هغي به ډیرې تسلي ورکولي، په سبق خونه (کلاس روم ) کي به د محبت خان چوکۍ (کورسي ) ته کله کله کتل ، کله کله به یو چا یوه ګیډۍ (دسته) ګلان هم ورباندي ایښي وو، ځینو همزولو به چي کله غوټۍ ته وکتل بیا به محبت ور په یادسو، او دغه د دوی دواړو دښو ځوانیو او د میني او ارمانه ډک غمجن داستان ټوله کیسه به یې په زړه کي تیره سوه اوڅودغم اوښکي به یې کله کله ورسره وڅڅولې .
کله به د محبت خان هغه د ځواب صحنه (پیښه) ورپه یادسوله، کله چي د دوی د میني د اظهار لومړي وختونه وو هغه پیښه داسي وه : کله کله به هغه وخت غوټۍ د محبت خان د ناستي د ځای سره یوه ګیډۍ (دسته) ګلان ورته ایښي ول او په منځ کي به یې هغه لیک پروت وو چي دې به ورته لیکلی وو په لیک کي به کله نازونه او کله ګیلي لیکل سوې وې، چي  هو پرون مادرته کتل اوډیرانتظارمي وکړی خو هغه ته نه راغلې، پرما هغه ساعتونه لکه کلونه داسي تیر سول، خوته بس هم دغسي بیغمه یې څوقدمه دې لا نسوای را خوارولای، او نور کارونه دې ضروري ګڼل چي نه راغلې .
محبت خان چي به داسي ګیلمن لیک ولوست سر به یې پرله وګرزېدی نه پوهېدی چي څنګه ځواب ورته ولیکي، که له یوې خوا پرون ليدل او مجلس ځیني قضاسوي وو د بلي خوا دا دي غوټۍ هم ځیني ګیلمنه ده .
دی لا پدغه چورتو کي وو چي د استاذ خبرو اوسبق ته یې هیڅ پام نه وو، استاذ هم پوه سو چي محبت خان  ندي متوجه، نو دستي یې پوښتنه ځیني وکړه، ولې زما د سوال ځواب نه راکوي تاته وایم محبته! چي مځکه څو براعظمه (وچي) ده اوموږ په کوم براعظم کي اوسیږو؟
محبت خولا د وخته په چورتو کي غرق (لاهو) وو او په لوړو خیالو کي یې دغوټۍ ګیلوته د ناز ځوابونه ورکول اوپه خیالي دنیا کي ورک وو،  د استاذد پوښتني په ځواب کي یې بي اختیاره داسي وویل : هو ته  مه خفه کیږه هغه زه پرون بل ملګري یو ځای ته بوتلم،.... هو ته خفه نسي نور مي هیڅ کارنه درلودي، اوزما یواځینی کارخوتاته درمعلوم دی چه هغه ستاسره لیدل دي، پدې ځواب سره نه یواځي استاذ (ښوونکی) بلکه ټول شاګردان  حیران سول چي دا محبت خان څه  وايي؟
استاذ په ډیر خښم سره خبره ور غبرګه کړه، هلکه محبته دا ته څه وایې، زه د بري اعظمو  پوښتنه درځیني کوم اوته وایي زه پرون بل ملګري بل ځای ته بیولی وم،  دلته محبت خان په ځان پوه سو چي دا څه را وسواو ماڅه وویل  خولا پوره پخپل حال کي نه وو راغلی په معذرت یې وویل : صاحب زه پوه نه سوم، زما دا خیال وو چي زه بل ځای یم او ته له ما څخه ګیلمن یې بخښنه غواړم، دنیا اوه بري اعظمه ده او اوه سره د غمو ډک دي دوه کسان نسي سره پیداکولای .
استاذوویل : هو اوس لا هم سم نه یې پوه سوی ماکله پوښتنه
در څخه وکړه چي په بري اعظمو کي غمونه سته او که نه، ماخو داسې وپوښتل چي مځکه څوبري اعظمه ده او موږ په کوم بري اعظم کي اوسو ؟ خیرزه پوه سوم چي ستابدن دلي دی اوروح دي ګوره چي دچاسره ګرزي،  د محبت خان دا  ځواب او صحنه اوس هم د ډیرو  یاد وه .
د ده پر دغه ځوابو به کله کله همزولو خندل او کله کله به بیاډیر  ورته حیران وو چي محبت خان پدغه ورځ څومره د میني په دنیا کي ورک سوی وو.
ولې چي تر دغه وخته د دوی (د محبت اوغوټۍ) مینه نه وه داسي رسواسوي اونه ډیر همزولي پرخبر وو چي غوټۍ خپل پلار په کوچنیوالي کي لامحبت خان ته ورکړېده .
کله چي څوکاله وړاندي دا پیښه وسوه، نو په همدغه ورځ د محبت خان نژدې ملګري یوسف خان هم خبر سو چي دا ده ته څه ورپیښ سوي دي، هغه ډیر نصیحتونه ورته وکړل چي اوس دي لا ځان په واک کي دی داسي مه کوه یوسف خان د خپل ورور کیسه هم ورته وکړه، خو محبت خان ته دا نصیحتونه د ماشومانو خبري او د اوبو د سر ليکي معلومېدې دی د میني په لیوني آس سپور وو د هیڅ خطراحساس یې نه کاوه، نوهمدغه وو چي د محبت خان د میني داستان په ښکاره ولېدل سواو د دغه لیوني داستان دروازه خلاصه سوه  .
کله به یې د کتابو پر ځای د کنجاړې پارسل را اخیستی وو کله به بیا په چورتو او فکرو کي تر خپل کورتېر سوی وو، کله به بیا د غوټۍ سره پر مازې( هسي خبره ) خفه سو، او د کلي د تاج ګل لالا پر دوکان به خلکو په لیونتوب کي راوګرزاوه، یوار خو لا دکلي څخه هم ورک سو چي بیا یې خلکو پل ورپسي واخیست او به دغه دوران کي د ده د ماما زوی لونګ  مار وخواړی، او ځواني مرګ سواو د محبت خان پل پرهغه ځای پاته سو، څه زمانه بیدرکه وو  بیا  د کلي په هدیره کي د ملنګ په جامه کي وليدل سو .
او اخیري پیښه داوه چي خپل خسر زقوم خان د خپل ورور اوخوریي د وژلو په تور وپوليسو ته ور په ګوته کړ، څو ورځي کیږي  چي د ده پلار انور خان یې د را ایله کیدو کوښښ کاوه او د جميلې ورور نعمت ورته ویلي وو که محبت خان را ایله کيدي نو زه به هم دده مخ ته درسره ځم، نو ځکه جمیله نن خبره وه چي نن به را ایله کیږي ولې چي نعمت د انور خان اکا سره نن ولاړی او دا یې ایراده وه چي دا زیری به پرغوټۍ داکوې .
دغه شپي او ورځي پرغوټۍ ډیري سختي تېري سوې، د مکتب (سکول ) پر لار به جمیلې ډیره تسلي ورکول او د امید پر لارو  به یې بیول، چي خدای پاک به یې خیر کي، خدای(ج) ته هر څه اسانه دي، د کلي سپین ږیري به پدې خبره کي وګرزي اوستا پلار به پدې راضي کړي چي نور د خپل زوم (محبت ) لور(غوټۍ)او خپلي کورنۍ سره دا ظلم مه کوه، دا خبري که څه هم پرغوټۍ ښي لګیدې مګر د اهر څه ځکه ورته یو خوب ښکارېدی ولې چي دې ته د خپل پلار طبیعت ښه معلوم وو او نه یې خپل بخت  داسي بختور باله چي دا هر څه به سميږي، چي کور به وه نو زیات وخت به یې پخپله خاصه کوټه کي تیراوه کله به یې فکر د کوچنیوالي و خواته ولاړی  د کلي د نرۍ ولې سره به یې چي بازي کولي او هغه وخت به یې یو پربل اوبه پاشلي یا به هلته په ټالو کي زنګېدل .
بیابه یې د فکر نیلی دغه د غټوالي ملاقاتو ته راغلی دغه وخت که دوی په یو څه سره پوه سوي ؤ خو بیا هغه د پخوا په شان بي قیده نه سول سره یو ځای کیدای، یواځي به کله دمکتب (سکول ) پرلار یوبل ته انتظار وو کله به بیا د لیک له لاري د یو بل په حال خبریدل چي دزقوم خان د بزګر کوچني زوی به یې رویباري کوله او دیوه بل لیک به یې ورساوه .
نن ماپښین بیا دا په دغه فکر کي وه، هغه ځای ته به یې ډیر کتل پر کوم ځای چي محبت خان څو شپي مخکي یوه شپه ناست وو هغه شپه ځکه دې ته تر ډیروشپوښه وه  ولې چي د محبت خان د ورکېدو سه بعد لومړی وصال د دوی د واړو پدغه شپه سره وسو اوبیا به یې هغه ګړۍ او صحنه سترګو ته راتلل  کله چي محبت د شپي په اخیر کي رخصت اخلي او ولاړسي دا لا د فکرو پدغه ټال کي ځنګېده چي د دې دخوني دروازه را خلاصه سوه، غوټۍ بي اختیاره داسي ورته ووایی : وی! ښه سو چي بیرته راغلې ماچي ویل ولاړې !
جميلې په کټ کټ پر وخندل او داسي ورته وویل : ولې د خوبه خو نه یې زه خو اوس راغلم ،
غوټۍ پوه سوه چي هسي مي ناپامه دا وویل، نه پوهېده چي خبره څنګه واړوي ، دا چورت هم ور سره وو  چي جمیله نن څنګه تر خپل وخت د مخه راغله خو داچي نن تر نورکله خوشحاله ښکارېده او د مسخرو لړۍ یې نه شکېدل او د مخ څیره یې تر هري ورځي روښانه وه  نو دې به هم خوشحالي ورسره وکړه خو دا چي دا به نن ولې او په څه شي خوشحاله وي پدي نه پوهېده .
دا چي د جمیلې د مسخرو  لړي نه شکېده او په دغه دوران کي به د دې د لاسو ګوتي هم کلکي وپیچلي، نو غوټۍ یو څه شکمنه سوله چي یو څه یې اورېدلي دي، نوره یې د زړه خوشحالي ورته زیاتېده که څه هم دې اوس د ځینو خبرو ځواب ورکاوه خو دا تلوسه یې وار  په وار  زیاتېده چي په اصل حقیقت ژر خبره سي، جمیلې هم قصدي نه غوښتله چي دستي دې اصلي خبري ته راسي، تر څویو څه یې د ساعته وزوروي .
غوټۍ هم خپل پوره کوښښ کاوه تر څو د زړه غِوټه یې ورخلاصه کړي، او د خبري مطلب ځان ته حاصل کړي، که څه هم له اندازه د ښې خبري او د ښه شي د زیري معنی ځیني معلومېده خو بیا هم پدې د غوټۍ تسلي نه کېده، بس یواځینی شی چي دې ته ورپاته وو هغه په خوابدي ولاړېدل وو، ترڅو د جمیلې دا مسخري پای ته ورسیږي او د زړه خبره په خوله وکړي .
پر غوټۍ هم اوس دا  اثر د خوابدی ښکاره سوپه ناراض ډول له خپل ځایه ولاړه سوه چي اوس به تر دروازې وتل جمیلې خپل ټول انداز  بدل کړ ی په تلوار یې لاس په غاړه کي ور واچاوه ، او په دا بل لاس یې د دې لاس په مینه  کلک وپیچي  چي دایې نوره دې ته مجبوره کړه چي بیرته خپل ځای ته را وګرزي ، غوټۍ هم ډیر مقاومت ونکړ دا پوه سوه چي دا اخیري غشي کار وکړاو د نښي منځ یې وویشت ، خویو دوې خبرې لا د ګیلې په ډول داسي ورته وکړې  هو خورې ته خو نو څوک دې ته اړ باسې  چي یا جنګ درسره وکړي یا مخ در څخه واړوي ، په سمه خونو سمه خبره نکوې  .
جمیلې نوره خبره نکړه ورسره غبرګه مګر یواځي به یې د غوټۍ هري خبري ته یوه د ناز داسي مسکا کوله چي ګویازه در ملامته یم او د کښیناستو سره به د زړه غوټه درته خلاصه کړم ، کله چي پر خپل ځای دا کښینوله ، بې له دې چي د زیري ورکولو معامله ورسره خلاصه کړي یاکوم  زیری پرکښېږدي د محبت خان درا ایله کېدو مبارکي یې ورکړه ، ورسره یې یو لیک هم دې ته ورکړ ی ، پرکوم چي د محبت د لاس لیکلو او لیک نښان ښکاره وو ، او دا لیک محبت خان و نعمت ته نن سپارلی وو او نعمت د خپلي خور جمیلې په ذریعه دا دې ترغوټۍ پورې را ورساوه .
غوټۍ پدې خبره سره ډیره وغوړېده د یوساعت لپاره هرڅه غمونه ورڅخه هیر سول په هر څه کي به دې ته د محبت خان تصویر (انځور) ښکاریدی .

(درېیم څپرکی :دمحبت خان درایله کیدوخبر)
د دې زیري اوخبر لپاره دې دا دوولس شپي او ورځي په انتظارلکه دوولس کاله داسي تیرې کړي وې، هره لحظه ورباندې په شمار تیره سوه، دغه د چورتو او انتظار په دوران کي به یې فکرکله محبت خان ته ولاړی چي هو ده خو نور جرم او ګنانه لرل یواځي ګنایې زماسره مینه کول وو ، اوکله به دا ټولي خبري ورباندي خوب سوي .
یوه شپه یې خوب لیدی چي دا د محبت خان په تلاش د بندیخانې (جیل) وتوري دروازې ته ولاړه وي هغه دروازه وان پولیس د څه خبرو وروسته دا د ننه ورپریږدي د لسي یاشلي طمعه هم ځیني ونکړي شاید ښه سړی به پر ولاړ وو ، کله به پدغه خوب کي د محبت خان سره ملاقات وسو اوکله به بیاخوب نور څه په ولیدل  .
خونن دا دې هغه وخت راورسیدی چي پرغوټۍ د محبت خان د را ایله کیدو زیری وسو اود ده پلاس لیکل سوی تازه لیک یې مخ ته پروت دی، جمیلې هم دغه ګړۍ د دې ښه ننداره په ډیره خاموشي وکړه، خو دغه خاموشي هغه وخت ماته سوه کله چي د دوی کوچنی رویبار څه باندي یولس (۱۱) کلن جانو په ډیره بیړه په خونه داسي ور داخیل سو لکه هواچي را اخیستی وي او په خونه کي یو دوه لوښي هم چپه کړه، لکه چي شاعر وایي           رانه ادب د محفل هیر سو ساقي عفوه غواړم
له ډیري بیړې وارخطاپه سر د جام وختم          (نصرالله ،حافظ)
غوټۍ ته د جانو داسي راتګ هم نابلده (ناولده) ښکاره سو ولې چي دی بې له اجازې خوني ته هر کله نه ورتلی او  بیا داسي په بیړه، خوخیر ده هم خپله رویباري سر ته رسول، او نن به شاید داسي زيری را اخيستی وو چي جامونه یې چپه کول  او بې له دې چي ځنډ دې وکړي دجیبه یې دوه لیکونه راوکښل او غوټۍ ته یې په نزاکت وسپارل او د څه ویلو وروسته دی د خپل کار په لور رخصت کیدی چي غوټۍ یوه خبره دا ورته وکړه هلته به زموږ چایې پخي وي هغه درسره راوړه .
د جانو راوړي لیکونه د محبت خان د همزولي او انډیوال یوسف خان له طرفه دي .
لومړی لیک یې داسي پیل کیږي ،د دعا او سلام ، وروسته ښه ژوند درته غواړم ، نه پوهیږم چي نوري خبري له کومه ځایه اوپه کومو ادبي او درنو الفاظو را پیل کړم ما هم د محبت خان د انډیوال په نوم اوستاسي د دریدلي او غمجن داستان او لیونۍ میني په خاطر تر خپله وسه درسره غمرازي وکړه اوهم مي تر یوه ځایه ستاسي ددوو ترمنځ د رویباري شرافت ترلاسه کړی ،دغه څو ورځې چي ستاکوم لیک ماته رسیدلی دی هغه مي په ډیره امانت داري سره تر محبت خان پوري رسولی دی او د ده لیک مي ترتاپورې را رسولی دی .
خبره را څخه اوږده نسي ، اصلي مطلب مي دا وو چي زه تر یوه حده خبر وم چي نن به که خدای (ج) کول محبت خان کلي ته را ورسیږي خوسل په سله کي مي باور هم نه وو ، نو مي ځکه وړاندې یا مخکې تاته خبر نسو درکولای، نو بخښنه در څخه په دغه کار غواړم ما نه غوښتل چي بې وخته دا خبر درکړم او ستا د لیونۍ میني د اور سرې سکروټې هسي تازه کړم، دا دي اوس چي خبره یقیني سوله او محبت خان زموږ په بدرګه خپل کلي اوکور ته را ورسیدی،
زه فکر کوم چي نن به زموږ دکلي مرغان او حیوانان هم د ده په راتګ خبر او خوشحاله وي . . . فقط وسلام یوسف خان د محبت خان انډیوال  .
غوټۍ چي دا لیک وایي پر تن یې د میني لمبي نوري تازه کیدلې سترګي له اوښکو ډکي سوي د خپل غمجن داستان هره کیسه یې مخ ته تیره سوه . د محبت خان د ژر لیدو  تلوسې یې په زړه کي تازه اور بلاوه، د لیک دا اخیري جملې (چي نن به زموږ دکلي مرغان اوحیوانان د ده په راتګ  خبر او خوشحاله وي ) چي کله غوټۍ ویلي نو دغه وخت ماپښین قضاپه دا څو شپو کي د دې سیمې د اتل ګوډسپي ږغ یاغپا لومړی ځل دې واوریده، دا پوه سوه چي د یوسف خان دا خبره ریښتیاسوه، چي نن به زموږ دکلي مرغان اوحیوانان لا خبر او خوشحاله وي ، دغه دي د دې سیمي قهرمان، اتل او وفادار ګوډ سپی هم لکه چي د محبت خان په راتګ سره خبر سویدی او غواړي چي د خپل مسافر انډیوال سلام ته ورسي .
او دلته د غپلو به یې شاید یو مطلب داوي چي پرما دی هم د محبت د راتلو زیری کوي، نه پوهیده چي دی څنګه ژرخبر سو، دی خو ماښام د هدیرې څخه دلته راتلی شپه به یې تر  ډیره خاموشه دلته تیرول خو نن سم مازدیګر لا نه دي چي ګوډ سپی دلته غاپي له توانه یې ووتل ورپسي را ووتل د باغچي دروازه یې خلاصه کړه، ریښتیا هم دی هغي خواته روان وو تر ډیره یې پسي وکتل اوبیرته خونې ته راغله ، پدغه دوران کي جمیلې د کوم کتاب مطامعه کول د دې سره یې څه غرض نه کاوه ، جانو هم چای راوړې غوټۍ دا ورته وویل ته وګوره په کوڅه کي چي ګوډ سپی چیري ولاړی جانو ته یې دتګ لوری ور وښووي،
«ګوډسپی ځکه پر هر چاګران وو چي یوار یې دا سیمه د یو ظالم پړانګ له شره خلاصه کړه په جګړه کي د خړسپي غوږ او ځیګر پرې سو کمر سپي خپل ژوند له لاسه ورکړی د تورخولي سپي یا دغه ګوډسپي د څونورو  زخموسره د شا پښه سخته زخمي سوه، او بل وار چي کله یوه شپه د محبت خان سره  تر دغه باغچي پورې راغلی وو او په کوڅه کي خپله چوکیداري کوله خو د سیمې یو بدمعاش منګل ځوان چي غلاکړي غواپر دغه کوڅه راوستل ده هم بې له دې چي کوم بل تور پر ثابت کړي یواځي د دغه غوادغلاکیدو په تورمنګل ځوان په سزا ورساوه او داسیمه یې د هغه د شره خلاصه کړه ،نوځکه ده د اتل یاقهرمان لقب ګټلی وو.»
جمیلې د چای خوړلو وروسته د خپل کور پخوارخصت واخیست، د کور په حویلی کي لا د غوټۍ د مورسره یو څه تکیه سوه  د هغې سره یو څه پټي خبري هم وکړې  خواخیر هغي ورته وویل لورې تاته دي خدای (ج) خیر درکړي چي یوار ورته راسې لږ یې فکر وربدل کړي کني اوس به چور لیونۍ وای، زموږ په خبرو خو یې هیڅ تسلي اوصبر نه کیږي، پدغه حال کي د کور یوې مزدورې هغه غوټه را ورسول د کومي چي د غوټۍ مور هغي ته ایشاره کړي وه او جمیلې ته داسي وویل :ها زویه ! پداغوټه کي یو څه وچ توت دي دا به درسره یوسې ته خو پر ما ډیره ګرانه یې یو څه سپین کورت مي هم درته ایښي دي هغه به بیا بله ورځ درکړم .
دا چي ته د غوټۍ سره غم شریکه یې اوهر کله یې فکر درسره وي دا خو مي نو نه هیریږي، جمیله پوه سوه چي پدې خبره کي نور دې ته د نه منلو یا انکار هڅه بي فایدې ده، او د وچوتوتو غوټه په لاس کي ځیني راونیوه اوپه یوه نرمه خنداسره یې د دې د دغه ستاینو او ښوخبرو  ځواب پدې الفاظو ورکړ: یا  ترورې غوټۍ خو پر ما ډیر حق لري دا خومې همزولي او د سبق ملګرې ده بیا خو نو موږ هم سره خپلوان یو، ولې به یې خیال نه ساتم ستایې کور ودان چي زما  راتګ دومره ښه درته معلومیږي زمادې ډیر صفت وکړی ، بس اوس ترورې زما یې د خدای په امان  .
«جمیله چي د حویلي  دروازې ته رسیده د غوټۍ مور ورپسي ږغ کړه زویه ته یوار ودریږه، یوه خبره مې لادرته کول، جمیله هم راوګرزیده، د غوټۍ مور ته یې په ادب وکتل تر څوهغه خبره ورځیني واوري دکومي لپاره چي داراوګرزول ؟
هغې وویل : هو لورې مورته دې مي سلام وایه  او دابه ورته ووایې چي هغه ستا د یوې چرګي او دوه درځنه هګیو پیسې مي داسي په سپڼسی تړلي  سلامتي درله ایښي دي، ورته وایه ته نه وې راغلې مانه در  استولي، ماویل ښه دي چي دا یوار پخپله راسي، یوارې به خوله سره پري کړو، زه هم داسي دیغ وم، ورته وایه غاړې دي بندې چي هر وخت دي لاس خلاص سو چي نه به راځي بس دغه به ورته ووایې  په مخه دې ښه .
جمیلې هم د کور پخوا قدمونه پداسي حال کي اخیستل چي په لاس کي د وچو توتو غوټه وه او په فکر اوزړه کي د غوټۍ او محبت خان د لیونۍ میني  د داستان زړه دردونکي کیسې، نه پوهیده چي پای به یې څنګه وي ، کورته په رانژدې کیدو وه چي خپل ورور نعمت ولیدله او هغه هم ګامونه ورته را چټک کړه تر څو د خور څخه د حال او احوال پوښتنه وکړ ي، او دا چي څنګه زېری دی پر وکړ ي، خو د ده پر رارسیدو جمیلې د خبري وار پر د مخه کړی، آ ښه! لکه چي د محبت دوی کره بیاتللی وې ؟
نعمت لا ځواب نه ؤ ورکړی چي جمیلې په تلوار بله پوښتنه ځیني وکړه . پر لارې دې ګوډ سپی ونه لیدی ؟
دې پوښتني که څه هم نعمت حیران کړ خو دې ته یې داسي وویل : هو یوار بیا هلته ورغلم د محبت خان دوی کره، ماویل ښه دي که د یو کار ضرورت ؤ کومک به ورکوې بیاځیني هلکوان او یوسف خان هم هلته وو ما ویل موږ هم دا څو  ورځي په محبت خان پسي پردیس وو لږ ساعت به یې ووینو، دا خبري پر جمیلې لږ وغمېدې ولې چي دې د ګوډ سپي پوښتنه ځواب کېدل غوښتل، خونعمت هم ژر  د دې په طبیعت پوه سو، او ویې ویل : هو ګوډ سپی ما ولید ی چي څه وخت مخکي هلته د دوی د کور ومخ ته راغلی،
موږ د ننه د کوټي مخ ته په حویلي کي ناست وو چي د ده د غپاږغ سو، دغه وخت د محبت خان د مخ بڼه داسې بدله سوه چي موږ ټول ورته حیران سو ، صرف یې یو هلک ته  د ننه کورته د تلو اشاره وکړه ، او د ګوډ سپي پر خوا روان سو موږ هم څوملګري  ورسره را ولاړ سو  یوسف یې پر څنګ را  روان ؤ ، خو دغه وخت محبت خان د هیچا سره خبري نکولې ، پر مخ یې بې اختیاره اوښکي را څڅیدلې « ریښتیا هم ده او ګوډ سپي خو دا څو ورځې نه ؤ سره لیدلي ، نعمت چي تر دغه ځایه خور جمیلې ته داکیسه کوله نو دوی هم د خپل کور حویلي ته راغلي وو ، ریښتیاهم دی خو  د محبت خان د سفر ملګری ؤ او د وصال په شپه به یې ګوډسپي چوکیداري کوله او بیابه هم د ده
په ملګر ۍ تر خپله ځایه رسیدی، ده د محبت خان په ملګرۍ کي هر خطر ته غاړه ایښې وه ، او د دغه غمجن داستان  یوه برخه ده هم جوړول ، نو اوس به ولې محبت خان د داسي ټینګ او وفاداره ملګري یاسپاهي د راتلو د پاره د باندې نه راوتی .
کله چي محبت خان د کوره ور وزي د کور مخ ته په خلاصه میدانه کي یوې څنډي ته دی هم داسي په انتظار ولاړ ؤ لکه چي د ده حېس د محبت خان د راوتلو خبر ورکړی وي ، شاید پریوتل به دا وخت بې ادبي ورته ښکاره کیده نو یې دغه څو لحظي په ولاړه انتظار کړی ؤ ، بل لور ته د کلي څو هلکوانو او خلکو همدغه ننداره کوله ، دغه وخت د محبت خان د نژدې ملګري یوسف خان هم سترګې په اوښکو لندې وې ، یو طرف ته که د خپل ملګري پر راتلونکي او اوسني ژوندباندې ارمان ورته دریدی ، بل طرف ته دا فکر کاوه چي ته وګوره دغه ګوډسپی خو خدای پاک حیوان پیداکړی دي څومره ژورحېس او  وفاداري لري ، څومره ښه ملګري پالي، د خپل ملګري یاخاوند څومره ښه تابعداري کوي ، ته موږ انسانانو ته و ګوره چي ډیری مو څه څه کارونه کوي ، د چاحق خوړل او د بل جایدادونه لاندې (قبضه )کول او په نه څه د بل ازارول  او حتی د بي ګنا انسانانو وژل خو بیخي هیڅ نه ورته معلومیږي، او حتی د حیواناتوبندي کول یا جنګول خو هیڅ  ګنا نه بولي، کاش چي ټولو انسانانو خو د خپل مالک او خالق هم پوره تابعداري کولای ! نو نن به ولې دغه عذابونه اوپریشانۍ دغسي ډیري وای ! ریښتیا هم اصل خبره د عمل او تابعداري ده چي سپی لا هم یو وخت داصحاب کهف ملګري کړي او د جنت لائق وګرزي اوکیسه یې په کلام الهي کي ذکر سي (اشاره د اصحاب کهف )کیسې ته ده، یوسف خان لا دغه چورتونه وهل، خو هلته ګوډ سپي ځان  د محبت خان مخ ته داسې رساوه چي لکۍ اوغوږونه یې په ناز ورته ښورول او د خپلي خوشحالي اظهار یې په کاوه او د خپل انډیوال یاخاوند احترام یې کاوه، خو لږ ساعت وروسته په دغه میدانه کي داسي راوګرزیدی چي د خپل جرئت اومیړاني مظاهره یې وکړه، شاید مطلب به یې دا ؤ که چیرې تاسي د کلي  د دغه ظالمانو ځواب نلری اویایې مخه نسی نیولای  بیا نو زه هم د یوه پړانګ او بدمعاش قاتل جوړیدلای سم او د هغه مخه نیولای سم ،
د کلي یوښه سپین ږیر ي تیموراکا هم دلته دغه ننداره ولیده دناخوښۍ هیڅ اظهاریې ونکړ ، ولي چي هغه پوهیدی چي د ښکار، د کور د ساتنې او د پسو د رمي لپاره د سپي ساتل پروا نلري ، خو  د هر حیوان ساتل د جنګولو لپاره کتاب نه خوښوي ،ګوډ سپي خو د دې سیمي او کلي لپاره هر وخت د یو ظالم سره زور ازمایي کړیده او د هغه مخه یې نیولي ده، د ا خو  یواځي موږ انسانان یو چي هر چیري د ظلم یاظالم ملګري کوو، او بیا ځانته د خیر طمعه لرو ، دا ننداره څه وخت وروسته پای ته ورسیده ، په سیمه کي لمر هر چیري خپلي زرینی وړانګي راټولولي او د رخصت په حال کي ؤ، د ختیځ لخوا د تورې تیارې او د یوې بلي شپې تناوونه هر لورته په غزیدو ؤ، د کال یوه بله ورځ پای ته رسیده او  شپه په راتلو وه، مرغان هم خپلو ځالو او ځایو ته د رسیدو په حال کي وو، کرار کرار د اسمان پر مخ ستورو خپل امیلونه یاکتارونه جوړول ، میاشت تازه د څوشپو وه دومره رڼایې نه کول څه وخت بعد به دې هم د لویدیځ په لور ځان پټاوه ، او نن شپه به بیا د اسمان پر مخ غټ ستوري ښه ځلیږي بس قدرت هر چاته خپله برخه ورکړیده ښه تقسیم یې کړیدی، د ځینو شیانو لپاره یې وخت او وار هم ټاکلی دی اوس د ورځي وار په تیریدو دی او د شپي وخت او وار  رارسیدی، چي پر سیمه خپلې تورې کږدۍ ودروي  او د مځکي پر یوه غټه برخه باندي د خدای (ج) پر مخلوق پرده واچوي او په ډیره نرمي سره یې د خوب او ارام وغیږ ته وسپاري  »
یوسف خان هم ډیر کوښښ وکړی چي محبت خان پدې قانع کړي چي نن کرار خپل کور ارام وکړه، مګر محبت خان د خپلي خبري څخه نه اوړ ي  او وایي چي نن شپه به لږ ناوخته زه یو نیم ګړۍ دیدن کوم، خو یوسف خان ورته وویل داسي مه کوه هسي نه چي یو خطر  پیښ نسي، مګر محبت وویل زه اوس خطرنه پیژنم او نه مي خطر پخوا پیژندی، یوسف خان سر وښوراوه  چي ته اوس دا  لیونی پوه کوه، که څه هم دی پوهیدی چي دغه د غوټۍ د خاصي کوټي او باغچي لار څه په امن ده، ولې چي د هر چا تګ اوراتګ پر دغه لار نه  وي او دا یې په یاد وو چي هغه څه کم یوه میاشت مخکي چي محبت خان د ګوډ سپي په بدرګه دغه ځای ته راغلی ؤ په کومه شپه چي ګوډسپي د منګل ځوان سره خپل حساب خلاص کړی، او راغلا کړي غوا بیرته خپل خاوند بوتله، نو د هغه شپي را پدیخوا  ځیني خلکو دا ګمان کاوه چي ګوډ سپی به دلته چوکیداري لري  او زړور  پردې لار  نسو راتلای، اخیر  ده هم د نه زړه هو ورسره وکړه چي نه پاتیږي  زه به دې هم د لارې ملګری سم، د ماښام ډوډۍ وخوړل سوه د ماخستن لمونځونه هم وسول، خلک د څه ناڅه بنډار کولو وروسته خپلو ځایو ته ولاړل، په کلي او سیمه کي ښه ارامي او سکوت خور س، مګر دلته د محبت خان او یوسف پر زړه یوه نامعلومه ناکرار ي روانه ده چي ارام ته یې نه پریږدي او هلته غوټۍ هم د انتظار شيبې  شمارلې دا خو ماپښین قضا  لا خبره سوه چي محبت په یوه لیک کي دغسي ورته لیکلي ؤ نو ځکه ساعت په ساعت د دې ناکراري زیاتیدله نه پو هیده چي نن شپه به تقدیر د دوی په هکله څه لیکلي وي، غوټۍ د خپلي خونې هغه دروازه چي د کور و خواته ده ماخستن لا وتړل اود باغچي خواته دروازه یې خلاصه کړه، کله کله د باغچي دروازې ته هم ورسي،  شی خو ښه نه معلومیږي خوداغوږ ونسي تر څو که محبت را روان وي نو د پښو سکاسه به یې واوري، خو دا  انتظار او هره لمحه پر دې باندې په زحمت تیریدله .
هلته محبت د یوسف په بدرګه د پلان سره سم له کوره راووتي، چي سم د لاسه یې ګوډ سپي هم ملګري وکړه ولې چي هغه خو هم د مازدیګر سه لادلې ؤ او دکور مخ ته په میدانه کي خپل سنګر تود ساتلی ؤ اوس چي په تیاره شپه کي محبت او یوسف ولیدل نو دی پوه سو چي اوس لکه چي د محبت خان د کار وخت دی، او بې له دې چي څوک دې ورته ووایي ده هم خپلي دندي (کار) ته تغیر ورکړ، او د دوی دواړو د مخه یې زړه ور ګامونه ایښوول او دا احساس یې نه کاوه چي څوک دې مخامخ پرده راسي ولې چي دا هر څه ده په اثبات رسولي وو.

(څلورم څپرکی :په کلی کي بیااوربل سو)
مګر یوسف لا چاقو په جوب کي او لرګی په لاس کي درلودی، هره خوا د انساني ژوند سکوت او خاموشي وه، خو په ونو (درختو) کي ځینو ناستو مرغانو لا ځاي ځاي د ارمان ترانې ویلي او  ځای ځای د یو سپي د غپا ږغ هم پورته کیدي خو ګوډ سپی د بې ځایه شور او نارو عادت نه درلودی ،د دوی سفر د څه وخت وروسته اوس انتها ته رسیږي محبت خان پر څوګامه د باغچي و دروازې ته په رسیدو  ؤ او د غوټۍ د خونې لخوا یو څه نیم خامه رڼا د باغچي پر دروازه برابره د دې غمازي کوي، چي داهم د محبت انتظار باسي اوکوم خطر نسته، یوسف یو څه شاته د دیوال تر څنګ ودریدی، هلته د باغچي دروازه خلاصه سوه داسي معلومیده لکه غوټۍ چي ورخلاصه کړي وي د ننه په باغچه کي دوی دواړو  د څیراغ په نیم خامه رڼا کي سره ولیدل  خولابه یې څه نه ؤ  سره ویلي چي قدرت بیا د تقدیر ورقه واړول، دوی ټول حیران سو، چي اوس به څه کوو، د محبت به خوښه وه یانه خویوسف وباغچي ته ور  د ننه سو او د بیرته تګ اسرار یې کاوه محبت هم مجبوره سو او غوټۍ ته یې داسي وویل چي زه اوس ولاړم، که څه هم د غوټۍ به د ده پر تګ زړه نه کیدی خوبله لاره نه وه پاته ،
«د اور لمبي وار په وار پورته کیدي او د دود لوخړي د اور په رڼاکي معلومیدي چي هواته ولونه ولونه پورته کیږي شاوخوا په کلي کي د خلکو ږغ ورسره په زوره کیدی خو محبت، یوسف اودریم ملګری  (ګوډسپی )یې تر ځایه په خیر او خیرت بیرته را ورسیدل،  د اور د پورته کیدو سره یو څه ټکان هم وسول خو د کلي خلک یې ډیر وارخطاکړي وو،  د تیمور اکا  د کور  تر مخ یو څه نفر سره یو ځای سول تیمور اکا خو لا د مخه د خطر نښي لیدلي وې او دا احساس یې کاوه چي په کلي کي به یو ځل بیا  د اور لمبي پورته کیږي او اوس خویې دا دي دغه لمبي په سترګو ولیدلې، ده څو شپي وړاندې لا پخپله کوټه کي د ملاصاحب په مخ کي  غلام جان ته وویل چي ستا د خبرو څخه د بدۍ بوی ولاړیږ ي د پردیو خلکو په خوله مه کوه بیا به دا کلی د جنګ په لمبوکی وسوځي، مګر غلام جان دا لوبه د ځان لپاره خیر ګڼل او دا یې ویل چي ما یو څه وسله او تیل برابر کړي دي تاسي به یې ووینی چي کږي خولې څنګه په سوک سمیږي، دا خبر ي نوري په جرګو نه خلاصیږي او نه دا ظالمان په خبرو پوهیږي دا یواځي او یواځي په زور پوهیږي، دا ظالمان او د بل د وینو تږ ي په سمه لار  ته نه راځي ،«شاوخوا پنځه ویشت شپي مخکي چي غلام جان دغه خبر ي د تیمور اکا په کوټه کي وکړې ډیروخلکو باک نه په وکړی یواځي د تیمور اکا  اندیښنه وه چي علاج به یې څنګه کیږي.
د بل سوي اور لمبي لا ښې په غرغنډو  وې تر ډیره ځایه رڼا تله او  د تور دود لوخړ ي هوا ته پورته کیدې، ځیني ناپوه ځوانانو ته به یې خوند ور کاوه، مګر بعضي مشرانو د دې کار پایله یا نتیجه بده بلل، د تیمور اکا د کور  تر  مخ یو ي خواته ځوانانو په ګړز خندا کوله خوبلي خواته بیا څو د پاخه عمر کسان څه خاموشه غوندې معلومیدل او دا انتظار یې ؤ چي که تیمور اکا را ووزي او مجلس ورڅخه واوري، لږ ګړۍ وروسته ده هم غاړي تازه کړی چي ورسره ځوانانو خندا بس کړه، څه ساعت خاموشي وه تیمور اکا هم په رارسیدو سره سلام ووایه د سلام ځواب یې حاضرو خلکو ورکړ، د کلي دوکاندار  چي د ده د خبرو ډیر وږی یاتږی ؤ خپل پټویې پرنسبتًا یو څه  لوړ ځای ورته هوار کړ ی تر څو دی ورباندې کښیني، خو ده ژر ده کښیناستو فکر نه کاوه، شاوخوا ولاړ خلک یې د دغه بل سوي اور او څو راوړل سوو څیراغانو په رڼاکي تر نظر ویستل ، وروسته د کلي ملا صاحب ته په غوږ کي یوڅه وویل، هغه هم ورته سر  وښوراوه او  ده ته یې په ځواب کي وویل حاجي صاحب واقعًا چي ته په کار پوهیږ ي او پوره د تجریبي پوهه رب تعالی درکړیده، تاچي کوم خطر محسوساوه د هغه اور لمبي دغه دي موږ په سترګو وینو، پایند اکا هم نژدې ولاړ  ؤ  د چا چي څوشپي مخکي  منګل ځوان غوا غلاکړه او د هغه څخه د خلاصیدو وروسته پولیسو د سخوندر سره د تحقیق لپاره بوتله خو بیاوروسته تیمور اکاورته راخلاصه کړه دا انتظاریې کاوه چي تیموراکا به اوس څه مجلس وکړ ي، اخیر د ده هم د توانه ووتل او پر ږغ یې کړه تیمور لالا ته ولې څه نه وایې موږ خوټول وتاته ګورو، چي یوڅه به ووایې ستا لا دغه د خانۍ اوملکۍ په خبرو سرخلاصیږي، تیمور اکا د لاس لکړه دوه وار د مځکې سره ووهل او خپلي خبري داسي شروع کړې، زه خوهم د خپله کوره را ووتم لکه تاسي چي د خپلوکورو څخه راغلي یاست، بیا نو زه خو نه خان یم نه ملک یم هسي چي تاسي د دغه ځینو مشرانو څخه نا امیده سواست په ما پوري مو لاسونه ټینګ کړي دي، ستاسي چي ګټه وي هلته مو په خوله کوی او که چیري مو  یو څه ښکاره تاوان ؤ  بیا نو زه مشر نه یم، ولاړو خلکو او پایند اکا  دا خبره محسوسه کړه چي ریښتیاهم، دی هلته زموږ په کار وي کله چي زموږ  وزه ورکه و ي او کار  مو په بند و ي .
تیمور اکا وویل : دا مجلس څو شپي مخکي هم ما درته وکړی خو چامي خبره پر غوږنه ونیول، یوه ویل زمایې په څه او دا بل ویل د ده یې په څه، اوس هم هغه خبره ده چي زمایې په څه دا اور به څو شپي بعد د کلي په هغه بل سر کي وي بیا به دکلي په منځ کي  بلیږي او موږ به وایو چي زمایې په څه، نور دغسي مجلسونه نه زه کوم او نه مي په وسه پوره دي .
ولاړ خلکو  ټولو  یو بل ته سره وکتل، چی دا خو حقیقت وایي موږ همدغسي یو، تیمور اکا د یوڅه نورو خبرو په پای کي وویل : زه بي ځایه ډیرې لنډي او اوږدي خبري نه درته کوم د کلي د ملا صاحب دې اجازه وي ،وایم ډیر به نه سره خطاباسو، د دې اور اصلي سر یا پیلته زموږ درا څرمه همسایه د پتاؤ د کلي د ملک خشنګ په لاس کي ده او بل علت یې دغه د ملک زقوم پردي میلمانه دي چي دی یې ساتي، که مو په اتفاق د دغه دوو خبرو علاج وکړی نو په امن به  سو، کنه بیا نو د نورو نا ولده (نابلده ) پیښو انتظار وکړی اوزموږ ځواب به داوي چي یو وایي زمایې په څه او بل به وایي زما یې په څه، نتیجه به یې دا وي چي دغه د ملک زقوم پردي میلمانه به په کورو راننوزي او موږ به یې ځواب نلرو ا و په دغه اور کي به یو په بل پسي سوځو، د تیمور اکا دې خبرو ته ځیني خلک حیران سول چي دا دی څه وایي، اور زموږ په کلي کي بل دی او دی وایي د پیلتي سر د پتاو  د کلي د ملک خشنګ  په لاس کي دی، دا بیخي ناولده (نابلده ) خبري نه دي ؟
ځینو ځوانانو بیا یو بل ته کرار سره وویل د حاجي صاحب هم لکه چي دماغ کار نکو ي ناحقه پر راګرزیدلي یو، د کلي دوکاندار تاج ګل لالا تر هر چا ډیر و دغو خبرو  ته حیران  ؤ، د غواخاوند پایند اکا هم ډیر وارخطا ؤ، نوري ځیني ورکي سو ې بې اختیاره یې داسي وویل : تیمور  لالا  ته وا هغه زما غوا خو به بیا حکومت نه راځیني بیایي ؟
( مشران خلک و خپل همزولي ته د کاکا پر ځای د(لالا) توری کاروي )
د پاینده اکا  پر  دې ساده خبره چاوچاومسل (نرمه خندا)
تیمور اکا  لا و دې خبرې ته ځواب نه ؤ ورکړی چي تاج ګل لالا هم خپله خبر را درسته کړه : تیمور اکا زماهم یوه خبره پر زړه راغله څوشپي د مخه زما پلار  یو  څه سپیلني راوړي ؤ یوڅه مي پر کلیوالو خرڅ کړه یو څه لاسته ته وا چي دغه مو ورته دودولای، ته وا دغه غله به نه وای ورسره ورک سوي، دوی وایي د سپیلنیو دودول پیرانان لا ورکوي غله به تردوی هم نه یي زورور یاسپین سترګي زه وایم دوی به هم ورسره ورک سي، د تاج ګل لالا پر دې ساده خبرو په ولاړو خلکو کي داسي خندا ګډه سوه چي چا د ډیري خنداڅخه پر تشو(اړخو) لاسونه نیولي وو چا پټوان خولې ته نیولي وو د هر چا څخه هغه تیر مجلس داسي  هیر کړ  لکه چي هيڅ پیښه چي نه یي سوي ، تیمور اکا  هم یو څه پر  وخندل .
«تاج ګل لالا  نه یوازي چي ساده سړی ؤ بلکه ښه خوی یې لا دا هم ؤ  چي چابه هر  څه پر  وخندل بد یې نه په وړل، یعني خوایې نه بدول »
تیمور اکا په هنر ځواب ورکړ: هو تاښه خبر ه وکړه خو  اوس خبره تر  سپیلنیو  تیره ده، او پاینداکا  ته به دا ووایم چي نه نوره ستا غوا حکومت نه بیایي د هغي څخه یې تحقیق پوره کړی ؤ نور  تحقیق نه ځیني کوي، دا له دغه دعوي (کېسه ) څخه په عزت خلاصه (بري) سوه .
پایند اکا  کور  ودانی ورته ووایه خبره یې نوره داسي اوږده کړه تیمور لالا  ښه سو  چي خبر دې کړم زما  بیخي فکر کي بند  ؤ هغه بله ورځ لا  دا غریبه څه بد بویه وه، وایم د بیرې مې غوایي ته نه وروستل ماویل داسي نه چي د حکومت خلک را خبر  سي او تاوان را ورسوي، د دې خبر ي سره یوار  بیا خلکو  وخندل، تیمو ر اکا  بیا هم د نرمي خندا سره ورته وویل دغه دي اوس خو مي خبر کړي، او د مسخري په ډول یې ورته وویل چي بیانو یو چای  بر  شیدي هیر ې نکړ ې!
پایند اکا  ورته وویل : لالا  وایم پنځه چای بره شیدي دې ستابلا واخلي تا خو زه ډیر ګټلی یم، زه خو پر دې بیریدم چي هم دې غواپه دعوه ولاړه، او که صبا دغه د حکومت خلک راغله چي موږ یې خوشایه (ګوبر) هم غواړو بیا به مي څه کول، هغه ته خو د دوی هیڅ پام نسو کني زما خو د وسه نه ورسره کیدل، نو  ولې به تا په شیدو  نه نازوم، وایم یوه ګونۍ خوشایه (ګوبر) به یې لا هم در واستوم، تیمو راکا  میده میده ورباندې خندل اخیر یې ورته وویل : پایند لالا  هسي مې مسخري درسره کولي هیڅ شی یې نه غواړم شکر  دی زموږ  غواهم ښې شیدي کوي .
د مجلس پر  دې اخیري خبرو  د خلکو څه فکر بدل سو، په اخیر کي د  تیمو ر اکا زوی (مراد) وپلار ته داسي وکتل لکه چي د یوې خبري اجازه ځیني غواړي د ه هم اشاره ورته وکړه چي سمه ده، مراد وویل : ښه دي ډیر  کلیوال سره یوځای یو  که څوک نه یي خبر  هغه دې اوس خبر  سي  چي صبا  ماښام ته انور خان اکا د ټول کلي د ډوډۍ ست کړیدی، چي څوک بیا پاته نسي، خویوه کلیوال دا هم څه په ټینګه وویل چي پایند اکا  اوتاج ګل لالا  خوبه بیخي نه پاتیږي ، په اخیر کي تیمور اکا وویل ملاصاحب دې بخښنه کوي چي مجلس خو یواځي موږ وکړ ی ده هیڅ نه کي وویل، ملا صاحب په عالمانه انداز  وویل : نه  نه  تیمور اکا  ما پر  مجلس ډیر  خوند  واخیست داسي څه نه ؤ پاته چي زه څه پر ووایم، زه به اوس یوه د خیر دعا وکړم او  مجلس به په  دعا  سره ختم سي دا یې ما  برخه کي اخیستي .
ملا صاحب خپله دعا داسي پیل کړه د حمد او صلوة (ثنا او درود) وروسته خدایه پاکه ته د موږ څخه راضي سې ته مهربانه یې موږ وبخښې ته د موږ سره سره ټول انسانان او پیریانان جنت والا  او هدایت والا  جوړکړ ې، په ټوله دنیا کي د هدایت او امن هواګاني وچلوې، څوک چي زموږ دښمنان دي او موږ ته بد  نیت لري ته هدایت ورته وکړي که به یې هدایت په نصیب کي نه یي ته د نس خوږ ور واچوي چي موږ یې د  خوا  او خاطره ووزو  د دوی د ملګروسره . . . امین ثم امین، د دعاوروسته هرچا د خپل کور خوا ونیول او مجلس پای ته ورسیدی، هلته د بل سوي اور لمبې اوس څه کمزوري معلومیدې، د ور څرمه کورو  څه کلیوال او د زقوم خان دوو،  درو بزګرو یې اول د وژلو کوښښ وکړ ی خو هغه اور د دوی تر وس وتلی ؤ، د زقوم خان وسله وال میلمانه هم پدا شپو کي  څه سره ورک وو، څوکسه خو یې پدې ځیني وتښتیدل چي دوی د لنډک سره لار و انورخان ته نیولي وه، مګر هغه دوی چرس ډیر څکولي ؤ د انور خان پر ځای یې د لنډک پلار  یعني د زقوم خان ورور او د هغه خوریی چي په میلمستیا راغلی ؤ ووژل، نو دوی بیریدل چي داسي نه چي یا مو حکومت بوز ي او یالنډک ځوان یوه حمله را باندې وکړي نو  ځکه یې دا مېنه پریښوول .
یو څه نفر یې نور ووژل سول، جانک مسکین، ژړ غاښی او پتو ،خو هغه درا غلا کړ ي سړي پر سر مړه سول  منګل ځوان د پایند اکا  دغوا  د غلا کیدو  په شپه ګوډ سپي په سزا  ورساوه، او هغه دوه نور انډیوالان د ډب کلي د صاحب زاده صاحب زوی رنګین او د غوا د خاوند پایند اکا  وراره منو جان چي تازه په چرسو اخته سوی ؤ او په دغه شپه د غلو رابر (لارښوونکی ) ؤ بیا حکومتي خلکو  د غوا سره بوتلل .
پدا نژدې شپو کي د زقوم خان د نفرو هیڅ کار  نه سمیدی هرې غلا ته چي به تللي ؤ  مرګ ژوبله به د دوی په برخه وه ګوره چي پخپل منځ کي یې نیت سره بد ؤ او که د چا ازار وهلي وو کښتي یې پر مخ سمه نه تلل پاته نورکسان یې یوڅه لیر ي په غلا پسي تلل ولې چي دلته نژدې هسي هم بد نامه سوي وو  نو  ځکه د زقوم پر  کوټه دومره کسان نه وو چي دا  اور  یې ژر  وژلی وای، په لومړ ي  سر کي هغه ورڅرمه کلیوال هم نه ورتلل  ویل داسي نه چي یا اور پر موږ تاوان سي  یا  دغه کسان چي ټکان یې وکړل  یا یې دغه ځای ته اور  واچوی موږ  وولي، ولې چي د زقوم خان بد نیتي خو  بیخي ډیر  دي چي موږ  د زقوم په نفرو  خطا نکړ ي، وروسته چي د اور  لمبي پورته سوې او شاوخوا یې رڼا وکړه دا معلومه سوه چي هغه کسان اوس تللي دي نو ځیني نژدې کلیوال را ورسیدل، دوی هم هسي د زقوم د بیرې ورته راغلل چي داسي نه صبا په دوی پوري لاس و نیسي چي دا اور  تاسي ولګاوه  کنه نو ولې مو  نه مړ کاوه ، د دغه بیرې دغه څو کسان ورته راغلل کنه نو دوی خو ښه نیت نه ورته در لودی، ولې چي زقوم  داسي کار نه ؤ  کړی چي چا دې په ښه نامه یاد کړی وای، ډیرو  خلکو به د ده د بیرې مخامخ ښه تعظیم ورته کاوه  خو تر  شا (پسې شا) به یې بد  ور پسي ویل، څه یې کړي وای نور څه یې په  وسه نه کیدل، مګر  د ملک شاجهان اکا چي اوس مریض دی او تیمور اکا  بیا هر  وخت دعا ګویه ډیر  وو.شپه تیره سوه سهارترلمانځه وروست ،
د کلي امام خورا  زورور او د اخلاصه ډک نصیحت وکړ د تاج ګل لالا او پایند اکا  په څیر د سپین زړو(سپین زړګيو ) خلکو خو بیخي اوښکي نه دریدلي پر  پایند اکا  به یی داسې اثر وکړی چي په ژړا کي به یې سګلي (سلګۍ) ورسره شروع سوې، ځکه چي ملا صاحب ډیر  عالم او  پرهیزګاره د طمعي خلاص سړی ؤ  داسي نه ؤ چي کلیوال به بغل ګراوه ده چي ویل یو څه راکوي د چرسو یا تریاکو کښت او کرونده خویې بیخي نه خوښول ده به ویل زموږ په مذهب کي هر ضررمن او نشه ورکوونکی شی او د هغه استعمال (کارول) منع دي، داسي نه ؤ  چي ټول عمر  به یې یواځي د زکوة او خیرات خبرې کولې، چي خلکودې دا ګمان کړی وای چي بیا لکه چي مفلېسه (بي خرچي ) سویدی، او  نه یې یواځي د زکوة او خیرات خبرې زده وي بلکه د ټولني پر هر اړخ با علمه او با  عمله انسان ؤ، نو ځکه یې خبري پر خلکو  ښې لګیدې، د نن په خپل نصیحت کي یې پر  اخلاص اتفاق او ښو اخلاقو ډیر  تاکید وکړی، ده اشارتًا دا وویل چي زقوم خان باید لاري ته راسي او دغه پردي میلمانه ډیر ژر رخصت کړي  او  په ډیره کنائي سره یې دا خبره هم وکړه چي باید  د پتاو  د کلي ملک خشنګ زموږ  په کلي کي لاس ونه وهي، او نور  دې زموږ په اړه ناولي خوبونه نه ویني، که زموږ خلکو اتفاق وکړی بیابه دی هم په پرون پسي ارمان کوي !
او  په پای کي هغه خلک هم وغندل څوک چي بل خطا ایستلي وي پردو  ته وفاداره  وي او د بل په اشارو په خپل کلي کي بې ځایه اورونه بلوي (اشاره د برايي شپي اور لګیدوته وه )
دداهم وویل چي بایداول دیوظالم سره خبري وسي، که یي  نه ومنل بیادي یوبندوبست ورته وسي داسي نه چي اول یې کور ته اور  واچول سي، د دعا څخه وروسته کرار کرار، خلک د مسجد څخه را ووتل، چا وچا به د ملا  صاحب د خبرو  تعریف کاوه چي څنګه ښي خبري یې وکړې، خو د ځینو ځوانانو دا تلوسه وه چي ژر  د برایي ماښام  د پیښې ځای ته ځان ورسو ي چي دا څه پیښه وه يا  د تاج ګل لالا پر  دوکان په یوڅه ځان خبر  کړي، پدغه حال کي یو څو غټ هلکوان داسي پدېخوا را روان وو لکه دوی چي حال راوړی وي یوسف خان او نعمت هم پکښي وو د دوی په رارسیدو سره نژدې خلک پر راټول سوه تر څو یو څه ځیني واوري، ولاړوخلکو بیلې بیلې پوښتنې ځیني شروع کړ ې، خو  شاګل اکا  منت پر  وکړ ی ویل ټول مه ږغیږی یو ورته ګاییږی، تر  دا وروسته یو څه خاموشي سوه، یوسف وویل : هو  موږ  یو  څه وختي ورغلو ځای ځای لا دودان پورته کیدل، دلته بنګواکا هغه د زقوم خان بزګر هم ولاړ  ؤ دوی لکه چي شپه تر  ناوخته پورې پر وهلي وه بیا نو سره تللي وو یواځي بنګو اکا د څوهلکانو سره موږ  دلته ولیدی، د زقوم خان اکا ژرنده، هغه یوه کوټه، وچ اولانده بوټي داسي لولپه سوي وو وایم دا یې لاڅه کوې، پدغه حال کي یوسف څه ژړغونی غوندي سو، ځیني خلک وپوهیدل چي اوس لایوه غمجنه پیښه بله هم سته، د یوسف خان د زړه له درده یو څه سترګي په اوښکو لندي غوندې سوې، دغه ګړۍ پر ولاړو خلکو څه اوږد سو، خو یوسف خان خبري ته ځان جوړ کړی ؤ، وایم پر هغه پسو مي زړه ډیر درد وکړی چي دلته په اور کي سوځل سوي وو، وایم څنګه زحمتونه به ورباندې تیر  سوي وي چي پر  دوی باندي کیړ اور  اخیستی ؤ او په ژوندسوځل کیده .
د دې خبري په اوریدو  سره ولاړو  کسانو ډیر  تشویش وکړی، شاګل اکا لا دا هم وویل : هغه د ملا  صاحب خبره ده چي هسي د چا کور  يا بل ځای ته اور اچول ندي پکار هسي نه چي د هغه دکور ماشومان یا حیوانان ورکي ونه سوځل سي، یوسف وویل : هو  کاکا  ستا خبره ریښتیا ده بنګو اکا  وویل هسي موږ د  ټکانو په ږغ راویښ سو، وایم که لږ ساعت لانور تېر سوی وای بیا به یې نو د عیاله سره پدغه اور کي کباب کړی وای، هغه مشر زوی می هم پر کور نه ؤ ژرنده خو د هغه پر غاړه ده زه دورځي د مځکي د کاره ستړی راغلی وم  هسي د خدای (ج) فضل ؤ چي د ټکانو په ږغ راویښ سوم ما چي د کور ښځي او

(پنځم څپرکی :تاج ګل لالاڅه شی نیوليدي)
کوچنیان د شا تر دیواله اړول، اور بیا په غرغنډو ؤ، د پسو بغار ي مې په خپلو غوږو اوریدې چي د اور په لمبوکي سوځل کیده، خو خبره مې تر وس تیره وه، یو  دووه پسونه چي بل ځای تړلي وو پداسي حال کي مي  له موږي څخه راخلاص کړه چي پر نیمی وړیو یې اور بل وو، یوسف خان به لانور څه ویل چي شاګل اکا  یې داسې خبره پریکړه، دغه بوټي اولرګي هم د انور خان د باغ وو چي یوار  یې باغ ور وچ کړی وروسته زقوم خان د ملکیت دعوه په وکړه چي ناحقه شاهدان یې جاندو،او تورک وو، وایم دظلم پای خراب وي دغه دي چي کوم غازي پر پیښ سو چي هغه د بل د ونو(درختو) په بوټو کي ژرنده او غنم وروسول هسي مي پر هغه حیواناتو زړه وسوځیدی کني د ی د دې وړ دی چی خدای پاک پر ده اور بل کړي وای ښه سو، دا زما هیریږي چي ده ظالم د پردي باغ شني ونې وچي کړي بیایې دلته پرله کوړه (کوټه ) کړ ي .
پر  هغه جاندو او تورک  مي زړه درد  کاوه چي ناحقه شاهیدي به یې د ده پر ځای ادا کول، دوی ته یې هم هیڅ ورنکړه د دغه لرګیو کول (وعده ) یې ورسره کړي وه هغه هم هغه دي په اور وسوځیدل، وایم خدای پاک دې مو د بل د حقه اوازاره وساتي دغه یې پای دی، د شاګل اکا  دغه نصیحت اموزه خبري پای ته ورسیدي چي تاج ګل لالا د دوکان څخه موږک دان (تلکه ) راویستی  چي یو موږک په ځړیدی یو کلیوال مسخراچي ور باندې را ږغ کړه : تاج ګل لالا  تا هم لکه چي یو ظالم نیولی دی که څه ؟ تاج ګل لالا  خبره ور غبرګه کړه نه پوهیږم وروره چي غل دی که ظالم خو  زما  د پلیو اوګوړې بیخ یې را ویستی وایم دغه بلاوي په روږدي سوي دي  اخیر به مي د سرمایي څخه خلاص کړي،
سمندراکا داسي د مسخري پرډول ورته وویل : ولي هغه سپیلنی نه ورته دودوې، تاخوبرایي ویل چي باره دې کلیوال سپیلنی دودوي ګوندي دا غله ورسره ورک سي ته ولې و موږکانو ته سپیلنی نه دودوې چي دوی ورسره ورک سي ؟
د دې خبري سره ټولو کلیوالو ډیر کلک او په خوندوخندل، لږ وروسته تاج ګل لالا  وویل : سمندر لالا  تا ښه خبره وکړه وایم زه هم هر  ماښام دغه ښادمن ورته دودوم، وایم کله یې سهار هم ورته دودکړم مګر  دوی زوی مړي هیڅ فرق نه ورسره کوي سهار چي دوکان خلاص کړم هغه دوی وي هغه معامله !
بس ګونۍ او پارسلان یې غاري غاري کړي وي زما په خیال دغه زموږ د زماني موږکان لاسپین سترګي سول، دغه یو موږک دان لا کله کله یو دانه مانه ځیني ونیسي خو ډیر  نسي نیولا، د تاج ګل لالا پر ساده خبرو یوار بیا کلیوال په خنداسوه، سمندر اکا یوار  بیا  خبره ورغبرګه کړه تاج ګل لالا  سپیلنی به دې کمزوری وي چي دوی نسي ورکولای ؟
تاج ګل لالا  لږ ساه ونیول وروسته یې وویل :
څه ووایم چي سپیلنی به کمزوری وي او که دوی بلا وهلي بي شرمه دي چي نه ورکیږي، ته ودریږه چي بازار  ته د سودا لپاره ولاړ سم هلته به د دې خبري پوښتنه وکړم هلته تجربه ناک خلک سته، یو چا راته وویل هلته په بازار کي ډاکتران هم راوتلي دي وایي و خلکو ته د موږکانو ګولۍ ورکوي، سمندر اکا  بیاخبره ځیني ونیول، ښه تاج ګل لالا داګولۍ نو دا  انسانان یا دا خلک خوري که یې په موږکانو خوري، که یې موږکانو ته ورکوي نو موږکان خو هغه دي په غاروکي پټ دي، تاج ګل دې خبري نورهم حیران کړی او په ځواب کي وویل :
یاره سمندر لالا ته خو هم لکه د خبرو پر غار چي ناست یې و هر شي ته دې پام وي، ریښتیاهم دا خبره ماته سر چپه ښکاري چي دا ګولۍ دي که دوا چي دا نو دوی بیا و چاته ورکوي، شاید دا خبري بې ځایه وي وایم موږکان وګوره او ډاکتران بیا نو موږکان ته څنګه نیسي چي دا ګولۍ او شربت ورکړي دا هسي هوایي خبر ي را معلومي سوې زه لکه چي یو چا خطا ایستلی وم، ما خوتاسي ته دا خبره وکړه خو  تاسي یې بل ځای مه کوي بیا به خلک وایي چي تاج ګل لالا  هم خورا زورور  درواغ  وایي، وایم یوه خبره به لا درته وکړم بیانو زه لاس پریولم دلته د یو شي نوم مي اوریدلي ؤ خونه په پوهیدم چي دا به د څه کار لپاره وي مګر ورته حیران ډیر  وم دوی ویل دا په بازار  کي راوتلي دي بس سودامې ډیره ورکي بنده وه چي دا به څه شی وي، هغه نوم مي اوس هم سم ندی زده، بیا یې یوسف ته وویل، هلکه هغه څه شی نومیده چي ما یې پوښتنه در څخه وکړه ؟
یوسف وویل : انټر نیټ، تاج ګل وویل هم دغه ، دغه انټریټ دی که څه بلا  زمایې اوس هم نوم ښه نه زده کیږ ي
٫٫ تاواوریدل ٬٬ ماګمان کاوه چي دا به د خوراک شی وي یا به کتغ پر  پخیږي، خویوسف راته وویل : یه کاکا دا نه د خوراک شی دي نه کتغ پر پخیږي !
پدې کي خلک شیان ویني خبر ي کي کیږ ي داسي نورې بلاوي پکښي دي، وایم سمندر لال  ته باور  وکړه که به مي تر اوسه یازړه ته لویږي یا به په پوهیږم .
حاضر  خلک هغه د چا خبره د تاج ګل لالا  پر  ساده خبرو نژدې د خندامړه وو.
په اخر  کي سمندر  ښه په هنر  ورته وویل : ښه دي تاج ګل لالا  یو څه مجلس دې راته وکړی زموږ دې ښه ساعت راتیر کړی ته لاس پریوله هغه دوه درې هلکوان به سودا  غواړي، خدای (ج) دې خوشحاله کړه هسي انور خان اکا ډوډۍ کړیده دغه د موږکانو او غلو نکل به هلته ماښام بیا تازه کړو، اوس حاضر دمه د خدای په امان، د چا چي خندانه دریدل هغویو څه نور  هم وخندل، لمر  د غره سه را پورته سوی ؤ  هر څوک خپلو کورو ته ولاړل .
محبت خان چي برایي ماښام د اور  د بلیدو پر  وخت د غوټۍ د باغچي څخه ډک زړه را ګرځیدلی ؤ  تر  ډیره د دغه نیمګړي دیدن په باره کي فکرونه ووهل، خو تر  لاس وتلي ډبره وه هیڅ په لاس نه ورتله، یوار به یې په فکر کي دا ور وګرزیدل چي کاش دغه د اور واقعه نه وای پیښه سوي، یوڅه ساعت خو به مو  سره لیدلي وای یوڅه مجلس به موسره کړی وای، یو څو د ناز ګیلې به مو  هم سره کړي وای، خو وروسته به یې بیرته خپل ځان ملامت کړی، ښه ته نو کله په ګیلو پوهیدي خو  هسي په مازې خبره په ورځو  ورځو  ځیني خوابدی کېدې، نن به بیا په مازې خبره ورسره خوابدی سوی وای، خو تر دغه به دې لا طبیعت خراب وای، ځه بس په دغه کي به مې خیر ؤ .
تر  ناوخته یې دغه چورتونه وهل چي اخیر خوب د دغي غمجني دنیا څخه سترګي ورپټي کړي، یوسف خان نن دلته ورسره پاته سو ځای یې د ده تر څنګ هوار ؤ د هغه هم ډیره سوداکي بنده وه چي داسي نه د شپي بیا ولاړ نسي، خو  چي کله بیده سو، بیا نو هغه هم ارام ته زړه ښه کړی، محبت خان اوس ډیر ښه خوب ویني یو ډیر  ښه ځای  وي د نژدې غره لمن او شاوخواغونډۍ په شنو وښو  پوښلي وي رنګا رنګ ګلان یې ډیر  ښه ایسیږ ي دلته یو ښه باغ هم وي محبت خان د دې باغ په دروازه کي ولاړ وي او د غوټۍ انتظارکوي، په باغ کي د روانو اوبو او الوتونکو مرغانو اوازونه که څه هم ډیر  زړه وړونکي وو خو دده به ډیر فکر نه ورکي بندیدی، ده د خپل کار انتظار کاوه خولږ ساعت وروسته غوټۍ هم د یوې خوا راښکاره سوه په لیدو یې ډیر خوشحاله سو خو دی د شرمه کښته وګوري، او د باغ د ولي پر غاړه کښیني، داسي معلومیدی لکه د یوه نظر کتوسره چي یې خپل د مخامخ کتو ټول توان له لاسه ورکړی و ي د هغي د غټوسترګو کج باڼو ګانو ګلابي مخ او ښې ځوانۍ او لیونۍ میني سره یې دا ګړۍ لکه چي د سترګو جنګ نسوکولای او پدې جګړه کي ځان ورته تسلیم ښکاره سو، دا هم راغله او د ولې په دا بله غاړه ورته مخامخ کښیناستله، دی په اوبو کي د غوټۍ څیري یاعکس ته ګوري او دا مخامخ ده ته ګوري، دې ځان د مخامخ کتلو د جګړي یا مقابلي بریالۍ یافاتحه اوملاله بلله، نو ځکه ځان ورته غښتلی معلومیده .
محبت خان لا دغه خوب ویني چي دی د یوه ښایسته باغ د ويالي پر یوه غاړه اوغوټۍ یې پر دا بله غاړه ناسته ده، یو څه ساعت لا غوټۍ دغه مخامخ ننداره وکړه، مګر ده لا هغسي کښته کتل، اخیر د دې له توانه ووتل، او د ویالي اوبه یې ورباندي وپاشلي خوکله چي دې د دوهم ځل پاشلو کوښښ وکړه محبت خان یې لاس تکیه کړ او د مخامخ کتو توان یې به ځان کي پیدا سو، یو  څه ساعت یې څه مجلس او د ناز ګیلې سره وکړي اخیر د باغه راووتل د یو ې غنډۍ وسرته وختل هره خواښه شنه، اوپه وښو  پوښلي وه، ښه نظاره وه، یو  څه وخت لا  نور  تیر  سو که ګوري چي پدې خوب کي هغه د ده سپیني کوتري او ګوډسپی هم راسي دوی یې په لیدو  ډیر  خوشحاله سي، یو  ږغ بل هم پیدا سي محبت خان د ځایه ولاړ سي ښه ډیر  خلک وویني چي د دوی پر خوا  را روان  وي دی یې په لیدو ډیر حیران  سي نه پوهیږي چي دا خلک د کومي خوا را پیداسول او ولې پدې خوا داسې چټک را روان دي، غوټۍ هم دغه ننداره ورسره ویني خلک د دوی پر خوا وارپه وار نژدي کیدل خو محبت او غوټۍ یې په مطلب نه پوهیږي پر یوڅه  فاصله ودریدل، د خبرو  اجازه یې وغوښته محبت خان د خبرو اجازه ورکړه د  خلکو څخه یوه نفر په ډیر  ادب او  احترام خبرې شروع کړي د څو  خبرو  په اخیر کي یې ورته وویل : ته زموږ مشر او پاچا یې او دغه درسره بي بي زموږ شهزادګۍ ده « د راغلو خلکو وینا ته محبت خان او غوټۍ ډیر حیران ولاړ سي اخیره دا خلکو ته ووایي زه مو  پیژنم نه او  تاسي وایاست ته مو پاچا یې زه نه پوهیږم چي زه څنګه ستاسي پاچا یم هغو  ورته وویل : کله چي زموږ د وطن پاچا مړ سي نو موږ دریمه ورځ دې غنډۍ ته راسو چي هر څوک دلته ناست وي بس هغه زموږ پاچا سي او موږ یې د ځانه سره بوزو، اوس هم نن دریمه ده چي زموږ  مشر« پاچا» مړ دی نو نن راغلي یو چي ته
راسره ولاړ سي او زموږ پاچا سې دا خبري چي محبت خان واوریدي لا ډیر حیران سو پدا خوب کي دا  فکر کاوه چي شاید دا به ته خوب ویني، اخیر ده ورته وویل چي زه پاچاهي نسم کولای زه په لږ خبره خفه کیږم او په لږه خبره خوشحالیږم تاسي ولاړ سي داسي څوک پیدا کړی چي د ده په پاچهۍ کي د ورځې پنځوس پنځوس کسان وژل کیږي او د ده ګرسره هیڅ فکر نه په خراپیږي بلکي د خلکو وژل به د ځان ګټه بولي او د خپلې پاچاهۍ بقا  به یې بولي، زه د پاچهۍ نه یم، مګر راغلو

(شپږم څپرکی :محبت څنګه پاچاسي)
خلکو دا اسرار کاوه چي نه ته زموږ پاچا یې ځان به نه را څخه خلاصوې، او د خبرو  څخه یې داسي معلومیده چي که په رضا نه راسره ځي په زوره دې  بیایو، ګوډ سپی هم  د محبت تر څنګ داسي دوګامه ولاړ ؤ صرف یې قوماندي ته انتظار کاوه .
«اخیر دی خبره ورسره ومني او ورسره روان سي هلته په رسید  یو محل د ده د کور لپاره ټاکلی وي غوټۍ هلته ولاړه سي او تر څنګ یې بل محل وي چي پاچا  پکي کښیني، اوس هلته ډیر خلک راټول سوي وي څو  نفره د محبت خان پر سر  د پاچاهۍ خول (یوه خاصه خولۍ) ور په سر کړي اوټول حاضرین مبارکي ورته ووایي، یو څه عسکر یې سلامي وکړي، محبت خان نه پوهیږي چي دا خوب دی که حقیقت خو دی دا خوب ویني، اوس یو نفر چي دوی یې بیانګر(ویاند) بولي و پاچا محترم ته د ده کابینه یا وزیران ور معریفي کوي دا نو یوه داسي څونفریزه ډله علیده ناسته ده جګي خولۍ یې پر سر دي ملاوې ټینګي تړلي دي ته چي وا اشر ته ځي، محبت خان ته هم دا هر څه عجبه ښکاري، د وزارتو لپاره هم دوی خپله خلک ټاکلي دي، بیانګر اوس یو نفر راولاړوي او د پاچا څخه یې د  وزارت لپاره تا ئید غواړي، یو نفر یې د راولاړولو سره داسې معریفي کړی :
دا سړی په هیڅ نه پوهیږي او نه یې پخوا کومه سرمایه درلوده خو اوس خورا  معتبر شخصیت دی، دی به وي د پلو اوسړکانو د خرابولو وزیر،
پاچا صاحب وویل : دا څنګه وزیر دی چي یوار په هیڅ نه پوهیږي او بیا د پلو او سړکانو د نړیدو يا خراپيدو کار په لاس ورکوی دا عجبه نده ؟
زموږ په وطن کي خو د بیا روغونې يا د تعمیراتو وزارت ؤ چي دغه لارې او سړکونه به یې جوړول، دا تاسي بیا څنګه نوم پر ایښی دی ؟
بیانګر وویل : پاچا  صاحب محترم موږ  بيخي برابر او سم نوم پر ايښی دی ستاسي نوم نه دی برابر که ته فکر وکړي چي ستاسي د تعمیراتو یا بیا روغونې د وزير په دور کي به چيري جوړ سړک وي، بلکې نه به وي، نو دغه د لارو  د خرابولو د وزیر نوم ډیر ور ته په زړه پورې اوبرابر نوم نه دی؟ محبت خان ((یعني د خوب پاچا)) هم د قناعت لپاره سر وښوراوه او دا  وزیر یې د خپل وزارت لپار ومانه، بیانګر صاحب بیا بل نفر را ولاړ کړی او داسي معریفي کړی : دا تاج ګل لالا نو میږي پخوا یې د کلي دوکانداري کړيده ګوړه، پلي، ګلټان، وچه ډوډۍ دا هر څه ده رانیولي او خرڅ کړي دي نو د کار زیاته تجریبه لري دغه جناب (تاج ګل لالا) موږ د تجارت لپاره غوره کړی دی، باچا صاحب ښه په غور ورته وکتل چي دا خو هغه زموږ دکلي دوکاندار دی او دلته د تجارت وزیر جوړیږي دې سرچپه کیسي ته ډیر حیران تللی دی د لږ خاموشي وروسته یې تاج ګل لالا ته وویل دغه د تجارت وزارت دې خوښ دی  که نه ؟
تاج ګل لالا وویل : پاچا  صاحب که ستا امر چليږي نو زه خو په کلي کي لا په خرڅولو او رانیولو ستړی وم ګرده ورځ به دکلي کوچنیان راباندې را ټول وو او یوه به مي نه دوې کيدی، اوس که ستا خوښه وي د خزانې وزارت په لاس راکړه چي یو څه په لاس راسي پاچا هم د ناستو خلکو په خوښه دی د خزانې وزیر کړی ویل ښه دي پرده خوارکي هم ډيرې غریبي تیري سوي دي ګوندي ناره يې خدای (ج) واوري او یو څه په لاس ورسي یو بل وزیر يې څه دا رنګه ورته معريفي کړی :دغه نفر چي پلار یې پخوا د پسو په ګنج کي بزازي ( یعني دپسو د رانیولو او خرڅولو کار کاوه) کول  او اوس د مځکو او جایدادو خاوندان دي، او پخپله جناب« معريفي سوی وزیر» د قانون زده کړه کړيده او بیداره انسان دی، دغه جناب د سرکاري مځکو د غصب (قبضه)کولو د وزارت امیدوار بلل سوی دی، محبت خان (په خوب کي پاچا)پوښتنه وکړه دا بیا څنګه وزیر او  وزارت دي چي سرکاري مځکي به غصب (قبضه) کوي بیانګر صاحب (ویاند/ترجمان د شاهي محل) وویل : هو دغه جناب خو د قانون زده کړه ددې لپاره کړيده چي دی وکولای سي په ډیره اساني سره سرکاري جایدادونه پر خپل نامه راواړوي ځکه چي ده ته د قانون لاري معلومي دي، چاته چي قانون نه یې معلوم هغه خو دغه کار نسي کولای هغه به د تل لپاره د سړک پر غاړه پياز اوپټاټي خرڅوي !
پاچا صاحب ته خبره معقوله ښکاره سوه نور یې څه ونه ویل او دا ښاغلی وزیر یي ومانه (تائيدګړي) ،  بل نفر دپاچا مخ ته راولاړ کړل سو او داسي وروپيژندل سو: داکس بیا یو کليوال څوک دی خورا ښه تجريبه لري ډیر  وخت د حکومت سره په رابطه کي ؤ، خورا ښه خدمتونه یې دوخت د حکومت لپاره کړيدي ده ته اوس د حالاتو د خرابولو وزارت ورسپارل کيږي ولې چي دی د دې کار ښه تجريبه لري، پاچا (محبت خان) وار په وار و دې خپله پاچاهۍ او دغه وزیرانو او وزارتو ته حيرانيږي نه پوهيږي چي دا اوس دی خوب ويني اوکه دا خلک ليونيان سويدي .
هغه د شاهي محل بیانګر (ترجمان)  د پاچا په حیرانتیا پوه سو نو یې د دې وزارت ګټي يافایدې ورته بیان کړي، هو جناب والا د دې وزارت ګټي پدې کي دي چي کله کله په لوی لاس (قصدا)د ملک یوه برخه کي حالات خراب کړل سي، نو د هغه علاقي خلک بیا د حکومت څخه د ډیرو شیانو مطالبي نسي کولای، صرف دا غواړي چي ورځ يا شپه یې په خير تيره سي، او یواځي د ملک و سردارانو ته اساني او اسانتیاوې ورپاته وي او دوی ورکي د مزو او خوند ژوند وکړي، او بس ، نو دغه ښاغلی د دغه وزارت لپاره ښه موزون (برابر) شخصيت دی ځکه چي دی پدې رشته (مسلک) کي اوږده تجريبه لري او دجناب وزیر صاحب بیا پدغه وزارت کي دا ګټه ده چي کله یې په یوه علاقه کي حالات خراب کړه مثلا  د ده د روزل سوو خلکو په ذريعه بازارونه و سوځل سي يا بي ګنا خلک ووژل سي، نو بیا دی سيمې ته د خواخوږي او همدردي لپاره ورسي او د هغه خلکو سره د مرستې يا کومکو اعلان وکړي او څو نورې غټې خبرې هم وکړ ي، او پر راټول سوي خلک د ده د زنده باد زنده باد نارې وهي، او خورا ورڅخه خوشحاله سي، کله چي دغه خلکو ته مرستې ورليږل کيږي نو د جناب وزیر صاحب هم لاس ورکي خلاص وي او ډیره فایده یې ده ته هم ورسيږي، پاچا صاحب د خپلي مجبوري او کم اختیاري له وجي دې خبري ته هم د قناعت سر وښوراوه او دا وزیر هم د خپل وزارت لپاره په درنو چک چکو ومنل سو  اوس یو بل نفر د خبرو د وزارت لپاره را ولاړ سو، پاچا صاحب پوښتنه وکړه: دا وزارت د څه شي لپاره وي ؟   بیانګر وویل : جناب والا دا وزارت یواځي او یواځي د تشو خبرو لپاره وي او په عمل کي هیڅ هم نه وي .
پاچا وویل : که زه سم پوه سوی یم دا به خلک يا ؤ لس غولوي،  (خطاباسي )همداسي ده، بیانګر وویل : هو همداسي ده دنښي مينځ دې وويشتی، وروسته یو څو ښه شريفه کسان دنورو وزارتو لپاره وټاکل سوه یواځي دکورنیو چارو او دفاع وزارت پاته سو، دغه وخت محبت خان (په خوب کي پاچا) وویل :
ددې دواړو وزارتو لپاره زه یو څوک ټاکم اودادی زما ګوډ سپی، چي ډیر کمالات لري اول دا چي دی خائن ندی او نه خیانت خوښوي بل په خپله علاقه کي پردي پړانګان یامرداره خواره هم نه پريږدي او نه وپردیو ته وفاداري لري، د دې خوبیو په بیانولو سره یې هيچا هم مخالفت ونکړ او دا دوه وزارتونه ده ته وسپارل سوه، خو پاچا محبت خان دا فکر کوي چي زه څنګه پاچا سوم او دا څنګه خلک دي عجبه وزارتونه دي او عجبه وزیرانو ته وسپارل سوه، خدای پاک دې خیر ورپيښوي چي اخیر به یې څنګه وي بس دخوب کار دی او دی پدا خوب کي پاچا وي (محبت خان) خو دافکر ورسره وي چي دغه دپوځ مشر ته دې ديلي وای چي لږ یې دغه وزیران او وزارتونه ورسم کړه ځکه چي پوځیان او دپوځ مشر یې خورا ښه معلوميدي، بس پدا خوب کي داسي وي لکه یوه شپه چي تیره سي پدا سهار دملک خلکو خورا جشن جوړ کړی وي چي هو زموږ د ملک کابينه او وزیران خو په خیر وټاکل سوه اوس به  نو زموږ خلک او ملک ښه د ترقي او پر مختګ په لور روان سي دغه جشن ته پاچا صاحب (محبت خان) او دملک ټول وزیران راغلي وي، پدغه حال کي يو څوک پاچا صاحب ته ووايي په کلی کي چي نوم یې لوړ کلی دی هلته تيره شپه اور لګيدلی وو، ددې خبري سره محبت خان (په خوب کي پاچا) نارې کړي چي وې دا خو زموږ کلی دی په زوره زوره نارې وهي چي هلۍ هغه د دفاع وزير (ګوډسپی) څه سو پدغه نارو کي محبت خان د خوبه را ويښ سي او دغه نارې وهي چي هغه زما د دفاع وزير څه سو، لا خو د خوبه دی او د ځایه ولاړ سويدی او دکوټي ددروازې لور ته روان دی چي یوسف خان تر لاس ونيوی، او ورته ویل یې چيري وه ستا پاچهي چي د دفاع د وزير نارې وهې بیا څه درپيښه سوه خوب دې ليدی که څه چي ليونی ليونی کيږې؟
د دې خبرو سره محبت خان پوه سو چي هسي خوب مې لکه چي ليدی که څه، شاوخوا یې وکتل نه پاچهي وه نه هغه وزيران، بس يو خوب ؤ خيال ؤ ښه ورمعلومه سوه چي په خپل کور کي دی، کليمه یې وویل يوسف خان اوبه ورکړې چي وڅښيي، لږ وخت لا نور تير سو د سهار رڼا هر لور ته خپره سوه يوسف د سهار د لمانځه او اوداسه ورته وويل او خپله یې هم دا بندبست وکړ ی ،اراده یې وه چي يو څه وختي هغه د برایي د اور د لګيدو ځای ته ورسي چي څومره تاوان پيښ سوی دی هغه ؤ يوسف خان د اور ځای ته تر لمانځه وروسته ولاړی او بیا د تاج ګل لالا پر دوکان یې و خلکو ته د دغه پيښي حال ووایه چي د زقوم ژرنده يو پردی ټکټر څو ګونۍ غنم او څو پسونه پدغه اور کي سوځيدلي ؤ
محبت خان هم اودس او لمونځ ادا کړی، خو د برايي په حالاتو کي ډیر فکر بند ؤ يوار به یې دغه واقعه راواخيستل چي دی برايي ماخستن د غوټۍ خاصي باغچي ته ورغلی اوبیا په کلي کي اور ولګيدی او نصيب د مجلس نور نه ؤ پاته تقدير بله پاڼه (ورقه) واړول، ولې چي محبت خان د خسر په اشاره دوولس شپي مخکي هغه پوليس افسر اميد خان بوتلی کله چي په هغه شپه لنډک او ملګرو یې لار د محبت خان پلار انورخان ته نيولې وه خو هغه لنډک خپل پلار يعني د زقوم خان ورور او خوريی پدې اشتباه وويشتل چي دوی ګمان کاوه چي دغه راوان سپين موټر به د انورخان وي مګر تازي خپله هوسۍ (وسۍ) ښکار کړه
محبت خان دوولس شپي بعد انور خان را ایله کړی ولې چي انورخان هم مازې سړی نه ؤ د ډيرو زورورو خلکو سره یې شناخت ؤ، محبت خان دوولس شپي په بند کي تېرې کړې او نن یې اوله شپه وه چي کور ته راغلی ؤ .
تير ماخستن هم د غوټۍ له باغچي څخه تش لاس راغلی ، ولې چي د دغه ملاقات د قضا‌‌ء کيدو لوی لامل (سبب) هغه دکلي په یوه څنډه کي د اور لګيدل وو، ښه ناوخته چي محبت خان بيديږي بیا دی يو ناولده (نابلده) خوب ويني او پدې خوب کي دی پاچا سي، ((پدغه شپه يوسف خان د محبت خان نژدې ملګری او همزولی هم د دوی کره ميلمه ؤ)) نن سهار یې ډير فکر پدغه خوب کي بند وي چي داڅنګه زه پاچا سوم لږ ساعت به یې لا دغه فکر نه ؤ کړی بيا به یې ويل دغم پاچهي دې سي،خو هغه زموږ مجلس یې را خراب کړی هغه زه او غوټۍ چي د يوې ښائسته غونډۍ پر سر سره ناست ووڅو د ناز ګيلې مو لا نه وې سره کړې چي بیا دغه ليونيان «يعني هغه خلک» راغلل او ويل یې ته زموږ پاچا یې .
بیا به یي پر دغه خلکو هم زړه وسو چي دا څنګه خلک وو څنګه چپه او راسته وزيران او وزارتونه یې وو.
د سړکانو او پلونو د نړولو وزير، د حالاتو د خرابولو  وزير د ځان سره به د دغه وزيرانو او وزارتو په نومو خندا ورغله، او بیا به هغه خپل ګوډ سپی په یاد ورغلی لا به په تعجب کي سو، چي هو دی خو ما دکورنيو چارو او د دفاع وزير وټاکه، بیا به وهغه خلکو ته حيران سو چي دوی خواران خو هم خوشحاله وو چي زموږ د ملک کابينه او وزيران خو وټاکل سوه، پر دې به یې ډير فکر وکړ او پر دا خلکو به یې زړه وسو بیابه یې وويل چي ته وا دا خوب ؤ او که پيريانانو چيرته بیولی وې .
لږ خو به یې د پيريانانو خبره زړه ته ولويده چي کيدای سي دا به پيريانان وو، ولې چي زموږ دکلي دوکاندار خو هم هلته ؤ، دی خو په کلي کي د پيريانانو خورا ډيري خبري کوي کله وایي ما سپيلنی راوړی دی کله وايي زه د پيريانانو د پاره سپيلنی دودوم، ده لا دغه فکرونه وهل چي د کوره څخه يو کشر د خاله زوی یې د سهار چای را وړی لمر هم تر غره راپورته سوی ؤ، چي يوسف خان هم راورسيدی هغه هم موقع غنيمت وبلل ولې چي مشران دلته نه وو راغلي پر محبت خان یې د مسخرې په ډول ږغ کړه چيري دی هغه د دفاع وزير دې، محبت خان پوه سو چي زوروره حمله یې درباندې وکړه دلته دوه درې همزولي نور هم ورسره ناست وو، نو ځکه په نرمه خندا ورته وويل ته راسه چای تیاري دی بیا به یې در وښه يم «تر څو نوره رسوائي جوړه نسي مطلب یې دا ؤ»
اوس لا بيغمي ده نور څوک ندي راغلي بيا به وار نه در رسيږي، دلته يوسف خان لا بله خبره نه وه کړي چي اسد وويل څو نفره مشران راغلل هغه د مشرانو په کوټه کي دي ما هغوی ته هم چای وروړی .
جان اخښي (اشاره د محبت پلار ته) راته وويل : چي بیا ده ته ووايه چي دې کوټي ته راسي دا مشران د مبارکي لپاره راغلي دي، پدغه وخت کي يوسف خان داسي په نزاکت ورته وکتل ګويا ورته وايي چي په شي نه یې خبر يواځي دې هغه خپل سبق په فکر کي ګرزي او بس .
محبت خان هم نه غوښتل چي ورسره مقابله وکړي، ولې چي يوسف خان هم د انډيوال په څير ډير ورباندې ګران ؤ،  د ده په هر غم کي ډير ورسره ژړلي وو، او په توره شپه به یې د ده څخه ځان نه سپماوه (نه دريغاوه) يواځي به یې د شفقت سترګي ور اړولې او دغه د ميني دکتو سره به یې يو څه ورته ومسل (نرمه خندا يا د خندا شکل) او يوسف ته دا اشاره کول چي اوس نور څوک ناست دي کله چي سره يواځي سو بیا به دغه راز درته ووايم، دغه وخت د ده د خاله زوی بیا ورته وويل ستا لکه چي هير سوجان اخښي (انورخان اکا) غوښتې !
محبت خان هم د چايو ګلاس پر مځکه کښيښاوه او يوسف ته یې هم وکتل تر څو دی هم ورسره ملګري وکړي، دواړه د مشرانو کوټي ته ورغلل دسلام ويلو وروسته یې د کليوالو سره د لاس روغبړ وکړ، مګر محبت خان پدې وخت کي دوه د چايو ډک ګيلاسونه چپه کړل خو ښه وو څوک په ونه سوځیده، پلار یې منت پر وکړ: پښو ته ګوره ستا فکر چيري دی چي ګيلاسونه  يو په بل پسي چپه کوې .
ريښتيا هم د ده فکر د برايي ماښام په ليدلي خوب کي ؤ، وروسته دواړه يوې خواته کښيناستل« اسد خان هم اوس دې کوټي ته راغلی ؤ ډير خدمتي هلک دي بې له ځنډه د ميلمنو چپه سوي ګيلاسونه بيرته د چايو ورډک کړه، په راغلو کليوالو کي د تاج ګل لالا پلار نادر ماما هم راغلی ؤ، که له يوې خوا پخوانی سړی ؤ ساده مجلس یې کاوه د بلې خوایي د سترګو ديد هم داسې کم ؤ چي هسي به یې خپله لاره په وړه .
ده هم بې واره لاس هسي يوې خوا ته ونيوی او انور خان اکا ته يې پخپل ساده انداز داسي وويل : ښه نو دا هلکوان یې دواړه بنديان کړ ي وو ؟
دا خبره نادر ماما په داسې حال کي وکړه چي لاس یې نورو خلکو ته نيولی ؤ، انور خان اکا ورته وويل : نادر ماما تا لاس شاولي او مراد ته نيولی دی  دوی لږ  ها  خوا ته ناست دي .
نادر ماما وويل : کاکا زه خو سم څوک نسم ليدلای ما چي ويل دغه دي، انورخان اکا دا هم ورته وويل دواړه نه وو بنديان دغه يو هلک بندي ؤ .
نادر ماما وويل : ولي اوس زموږ سره دوو کسو روغبړ نه وکی ؟
انورخان اکا وويل : هو دوؤ نفرو روغبړ وکی دا دوهم هلک د شادولا اخښي زوی دی، هغه نه ؤ بندي .
نادرماما وويل : توبه توبه! ماغزه مو کار نکوي ما چي ويل دواړه بنديان وو، ښه دي خدای پاک; دې در وساتي، شپه راځي خو خوشحالي نه راځي!
يو بل کليوال چي د چايو ګيلاس یې په لاس کي ؤ او د خبرو کولو وار ته یې کتل داسي محبت خان ته وويل : څو شپې دې هلته تيرې کړي ؟ محبت خان اوس هم د برايي په خوب کي غرق ؤ هسي ناپامه یې داسي ځواب ورکړی : زما په خيال يوه شپه وه داسي ناولده (نابلده) ځای ؤ او هغه خلک یې هم داسي ناولده (نابلده) ؤ مانه پيژندل يو تاج ګل لالا هم پکښي ؤ .
«محبت خان چي مجلس داسې سرچپه شروع کړی يوسف خان یې لاس په لاس کښيکښی تر څو يوڅه په هوش کي سي، ناست خلک هم حيران سوه چي دا خو موږ د ډيرو شپو د بندي کیدو اوريدلي وو او دی وايي يوه شپه وه، او بیاتاج ګل لالا نو کله هلته ؤ هغه خوهره ورځ پر دوکان وي، دا خبري هيڅ سر نه سره خوري، نادر ماما یې هم داسي هيښ کړ چي دا تاج ګل خو به تازه چا نه یې بندي کړی، دا هلک څنګه پرته (چپه) ږغيږي، خو دا هر څه حيرانتیا ديوسف خان په خبرو سره يو څه کمه سوه هغه وويل :
برايي د ده يو څه لکه چي تبه وه ماښام هم دخوبه چپه چپه ږغيدی بس هغه دتبې اثر دی، دی چي وايي نن دې پر کور څوومه شپه ده داسي پوښتنه چا راڅخه وکړه، يو څه مريض(ناروغه) دی .
انورخان اکا هم بې له دې چي خبره دې نوره ځنډ پيداکړي د محبت خان ماما شاولي ته یې وويل : شاولي اخښي! نن خو ما ستا لپاره يو کار په نيت کي ؤ خو اوس لکه چي دوه کارونه سوه ، شاولي هم د ده خبرو ته متوجه ؤ، انورخان اکا وويل :
اول خو به په هغو ولاړو پسو کي يو حلال کړي نور کار به یې سمندر او هغه نورو هلکوانو ته ور پريږدي، ته به دې خوريی (محبت خان) هغه د بازار ډاکتر ته ورولې نور که د کور څه ترخه یا خواږه( دکور سودا )پکار وه هغه به هم له بازاره درسره راواخلې چي ماښام به دکلي خلک زموږ کره ميلمانه وي، شاولي ماما چي خبره شروع کول يوار یې خوريي (محبت) او بیا یې د چا يو ګيلاس ته وکتل او دا سي وويل : سمه ده اخښي! بس دغه  نيم ګيلاس چای به لا وکړم نو به زه هم لاس په کار سم، نادر ماما ته هم د خبرې وار ورسيدی، او داسي پوښتنه یې وکړه : انور خان لالا دغه هلک ته دې واده کړی دی که نه ؟
انور اکا هم خبره په ډیر چورت وکړه يا نادرماما نه مي دی ورکړی ور وه به یې کړم «نادر ماما د تاج ګل لالا پلار، او ډير ساده مجلس به یې کاوه کله کله خو به یې خبره هم ژر له ياده وتل(هيريدل)»
خو د نادر ماما مطلب نه ؤ پوره سوی او پاته خبره یې داسي وکړه : انورخان لالا که زما په خوله کوې بس دغه غم یې ژر خوره کني تر دغه به ډير ليونی سي، هغه څه زمانه مخکي هم زموږ د کلي يو هلک ليونی سوی ؤکه دغسي دکوره ورک سو خو چي زه په هغه هلک خبر سوم خلکو ويل پلار واده نه ورکوي، نو که زما منې دغه فرض یې ور ادا کړه وايم که یې دغه مرض ؤ رک روغ به سي، وايم بیا به یې په سر کي لا نسي درد،« همدغه محبت ؤ خو نادر ماما یې د خپلې سيپن ږيرتیا، ساده ګي اوهيرې له کبله نسي پرله برابرولای » د نادر ماما د دې خبرو سره انورخان اکا او ناستو خلکو يوڅه ومسل (د نرمې خنداشکل) يوسف خان هم و محبت يوه پټه نوکاره ورولګول، يو څه یې په څنګ وواهه چي نادر ماما خو دې هم په مرض پوه دی ، موږ خو یې ساده بولو خو ده د نښي مينځ وويشت .
مخکي تر دې چي بله خبره دې څوک وکړي شاولي ماما يوسف ته اشاره وکړه چي محبت خان درسره را ولاړ کړه، او دوی پخپل کار پسي ولاړل، پدغه حال کي انورخان اکا اسد خان ته وويل : هلکه د نادر ماما ګيلاس ورډک کړه، نادرماما هم وويل :  وايم پدا ډيره موده مي داسي ښې چای نه وې کړې نه مي دغسي خوند پر اخستی ؤ، يوڅه موده مخکي د هغه نورو خوريانو کره تللی وم د هغو شلومبي هم دغسي خوندوري وې !
لکه دغه ستا دکور چایې ته یې راتوی کړه پر ځواني دي برکت سه !
د نادر ماما د ساده خبرو سره کليوال عادت وو ډير بد یې نه په وړل بلکه لا به یې ساعت ورباندې تيريدی، د نورو خبرو وار لا نه ؤ راغلی، چي کوټې ته يوه ډله نور کليوال راغلل دکلي ملا صاحب  او تاج ګل لالا هم پکښي وو روغبړ وسو هر څوک يو ځای کښيناستل دکلي امام او نورو خلکو انورخان اکا ته د محبت خان د را ايله کيدو مبارکي وويل چي په ځواب کي انور خان اکا دوی ته خير یوسي او دکور وداني کليمې وويلې، د دوی تر مينځ کليوالي مجلس شروع سو يوار به یې د برايي د اور لګيدو پر پيښه خبرې روانې وې، او بیا به چاوچا ملا صاحب ته د ده د نن جذباتي وينا(تقرير) ستاينه وکړه ويل به یې وايم ملا صاحب نن د ظالمانو خلاف ډير ښه وږغيدې او د دوی خلاف دې سختي خبري وکړې وايمه شاباس!
ملاصاحب هم ددې خبرو لمن ورسره اوږده کړه او د خپلي وينا په رڼا کي داسې وويل : هو بايد د ظالم مخنيوی وسي، که چيري دغسي ورته کښينو،نو خو ظالمان به زموږ په کلو او کوروراننوزي دا څه حال دی چي نن هيڅوک پر خپل کور په امن ندي، داخو هر څه ددې کليوالو دبې اتفاقي له لاسه دي چي يو وايي زه یې څه کوم او هغه بل وايي زما یې په څه !
د ملا صاحب خبرو ته کليوالو د قناعت سر ښوراوه، چي ريښتیا هم موږ ملامت يو، چي يو د بل خبرې ته مو غوږ نه نيوه د هر چا پر خپل سر زور ؤ نن یې نو انجام دا سو چي کله د انورخان باغ څوک ځيني لاندې (قبضه) کوي او کله یې لنګه غوا غلا کيږي .
شاولي ماما هم پسه دکوټي د حويلي په یوه څنډه کي حلال کړی نور کار یې سمندر لالا اونورو کشرانو ته ور وسپاره تر څو دی محبت خان ډاکتر ته بوزي په اول کي محبت خان هم دې ته تیار نه ؤ چي ډاکټر ته ولاړ سي مګر يوسف خان چي مجبوره کړی بیا یې نو انکار نسو کولای، يوسف دا هم په پټه ورته وويل چي که دې د مکتب (سکول) خيال وي چي زه به هلته ولاړ سم څوک يا څوک (غوټۍ) به ووينم دا خيال دې د فکره وباسه ولي چي نن د رخصتي ورځ ده هغه ستا وزير دفاع (ګوډسپی) لانه معلوميږي نن رخصتي ده بس ولاړ به سو تر ډاکټره نوري خبري به بیابل وخت ګورو .
محبت خان ته نور د ويلو څه نه ؤ ورپاته او ډاکټر ته سره رهي سوه، په اول سر کي لا د شاولي ماما دا خيال ؤ چي کار و ځان ته څه اسانه کړي، غوښتل یې چي دغه د دوی دکلي ډاکټر ته یې ورولي يا یې هغه بل ډاکټر فدا چي اوس په ډاکټر پيدا مشهوره سوی ؤ ورولي خو هغه يوسف ورته وويل :
شاولي ماما ته عجيبه سړی یې! ولې هير دې سو هغه تيمور اکا چي ويل چي هغه د بازار  يا د ښار پوه ډاکټران وايي چي تاسې کليوال د هر چا څخه دوا اخلی او هغه ډاکټران بولی نو ځکه مو علاج نه کيږي، دا یې لاڅه دغه زموږ د کلي ډاکټر خو تر وخت تيرې دواوې (درمل) خرڅه وي، او بل انسانانو او حيوانانو ته کله کله يو رنګه ستني(اينجکشن) ورلګوي، ولې هغه ستا وراره دې هېر سو لونګ مسکين در ښه يم هغه مار وخواړی خو زموږ دکلي ډاکټر صاحب د زکام ستني ورلګولې، هغه ؤ چي لونګ مسکين هغه ګړۍ مړ سو او تيمور اکا ورته وويل دغه ستن خو دې هغه بله ورځ ما ته د غوا لپاره هم راکړه.
خو شاولي ماما د يوسف خبرې ته دا رنګه ځواب ورکړی هغه خوزموږ د کلي ډاکټر وويل دا ستني ډيرې پخوانۍ دي اوس نه پيدا کيږي، شاولي ماما وويل ولې پخواني شيان تر دا نورو ښه نه دي ؟
يوسف پر وخندل : یاره شاولي ماما څه درته ووايم نو ر يا ځيني شيان به پخواني ښه وي خو هر شی پخواني ښه نه وي ، بیا نو دوا او درمل دا خو چي تر وخت تېر سي بیا دګټي پر ځای زيان (تاوان) لري، شاولي ماما ته نور ځواب نه ؤ ورپاته نو یې داسي وويل :
ياره يوسف جانه! تاسي چي سبکونه (سبقونه) وويل اوس څه نه درسره ويل کيږي، پخوا به زموږ کليوالو توره اريړه(توره ؤڅکی) ژړه اريړه، خاکشيريا بارتنګ وخوړل جوړ، روغ به سو بیا به یې په سر کي لا نه ؤ درد، ته اوس راسه وايم د دوؤ شپو کوچنی به یې ډاکټر ته ور اخيستی وي او له ها خوا به، هغه د چا خبره يوه پلنډه دغه د ترخو اوبو ډک (شربتو) بوتلان ورکړي وي، دا یې لا څه يو څه زمانه مخکي ښار ته تللی وم يو سړی مي وليدی هغه بل ته یې ويل دا غوا دې چيري بیایې ؟
هغه ورته وويل : ډاکټر ته یې بیايم داسي توبې مي وکښلې، بیا چي يواځي سولم دونه (دومره) مي پر وخندل چي توبه ما ويل ته غوا وګوره او ډاکټر وايم غوا به څنګه د ډاکټر په دوکان (ميډيکل) ور ننباسي  د هغوخو داسې تنګې تنګې دروازي وي، يوسف او محبت خان ته د شا ولي ماما پر ساده مجلس خندا ورغله، دوی اوس د سړک يوې دوه لاري (هغه دوې لارې چي سره يوځای کيږي)ته را رسيدلي وو، د هغه بل کلي څخه د راتلونکي موټر انتظار یې کاوه تر څو د ډاکټر تر ځايه يو څه ور نژدې کړي، موټر هم ډير لري نه ؤ راورسيدی، اوس دوی په موټر کي هغي خوا ته روان دي، يوسف خان ورته وويل شاولي ماما ته عجبه ښه سړی یې غوا یا بل هر حيوان خو هم دغسي بدن او وينه لري لکه انسانا ن دوی هم ناجوړه کیږي، شاولي ماما یې خبره ونیول نو دغه په دوکان (دواخانه)يی څنګه ورننباسي یوسف خان وویل ته لکه چي دغه د انسانانود ډاکټر او دواځای یعني دواخانه یادوي؟
شاولي ماما وویل هو،هو،
دغه یادوم، یوسف په خندا ورته وویل : یا شاولي ماما د غواؤ یا د حیوانانو  ځای جلا وي هغه داسې غټ ځای وي لکه یوغټ سرای شاوخوایې نورې کوټې وي په هغه کي د حیواناتو ډاکټران ناست وي، بیا ډاکټر باندې راوزي او هغه ناجوړه (ناروغه)حیوان وګوري دې ته د حیواناتو روغتون (هسپتال) وایې، هغه د انسانانو دواخانی ته یې نه ورولي، شاولي ماماوویل :
اوس دې يوڅه سرپه راخلاص کړی ما چي ویل دغه د انسانانو د ډاکټرځای ته یې ورولي سړیه څنګه به یې په دا ځینو کي ور خیژوي بیا نو هغه دروازه خو یې د نازکوهندارو وي هغه خو به دستي ورماته کړي، زه يې و دغه نکل ته حيران وم، زه نو نه وم خبر چي د غوا طبيبان بیا په بل سرای کې(هغه روغتون کې) ناست دي .
د يوسف او شاولي ماما مجلس لا جاري ؤ خو محبت خان به تر ډيره خپل فکر واهه او هغه دبرايي په خوب او پاچهي کې به یي چورت بند ؤ، یوسف خان او شاولي ماما هم تر ډيره حده غرض نه ورسره کاوه پدغه لږ وخت کې هغه موټر وان (ډريور) لا د شاولي ماما څخه دا پوښتنه وکړه چي چيرې ځی، شاولي ماما داسې ورته وويل : هغه د ليونيانو ډاکتر ته ځو .
موټر وان وویل : تاسې خو ټول سم معلوميږی نو د ليونيانو ډاکټر څه په کوی شاولي ماما يې داسي ځواب وکړی وروره موږ هم ولا که يو سم يو مګر اصلي دغه هلک ((اشاره محبت خان ته))ورولو سم ندی کله کله بې ځايه ږغيږي، دلته يوسف خان موټر وان ته وويل : د صحرا‌خلک يې د ليونيانو ډاکټر بولي د بازار خلک يې نفسيات پوه ډاکټر بولي هغه ته ورځو شاولي ماما خو دکلي سړی دی ساده مجلس کوي چي خوا دې بده نسي، موټر وان اوس په يوه کوڅه باندې موټر وګرزاوه يوسف ورته وويل : وروره موږ دلته کښته کيږو دا لار د ډاکټر ځای ته لنډه ده موټر وان هم موټر د لاري و يوې څنډي ته کړی دوی د موټر څخه کښته سول او د موټر وان سره يې حساب خلاص کړی، اوس د يوسف په لارښونه دوی د يوه ډاکټر خوا ته روان دي، شاولي ماما چي هسې د هندارو دوکان يا دواخانه وويني، وايې دغه ښه دوکان دی دغه ځای ته به يې ورولو خو

(اووم څپرکی:اسان ولی لیوني سي؟)
يوسف به يې خبره ورپرې کړه يا ماما دا هسي دواخانه (درملتون) ده  يا د بل شي دفتر دی دلته ډاکټر نسته، ته راځه هغه ځای ما ته معلوم دی، خو شاولي ماما چي دبازار سره ښه ولد (بلد) ندی و هر شي ته حيران حیران ګوري يوار دوه خو لا يوسف ته داسې هم وويل : هلکه په دا جيبو به پام کوو وايي دلته په بازار کې دغه د جيبو غله (کيسه بر) هم ډير وي داسي نه چي يو شی را څخه غلا کړي، دوی يو څه مزل کړی دی يوسف داسي روان دی لکه شاولي ماما چي سم ورسره روان وي خو چي پام يې سو محبت خان لکه سايه ورسره روان دي خو د شاولي ماما درک نسته ودريدی تر شا يې وکتل د محبت خان څخه يې پوښتنه وکړه هغه هم لکه بيده په خبر نه ؤ،  چي ماما پر کوم ځای ورڅخه بيل سو اخير پر شا راوګرزيدل داسي يو کج ګر چي راغله ګوري چي شاولي ماما د ټانګې پر آس ګرزي او بیا د ټانګې د خاوند سره وږغيږي، يوسف ورته را روان دی دا فکر کوي لکه چي دغه ټانګې والا يې شناخته دی که څه ؟
نژدې ورته راورسيدل خبرې اوس اوري داسي معلوميده لکه د آس سودا چي ورسره کوي .
يوسف ورته وويل : ماما موږ تر هغه ځايه ورسيدو چي وموکتل ته نه وي خو ږغ به دې کاوه، بیا موږ په څه شي پسي راروان وو او ته څه کوې!
شاولي ماما وويل : يوسف جانه دغه آس چي مې وليدی داسي مې خوښ سو چي څه درته ووایم هغه دچا خبره وايم هر څه يې راسه هير کړه بيخي هغه د خان اکا اس ته ورته ؤ، سړيه که دې ځيني رانيوی دا یې ته هم خان، نو خاني نور څه غواړي آس خو به ورته برابر کړې، يوسف حيران ؤ په خندا يې ورته وويل : دا خو په نغدو پيسو دی نو ته دونه (دومره) پيسي لرې يا درسره سته که څنګه؟
د ټانګې خاوند دې مجلس ته غوږ نيولی دی چي شايد د صحرا سړی دی په ډيرو پيسو به آس در څخه را نيسي ښه ورته خوشحاله دی .
شاولي ماما وويل : يوسف جانه دغه کاکا(د آس خاوند) ښه سړی راته معلوم سو سړيه سودا به ورسره وکړې هلته ما په کلي کې يو څه پچي ټولي کړې دي بس پدغه پچو به سودا راسره وکړي يو څه پروړ که يې غوښتی هغه به هم ورکړم، دايې سودا سوې، ددې خوا به موږ هم سپاره پر ولاړ سو نور نو څه غواړې!
دا د پچو خبره پر ټانګې والا بيخي بده ولګېده، خو شاولي ماما لا پر آس کښته پورته ګرزي، پدغه حال کې د آس يو دکيزې تناو(پاډه)هم وشکوله چي دې کار بیا د آس پر مالک خورا بد اثر وکړی ټانګې والا په ډير خښم ورته وويل : ځه ولاړ سه ولې مې په عذابوې !
شاولي ماماوویل : ولې خو ته به يې هم خرڅوې نو بیا خوشکه ولې کوې؟
ټانګې والاوویل: ځه وروره ولاړ سه زه دې د خوارۍ وايستم اوس به مې يو سپاري کې وړی، ولې مي په عذابوې دا ما په شنو لوټو(نوټو) را نيولی دی ته يې په پچو را سه رانيسې، ماغزه دې خراب دې که څه؟
«خوخبره وار په وار د ټانګې والا او شاولي ماما تر مينځ خرابېده » آس هم غوږونه شک نيولي دي د شاولي ماما څخه يو څه تورېدلی ښکاري د بلې خوا يې يوه کيزه هم وشکېده او دا خطرناک مجلس خو وار په وار ياغي کاوه، يوسف خان او محبت يوار ټانګې والا ته وايي وروره پرېږده دصحرا سړی دی دکيزې تاوان به دې درکړو، بیا شاولي ماما پورې وهي او ورته وايي شاولي ماماپري یه ږده خپل آس يې دی نو چي په پچو يې نه درباندې خرڅوي نو په زور خو به يې نه ځيني اخلې .
«خو بس دغه مکوه، ايله شروع ده خبره سمې خواته نه تله، وار په وار حالات خرابېدل »
شاولي ماما ورته وويل : ورور خوشکه ولې کوې پر تا که آس ګران دی پرما خپلي پچي ګراني دي، ولې خلک يې پر اور ډوډۍ نه پخوي، چي نه يې خرڅوې په سمه ووايه چي نه يې خرڅوم .
ټانګې والا په بګۍ کې ناست دی، خو شاولي ماما لاندې پېشرو ورته وهي، يوه دوې خبري لا نوري نه وې سره اړولې چي ټانګې والا داسي عصباني سو، تا چي ويل پېر انانو ونيوی داسي بې اختیاره يې هغه د آس غمچينه وه که لښته و شاولي ماما ته يې ونيول، خو چي دوې، درې به يې شاولي ماما واهه دی هم ورته په جذبه کې سو،  صحرائي سړی ؤ په زور ښه زورور ؤ دغسي ټانګې والا تر دا يوه لاس و نيوه لاندې را ايله کړی پدغه حال کې آس تور واخيست تر يوه ځايه يې ټانګې والا هم ورسره کش کړی، په هغه پايدام کي لکه چي د ټانګې والا کالي بند وو،  د بلې خوا شاولي ماما سوکان ورته نيولي وو، خو پر ټانګې والا خورا قيامت جوړ ؤ تر څو چي خلک سره را رسېدل د دواړو سرونه په وينو رنګ ؤ، مګر ټانګې والا تر شاولي ماما ډير خوږ ؤ يوار د ټانګې سه را ايله سو بیا چي آس تور واخيست بیا يې تر یوه ځايه ورسره کش کړی هغه د شاولي ماما د سوکانو وارونه خو لا څه کوې، دلته دغه ټانګې والا هم اکثره وخت ټانګه يواځي يا جلا درول تر څو يوسپاري ځانله پيدا کړي بل داسي خوشک ؤ چي د هغه نورو ټانګو والو سره يې هيڅ ګذازه نه کيدل، خو دا چي آس يې تور واخيست او شاولي ماما ښه وډباوه د ده ملګرو ته ښه خوند ورکړی نو ځکه يې د ده په خلاصېدو کې ژر هڅه ونکړه د بازار ناولده(نابلده) خلکو سره جلا کړل يو يې یوې خواته کش کړی او بل يې بلې خوا ته بوتلی خو ټانګې والا دشاولي ماما د سوکانو څخه ډير سدوبد(يوڅه بې حاله) دی .
يوار يوار لا په بې سدتیا کې دا هم ووايي ايله مي کړی زه آس په پچو نه خرڅوم، پر راګرزېدلي خلک يو يو پر وخاندي چي دا څه وايي، کله چي د خوشکیار اکا آس ليونتوب شروع کړی نو سمدستي د سړک پر آ بله غاړه د دوو بګيو د اسانو سره په جګړه بوخت سو هغه يې هم په وينو ولړل ولې چي دی ډير قوي يا زورور ؤ، د شاولي ماما خو ناحقه نه ؤ خوښ سوی چي نه تر تېرېدی کله چي دغه آس پر هغه نورو اسانو يو ناڅاپه حمله وکړه هغه يې د ځان په څير(رنګه ) ليوني کړه اوس نو درې سره اسان د ورپورې تړلو بګيو سره د بازار پر يوه سړک ولاړ سي او پر دا بل سړک را وګرزي هيڅ شی يې مخه نسي راګرزولای نژدې وو چې څوکسان دې وداړي، خو هسي به ورځيني خلاص سوه، د بلې خو د بازار دوکانونه وار په وار پسې تړل کېدل ، په بازار کې خورا بده ورځ جوړه ده ولې چي د ټانګو اسانو خورا بد سر اخستی دی ، هغه دچا خبره ده يو قيامت جوړ دی ميړه هغه دی چي ځان له مخه وباسي ځينو کسانو په ځانو پسې د دوکانو دروازې راوتړلې ځيني بیالوړو ځايو يا د دوکانو بامو ته وختل د هغه ځايه بازار ته ګوري ، چي ليوني اسان د ټانګو سره داسې ورکې ځغلي ته چي وايې د شاخيز(پريټ) ورځ ده يا د دوی سه ماسيوا بل څوک نسته يا لکه دا بازار چي د دوی دپلار وي .
له هرې خوا چي به د بازار په سړکانو راغلل داسې بې دسړک دغاړې دوکانداري سره کډې وډې کړې تا چي ويل سيلاب راغلی په پليو، شنو، نخودو اونورو شيانو خو داسې بازار لړلی ؤ لکه باران چي سوی وي ، د پيازو او پټاټو پر ريړيو چي به ور برابر سول ريړۍ به یي داسې يو په بل کې سره وجنګولې لکه د تورې ګاډۍ (ريل ګاډي) ډبې چي سره وجنګيږي ، پياز او پټاتې به هره خوا په ګيليدو ول .
د دې بې حاله سوو اسانو به هم شايد په زړه کې دا درد ؤ چي دا انسانان زموږ سره څنګه ظلم کوي درانه مو باروي ورپسې مو په لښتو يا غمچينو وهي کيزې مو په زور داسې کشوي چي زموږ د ژبې اوخولې هيڅ خيال نه ساتي چي دا به هم خوږيږي ، دوی يواځې پدې ښه پوهيږي چي ډيرې پيسې وګتي او موږ درانه بار کړي زموږ تر بدنو به خولې بهيږي خو دغه انسانانو ته زموږ د ستړيا هيڅ احساس نه کيږي، موږ خو پخوا د یوه انسان د سپرتيا لپاره وو او موږ به يې هم ښه نازولو هغه وخت موږ هم خوشحاله وو، نن څه کوې چي دې ظالمانو موږ تر دې درنو بارو لاندې د ژونده بيزاره کړو ، شايد د دغه اسانو به دا هم خواهېش وو که يوه ورځ موږ ته واک په لاس راغلی او هغه ورځ به يې همدا نن بلل چي د بازار حکمراني نن د دوی په لاس کې وه او دبازار په سړکانو يې هر څه سره ګد وډ کړه ، دوی به هم شاید پدې پوه ول چي حکمراني همداسې کيږي چي هر څه دې ګډ وډ وي ، تر ټولو زيات تاوان يې د سړک د څنډو دوکانداريو او د پیازو او پټاټو ريړيو ته ورساوه ولې چي هميشه به د دوی د لاسه لاره بنده وه او دغه اسان به درانه بار را روان وو نو نن يې لکه چي يو څه کسات ځيني وا خيستی دغه اسانو داسې نژدې فکر نه کاوه چي يو صحرائي سړی (شاولي ماما) به بازار ته راځي او په يوه ورځ به د بازار حالات بدليږي ، هلته به يې خاوند د هغه صحرائي سړي په سوکانو په وينو رنګ او بې سده کيږي او داسې انقلاب به جوړيږي چي واک او اختيار به د دوی لاس ته ورځي ، او دوی به د بازار په خلکو پسې ځغلي چي چا ظلم کړی دی چا لاره بنده کړېده او چا ګرانه سودا ورکول ، سر اخيستو اسانو لا خپل مست شاخيز د بازار په سړکانو کې کاوه هغه څه چي دوی کول هغه یې وکړل ، د بازار خلک يې د بندو دروازو او لوړو ځايو يا بامو څخه په بې وسي ننداره کوله .
د ډيرو خلکو پدې سر نه خلاصېدی چي ددې اسانو سره څه وسول چي داسې بې حاله سوه ، هسې خپل ځانو دلارې ايستلي ول ، هغه پياز او پټاټې چي پر مځکه هوارې پرتې وې هغه د چا په ياد وې او ځينو خلکو ته خو دا درک هم نه ورمعلوميدی چي کيسه د کومه ځايه خرابه سوه ، او دا اسان او ټانګې د چا دي ، خو څه ساعت وروسته ځيني خلک چي په بازار کې ډير کارونه ،نه درلودی د بازار څخه په تنګو کوڅو یا  مخ چپه لارو ووتل ، اسان هم یو څه پر ارامه سوه .
بس د خدای پاک فضل ؤ چي پو ليس را ورسېده په ډيره هوښياري سره يې د يو دوکان پر بام سنګر ورته ونيوی په لومړي سر کې لا اوښکې بيونکی (انسوګيس) ګيس پر استعمال کړی خو د دې سره اسانو بیا زور واخيست ،خو بل چکر چي اسان پدې سړک را برابر سول ، پوليسو هم په پوره مهارت د توپکو خولې ورباندې برابرې کړې وې د دوی هم ورباندې ټکان سوه ځيني ګولۍ (مرمۍ) به خطا کېدلې خو څو ګولې ښې کاري کې ولګېدې د بازار مينځ ته په را رسېدو دوی هم د زوره ولوېدل او يو په بل پسې پر مځکه را ايله سوه وينو يې لا ښه په زور کې داري وهلې خو دوی د بازار په مينځ کې داسې بې اختياره د حرکته ولوېدل چي د سر خواوې او د مخ پښې يې پر مځکه وې او د شا پښې يې يو څه پورته وې، ولې چي په بګيو پورې تړلي وو ،د ټکانو پر وخت دبازار هغه څنډې چي د اسانو د ورتګ څخه چپې وې وتړل سوې تر څو يوه بله پيښه ونسي ، هر چا د خطر احساس کاوه ، د دوکانو پر سر  ولاړو خلکو به يوار په تعجب پوليسو ته وکتل او بیا به يې د بازار په مينځ کې ويشتل سوو اسانو ته وکتل چي وينې هره خوا بهيږي ، بیا به يې د ځانه سره وويل د خدای(ج) زور د حکومت زور (دا يوه تعجبي جمله ده) حکومت خو د دغه ورځې لپاره دی ته وګوره څنګه وينې په بازار کی وبیولي!
دا که د حکومت دا خلک(پوليس) نه وای دا کار به چا کاوه ؟
د مستو او ليونيو يا بې حاله اسانو د بيرې چي خلک د دوکانو پر سر ولاړ وو يا يې دروازې تړلي وې ، د هغوی بيره هم کرار کرار ورکېده ، او په بازار کې يوار بیا خلک سره پيدا سوه ځينو خلکو هغه خپل پياز ، پټاټې يا نور شيان سره ټولول خو تر ډيره دغه شيان هم د اسانو په وينو لړلي وو ، څوک بيا پر وژل سوو اسانو راټول وو، مګر بګۍ يې پوليسو خپل مرکز ته بوتلې تر څو خاوندان يې په لاس ورسي او د دغه تروريستي عمل په اړه تحقيق ځيني وکړي، د دوو بګيو يا اسانو خاوندانوخو دا هوښياري وکړه چي د اسانو تر ويشتلو وروسته يې ځانونه د بازاره څخه و ايستل تر څو د حکومت د ممکنه نيولو او تحقيق څخه يې ځان خلاص کړی وي ، او د درېيمې بګۍ يا آس خاوند چي خوشکيار اکا نوميدی د شاولي ماما سره چي خبره پر شخړه واوښته او دپيښې اصلي لامل(سبب)  هم دی ؤ هغه په لومړي سر کې د شاولي ماما دسوکانو يا وهلو څخه بې سده يا بې هوشه ؤ خلکو يوې څنډې ته کړی وروسته حالات نور خراب سوه نو دی هم دغو خلکو په يوه دوکان  د ننه ګړي چي دروازه یې داسې نيم کښه خلاصه وه دا وهم تر ډيره نه کيدی چي دا بې حاله اسان به دې خوا ته راسي .
خلکو يې د سر وينې ور پاکې کړې يودوه ځایه په رښکيو ور وتړل کرار کرار به يې هغه د بورې څخه جوړ شربت يا خوږې اوبه ورکولې ، تر يوه حده چي لا ښه په سد کې نه ؤ راغلی دابه يې وويل : ځه ولاړ سه صحرائي سړی يې زه آس په پچو نه خرڅوم ، ما په شنو لوټو(نوټو) رانيولی دی ته يې په پچو را څخه غواړې . . . يو څو داسې بې حاله یا سرچپه خبرې به يې نورې هم وکړې ، ځينو خلکو ته به د ده پر خبرو خندا ورغله ، ځيني ناخبره خلک چي پدغه دوکان کې حاضر ؤ دده دخبرو څخه پوه سول چي د يوه آس خاوند دغه نفر هم دي ، کله چي اسان پوليسو وويشتل نو د دغه حاضرو خلکو پر خوشکيار اکا زړه نور وسوځيدی چي يو خو دی پر دغه حال دي او د بلې خوا هغه دي آس يې هم وويشتل سو ، وروسته څه کسانو تر دوا او ډاکټره پورې ورساوه مګر هلته دا خبره چا نده ښکاره کړې چي خوشکيار اکا هم د يوه آس يا يوې بګۍ خاوند دی ، ولې چي دوی بيرېدل چي حکومت يې د يوه دهشتګر په نامه و نه نيسي ، دلته د بازار وضيعت (حالت) لا ګډ وډ دی پلي، نخود، پياز، او پټاټې پر سړک پاشلې پرتې دي د اسانو وينو هم لومرداري جوړه کړېده ، پر دغه حد يا علاقه خو هغه د چا خبره بيخي لاره بنده ده د سړک په مابين کې ويشتل سوي اسان پراته دي د پورته کيدو څوک يې نسته د حکومت وسايل هم سره نسته که وې هغه بیا خراب سويدي ، هغه افسران (مامورين/چارواکي) يې هم اکثره په رخصتي تللي دي که څوک پر ځای وي د هغوی بیا کار ته چنداني زړه نه غواړي ، ګوره چي تنخواوې کمې دي که څه پيښه ده سم يې وکار ته زړه نه غواړي ، هغه يو څو پوليس چي راغله هغو دغه بې حاله يا بې سده اسان وويشتل بګۍ يې د ځانه سره بوتلې بس دغه يې د وسه پوره وو .
پر دې ډيرې خبرې وسوې چي دا درانه اسان به څنګه د لارې باسو چا به ويل چي په موټرپورې به يې وتړو چا به ويل حکومت ته به عريضه(درخواست) وکړو هغه به هغه شی (کرينګ) د يو ځايه راولي يا به يې په پور واخلي هغه درانه شيان چي پورته کولای سي ، هر چا دخپل فکر برابره خبره کول اخيري خبره يا وړانديز(تجويز) دا وسو چي اوس خو هغسې هم ناوخته سو ما ښام به د بازار او شاوخوا سپي پر را ټول سي هغه به يو څه غوښې ځيني وخوري نو به صبا ته يو څه سپک سوي وي بيا به نو زموږ يا د حکومت وس هم په ورسيږي چي دغه وژل سوي اسان له بازاره څخه وباسو ، بل خو د ګرانۍ هم دغه حال دی چي انسانانو ته لا د خوراک سم شی نه رسيږي او يا د هر چا سم وس نه په رسيږي نو سپي خو د چا په ياد دي نن شپه به دوی خواران ښه ځانونه په غوښو ماړه کړي ،بله ګټه خویي دا ده چي زموږ په بازار کې خو امنيت د شپې ياد ورځې هم نه يې او هره شپه یو دوکان د غلو له خو ا مات سوی وي ، چوکيداران خواران يې هم په چم نه پو هيږي خو نن شپه به د چوکيدارانولا خاص ضرورت نه وي ولې چي د دغه وږو سپو به ډلې ډلې په بازار کې ګرزي څوک به د دوی له بېرې بازار ته نسي راتلای نو شپه به ښه په امنيت کې تېره سي .
دغه وړانديز(تجویز) چي چا وړاندې کاوه ولاړو خلکو ډير په غور اوريدی ولې چي خبره معقوله ورمعلومېده هر اړخ يې ګټور ؤ ، چا يې مخالفت ځکه ونکړی ولې چي د دوی په وس کې تر دې بالا څه نه وو، ځيني خلک خو په زړه کې ډير خوشحاله سوه ولې چي د دغه وژل سوو اسانو لپاره يوه اسانه په زړه پورې لاره پيدا سوه يوه نفر ته خو د دې خبرې معقوليت يا رښتينوالی بيخي اوس لا ورمعلوم سو ،  هسې د خبرې وار ته کتل چي د خپلې رايې اظهار وکړي ، خو کله چي دخبرې وار پيداکړی نو يې داسې وويل : هو دا ډيره ښه دفکر خبره يا تجويز دی ولې چي شاوخوا د سپيو غپا خو اوري چي وار په وار په ډیريږي او څو د بازار سپي خو پر موږ شاوخوا راګرزي هسې خپل وار ته ګوري پر وژل سوو اسانو را ګرزيدلو خلکو چي ورپام سو ريښتيا هم داسې حالت ؤ ، ډيرو خلکو دا فکر کاوه که هسې دا ولاړ خلک يوې خواته سوه بیا به نو په هر آس کي شل سپي سپاره وي ، بیا به بل حال وي ، ولې چي اوس لا د بازار د سپیو رويه بدله وه هر چا ته به يې په خښم کتل دوی به هم شايد دا فکر کاوه چي نور تاسې دا خپل بې فايدې مجلس پرېږدی سهار چي تاسې راځی ګوره چي څرمنې به يې پاته وي که نه ، خبره همداسې معلوميده چي را روانه شپه به واک او اختيار د دوی په لاس کې وي .
د ورځې په نيمايي کې چي کله حالات خرابيدل او اصلي وجه (لامل) يې د شاولي ماما او بګيوان خوشکيار اکا دآس پر سر لانجه وه او دوی دواړه د جنګ په حال کې خلکو سره بيل کړه ، خوشکيار اکا يې يوې خواته کش کړی او شاولي ماما يې بلې خوا ته پورې واهه ، شاولي لا په اول سر کې زور کاوه او د جنګ اورته يې لمن وهله خو وروسته چي پوه سو چي د آس خاوند دې هم په وينو ولاړه او اسان هم ليوني سوه يا ځان کاږه دغه دې فايده ده ، بس ده هم د يوسف په خوله وکړه ځانونه يې له بازاره وايستل ولې چي حالات د دې نه وو چي يا دې محبت خان ډاکټر ته ورولي (چي بازار ته د را تلو اصلي کار يې همدغه ؤ) يا دې دوی په نور څه پسې وګرزي ولې چي نور وخت په بازار کې تيرول دوی د ځان په ګټه نه باله .
کله چي د بازاره ليرې کېدل د شاولي ماما د سر دسربېرنو زخمو وينې دوی د جيب په دسمال پاکې کړې  اویوڅه نسواریي هم پرواچول، یوسف ورته وويل هسې هم د ډاکټر پيدا و دواخانې (درملتون) ته مجبوره يو چي يوار پر ورسو تر څو پر دا خوږو ځایو يو څه دوا درواچوي ، خو شاولي ماما وويل : هسې به يو څه ايرې پر واچوو دوی لا د خپل کلي په لور روان دي يوسف ورته وايي شا ولي ماما اوس هم ښه خلاص سوې ، که حکومت يا دغه دوکاندارانو ته په لاس ورغلی وای د ټولو تاوانو تاوان به يې در څخه اخستی وای هغه بګيوان خو دې بيخي بې سده کړی خدای(ج) دې يې نه وژني د هغه غاړه خو ګرسره نه وتل .
شاولي ماما خو يو څه پوه سوی ؤ چي تاوان خو ما پيښ کړي مګر بیا به هم يو څه خښم ورغلی او داسې به يې وويل دا دبازار خلک بيخي خوشک دي زموږ ګذاره نه ورسره کيږي وايم ما سمه سودا ورسره کول ده ظالم زه په لښته ووهلم ،چپه او راسته راته وږغيدی ، يوسف وويل ماما ته ولې د بازار خلک ملامتوې اصلې خو موږ ملامت يو ، موږ خو محبت ډاکټر ته بيوی ته په دا مينځ کې د آس په سودا اخته سوې ، بيا نو تا آس په پچو را نيوی د بازار خلکو کله شيان په پچو ورکول ، دوی لا دغه مجلس کاوه چي د بازار خوا ته ټکان شروع سوه ،یوسف وويل دغه دي ټکان خو دې واوریدل دا لکه چي بيا بله پيښه وسوه ، دلته د خبرې وار محبت واخيستی  اوداسي وویل : دا لکه چي هغه د دوکانو پر سر ختلو پوليسو پر هغه ليونيو اسانو ټکان وکړه يا به يې د بازار پر خلکو کړې وي ، شاولي ماما وويل نه پوهيږم چي څه شی به وي خو زما هغه آس ډير خوښ سو کاشکي را باندې خرڅ کړی يې وای!
يوسف پر وخندل ماما ته هم عجبه سړی يې دآس خبرې لا کوې ، شاولي ماما لا جواب نه ؤ ورکړی چي يوسف خان ورته وويل دغه دي د ډاکټر پيدا تر دواخانې (درملتون) پورې را ورسيدو دلته به ستا په زخمو یو څه دوا درواچوي دا لږ لږ وينه به يې هم بنده سي او دمحبت خان لپاره به هم هسې يو څه د تبې او طاقت دوا واخلو ، تر څو بيا  انور خان اکا ونه وايي چي محبت مو ولې ډاکټر ته نه دی ور وستلي ، شاولي ماما خو لا اول ويل هسې به يو ټوکر وسوځو د هغه ايرې به پر واچوو نو ر شی نه غواړي نسوار مې لږ وه کني بل شي ته حاجت نه ؤ ، خو دا چي يوسف د انورخان اکا خبره ورته وکړه نو ده هم قناعت وکړی ، يوسف لا داهم ورته وويل داسې نه چي دا کيسه و دواخانې والا ته وکړې يا دهغه سره کوم بل بحث (لانجمنې خبرې) ونکړې چي پر بل غم وانه وړو ، دواخانې ته په را رسيدو دوی سلام ووايه او د تختو پر چوکيو کښيناستل ، ډاکټر پيدا نه ؤ پر ځای، ګوره چي دکوم بل ناروغ کتنې ته یا کوم بل ځای تللی ؤ خو هغه شاګرد يې پر ځای ؤ، هغه هم ښه ؤ ليک لوست يې نه ؤ زده نه يې د ګوليو او بوتلانو نويشتې ويلای سوي ، خو د رنګو يا نښانو څخه نژدې ټولې دواوې پيژندلې، ښه راستمن ځوان ؤ کال او دوه بعد يو کليوال ډاکټر يا دواخانې والا ځيني جوړيدای سو ، د ډاکټر پيدا هم ښه لاس په خلاص ؤ ، ښه ډير کارونه يې د ده پر غاړه ؤ ، د دوی په ورتګ هغه هم ښه خوشحاله سو چي دا دي څو ګيراکان خو درته راغله ، هم به دې سودا پر وسي هم به يو څه تجريبه پر وکړې ، دا يو خو داسي معلوميږي لکه جنګ چي کړی وي او دا نور دوه هم د ناجوړۍ څخه خلاص نه دي ، دی هم لاس په کار سو اول يې د شاولي ماما په خوږو (زخمو) سوو ځايو يو څه ژړه دوا ورواچول او ژر ژر يې يوه داسې ِغټه جوشي ګولۍ د يوه دبلي څه را وايستل او يوه ګيلاس اوبو ته يې ور واچول ، چي خوند او بوی يې پر شاولي ماما ښه ولګيدی ، او هغه نورو دوو ته يې د خپلې تجريبې او اخلاص له رويه چي ده يو څه ستړي هم بلل د چايو له ترموزه يوه يوه پياله شنې چای ور توی کړې ، شاولي ماما ته د دواخانې والا رويې ډير ښه خوند ورکړی ولې چي د سهاره څخه چي د کوره را وتلي وو د شنو چايو بوی لا نه ؤ کتلی ، اوبیا په هغه شخړه هم واوښتل ، خو دا دي دواخانې والا نه يواځي د شاولي ماما په زخمو دوا پورې کوي بلکه د خوراک لپاره يې هم يو څه ورکړه ، د ډاکټر پيدا شاګرد که تعليم نه ؤ کړی خو ښه تجريبه ناکه ماغزه يې په سر کې وو، دواوې يې د خپلو رنګو او نښانو څخه پيژندلې ، دی که څه هم د ډاکټري تر ځايه نه ؤ رسيدلی خو شاولي ماما اوس د ډاکټر په نامه باله ، ډاکټر دمحبت خان لاس هم وکاتی دواړو ته يې جلا جلا کڅوړې (کڅوڼې) له دواوو،ور ډکې کړې د خوراک د وختو نښانونه يا ليکې يې ښي په ترتيب سره باندې وکښلې ، دا يې لاهم ورته وويل زموږ دواخانه که د بازار څخه  وتلې ده  خو جعلي دواوې نه خرڅوو.
شاولي ماما پخپل صحرائي انداز ورته وويل : قربان دې سم وايم اول مې لا خوښ سوې چي پخپله دوکانداري کې به د بې ايماني شيان يا دغه دوه لمبره دواوې نه خرڅوې ، پر دغه پراخ تندې مې وپيژندلې چي ښه انسان به يې ، وايم که زه خلاص وای يا دې دوکان (دواخانه ) زموږ په کلي کې وای نو ته ومنه چي ما به لا يو څه ډاکټري درڅخه زده کړې وای!  د شاولي ماما پر دې ساده مجلس دواخانې والا يوسف او محبت ټولو وخندل ، هغه لا جواب نه ؤ ورکړی چي شاولي ماما نور داسې وويل : آ ښه ډاکټر صاحب تاسې نسوار خرڅوی که يه ؟ زما خو نسوار ټول خلاص سوي دي ما ويل که د يو څو روپو دا راکړې ؟
دواخانې والا ته د شاولي ماما مجلس ډير خوند ورکاوه په ډير ښه انداز يې ورته وويل : يه کاکا دلته نسوار نه خرڅوو دا دواخانه (درملتون) ده دلته يواځي دواوې خرڅيږي .
شاولي ماما خبره زياته کړه : ښه تاسې نسوار نه خرڅوی هغه زموږ دکلي دوکاندار تاج ګل لالا پخپل دوکان کې هر څه خرڅوي يو د کټوې دارو يې نه دې سم نور يې هر څه  ښه په بيعه دي ، آ ښه دارو (دکټوي دارو) به هم نلرې خدای سته نن د انورخان اخښي په کور کې ميلمانه دي ، له ما څخه يې را غوښتي وو، اوس مې دا دي په ياد سو ته وادارو نسته ؟
خو د دې خبرې ځواب يوسف ورکړی ، يا ماما دلته دارو هم نه خرڅيږي ، کله چي لومړی دوی دې دواخانې ته راغلل نو به دواخانې والا دپيښې پوښتنه ځيني کول خو شاولي ماما سم حال نه وايه خبره به يې سره وژو ول .
هسې به يې دومره وويل : هلته په بازار کې بد حال جوړ سو زه هم ورکې خوږ سوم ، دواخانې والا هم نور نه غوښتل چي د دې پيښې پل ووهي ، يو څه وروسته چي شاولي  ماما خپل ساده مجلس شروع کړی د دواخانې والا هم طبيعت ورسره وغوړيدی ، شاولي ماما يوار په ډاکټر صاحب ورته وايي بيا يې پام نه يي په دوکاندار ورته ووايي ، شايد دا به يې د نسوارو د نه کيدو يا دساده ګي وجه وه ، اخير يې د دوا پيسې ورکړي او په ښو خبرو سره يې رخصت سره واخيست ، دوی درې سره اوس د کلي په خوا روان دي هغه ستړيا يې هم يو څه لږ سوه شاولي ماما ورته وايي ياره يوسف جانه دغه ډاکټر صاحب ډير پوه رامعلوم سو خدای(ج) مې دې نه ناجوړه کوي که ضرورت پيښ سو وايم سيده به ده ته راځم بيخي مې خوښ سو ، يوسف يې داسې خبره ونيول ماما ته هم عجبه سړی يې وايم هغه د ښار يا بازار پوهان ډاکټران دا دکلو د دواخانو کم تعلیمه ډاکټران بيخي نه خوښوي چي دوی دې د خلکو کتنه کوي او بيا دې دواوې ورکوي ، داکار ډير خطرناک بولي ، هسې خو موږ د مجبوري ورځې ورځو .
شاولي ماما ته دې خبرې خوند ورنکړی او داسې وويل : يو خو تا موږ د بازار په ډاکټرانو مړه کړو سهار هم تا دغه خبرې کولي چي د بازار ډاکټر ته به ولاړ سو هلته چي دې زه په وينو ورنګولم اخير بيرته دغه دې دکلي داکټر ته اړ سوو .
يوسف وويل : هغه خو تا آس رانيوی په هغه کې زما يا د بازار د ډاکټرانو څه ګناه ده ، تا ته په څه شي درمعلوم سو چي دغه دواخانې والا پوه دی ؟.
شاولي ماما وويل : يو خو يې تندی ښه پراخ وو اخلاق من ځوان وو ، بل څنګه بې سته چای درکړي هغه د چايو ديګ ؤ که چای جوشه (ترموز ښه يي) هغه مې لا خوښ سو ، هغه دخانانو په کوروکې چي هم وي .
يوسف وويل : ماما په پراخ تندي يا ښو اخلاقو خو څوک نسي ډاکټر کيدای ، او هغه د چايو شی ترموز بولي ، ستا چي پر خوله درغی هغه نوم پر ږدې .
شاولي ماما ځواب ورکړی : ته يې نو نه منې ما ته یې بله تجريبه هم رامعلومه سوه ، کله چي مورکۍ مسکينه لالک ډاکټر ته بيولې وه هغې ته يې هم دغه جوشي ګولۍ ورکړي وی ما به هم کله کله د دې په غلا دانه دانه ورڅخه خوړل ، وايمه بيخي دمالټې رنګه خوند يې ؤ زما بيخي خوښې وې وايم اوس چي موږ ورغلو ده هم هغه رنګه ګولۍ په اوبو کې راسمه کړه وايم لکه دغه ډاکټر چي راپوه سوی وي چي دغه ګولۍ پر ده ښې لګيږي .
يوسف وويل : تا ته خو ډاکټر درمعلوم سو ، خو د ده خوارکي د دواوو پوره نومونه لا سم نه ؤ زده، ولې چي دواوې  به يې داسې را اخيستلې  ، هغه شين کاغذي ګولۍ اودرختي والاشیربت به لا درته را واخلم ، هغه  د دواو تعليم چي کړی وي هغه يې په دغه نومو نه يادوي ، خو شاولي ماما د ده خبره داسې پرې کړه ، بس ته هغه د بازار دا ښه ډاکټران بوله زه به دغه ښه ډاکټر بولم ، د دوی دغه بې قناعته مجلس لا هم دغسې روان ؤ ، محبت خان هم نه غوښتل چي د ماما او انډيوال يوسف په شخړه کې ورګډ سي ، تر ډيره به د ده فکر هغه د برائي په قضا سوي مجلس کې بند ؤ يا به یي هغه ليدلي خوب په فکر کې ګرزيدی ، کله چي دوی په دواخانه (درملتون) کې وو محبت خان پر کاغذ يو څه وليکل خو يوسف خان هم دا فکر کاوه چي دا به هلته غوټۍ ته وراستوي نور يې غرض ورسره ونکړ خو دا وخت چي دوی کلي ته راورسيدل ، دا نو داسې وخت دی چي هلته په بازار کې اسان ويشتل سويدي او له دووکانو څخه خلک کرار کرار بازار ته راوزي او نژدې خلک وژل سوو اسانو ته نژدې کيدل ، دلته شاولي ماما، يوسف اومحبت خان هم خپل کلي ته راورسيدل د تاج ګل لالا دوکان ته په را رسيدو د دوی د مينې قاصد جانو هم حاضر ؤ شاولي ماما پدغه حال کې کور ته ولاړی يوسف د تاج ګل لالا و خوا ته ورتېر سو خو د سترګو تر کونجانو محبت ته کتل محبت خان هم هغه په دواخانه (درملتون) کې ليکلی ليک جانوته ورکړی نور يې هم يو څه ورته وويل ، جانو هم د غوټۍ په اشاره درې څلور واره د تاج ګل لالا د دوکان مخ او دمحبت خان دوی تر کوره تګ راتګ کړی ؤ خو په خپل مقصد کې ناکامه تر غوټۍ پورې تللي وو خو دا اخيري ځل دی هم خپل مراد ته ورسيدی په غوږو کې د محبت خبرې او په لاس کې د ده ليک او په ډاډه زړه د غوټۍ خوا ته روان سو .
(دلته دداستان )

(یادونه)
په پښتنوکي کشران داحترام له وجهي مشرانوته په کاکا یاماماوایې نوځکه یوسف شاولي ته هم به ماما خطاب کوي ،









(اتم څپرکی)
(د کتابو د  ليکلو لامل او زما د کتابو په اړه د خلکو نظر څه ؤ)
درنو لوستونکو او زړه ته راتېرو ملګرو کيدلای سي چي تاسو به زما پنځه سره کتابونه لوستي وي او يا به مو همدا کتاب لوستلی وي ضرور به يو څو پوښتني درته پيداسوي وي نو ځکه د دې څو کرښو د ويلو تکليف درکوم .
اول : دا ناول ما ولې وليکی ؟ ځواب : کله چي ما کتل چي زموږ ډير د نوي تعليم لوستي ځوانان هغه که په ښونځي کي وي او که د ليسې (کالج) څخه ورپورته، دوی به هميشه يا تر ډيره حده د بل کلتور ناولده(نابلده) ناولونه يا داستانونه کتل چي په هغو کې به د شرابو، عياشی، بې لاری ځيني نورې خبري مخ ته ورتلې خو مثبت لوری به يې کم ؤ .
نو ځکه ما وغوښتل چي تر يوه حده په سم فکر د دغسي ځوانانو يانورو مطالعه کوونکو لپاره د خپل کلتور سره نژدې پخپل ادب کي يو څه ورته وړاندې کړم، او تر ډيره حده زموږ د ژبې او ادب لپاره په شعر کي کار سوی ؤ خو تر دې وخته لا زموږ د ادب د نثر خوا ډيره کمه هم ده، د بېلګې لپاره کله چي زما لومړی ناول (ناکامه مينه او زورور خلک) په کال ۲۰۰۶ م کي ما چاپ کړ نو تر دغه وخته پدې صوبه بلوچستان (سوهيلي پښتونخوا) کي دوه نور ناولونه ((وچه لښته))او((پروني مخونه)) چاپ سوي وو چي پدې حساب سره زه په دغه سيمه کې و پښتو ته د درېيم ناول ليکوال جوړيدای سم .
دوهمه پوښتنه : زما د پنځو سره کتابو کيسې له کوم څه را اخستل سوي که نه ؟
ځواب : زما د لنډو کيسو ټولګه چي څوارلس کيسې لري يا د دغه څلور ناولو ټول داستان دا زما خيالي کيسې يا کيسه ده، خو البته په يوه بڼه پېښې سوي دي يا پېښيدونکي دي په يو رنګ نه يو رنګ په نړۍ کي وجود لري، يعني د پېښيدو حقيقت يې سته، کله چي به ما قلم ليکلو ته پورته کاوه نو زماّپه فکر کې به يوه مختصره غوندې خبره وه خو تر ليکلو وروسته به يو عجيب غوندې داستان ځيني جوړ سو د ليکلو په دوران کې به ما دا فکر کاوه چي زه هلته موجود يم داسي څو ځايه به راغلي وي چي پر هغه صحنو به ما ورته ژړلي وي، چي هو زموږ په انساني ژوند کي دا هرڅه پېښيږي، وروسته چي زما کتابونه ولوستل سوه نو دلوستونکو د ژړيدو هم خبر سوم، بېلګه يې دا ده : يو طالب چي ما نه پيژندی د ده دستاربندۍ کارډ (بلن ليک) يې ځای ته را ته راوړی چي په هغه کارډ کي د ده نوم مولوي شامحمد ليکل سوی ؤ دغه ښاغلي داسي راته وويل : ستا دغه ناول ((ايا محبت به خپل مطلب ته ورسيږي؟))
په حقانیه کتاب خانه کي مي وکاتی، يو ځای ته چي راورسيدم ومې ژړل او کتاب مي مخ ته ونيوی تر څو ناست خلک مي په ژړا ونه پوهيږي، او دالته مي ټول ولوستی، بله بېلګه : په بوغره روډ کې زموږ دکار ځای ته د مخامخ همسايه طالب استاذ کیسه سميع الله داسي راته وکړه : طالب استاذ چي مخامخ مستري خانه لري او شعري ليکنې هم لري، دوې غرمې ډوډۍ ونه خوړل او پدغه وخت کي به يې پورته کتاب يا ناول کاته او نوره ورځ به يې د مستري خانې کار کاوه، دوهمه ورځ ماپښين يې ما ته داسي وويل : کتاب مې خلاص کړ او د دغه ناول په اخيري برخه کي د ډب کلي د صاحب زاده صاحب د زوی رنګين پر کيسه مې ډير وژړل، او ډير يې متأثیره کړم .
زما د يو بل کتاب ((د رحمت ډالۍ))چاپ  ۲۰۰۴ م  / د لنډو کيسو ټولګه ، چي چا لوستې او د ځينو له خبرو زه خبرسوی يم : محمد طاهر٫ ابدالي٬ چي ډير ښه ليکوال او اديب دی، ده يوه ورځ د ده د کوټي مخ ته داسي راته وويل : پر دغه ځای يو تعليم يافته ځوان راته ناست ؤ ما ستا دکتاب دغه کيسه چي (اوس به د نړۍ اتل ستاسي ګوټونه پالش کوي ) ورته اورول او ده را ته ژړل .  ګل خان ٫ حيرت٬ چي ډير ښه شاعر او د دوو شعري ټولګو خاوند هم دی، داسي راته وويل : ستا دکتاب دغه کيسه (چي په ژوند ميراث سول) مي زموږ د نيکه دکورنۍ يوې پاته سوې ستي (بکرې) ميرمني ته کول (لوستل) هغې به د هري خبري سره بې اختياره زما خبره داسي پريکول : وې دا خو زما د ژوند کيسه ده دغه سړی زما په کيسه چا خبر کړی . . .؟ د حيرت صاحب دغه راته کړې خبري بيا نوموړي و ځينو اخبارواو  مجلوته د چاپ لپاره  هم وسپارلې چي زما د کتاب د دوو نورو-
کيسو په اړه هم نورې خبري ورکي وې .
(اخري سلګۍ يې دي) پدې لنډه کيسه کي فتح نومی سړی خپل زوی په موټر ووهي کله چي پخپل کورکي موټر راګرزوي، حبيب الله ٫بلال٬ چي ښه ليکوال او شاعر دی، نوموړي د پورته کيسې په اړه راته داسي وويل : دغه کيسه زموږ په کلي کې پيښه سوه او فتح نومي چا يو هلک په موټر وواهه خو فتح نومی يې پلار نه بلکه اکا ؤ .دپېښې اتفاق .
قاري عبدالوهاب چي هم اديب او هم د يوې مدرسي مشر دی داسي راته وويل : موږپه مدرسه کي شاګردانو ته د وقفي په دوران کي ستا د کتاب يوه برخه اوروو.
ډاکټر او پروفيسر نصيب الله ،سيماب٬ چي ښه شاعر او ليکوال دی د يوه کتاب (بنده دروازه) خاوند هم دی او پي، ايچ، ډي يې هم پر ناول کړې ده په بلوچستان پوهنتون کي استاذ دی، چمن ته د يو سمینار لپاره راغلی ؤ او زما دویم ناول (محبت ولې ورک سو؟) ما ورکړی، څه موده بعد مي ټليفون ورسره کاوه او دا پوښتنه مې ځيني وکړه، څنګه سو کتاب دې ووايه؟  نوموړي داسي راته وويل : کله چي په چمن کې په ويګن کې کښيناستم تر کوره مي خلاص کړ، دغه کتاب ۹۹ صفحې لري .    د حقانيه کتاب فروشي خاوند قاري خالقداد داسي د پورته ناول په اړه راته وويل : د چايو ګلاس مي راته ډک کړ تر څو هم به کتاب ګورم  هم به چای کوم خو کله چي مي يو څه وخت وروسته پام سو کتاب مي ټوله خلاص کړی ؤ اوچای خو مي بيخي هېري وې، د نوموړي د خبرو د خلاصيدو وروسته دلته يو بل ناست طالب چي وروسته ما په مولوي شامحمد وپيژندی خپله کيسه داسي راته وکړه ما هم د دغه کتاب اوريدلي ؤ کور ته مي يوړی ماپښين مې بالښت ته څنګ وواهی او په کتاب مي شروع وکړه په کتاب کتلوکي داسي ورک سوم چي ځان راڅخه هېر سو کتاب مي ټول وکاتی خو اخير مي اوږو درد شروع کړی ولې چي زه د ځايه نه وم ښوریدلی نو ځکه مي اوږو درد شروع کړی .
يو بل ملګری چي هم رحمت الله نوميږي راته داسي وويل : زما سره ستا يو ناول ؤ کوم ملګری مي په دوبۍ کې اوسيدی هغه راڅخه وغوښت او ور ومي ليږی .
د پغمان تجارتي مرکز مسئول عبدالرازق ٫ عابد٬ راته داسي وويل : چين ته مې ستا دغه ناول راسره يوړی د چين کوم ښار ته چي تلم د الوتکې په (۸) ساعته سفر کي مي ډيره خوا ولوستل او پاته مي هلته په هغه خپل دفتر کي ولوست ډير ساعت مې پر تېر سو .    حاجي عبدالعزير ٫ کمين٬ چي نژدې په څلورو ملکو کي به د تجارت مرکزونه لري،  د نوموړي سره زما شناخت نه ؤ خو د ده د زامنو سره مي څه ناسته ولاړه وه، کله چي د نوموړي تجارتي دفتر ته يوه ورځ ورغلم په ډيره مينه يې له بازاره يو خاص رنګه شير يخ راوغوښتی، کله چي زما او د نوموړي لومړی مجلس لا نه ؤ پوره شروع سوی يو بل ناست مشر چي حاجي دارو٫شمشوزی٬ ما باله هغه ته يې زه او زما کتاب داسي معريفي کړلو : دا هغه څوک دی کله چي ما په تېره روژه کي مازديګر مهال يو کتاب کاته اوزه به له تاسي څخه يوې خواته سوم، هغه ما د دغه نفر (ليکوال) کتاب مطالعه کاوه، او زما د معلوماتو له مخې چي ښاغلي حاجي عبدالعزيز به زما کتابونه دوبۍ او او جاپان ته هم ورسره وړي وي .
ښه ليکوال، اديب او محقيق ښاغلي ډاکټر عبدالرؤف ٫٫رفيقي٬٬ صاحب ته چي کله ما د ناچاپ کړو پاڼو څخه د خپل ناول يوه برخه واورول، نوموړي داسي راته وويل : رحمت صاحب نه پوهيږم چي ته دا ناول په چمن کي ليکی او که په نيويارک کي، او کله چي بیا زما ناولونه چاپ سوه نو کله کله به نوموړي د تلويژن پر پرده هم ښکاره کړي وي، د ټولو دوستانو دي کور ودان وي!
د پروډيسر ښاغلي ايوب ٫٫بابي٬٬ ډيره مننه کوم چي لا مي تر اوسه ندی ليدلی، يوه ورځ په یي ټليفون داسي راته وويل : نن پر ټلويزن tv موږ ستا پر يو کتاب بحث کوو، ما ورته وويل دا ستاسي حسن نظر دی، خو نوموړي داسي راته وويل : نه دا ستا حق دی تا خواري کښلي ده . له دوؤ ريډيو ګانو څخه زما دوه ناولونه د سر څخه تر پايه پورې درې وارې نشر سوه .
پښتو ادبي تړون چي يو ادبي تنظيم دی مشر يې دا وخت عادل ٫اڅکزی٬ دی، دغه ادبي تنظيم يوه ادبي جرګه ګۍ هم لري او د جرګي غړي حاجي اخترمحمد(ميراني) محمدنبي (اميد) او زه رحمت الله (رحمت) يو، دغه تنظيم تېر کال پدې ۲۰۰۹/۴/۱۹ نيټه يو سمینار ايښی ؤ د دوو کتابو مقالې وې (لعل جواهېر) د متلو کتاب د ښاغلي شيربهادر (اڅکزي) او بل زما د کتاب (ايا محبت به خپل مطلب ته ورسيږي؟) ناول، مقاله ښاغلي انجنیر محمد نبي (اميد) پر ليکلې وه .
د احمدشا ابدالي کلتوري ټولنې لخوا د پنځو کتابو سمینار پدې نيټه26اګست2007 وسو، او په هغه پنځو کتابو کي يو زما کتاب ؤ (درحمت ډالۍ)دلنډوکیسوټولګه، چي مقاله ورباندې د پښين د سيمې ښه شاعر ګل خان (حيرت) ليکلي وه .
د مورچل د ويب سايډ د ملګري ښاغلي محمد نعيم (افغان) او انصاري صاحب يې هم کور ودان چي د خپل ادبي چوپړ په لړ کي زما دکتابو سريزي او د چاپ خبر هم په خپل ويب سايډ ندی هېر کړی .      د مشرق د ادبي پاڼې د مسئول جعفرخان (ترين) او د عبدالنافع (غيور) چي زما پر ناولو يې پوره مضمون ليکلی ؤ کور ودان،  د سعيد(کرد) د ميني پوروړی يم .
له ښايسته کندهار څخه په استازيتوب د دوو ځوانانو چي لا مي ندي ليدلي قدرت الله، او خليل احمد يادوم چي زما يو ناول به يې په يوه دوې ورځي کي لوستی ؤ او بيا به ما ته ټليفونونه کول چي هغه بل ناول به کله چاپيږي، او د محمد ابراهيم (سپيڅلي) او محمد فيضي د ادبي خدمتو هم ستاينه کوم، يوه ملګري د جلال اباد څخه ټليفون را ته وکړی چي دووهم ناول يې لوستی ؤ او د دريم ناول پوښتنه يې کول خپله هم ليکوال ؤ نوم يې راته لعل ګل ياد کړی .
تر دې ځايه چي مي کومي بېلګې وړاندې کړې د هغو پيغامو څخه ما انتخاب وکړ کوم چي ما ته را رسيدلي وو.
يوه بله خبره بايد ياده کړم زموږ د پښتو ادب د يوه ډير ښه ليکوال او اديب د خولې خبره ده، چي په موږ کې ښه ليکوال هغه دی چي کتاب يې ولوستل سي، نو زه د دې خبري په رڼا کي ويلای سم چي زما کتابونه ولوستل سوه .
پورتني مثالونه مي ځکه راوړل چي زموږ په سيمه کې يو شاعر چي لا ډير کشر دی او تر دې وخته کوم تصنيف هم نلري وکتاب يا ادب ته له ځانه معيار ټاکي نو ځکه که دی يا ده غوندي نور ثبوت غواړي ما دغه دي وړاندي کړل .
زه د پښتو ادبي ټولني چمن د ټولو ملګرو او ورسره د نورو ادبي ټولنو يا نورو ادب زوقه ملګرو چي زما کتابونه يې ولوستل يا يې مقالي ورباندې و ليکلي يا يې غونډي پر وکړلي يا يې نوم له ما څخه پاته سو، زه يې ډير کور ودانی وايم، چي زه يې و دې ته وهڅولم چي يو په بل پسي د پنځو کتابو څښتن يا ليکوال سم .
څو پوښتنو ته بايد ځواب وايم : پوښتنه : تا بايد دغه څلور سره ناولونه يو ځای يا د يوه کتاب په بڼه چاپ کړي وای؟
ځواب : کله چي ما يو ناول چاپ کړی د هغه څخه به اوه يا اته مخه ليکنه ناچاپه پاته سوه او نوره کيسه به ما پخپل فکر کي تياره بلله او ليکل سوی به نه وه ما به پر چاپ سوي کتاب د راروان يا بل ناول نوم هم ليکلی ؤ، يا به مي له ځينو ريډيوګانو واوريدی چي هغوی به نشر کاوه نو زه به يې اړ کړم چي ورپسي بل ناول هم بشپړ کړم چي داسي يو په بل پسي څلورو ناولو ته ورسيده، یعني پریوه ځاي داټوله نه وه بشپړه ، تر دې وخته د ناول يا دناولو د ليکلو يا چاپ کولويو بل لامل يا وجه دا هم وه چي دا وخت پر اسلامي نړۍ او بيل خصوص پر پښتانه ټبر او پښتنه سيمه د  یوديرشو کلو څخه د يو سازش لاندې يو ناورين راروان دی او هره ورځ د شلو کسانو څخه نيولي بيا تر دوه نيم سوه کسانو پورې د يو مسلط سوي جنګ له امله وژل کيږي چي ډير، يا ټوله يې پښتانه دي (هسي خودټول انسانیت لپاره ښه ورځ غواړم) ما نه سوای کولای چي تر دې  دې بله اسانه د بيان لاره ورته پيدا کړم يا هغه څه چي زه په پوهيږم خپل ؤلس ته وړاندي کړم  خوهغه دا دي د ناول په بڼه ورسره شريکوم .
دا خبره هم بايد وکړم چي که ستاسو د طبيعت سره نابرابره خبره په مخه درسي ضرور به راته بخښنه کوی ولې چي انساني کار خو ضرور له تېروتني خالي نه وي، د الفاظو، جملو، لهجې يا املاء غلطيو څخه به هم را تېرېږي، خو قصٌدا د چا زړه زهیریدل نه غواړم، تاسي هم کولای شی چي خپل نظر راواستوی يا يې پر ټليفون راته وواياست!دغه مي په وس کي ؤ پر دغه به قناعت راسره کوی، اميد کوم چي د خير په دعا کې به مي نه هېروی  دټول اسلامي امت  اوټول انسانیت  لپاره سمه  لار اوښه ‌ژوند غواړم  اوبس  ،پر لوی رب  مو سپارم .
رحمت الله ٫٫ رحمت٬٬ چمن
(نهم څپرکی)
د ليکوال په اړه :
که مو وخت پيدا کړی دا څو کرښې لا هم وګوری، نه پو هيږم چي له کومه ځايه يې را پيل کړم ګران او سخت کار ته راورسيدم، هغه د چا خبره تر ډيرو ګران کار دا دی چي څوک پخپله د ځان تعروف يا پيژندنه کوي ،، نو ځکه ما پخپلو وړاندې څلورو کتابو کي دغه ګران کار نه ؤ کړی او اوس اړ يم چي دا کار وکړم تر څو د بل چا لپاره مي دځان په اړه يو څه کار اسانه کړی وي تر ننه خو ما دومره پيژند ګلوي :- رحمت الله (رحمت) د انساني ټولنې د اسلامي عقيدې او پښتانه ټبر يو څوک بس ګڼل، او تر دې زيات مي ضروري نه بلل ، یولامل يې دا هم ؤ چي زموږ په سيمه او يا بل هر ځای کي لږ او ډير بې ځايه قومي تعصب سته او بې ځايه دا اور پوکل کيږي ټول ټبر ته مو تاوان دی زه ځکه وړاندې دا خبري کوم تر څو د دې ليکنې لوستونکي په هنر تر خپله ځايه ورسوم، ځکه چي د ياد سوي اور لمبي لا د پښتانه د ټبر پر شاوخوا نه دي کرارې سوي، دا رنګه زموږ د سيمې د هر وګړي په څير زما د پلار او نيکه د ژوند او مالداری سيمه د کوټي څخه تر کندهاره پوري وه او د نژدې ژوندکولو سيمه يې سپين بولدک او د ډيورين کرښي دې خوا ته د چمن سيمه وه، پدغه دواړو ځايو کي د پښتانه ټبر دغه دوه لوی قومونه لکه اڅکزي او نورزي د پيړيو راهيسي اباد دي او وګړي تر يوه حده ښه ژوند سره کوي او يو د بل سره دوستي لري، يعني دوی تریوه حده يو د بل خوريان دي، او زه هم د نېکه مرغه د پلار او نيکه څخه نسلا د دواړو قومو سره تعلق لرم يعني پلار مي نورزی او ماماګان می اڅکزی دي او يا دا سي چي زموږ کور ته ټولي را واده سوي ميرمنې اڅکزۍ دي تفصيل څه داسي زما د پلار ماماګان : براؤزي، عليزي، ، اڅکزي زما ماماګان : رحمت زي، قوت زي(قطب زي)نصرت زي، اڅکزي ،زما خسرګني :کرکزي، قوت زي(قطب زي) نصرت زي، اڅکزي، زموږ د کور دوې نورې دوستی : براؤزي، عليزي، ،اڅکزي بله : د ايمانداد نيکه (کاله) کاکوزي، بادينزي،  اڅکزي ده .
دا مي د پښتانه ټبر د دغه دوو قومونو د دوستی يوه بېلګه وړاندې کړه چي ما يې ضرورت محسوساوه، اوس زه نه پوهيږم چي زه به څرنګه د خپلو دغه دوستانو سره د کوم دليل له مخي ناحقه بد نيت وکړای سم، نو ټول انسانيت ته د انسانيت په خاطر او د حق مذهب په خاطر او پښتانه ټبر ته د دغه ټولو سپيڅلتياوو په خاطر عاجزانه خواست کوم چي د هر رنګه ناوړه کارو څخه لاس واخلی او خاص بيا دغه قومي تعصب ته د پای ټکی کيږدی، اوس به مي يو څه لار دې ته برابره کړې وي چي دا خپل کمزوری تعروف يا پيژندګلوي تاسو محترمو ته وکړم .    نوم : رحمت الله ٫تخلص ٫رحمت٬٬ د پلار نوم حاجي نظر محمد، قبیله، نورزی .ټبر پښتون  زدکړي په اذادډول د  دوولسم سره برابري ،زموږ کليوال ژوند ؤ د پيدايش نيټه دقيقه نده ليکل سوې خو د اټکل له مخي ۱۹۶۴م کال د پسرلي په موسم کي اټکل کيږي .
زده کړې مي خوري وري کړيدي چي دولسم جماعت (ټولګي) سره برابريدای سي، د خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره سره په عربي، فارسي، اردو ژبو کي ليکل، مطالعه، او ويل کولای سم انګليسي ژبه چي اوس د وخت ضرورت دی او څه نا څه پخپل کور کي د کمپيوټر انسټاليشن ته لا انسان اړ کيږي يا په کمپيوتر کي د څه ليکنې يا ايميل کولو يا دکوم ويب سايډ کتلو اړتيا سته د دغه ژبې سره هم تر خپله وسه ورسره شناخت لرم، او دغه پورته ځيني کارونه هم کولای سم، خو لارښونې ته هر څوک اړتيا لري ،که څه هم د ژوند اول کلونه مي ډير ستونزمن او ورپسي کلونه هم د کړاوه ډک راباندې تېر سويدي ولې چي والد صاحب مي سپين ږيری ؤ ،په ډيرو کمو وسايلو لرلو سره د کور د ناروغي څخه نيولې بیا د کلي او وطن و هري چاري ته مي د۱۴ کلنی څخه اوږه ورکړيده که په بازار کي د پلار تر څنګ په سوداګري کي وم، داستاذ سبق،په کلي کی لکه واده، جنازه،  دروغ رنځور پوښتنه خو مي پر وخت کول د مسجد يا جماعت لمونځ خو مي بيخي نه قضا کاوه، داسي وختونه لا هم راغلل چي کور مي د کرايي ؤ اوبه به مي هره ورځ پخپله د کوم ليري ځايه څخه راوړلې د ژوند و دې ټولو کارو ته مي د سهار له سپيدو څخه د ماخستن تر لسو بجو پورې وختونه ټاکلي وو کومي خاصي ميلې ته مي وخت  ندی پيداکړي چي زه دې ورته حاضر سم .
بيا چي وسايل يو څه زياتيدل خو مسائل نه کميدل د خپل رب شکر مي په هر حال کي کاوه، د دغه ټولو سره سره مي مذهبي زده کړې صرف، نحوه، فارسيات څه نا څه ولوستل فقه مي تر بيع هدايې پوري، او له احاديثو څخه مي مشکوة شريف ووایی .
د حجازي مقدس (سفرحج) مي لومړی ځل هم هغه وخت وکړ چي کله تاج محمد (جمالي) د صوبې وزير اعلی ؤ او پدغه کال ۱۹۹۳م کي لومړی ځل د کوټي څخه پروازونه د حج شروع سوه او پدغه کال د عرفات ورځ ۹ د ذولحجې او۳۰مي ۱۹۹۳م سره برابره وه دوهم سفر د حجازي مقدس مي په کال ۲۰۰۰م کي وکړ .،،،اوس چي سميع الله او شمس الله غټ سويدي نو دکار یوه برخه د دوی پر غاړه ده .
خدای پاک پخپل ژوند کي د ډيرو کارو توفيق راکړ د جلسې، مشاعرې، اوسمینار سټيج کول، د خپل اولس او کلي چوپړ مي ندی هير کړی په مرکه کي به ضرور چا پوښتلی يم، څو نوري خبري به هم درسره شريکې کړم که دا نوري پاڼې وګوری  .
(لسم څپرکی)
ادبي ژوند ته کتنه :
د ماشوم والي څخه چي کله په ليک لوست پوه سوم د لوستلو او ادب سره مي مينه وه څه ناڅه يو شی به مي ليکه، د خوندي کيدو فکر به يې راسره ؤ خو هغه ځيني لومړی ليکنې به را څخه تر لاس وتلي وې، وروسته بيا د (پښتو ادبي ټولنې چمن) سره راملګری سوم، چي بنسټ يې پدې نيټه (۱۹۹۷/۹/۲۷)کيښودل سو، تر دغه وروسته زه ورسره ملګری يم . په ټولو سمینارو او يا غټو مشاعرو کي زه د غړي او يا دکابيني د غړي په حيث ورسره وم، مياشتنی غونډې هم تر ډيره ځايه ندي راڅخه پاته سوې .
۱۲/۱۹۹۷/۱۴ د ټولنې لومړی سوګند اخستل اولومړی مشاعره ځای د ښاروالي تالار (د چونګی هال) ماپښين مهال، تلاوت :محمدظاهر (ابدالي) وکړدکابيني غړي : صدر نعمت الله (دراني) ،جنرل سکرټرمحمدنبي (اميد)،پانګوال سلطان محمد(قدردان)، مشر ميلمه حاجي نصير احمد (پاچاخان)، سوګندعبدالرؤف (رفيقي) صاحب ورکړ، صدارت دمجلس د سيدضياءالدين اغا(لاجوري) وو، او د تجارتي څانګي مشر حاجي محمدعلي اکا ارواښاد جمال عبدالناصر او ډاکټر عبدالصمد(عشيزي) هم ګډون درلودی .او دغه ښاغلو خپل شعرونه واورول، سټېج سکرټري صديق الله (خوشحال)، منظوراحمد (کاظم)، عبدالعلي (سنګين)، سرانان والا، اميرمحمد (اميدوار)، احمدالله (همت)، عبدالخالق (صوبه سرحدوالا)، راقم ،رحمت الله (رحمت)، محمدنبي (خادم)، سلطان محمد (قدردان)، محمدظاهر (ابدالي)، ډاکټر عبدالرؤف (رفيقي) دڅرک پڅار څخه اوږد نظم ووایه، سيدضياءالدين اغا لاجوري) انجنیر محمدنبي (اميد) ويناوال د مجلس صدر، مشر ميلمه نعمت الله (دراني) .،  ټولنې د يو کال په پوره کيدو سره يې ډيري غونډي او مشاعري وکړلي چي د يادوني وړ سمینار يې د دوو کتابو (ګلدره) شعري مجموعه ليکوال يې د پښين د سيمې ګل خان (حيرت) دی او (تاتمول) شعري مجموعه ليکوال يې د چمن د سيمې شفيق العالم ( معذوريار) دي«اواوس په کوټه کي میشت دی » دغه سمینار يا مخکتنه  پدي نيټه۱۹۹۸/۵/۳ وسوه .پر (ګلدره) باندې يوه مقاله د راقم الحروف هم وه او پر (تاتمول) باندې يوه مقاله د ملا عبدالصمد (بيوس) وه، د هر کتاب مقاله ليکونکي ټول دغه.ښاغلی  وو:د ګلدرې مقاله نګاران : نعمت الله (درانی) ،رحمت الله (رحمت)، شفيق العالم (معذوريار)، ډاکټر لياقت (تابان) .د تاتمول : ګل خان (حيرت)، خليل (باور)، محمود(اياز)، او ملا عبدالصمد (بيوس) پر هر کتاب څلور څلور مقالي واورول سوې، په راغلومشرانو کي پروفيسر سيال (کاکړ) هم ښه وينا وکړه، ښاغلی نصيب الله (سيماب) او رحمت (نيازی) هم راغلي وو .مشر ميلمه يې ډاکټر عبدالصمد(عشېزی) او سټېج سکرټر يې صديق الله (خوشحال) ؤ ، ورپسي يوه خوندوره مشاعره وسوه، ځای ؤ دچمن د لوی ښونځي تالار، لوی روغتون ته مخامخ، ډاکټر (رفيقي) د حج په سفر تللي ؤ .
پدې نيټه  ۲۷/۹/۱۹۹۸د ټولنې لومړۍ کليزه ولمانځل سوه د لوی ښونځي په تالار کي .
اوس غواړم چي د ټولنې د نورو ټاکنو ترتيب وليکم .
دويم ځل ټاکني د ټولنې په دفتر کي وسوې  دټاکنو په ډله کي حسين پاچا، محمد داود او محمد قسيم (بريالی) وو نيټه۱۹۹۸/۱۰/۱۸دغه کابينه وټاکل سوه د دويم وار لپاره بيا صدر نعمت الله (درانی)، جنرل سکرټر انجنیر محمدنبي (اميد)،  مرستيال صدر محمدنبي (خادم)، مرستيال سکرټر رحمت الله (رحمت)، پانګوال عبدالرازق (حقيار) .
دوهم ځل د سوګند دستوره : ۱۹۹۸/۱۲/۶ځای بينډار، سوګند ورکونکی روح الله (ساقيار)، وخت مازديګر، يو بل کال لا نه ؤ پوره سوی چي د ۱۹۹۹داکتوبرپه ۱۲نيټه د ټولنې لومړی صدر نعمت الله (دراني) له موږ څخه پر ځوانۍ ولاړی روح دې ښاد وي، په بابايي هديره مرده کاريز کي و خاورو ته وسپارل سو .
د ارواښاد ياد غونډه، خيرات، ختم او مشاعره د ټولنې ملګرو په لوی ښونځي کي ترسره کړه .
په کامرس سړک باندې د ټولنې دفتر په اګست 2000م کي پريښودل سو، بل ځل ټاکني په ۴نومبر ۲۰۰۰م د ميراني صاحب په دوکان ټرنچ سړک کي ترسره سوې او دغه کابينه وټاکل سوه .صدر : ډاکټر عبدالرؤف (رفيقي)، لومړی مرستيال حاجي اختر محمد(ميراني)، دويم مرستيال حبيب الله (بلال) جنرل سیکرټري(راقم) رحمت الله (رحمت)، پانګوال عبدالرازق (حقيار) .
دغه ځل د ټولني دريمه کليزه ۲۰۰۰/۹/۲۷م پدې نيټه ونه لمانځل سوه او دوخت په تېريدو سره بيا په دغه نيټه۲۰۰۲/۳/۲۵م دغه کابينه وټاکل سوه .
سرپرست اعلی : عبدالرؤف (رفيقي)، صدر محمد نبي (اميد)، د صدر مرستيال : راقم الحروف رحمت الله (رحمت)،دويم مرستيال : نوراحمد (فطرت)،جنرل سکرټري :عادل سيدجان چي اوس په عادل (اڅکزي) ياديږي، د سکرټري مرستيال : رحم الدين (رحماني)، د اطلاعاتو مسئول : نصرالله (وفا)  .
پښتو ادبي ټولنې چمن په خپل ټول وخت کي اونيزي، مياشتنۍ، پسرلنۍ مشاعري او سمینارونه وکړل او د ځينو هغه ليکوالانو په وياړ يې هم مشاعري وکړې څوک چي چمن ته راغلل،د دغه کتابو مخکتني يې وکړلي، تاتمول، ګلدره، د صليب په دايرو کي مات وزري زاڼي ژاړي، او پښتني انځور ، زه به يې لږ يادونه وکړم .
۲۰۰۰/۵/۲۱م سمینار مخکتنه د پروفيسر رازمحمد (راز) پر کتاب (مات وزري زاڼي ژاړي ) ځای د لوی ښونځي تالار، پدغه سمینار کي و راقم الحروف ته د ښاغلي رحمت شاه (سائيل) ليکنه ورکړل سوې وه د اورولو لپاره .
۲۰۰۱/۵/۵م د ښاغلي غلام رسول (توخي) صاحب په وياړ ځای کتابتون، سټج په وار سره دغه کسانو وکړ ،
راقم،رحمت الله ،رحمت، ، حبيب الله (بلال) او انجنر محمدنبي (اميد) .پښتو ادبي ټولنې چمن خپل دفتر په اګست 2000م کال کي پريښاوه، تر دغه نيټي څو مياشتي مخکي دوه نور درانه ميلمانه چمن ته راغلل،د پيښورسه د پښتو عالمي کانفرنس مشر ښاغلی رازمحمد(راز) صاحب ، د ده سفر پدې موخه ؤ چي څه موده وروسته يې د پښتو عالمي کانفرنس د جوړيدو لپاره د اديبانو سره وویني کله چي موږ د ټولني په دفتر کي مازديګر قضاء کښيناستلو نوموړي دغه وينا کوله او ما د وينا ليکل کول خو د بده مرغه اوس هغه ليکنه ماته په لاس رانغله چي ما د ده  د بيان توري دلته راوړي وای يا نوري خبري .
او بل ګران ميلمه ورسره جنرال عبدالصمد(مومند)ؤ چي د ده موخه بيا سفرنامه ليکل وو او دغه ښاغلي بيا خپله سفرنامه پدې نامه (هر تپې ته د جرګو سره ځم) چاپ کړه ۲۰۰۴م، او دغه د (رفيقي) صاحب سره ميلمستيا او دملګرو سره ليدل يې پدغه سفرنامه کي ياد کړيدي، کله چي دغه ميلمانه ډاکټر عبدالرؤف (رفيقي) ته راغلي وو نو نوموړ ي ماته د تار په ټليفون د ميلمنو د راتګ وويل زه هم له خپل ځای څخه بنک ته ورغلم هلته د ملاقات وروسته بينک ته مخامخ د ټولني دفتر ته وختلو، د دغه ښاغلو رازمحمد(راز) صاحب او جنرال عبدالصمد (مومند) (رفيقي) صاحب بل (ميراني) صاحب چي لږ مخکي ما خبر ورکړی وو .
«او (رفيقي) صاحب وايي غلام سخي (نوريوال) هم دغه وخت حاضر مجلس ؤ، خو دغه ښاغلی دغه وخت زما هېر دی خو موږ دغه پنځه کسان هلته کښيناستلو تر څه وينا وروسته مو د ماښام لمونځ دلته په جماعت ادا کړ چي امامت يې ما وکړ، تر لمانځه وروسته مو يو څه مختصر کلام هم سره واوراوه .
۲۰۰۱/۵/۲۲م د پښين څخه د راغلو ليکوالانو عبدالباري ( اسير) او شامحمد (درويش) په وياړ، وخت ماذيګر ځای کتابتون،سټېج سيکرټري راقم الحروف رحمت الله (رحمت)،دصدارت پرمقام عبدالروف ،رفقي،عبدالباري اسیر،اوشامحمددرویش،ناست وو  تلاوت سیدمحمدشاایشانآغاوکړدغه ښاغلو خپل کلام واوراوه محمدطاهر،علی اکبرزخمی،،راقم،رحمت الله ،رحمت، نصرالله (وفا)، عبدالباري (غريب) لومړی وار،ایشان اغا، شيرباز( افغان)دلته لومړی وار، غلام سخي (نوريوال)، سلطان محمد (قدردان)، حاجي اختر محمد ( ميراني)، عبدالاحد(مهاجر) محمد ظاهر (ابدالي)، روح الله (ساقيار)، شامحمد (درويش)، حاجي عبدالرؤف ( رفيقي)،او عبدالباري (اسير).
۶جون ۲۰۰۱م د پيښور څخه د راغلي شاعر او ليکوال ښاغلي اشرف (مفتون) په وياړ، ځای کتابتون ،وياند
(راقم ،رحمت الله ،رحمت
۲۰۰۱/۱۲/۲۲م د خوشحال بابا د څلورسوم تلين به مناسبت .
په۵می ۲۰۰۲د ارواښاد نعمت الله (دراني) په ياد کي مشاعره او د نوو ټاکل سوو غړو سوګند مراسیم ترسره سوه .
۲۴/۳/۲۰۰۲د پسرلي په مناسبت مشاعره مشر ميلمه يې د ضلعي پخوانی چرمين حاجي فيض الله (نورزی) وو، د مشرتابه پر ځای ورسره د ټولنې صدر ډاکټر عبدالرؤف (رفيقي) کوربه صدر محمد نبي (اميد) او بل ميلمه د حمزه بابا د کلي ښاغلی شريف الله ؤ، وروسته شفيق الله (معذوريار) هم د مشر تابه ځای ته راغلی، حاجي نصير احمد (پاچاخان) نه ؤ راغلی که څه هم موږ د ده نوم په دعوت نامه کي چاپ کړي ؤ، سټېج د( راقم) رحمت الله ،رحمت پر غاړه ؤ .
۲۰۰۲/۸/۴م په وياړکي د دغو ښاغلو ميلمنو د کراچي څخه محمد طاهر (اپردی) دپيښور څخه حنيف (خليل) او د کوټي څخه خليل (باور) او علي کميل (قذل باش) راغلي وو، د مشرتابه پر ځای ډاکټر عبدالرؤف (رفيقي) او انجنیر محمد نبي (اميد) ناست وو، د وياندي چاري د راقم رحمت الله ،رحمت پر غاړه وې، ځای کتابتون، وخت د سهار لس بجي، دغه مشاعره په ډير کم وخت کي موږ برابره کړه .
او بيا دغه ښاغلي زما دذاتي ملګري او د ټولنې د غړي رحم الدين (رحماني) په ملګرتيا او تقريبا د ده په موټر کي د ويش (بیش)بازار ته بوتلل سوه او ياد سوي ملګري هلته د ويش په هوټل کي د غرمي ښه ډوډۍ هم ورکړي وه، چي د هغه ټول جريان تصويري البم زما مخ ته پروت دی، چي د مشاعري څخه نيولي بیا تر هوټله پوري دغه عکسونه د دې چوپړ شاهيدي ورکوي .او بل لوري ته مي د ښاغلي حنيف (خليل) هغه کتاب هم پروت دی (د سپين بولدک په لور) سفري راپور تاژ چاپ کال ۲۰۰۳م خو ښاغلي حنيف (خليل) زموږ د مشاعري او ادبي چوپړ ذکر يواځي په اوو(۷) ليکو کي پر ۵۴ صفحه کړیدي.
زموږ د ټولو ادبي ملګرو څخه د (رفيقي) صاحب سه علاوه يواځي د( اميد) ذکر کړی دي کاش چي ده زموږ د ټولنې د څلورو يا پنځو ملګرو نومان خو ياد کړي وای!
او نژدې دغه مشاعره ډيره زما په منډه ورته جوړه سوه کاش چي يو څه د دغه ليکوال دغه چوپړ ته پام سوی وای!
و دغه بيړنۍ مشاعري ته ليکوال هم حيران ؤ په صفحه ۵۴ کي داسي اقرار کوي -
(دامشاعره پدې لحاظ هم منفریده وه چي په لږ وخت کي ډير شاعران او زيات سامعين راجمعه سوي وو)
مګر چا چي دغه چوپړ او درناوی ورته کړی وو، د هغو پر نومانو يا نوم ياديدو يې قلم وچ سوي وو،افسوس ،
مګر بل اړخ ته بيا چي ښاغلی حنيف (خليل) په کوټه کي د ښاغلي کميل کورته ورځي د خپل کتاب به صفحه ۵۹-۵۸کي بيا د دوو ماشومانو(ايرج او ائیمه ) يادونه په دولسو ليکو کي بيانوي .
اوس تاسو د دغه استاذ د انصاف موازينه خپله وکړی، داسي د چمن پښتو ادبي ټولنه او ورته جوړه کړې مشاعره او يو زيات شمير شاعران او مينوال، ده يې  ذکرپه اوو(۷) ليکو کي وکړی او دوه نومان يې ورڅخه ياد کړی لکه (رفيقي) صاحب او (اميد) صاحب ، او بل لور ته د کميل په کور کي دوې ماشوماني (ايرج او ائيمه) د دواړو نومان يادول او دولس ليکي د کتاب نيسي، نو ځکه ويلای سم چي نه به پښتو پرمختګ وکړي اونه پښتانه که دغه حال ؤ .
داسي پيښي مي نو ډيري وليدلي ځکه يې ليکم تر څو چي دغه د خپلي خوښي د لیکني يا څه کولو دود راڅخه پاته سي .
پر ما د ښاغلي حنيف (خليل) نثر خوږ لګيږي، دی په تحقيق کي ښه لاس بری دي خو زما دغه ليکنه به دی د يوي ګيلي په شان مني نه د بدل اخستو په رنګ، ما ښاغلي ته د قائد اعظم يونيورسټي اسلام په درک خپل دا ناول (محبت ولې ورک سو؟)هم ور واستوی خو د رسيدو درک يې رامعلوم نسو .په۷می۲۰۰۲د ښاغلي عبدالباري (جهاني) په وياړ يوه خوندوره مشاعره، د وياند چاري د راقم رحمت الله ،رحمت او عادل (اڅکزي) پر غاړه وې .
۲۰۰۳/۴/۶م د يادوني وړ سمینار چي دکتاب (پښتني انځور) مخکتنه کي وسوه ليکوال يې د پښين د سيمې تکړه شاعر محمدنعيم (ازاد) وو، پر دغه کتاب د راقم الحروف مقاله هم وه، وروسته يوه خوندوره مشاعره وسوه، په راغلو ميلمنو کي پروفيسر  رازمحمد (راز)، پروفيسر فیض محمد ( شهزاد)، عصمت الله ( زهير) او نور ښاغلي . . .
سټېج د راقم الحروف  پر غاړه ؤ، ځای کتابتون، شروع ماپښين تر ماخستن پوري دوام درلودی راغلي ميلمانه د شپي پښين ته رخصت شول، دچمن د سيمې ځوان ليکوال يارمحمد (سيال) د ټولنې و سمینار او مشاعري ته په دغه ورځ لومړی وار راغلی ؤ.اودښاغلی غلام سخی ،نوریوال،مقاله حیرت صاحب واورله
پښتو ادبي ټولنې چمن پخپل وار ډيري لاسته راوړني درلودې چي د ملګرو په افتکار د سلام بابا کتابتون مينځ ته راغلی، چي د دغه خدمت په سرلارو کي ارواښاد نعمت الله (درانی) او ډاکټر عبدالرؤف (رفيقي) د نورو ملګرو تر څنګ يادولای سم، او دغه کتابتون د افتتاح په ورځ د ټولنې ملګري، د منطقي مشران او حکومتي چارواکي حاضر ؤ، راقم الحروف د نورو ملګرو تر څنګ ناست ؤ، د هغه وخت د ضلعي د حاکم ډي، سي او ښاغلي شفيع (کاکړ) مرسته په دغه کار کي د نه هيريدو ده چي په ډي، سي، او، دفتر کي منظوري ورته ورکړه، بلکه دغه ښاغلی به زموږ سره په سمینارو يا مشاعرو کي هم برخه اخيستل کور يې ودان .
د دې لپاره چي ځيني ملګري راڅخه ګيله ونګړي چي زموږ نومان دې نه ؤ ياد کړي، د مياشتو کال او دوه کالو په تېريدو سره چي نور ملګري ټولنې ته راغلل هغه دغه ښاغلي وو .
رحم الدين (رحماني)هوتک قانع) عبدالرزاق (حقيار)، حبيب الله (بلال)،حبيب الله (تږی) عادل (اڅکزی)، نصرالله (وفا)،قاري روی محمد (مجاهد)، نعمت الله (پښتون)، عبدالهادي (شاکر)، سردارمحمد (مين)، غلام سخي (نوريوال)، يارمحمد (سيال)، ملا عبدالباري (مدني)، عبدالوهاب (ولي) او مطيع الله (شاهين) .........
۲۰۰۳/۵/۳۰م يو بل مازديګری او خوندوره مشاعره د کندهار څخه د راغلو تکړه ليکوالانو محمدسرور (واصيل)، حسن (يار) او تاج محمد (تابع) په وياړ تر سره سوه، ځای کتابتون، سټېج يا د وياندوی چارې د، راقم، رحمت الله،رحمت ،پر غاړه وې، رفيقي صاحب د ميلمنو سره د صدارت پر مقام ناست ؤ، د مشاعري په دوران کي شېربهادر (اڅکزي) په لومړي وار د ټولنې پر سټېج خپل کلام او وينا واورول .
۲۰۰۳/۳/۱۶م ټولنې اخیر ځل دا ټاکني وکړې، ځای رحمت ټال مال سړک چمن
د ټولنې مسئول : ---------------------  عبدالرؤف (رفيقي)
جنرل سکرټري :  ----------------------    رحمت الله (رحمت)
مرستيال مسئول : ------------------------   عادل (اڅکزی)
مرستيال سکرټري : -----------------   روی محمد (مجاهد)
پريس سکرټري : ---------------------------  نصرالله (وفا)
پدغه ورځ د کوټي څخه راغلی ميلمه ليکوال او شاعر ښاغلی ګل خان (حيرت) زموږ د مجلس اعزازي ميلمه ؤ .
پښتو ادبي ټولني چمن که وخت په وخت سمینارونه او مشاعري يا د ليکوالانو په وياړ مشاعري کولي، خو کله کله به يې د پښتو ژبي په تللو ستورو پسي دعاوي هم کولي .
۲۰۰۴/۴/۱۱م کال مياشتنی ناسته ځای د رحمت ټال مال سړک زوړ ګنج چمن، مازديګر ۵ بجي صدارت د عبدالرؤف (رفيقي) د ټولنې د صدر، کوربه او وياند رحمت الله (رحمت) د ټولنې عمومي منشي، تلاوت کونکی سلطان محمد (قدردان) د ټولنې غړی، غلام سخي (نوريوال) غړی، حميدالرحمن(مومند) سپاهيFC، لومړی ځل يې زموږسره ګډون وکړ،د غونډي په پای کي رحم الدين (رحماني) راورسيدی، دمشاعري په پای کي پدې ښاغلو پسي دعا وسوه ارواښاد: محمد صدیق ادبيار)، اشرف (مفتون)، نښتر صاحب او محمد يوسف ( ويران)، څه موده وړاندې دغه ښاغلي له دنيا څخه کوچيدلي وو روح دې ښاد وي، دعا راقم الحروف وکړه او ملګرو (آمين) ورباندې کاوه .
يوه يادونه بايد وکړم چي د پورته سمینارو يا مشاعرو نيټه ډيره دقيقه ليکل سو یده، خو ځيني مياشتنی يا څه غټي مشاعري مي ځکه ونه ليکلي تر څو پر لوستونکو ونه غميږی کيدلای سي چي بيا ټول تاريخ د ټولنې زه عليده د کتاب په بڼه چاپ کړم .       په ځينو ځايو کي خو ما د ځينو ملګرو هغه د دوی علمي القاب لکه ډاکټر ليکلي او په ځينو ځايو کي مي ندي ليکلي يا دډ ير تکراره په وجه يا په دې چي په هغه وخت کي به دوی دغه د ډاکټری امتياز لاس ته نه ؤ راوړی، هيڅ کله دې څوک د هغه نيټې څځه دا مأخذ نه اخلي چي پلانی صاحب پدغه وخت کي ډاکټر ؤ ولې چي دلته ده په ډاکټر ليکلی دي، ما که ليکلی دی هغه دغه درې ښاغلي دي : رفيقي صاحب، سيماب صاحب، او قذل باش صاحب چي په وار سره يې د دوکتري د حاصلولو دغه نيټې دي :رفيقي مقاله په افغانستان کی اقبال  پژندنه نيټه :2005م ، سيماب موضوع :پښتو اوتنقید نيټه :9جنوری-2009،قذل باش موضوع نيټه :
پښتو ادبي ټولنه چمن چي پدې نيټه ۱۹۹۷/۹/۲۷يې بنسټ کښيښول سو او لومړی سوګند او مشاعره يې پدې نيټه ۱۹۹۷/۱۲/۱۴ ترسره کړه .
ورسره يې د دفتر د برابريدو او ملګرو ته د غړيتوب (رکنيت) د جوړيدو کار هم پيل کړ، د غړيتوب فيس(۱۰۰) سل روپۍ وو او ورسره به هر غړي (۵۰) پنځوس روپۍ مياشتانه (چنده) هره مياشت هم ورکول تر څو د ټولني غړي معلوم وي او له دغو پيسو څخه د دفتر کرايه او نورو مصرفو کار واخيستل سي که به يو چا لومړۍ ورځ تر (۱۰۰) سل روپۍ زياتي ټولني ته ورکړې نو سل روپۍ يې دغړيتوب فيس او زياتي پيسي يې د مياشتنيزي (چاندي) په حساب کي شمارل کيدي .
يو غړی که به يوه مياشت خپلي پيسي ټولني ته ورنکړې نو په بله مياشت کي به يې د دواړو مياشتو پيسي ادا کړې .
د دې کار پيل نيټه ۱۹۹۷/۱۱/۲۶ او اخيري نيټه یې ۲۰۰۰/۸/۲۳وه، خو له دغه وروسته يوه بيړنۍ مياشتنيزه (چانده) ټولني  ته  دغه غړو  ورکړ ه. :محمدنبي (اميد)، عبدالرؤف (رفيقي)، رحم الدين (رحماني)، سلطان محمد (قدردان)،راقم، رحمت الله (رحمت) نيټه ۲۰۰۲/۱۱/۱ او روی محمد (مجاهد) ۲۰۰۲/۱۲/۱۷ تر دا وروسته بيا کوم غړي داسي چانده يا مياشتنيزه پيسي ندي ورکړې چي هغه دې په کتاب کي نويشته وي يا دې نوموړي ته رسيد ورکول سوی وي .
دا ټول معلومات د ټولني له هغه کتاب څخه کوم چي (۷۸) صفحي لري، اود تصديق لپاره د دې ښاغلو لاسليکونه د کتاب پر اوله صفحه سته،دارواښاد نعمت الله (درانی)، سلطان محمد (قدردان)، (راقم) رحمت الله (رحمت) .اود د غه کتاب له مخي چي د ټولني درج غړي دي او دغړيتوب ورکړه(فيس) يې ادا کړی دی هغه دا غړي دي .دټولني دکتاب په ترتیب :

ددرج تاريخ     نوم    نمبر    ورکړي روپي
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    نعمت الله (درانی)    ۱    ۲۰۰
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    محمدنبي (اميد)    ۲    ۲۰۰
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    عبدالرؤوف (رفيقي)    ۳    ۲۰۰
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    محمدنبي (خادم)    ۴    ۲۰۰
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    محمدايوب (اڅکزي)    ۵    ۲۰۰
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    صديق الله (خوشحال)    ۶    ۲۰۰
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    محمدشفيق    ۷    ۲۰۰
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    محمدرفيق    ۸    ۲۰۰
۲۶/۱۱/۱۹۹۷    احمدالله (همت)    ۹    ۲۰۰
۱۹۹۷/۱۲/۱    ډاکټرعبدالصمد    ۱۰    ۱۰۰۰
۱۹۹۷/۱۲/۲    سلطان محمد(قدردان)    ۱۱    ۲۰۰
۱۹۹۷/۱۲/۸    غلام داؤد    ۱۲    ۱۵۰
۱۹۹۷/۱۲/۱۶    محمدظاهر (ابدالي)    ۲۲    ۲۵۰
۱۹۹۷/۱۲/۲۲    محمد يونس    ۲۵    ۱۵۰
۱۹۹۷/۱۲/۲۵    رحمت الله (رحمت)    ۲۹    ۱۵۰
۱۹۹۷/۱۲/۲۶    شفيق العالم    ۳۰    ۲۵۰
۱۹۹۸/۲/۳    اسدالله صاحب    ۴۶    ۱۵۰
۱۹۹۸/۲/۵    عبدالعلي    ۵۲    ۲۰۰
۱۹۹۸/۱۲/۱۳    محمدنسيم    ۵۸    ۱۵۰
۱۹۹۸/۱۲/۱۸    محمدقسيم    ۵۹    ۱۵۰
۱۹۹۸/۳/۱    رحم الدين (رحماني)    ۶۵    ۱۵۰
۱۹۹۸/۳/۴    عبدالرازق (حقيار)    ۷۲    ۱۵۰
۱۹۹۷/۳/۴    فیض الله (شاهين)    ۷۳    ۱۰۰
۱۹۹۸/۳/۶    عبدالرحمن جان (ارماني)    ۷۴    ۱۰۰
۱۹۹۸/۳/۹    حبيب الله صاحب    ۷۷    ۱۵۰
۱۹۹۸/۱۰/۱۸    حبيب الله (بلال)    ۱۰۶    ۱۵۰
دغه ټول (۲۶) شپږويشت غړي سو. صفحه (۱۲)دټولني کتاب،
دغه يادو سوو کسانو د پښتو ادبي ټولني چمن غړيتوب اخستی او ورسره يې په يادو سوي کتاب کي مياشتنيزه پيسي ادا کولي . وضاحت : يو نوم محمد رفيق چي د دغه نامه سره په نورو صفحو کي (افغان)تخلص سته، دا ښاغلی حاجي محمدرفيق (افغان) ولد وکيل حاجي محمد صديق اکا دي، مياشتنيزه پيسي يې ټولني ته ورکولي خو په غونډو کي يې ډيره برخه نه اخستل . ډاکټر عبدالصمد چي نويشته دی دا ډاکټر عبدالصمدصاحب (عشېزی) دی، په (۳۰) نمبر شفيق العالم ليکلی دی دا ښه لیکوال شفيق العالم (معذوريار) صاحب دی،«چي داوخت یې کلیات دچاپ انتظارکوي»
په (۲۹) نمبر رحمت الله (رحمت) ليکلی دی چي دا زه يم او اوس په چمن کي تر ما په عمر کشر يو بل رحمت الله (رحمت) هم پيدا سوی دی، چي لا دکوم تصنيف خاوند ندی . کیداي سي چي بل هم پیداسي یادغه ملګری خپل دغه تخلص واړوي ،
اسدالله په (۴۶) نمبر ليکلی دی وروسته د ټولني په کتاب کي د (کمين) تخلص ورسره ليکل کيږي دا ښاغلی زما له ياده وتلی دی، په (۷۷) نمبر حبيب الله صاحب ليکلی دی دا حبيب الله (تږی) ثاني دی، د ټولني د غړيتوب په کتاب کي پورته (۲۶) کسان د غړو په حيث نويشته دي .
پدې صفحه (۲۴)-نیټه،۱۹۹۹/۱۰/۲۸ نمبر (۲۰۵) دا نوم ليکلی دی حاجي اختر محمد (۲۰۰) روپۍ خو د دغه ښاغلي سره ممبرشيپ ،غړيتوب اوتخلص ندی ليکلی فکر کوم چي دا ښاغلی به حاجي اخترمحمد (ميرانی) وي  .
چي بيا په صفحه (۳۰) نمبر(۲۴۶) تاريخ ۲۰۰۰/۴/۲۹ په پوره نامه او تخلص داسي ليکلي دي (حاجي اختر محمد٫ميراني٬          شل کتابونه)،دا نوموړ ي دغه کتابونه د بازار څخه پخپلو پيسو رانيولي او ټولنه ته يې ورکړه چي لا تر اوسه هم دغه کتابونه د ټولني په ارشيف کي پراته دي .
بايد يادونه وکړم چي د ټولني دغه کتاب او غړيتوب د ارواښاد
نعمت الله (دراني) او وروسته د عبدالرازق (حقيار) او زما په قلم نويشته لري، دا پورته (۲۶) نومان هم د مرحوم په قلم د ټولني  په کتاب کي نويشته دي، د ده تر مرګ وروسته ياد سوی کتاب د ټولني د نورو شيانو سره د عبدالرازق (حقيار) سره ؤ، او وروسته د ټولني د نورو شيانو سره ماته وسپارل سو .
تر دغه يادو سوو کسانو وروسته بيا موږ کوم ملګري ته د رسمي غړيتوب پرچۍ نه ده ورکړي، نور ملګري به چي ټولني ته راتلل فکر کوم چي دا به نو اعزازي غړي وو، او يا مستقل خو غړيتوب به يې نه ؤ ليکل سوی، د ټولني په ياد سوي کتاب کي چي هر چا غړيتوب تر لاسه کړی دی د هغه د نامه او پيسو سره دا الفاظ ليکلي دي (ممبرشيپ فيس) که به چا نوره مرسته کړې وه د هغه سره به بيا (عطيه) ليکل کيده .
د پښتو ادبي ټولني چمن په مشاعرو يا سمینارو کي د مشر ميلمه په حيث وخت په وخت برخه اخستونکي دغه ښاغلي وو.
حاجي نصيراحمدپاچاخان : ----------- پخوانی صوبايي وزير  
حاجي جلال الدين   خان :    - پخوانی ،ناظم، تحصيل چمن ، حاجي  نذرجان   اکا :-----   ----- پخوانی ناظم، تحصيل چمن
مرحوم (جمال عبدالناصر،کاکړ):----- د چمبر اف کامرس مشر
ډاکټر ثاقب (عزيز):----------------- د ضلعی (ډي،سي،او)
فيض الله خان (نورزی) :------------  پخوانی چرمين د ضلعي
عبدالصبور(کاکړ) :------  هغه وخت دتحصل  چمن (ای ،سي)
حافظ عبدالباسط (بلوچ) :--------- د چمن  تحصل (ای، سي)
ډاکټرعبدالصمد(عشېزی) :----- د دولتي روغتون مشرهم سو
خان امان الله  خان :--------------------------- قبائيلي مشر   
حاجي کرم خان اکا :------ د پيپلزګوندسره اړوندقبائيلي مشر  
د صدارت مقام ته به دا ښاغلي هم رابلل کيدل پروفيسر عبدالرشيد صاحب (رودي)، پروفيسر عبدالقادر صاحب، پروفيسر محمد طاهر (چوهدري)
په مينوالو کي به دا ښاغلي هم راتلل : حاجي ميرعالم، حاجي عبدالشکور، مرحوم ډاکټر حبيب (د وخت ډي،سي،او)، شفيع(کاکړ، ملک عبدالخالق (اڅکزی)، اصغرخان (اڅکزی)، ګل خان (اڅکزی)، نظر محمد (درمان )، چي وروسته دغه ښاغلي د نورو ټولنو پر دريځ ښه ترنوم وايه، ښاغلي هدايت الله، عبدالرشيد، عبدالکريم، عزیزالله، ډاکټر رمضان اسحاق  (معلومات دخپلولیکنو اودټولني له تاریخچي څخه ).
ماچي ځيني مقالي ليکلي دي یاناچاپ کتابونه:
يو څو یي دغه دي
۱: پرکتاب ګلدره، مصنف ګل خان (حيرت) سمینار ۱۹۹۸چمن
۲: پرکتاب طلب مذهب، مصنیف قاضي ملاعبدالسلام بابا، دغه سمینار د پښتو ټولني چمن څخه هغه وخت پاته سو.
۳: پرکتاب : دوه زرم  کال دوه زره اقوال، ناچاپ کتاب د حاجي اختر محمد( ميراني) دا مقاله په کتاب کي چاپيدل .«مګردغه کتاب لا تراوسه نه سوچاپ »
۴: پدې نيټه (۱۰) مارچ۲۰۰۲م د پاکستان په برابر يو لوی سمینار د (چمبر اف کامرس) لخوا په چمن کښتم (ګمرک) کي د ياد سوي تنظيم چي هغه وخت یي صدر ارواښاد جمال عبدالناصر او سرپرست اعلی حاجي محمد علي اکا وو د دوی په غوښتنه ما دا مقاله ليکلي وه، پدغه ورځ يوه مقاله په انګريزي وويل سوه دويمه مقاله د عبدالرؤوف (رفيقي) وه په اردوکي، دريمه مقاله زما وه په پښتوکي زما دمقالي د اورولو وخت (۲۰) دقيقې (مینټه) ؤ، و ياد سوي سمینار ته د صوبي د وخت ګورنر ښاغلی جيټيس (ر) اميرالملک منګل صاحب او د صوبي وزيران : محمد علي (جوګيزی)، مرحوم قاسم خان (اڅکزی)، ميرمن بروچه او پنځه نور وزيران، د ټول پاکستان به برابر نور ميلمانه اودچمن ښار سرکاري حکام او د ښار معزز مشران راغلي وو، د ماپښين پر ۲:۳۰بجو دغه سمینار پای ته ورسيدی، او دغه وخت د ضلعه قلعه عبدالله چمن ناظم صلاوالدين (اڅکزی) ؤ .
۵: مقاله :پرکتاب (پښتني انځور)مصنیف محمد نعيم (ازاد) صاحب سمینار په چمن کي ۲۰۰۳/۴/۶م د پښتو ادبي ټولني چمن لخوا .
۶: مقاله :پرکتاب (د سپوږمۍ سره خواله)مصنف ډاکټر عبدالرؤف (رفيقي) صاحب سمینار ۲۰۰۴/۹/۴م په زيارت کي .
۷: د پسرلي په اړوند مقاله .
۸ : څو نوري ادبي ټوټي، دا اته سره يادي سوي ليکني ناچاپه پاته دي . «ناچاپه کتابونه :
۹: (پيرزويني) د لمانځه طريقه ده، د ليکلو وروسته مي د څو علماوو تصديق پر واخيست، يو کيسټ مي هم څوکاله مخکي ورڅخه جوړ کړ او د دوه زره څخه زيات کيسټونه به زما يو ملګري مفت تقسيم کړي وي، کتاب يې ناچاپ دی ،
۱۰: (د حج سفر) دا د حج زده کړه ده کتاب يې ناچاپ دی خو کيسټ يې په  بازار کي سته چي ما ورڅخه جوړکړیدی .
۱۱: ارمانونه، ۱۲ : د رحمت ګلونه،۱۳ : پياوړي خلک  
(یولسم څپرکی)
پښتو ادبي تړون او رحمت الله (رحمت)
ياده سوي ټولنه دا وخت په چمن کي ډيره فعاله ده، او فعال غړي لري، نژدې د دوو کلو رائيسي عادل (اڅکزی) د مسئول چاري په غاړه لري .
پدې نيټه (۱۳) جولای ۲۰۰۸م ملګرو دغه درې کسان لکه حاجي اخترمحمد (ميراني)، راقم، رحمت الله (رحمت)، او انجينر محمدنبي (اميد) د جرګګۍ غړي وټاکل د دې لپاره چي همدا جرګګۍ د يادي سوې ټولني لپاره د نامه ټاکلو او وروسته د مسول او کابيني ټاکلو چاره پرغاړه ولري .
په همدغه ورځ د ټولني لپاره دغه نوم (پښتو ادبي تړون چمن) غوره سو، ديادي سوې جرګګۍ د مشرانو په مشرتابه کي لومړی په (۲۷) جولای ۲۰۰۸م لومړی ټاکني وسوي او دغه کابينه وټاکل سوه، مسئول : عادل (اڅکزی)، مرستيال : نعمت الله (پښتون)، پانګوال : عبدالغفار (مظلوم جان) .
لومړی کابيني او د جرګګۍ غړو ته پدې نيټه (۱۷) اګست ۲۰۰۸م  سوګند ورکړه سو .
سوګند ورکونکی مشر ميلمه ښاغلی عبدالقيوم (خدکو) د ضلعي نائب ناظم، ځای د ولسوالي تالار .
د مشر تابه پر ځای ناست عبدالقيوم (خدکو) راقم، رحمت الله (رحمت)، او انجينر محمدنبي (اميد)، وخت ماپښين قضاء، او وروسته درنو شاعرانو خپل خوږ کلام واوراوه .
۲فبروري ۲۰۰۹م خپلواکه پښتو مشاعره دا د ټولني دويمه لويه مشاعره وه چي له ډيرو ځايو څخه ورته شاعران او ليکوالان رابلل سوي وو، ځای ؤ د ولسوالۍ تالار ، د ويندوی چاري عبدالغفار (مظلوم جان)، او عزيز (ميا) پر غړه لرلي تر تلاوت وروسته د مشرتابه مقام ته دکوټي سه راغلي دا مشران : عمرګل (عسکر)، ډاکټر نصيب الله (سيماب)، ډاکټر لياقت (تابان)، او راقم رحمت الله (رحمت) د دې مشاعري کوربه مسئول وروه بلل سوه، د دې مشاعيری مشر ميلمه حاجي حميدالله د چمبر آف کامرس مشر، مشاعري ته نه ؤ راغلی .
د دي مشاعري، ډي، وي ، ډي هم ثبت (ريکارډ) سوه .
يو بل سمینار ۱۹ اپريل۲۰۰۹م د ملا قلندر آخند په ياد کي او ورسره د دوو کتابو (لعل جواهير) د متلو مجموعه ليکوال يې شيربهادر (اڅکزی)، مقاله عبدالغفار (مظلوم جان) پر واورول، دويم کتاب : ايا محبت به خپل مطلب ته ورسيږي ؟ (ناول) ليکوال يې( راقم) رحمت الله (رحمت) مقاله انجينر محمد نبي (اميد) پر واورول ، د ملا قلندر پر فن او شخصيت باندې مقالي عادل (اڅکزي)، جعفرخان (ترين)، حاجي اختر محمد(ميراني)،عصمت الله (زهير)، محمد نعيم (ازاد) او پوهاند سيال (کاکړ) واورولي .
صدر مجلس سيال (کاکړ)، کوربه محمد نبي (اميد)، راقم رحمت الله (رحمت)، شيربهادر (اڅکزی) او نور پر دريځ ناست وو، وروسته يې خوندوره مشاعره وسوه، ماپښين ۳بجو پيل دماخستن پر۱۱بجو پای ته ورسيدی، د دغه سمینار مشر ميلمه حاجي نادرخان (نورزی) ؤ.
د ټولني د دويم کال ټاکني د ښاغلي محمد نعيم (افغان) تر څارنه لاندې وسوي او دغه کابينه وټاکل سوه .
مسئول : عادل (اڅکزی)، مرستيال : شيربهادر (اڅکزی)، پانګوال : مطيع الله (شاهين)، او دغه کابيني ته ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۹سوګند ورکړل سو، د مشرتابه په مقام يې ښاغلي قاري عطاءالله (مسلم) شتون درلودی ، بايد ووايم چي د دويم کال په ټاکنو او دسوګند په مراسمو کي زه نه وم حاضر .«راقم»
او په دا نژدو شپو کي ۲۶جنوري۲۰۱۰م دسلام بابا (۱۸۸۱ــــــ۱۹۷۴جنوري۲۶)پنځه ديرشم تلين ولمانځی، په ياد سوي سمینار کي خو نوري مقالي نه وي يواځي په لومړی برخه کي ما يوه لنډه مقاله يا (دسلام بابا ژوند ليک) واوراوه هم دومره د عادل (اڅکزي) ليکنه وه وروسته مشاعره وسوه .   د دغه سمینار يا مشاعري مشر ميلمه حافظ بسم الله (مخلص) صاحب ؤ، کوربه يې ماسټر امير زمان (مشکور) ؤ .اوقاری نورمحمد(نوراني) هم پردریځ ورسره ناست وو،د چمن د شاعرانو تر څنګ د کوټي او پښين څخه دغه ښاغلي : محمد نعيم (ازاد)، د حسنا مجلي مسئول عصمت الله (زهير) او د مشرق اخبار د ادبي صفحي مسئول جعفر خان (ترين) او له کندهار څخه حاجي محمد اکبر (نعمتي) ورته راغلی ؤ، ماپښين پيل د ماخستن تر ۹ بجو پوري دوام درلودی  .
(احمدشاابدالي کتابتون) چي مشر او کابينه يې هغه وخت عادل (اڅکزي)، عبدالرازق (حقيار)، يارمحمد (سيال)، نوراحمد (فطرت)، نعمت الله (پښتون)، يادولای سم هم يې لوی غنډي او مشاعري وکړي .وروسته دغه کتابتون په ټولنه واوښت چي نوم يې دا سو (احمدشاابدالي کلتوري ټولنه) ، دغه وخت یې مشران او د کابيني غړي ځکه زه برابر نسم ليکلای ولې چي زه د ټاکنو پر وخت نه يم ور بلل سوی، که څه هم ځينو سمینارو او ډيرو مشاعرو کي د غوښتني سره سم زه ورغلی يم، د پنځو کتابو د مخکتني په سمینار کي ۲۰۰۷/اګست/۲۶م يو زماکتاب« دلنډو کيسو ټولګه (د رحمت ډالۍ) هم په ياد سوو کتابو کي وو، چي مقاله د پښين د سيمې ښه ليکوال ګل خان (حيرت) صاحب پر ليکلي وه، د دغه ټولني د ټاکنو خبربه ما په اخبار کي ليدی، يا به بل چا راته وويل، په کابينه اومشرانوکي يې دا ښاغلي يا دولای سم : نوراحمد (فطرت)، عبدالرازق (حقيار)، محمد غوث (همدرد)، محمدنبي (خادم) او صادق (صبا) .   يادي سوې ټولني به ما ته يواځي د سمینار، يا مشاعري د ګډون بلنه راکول، او نژدې په ډیرو مشاعرو کي زه حاضر سوی يم ، پدغه غونډو کي چي زه ورغلی يم د صدارت يا دمشرانو ځای ته زه پدغه حيث وربلل يم مشرميلمه، کوربه صدر، اعزازي ميلمه .  پدا نژدې شپو کي د امن تر نامه لاندې يوه مشاعره ايښي وه له کوټي، پښين، برښور، کندهار څخه هم ليکوالان ورته راغلي وواو زه هم ورکي حاضر وم د يادي سوې مشاعري نيټه داوه ۲۰۰۹/۱۱/۲۰م .

(زما دپنځوکتابودچاپ کلونه:
۱ـــ درحمت ډالۍ ـــــــ دلنډو کیسوټولګه،۲۰۰۴م
۲ـــ ناکامه مینه اوزورور خلک ـــــــــــ ناول،۲۰۰۶م
۳ـــ محبت ولې ورک سو؟ ــــــــــــــــــــــ ناول،۲۰۰۷م
۴ــ ایامحبت به خپل مطلب ته ورسېږي ؟ــ ناول،۵مارچ۲۰۰۹م
۵ـــ اُمَیدــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ همداناول،۲۰۱۰اپریل۳ م څخه دچاپ انتظارکوي ،
(رحمت الله،رحمت)چمن،
دولسم څپرکی
مرکزي انجمن تاجران او رحمت الله (رحمت)
مرکزي انجمن تاجران ډير فعال تنظيم دی صوبائي مشر يې ښاغلی عبدالرحيم (کاکړ) او دکابيني نورغړی ښاغلي حضرت علي (اڅکزی)، الله داد (ترين)، تاج آغا، ابراهيم (کاسي)، صديق (مسلم)، عبدالقيوم آغا د دغه تنظيم په هر ښار کي ښاخونه سته .زه پخپله د دغه تنظيم لومړی دمال روډ(سړک) چمن  يونټ صدر وټاکل سوم په کابينه کي راسره ښاغلی عبدالقيوم (خدکو) جنرل سيکرټري ؤ چي نوموړی وروسته د ضلع (قلعه عبدالله چمن ) نائب ناظم هم جوړ سو.
خو بيا موږ دواړه د انجمن د تحصيل چمن مرکزي کابيني ته ولاړو هلته زه  څلورم مرستيال صدر اوبیا لومړی مرستيال صدر سوم او په ۲۰۰۷م کي عبوري صدر وټاکل سوم په عبوري کابينه کي دا ښاغلي راسره وو: ملا جمعه خان (همدرد)، عبدالغني، صادق (صبا) او احمد خان نورغړی صاحب جان بهادرخان..عبدالباري اسحاق.......  پدغه دوران کي لکه نور کله موږ د خپل تنظيم د ښار د تاجران او دوکاندارانو په استاذيتوب د اعلی سرکاري حکامواو علاقائي مشرانو يا ناظيمينوسره ليدل کتل کول، لکه د ضلعي ناظم حاجي آدم خان، نائب ناظم کیپټن  (ر)عبدالخالق (اڅکزی) چي اوس صوبائي وزير دی، جلال الدين خان تحصيل ناظم ؤ د وخت، او اودصحت پخواني وزیر حافظ حمدالله صاحب او داسي نور..... .او پدغه دوران کي د ضلع  پښين د انجمن تاجران صدر ملک حضرت علي (ترين) د ؤفات په سلسله کي د مرحوم فاتحي ته ورغلو، او تر دغه څلويښت شپي وروسته چي په نوموړي پسي خيرات او ختم سوی ؤ صوبائي مشران او دنورو ښارو مشران هم راغلي وو زه هم د خپلو دغه ملګرو سره ملا جمعه خان (همدرد)، عبدالغني، او بهادر خان سره ورغلم هلته بيا تر خيرات او ماپښين لمانځه وروسته د پښين په ريسټ هاوس کي د پښين ضلعي د انجمن وکابيني او نوی ټاکل سوي صدر ملک اشرف (ترين) ولد مرحوم ملک حضرت علي (ترين) ته په شاندارو مراسمو کي د صوبائي صدر عبدالرحيم (کاکړ) لخوا سوګند ورکړه سو،. ،زما د عبوري صدارت مخکي صدر  دادشا (پژواک) ؤ، او کله چي زما تر صدارت وروسته موږ نوري ټاکني وکړي نو دا کابينه وټاکل سوه صدر : دادشا (پژواک)، نائب صدر : راقم، رحمت الله (رحمت)، جنرل سکرټر : صاحب جان (اڅکزی)، سپريم کونسل : بهادر خان (اڅکزی)، احمدخان (اڅکزی)، ملاجمعه خان (همدرد)، حاجي عبدالباري (اسحاق)، صادق (صبا) عبدالغني اسلم خان جګدیش لعل «هندو»چي لا اوس هم دغه کابينه او صدرد چمن ښار د ښاریانو او تاجرانو لپاره چوپړ کوي، انجمن  په ټوله صوبه او ټولو ښاروکي خاص بياز موږ ملګرو په چمن کي بلاعوضه خدمتونه دخپل وطن اوښاریانو لپاره کوي، بجلي (بريښنا)، تليفون، ټکس، امن امان او نورو ستونزو کي خپل وس له چا څخه پټ نکړي، کله کله به په يوه ورځ ملګرو ته څوکارونه ورتر غاړه وو.
په ۱۶ جون ۲۰۰۶م  ملګرو د امن امان لپاره مظاهر ل کول او په همدغه ورځ د صوبي ګورنر هم چمن ته راتلی، او د مجلس لپاره موږ ته سرکاري دعوت  ؤ، نو د دې لپاره چي دواړه کارونه ترسره سي ،د مظاهري لپاره دې ملګرو سرپرستي وکړه صدر دادشا (پژواک)، صاحب جان ،اڅکزی، بهادر خان اڅکزی ، عبدالباري ، اسحاق ، دګورنر ښاغلي اويس احمد غني صاحب د ملاقات لپاره زما سره موږ دغه کسان او وفد ملګری وو: راقم، رحمت الله (رحمت)،حاجي عبدالباري (اڅکزی)، محمد هاشم خان، حاجي عبدالشکور، حاجي سجاد الرحمن، پدغه ورځ د تجارت لپاره پر باډر باندې د (چمن باډر ترمينل) افتتاح ګورنر صاحب او مشرانو کول .


۱۳ څپرکی څوپاته خبری او ،اذاد لیکوال
دغه ټولنه ښاغلي شفيق العالم (معذوريار) صاحب او څو ملګرو جوړ کړه يو ه مشاعره يې د ((عيدملن پارټي)) په نامه جوړه کړه د کوچني اختر په څومه ورځ ۱۴ دسمبر ۲۰۰۲ م سره برابره . ځای : کتابتون، تلاوت : قاري محمد امين وکړی (اديب نه ؤ)، د ټولني سکرټري عبدالرازق (حقيار) د کوچني اختر مبارکي وويل ملګرو ته، د پښتو ادبي ټولني چمن په استاذيتوب ((راقم)) رحمت الله (رحمت) د خپلو خيالاتو اظهار وکړی او نوې ټولني ته يې مبارکي وويل، وروسته په مشاعره کي دغه کسانو خپل کلام واوراوه (داخباري بیان په ترتیب)
((راقم)) رحمت الله (رحمت)، عادل سيدجان، صابر نعمت الله (پښتون يار)، نور احمد (فطرت)، حبيب الله (بلال)، محمد نبي (خادم)، عبدالرازق (حقيار)، سلطان محمد (قدردان)، غلام محمد (اعظم)، محمد نبي (اميد)، ګل خان (حيرت)، شفيق العالم (معذوريار)، او حاجي ملا عبد الصمد(بيوس) .
د يادي سوې ټولني د سوګند اخستو نيټه ۲۸ جون ۲۰۰۳م د خالي په ورځ مازديګر ۴:۳۰ بجي، ځای : سلام بابا کتابتون، مشر ميلمه يې د ضلعي (ولسوالۍ) ناظم صلاو الدين (اڅکزی) ؤ .
که څه هم زه پدغه مشاعره کي وم خو دلته يې د ياد سوې ټولني د اخباري بيان، اوله دعوت نامي څخه دغه معلومات ليکم، ((راقم))ياد سوې ټولني يو بل سمینار پدغه نيټه ۳۱ اګسټ ۲۰۰۳ م کي هم وکړ د (معذوريار) صاحب پر کتاب سکاسه باندې .مشر ميلمه يې د (پي، ايس، اف) مشر اصغر خان (اڅکزی) ؤ، او د مجلس صدر احمد الله (صحاف) ؤ، او د دريځ خواته پخوانی وزير حاجي نصير احمد (پاچاخان)، شفيق العالم (معذوريار) صاحب .((راقم)) رحمت الله (رحمت)، حاجي اختر محمد (ميراني)، او ګل خان (حيرت) ناست وو، ځای د سلام بابا کتابتون .
وروسته بيا د دغه ټولني له غونډو زه نه يم خبر، او فکر کوم چي له څو کالو به يې نور فعاليت نه وي کړی او نه يې چا استاذيتوب کړی دی، ولې چي (معذوريار) صاحب په کوټه کي استوګن سو، او نور ملګري يې په نورو ټولنو کي فعاليت کوي ..بله ټولنه (استقلال ادبي ټولنه) په چمن کي څو کاله وړاندې جوړه سوه تر جوړيدو مخکي يوه دوې غونډې زما په ټال(دتعمیراتي شیانودخرڅه ولوځای) کي هم وکړلې، په مشرانو کي به يې د ملا عبدالباري (مدني) نوم ياد کړم خو داسي لويه مشاعره، سمینار، يا سوګند اخستلو مراسم يې تر سره نه کړل، او د څه وخت به تېرېدو سره يې فعاليت ودريدی .
بله ټولنه په چمن کي (ټکور ادبي بهیر) دي، دغه ټولني د خپلو مشاعرو بلنه به څو واره راکړې وي،خو يا به زه مسافر سوم، يا به زموږ د انجمن کومه مظاهره وه په دغه ورځ، غونډې اکثره په يوه سنټر (د انګريزي زده کړې ځای) کي کوي، کوم غټ سمینار خو يې لا تر اوسه نه دی کړي .
تير کال يې يوه لويه مشاعره د مولوي عبدالغني صاحب د مدرسي پر دوهم منزل جوړه کړې وه ((راقم)) رحمت الله (رحمت) یې مشر ميلمه او د مشاعرې صدر ملا عبدالباري (مدني) ؤ، خو اوس د هرې دوهمي جمعي په ورځ ماپښين په همدرد سنټر کي د کره کتني، او مشاعرو غونډې کوي چي پدې نيټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۰م د دوی په بلنه مي دوهم ځل ګډون ورکي وکړی چي د نعمت پښتون پر غزل کره کتنه کيده، او په مشرانو کي به د مولوي حاجي محمد اواب، او مولوي عبدالرازق (راشد) نومونه ياد کړم .
بايد يادونه وکړم چي پدغه ټولو ادبي ټولنو کي مشره او لومړۍ جوړه سوې(۲۷ستمبر۱۹۹۷) ټولنه (پښتو ادبي ټولنه چمن) ده د وخت په تېرېدو سره بيا دغه نورې ټولني جوړې سوې .

ريډيوګانو سره رابطه
ډير ريپورټونه او مرکې مي له دغو راډيو ګانو څخه نشر سوې (بې، بې، سي) پښتو څانګه، امريکاږغ/اشنا راډيو، تهران پښتو څانګه، زاهدان پښتو، v.o.a اردو سرويس، جاپان اردو سرويس، جرمني پښتو څانګه . . . (بي، بي، سي) پښتو څانګه د ډاکټر نبي (مصداق) په ږغ خلاصه سوه، او نوموړی يې لس کاله مشر ؤ .
په ۱۹۹۲ کي د (بي، بي، سي) پښتو کاروان چمن ته راغلی، ګوهر الرحمن (ګوهر) او صفيه (حليم) سره مي وليدل او د چمن په رپورټ کي زما خبري لومړۍ نشر کړې، د چمن په کچاري کي دوی له خلکوسره مجلس وکړ، د پښتو ادبي ټولني چمن د جوړيدو مرکه داؤد(جنبش) راڅخه واخستل، پدې نيټه ۲۲می۱۹۹۷م ښاغلي استاذ سعدالدين (شپون) صاحب زموږ کور ته راغلی، نوموړی دغه وخت د امريکا ږغ پښتو څانګي سره کار کاوه، او کله نا کله یي زما سره ټليفون هم کاوه .
د تهران ريډيو همکار ښاغلی اسدالله (حلالي) صاحب تقريبا۱۹۹۸م زموږ ځای ته راغلی او له ريډيو څخه تحفي هم راته راوړې .چي اوس په بیلجلم کي اوسیږي،
۲۰۰۶م زما ديو ناول ((ناکامه مينه او زورور خلک)) په اړه مرکه د (بي، بي، سي) پښتو څانګي ادبي پروګرام پېلوزې لپاره ښاغلي  مصطفی (ساليک) راسره وکړه .
د بي، بي، سي پښتو څانګي ته چي ما ځيني مرکي ورکړې دي يو څو يې دا دي :
کله چي د مار ملنګ محله ۲۲ ایکړه ابادي د نړيدو سره مخامخ وه د مولوي محمد حنيف صاحب مرکي برابريدل .
د حاجي فيض الله (نورزي) مرکه د کډوالو په اړه .
د عسکري بنک د منجر علي الرحمان صاحب مرکه چي دغه بنک په چمن کي لومړی بنک ؤ چي آن لاين سوهغه وخت .
زما او دحاجي حبيب خان (اڅکزي) مرکه،کله چي د حاجي بخت  ،د برمي سره په يوه واقعه کي څوکسه زخميان او حبيب الله (صاليزی) ووژل سو او په صبا يې د علاقایي اتحاد او انجمن تاجران لخوا په  ښار کي کار بندي (هرتال) وه.
د کال ۲۰۰۹م کي يو ساعت د (ډيوې ريډيو) ميلمه وم چي کور به يې صداقت جان ؤ، دياد سوې ريډيو ځايي نماينده (استازی) نعمت الله (سرحدي) دی ....  پدې نيټه ۲۰۱۰/فروری/۱۲م د شپي د ۱۱:۳۰ تر ۱۲:۳۰ بجو پورې دvoa آشنا ريډيو ادبي ديرې ميلمه وم چي کوربنه وه محترمه نوشابا (آشنا) او غوښتنه وه د چمن د زلمي ليکوال احسان الله (شاکر) .
پدې نيټه ۲۰۰۹/۳/۲۰م د روهي ادبي بهير د مشاعري مشر ميلمه وم، او صدارت و استاذ مهدي (خليق) ته سپارل سوی ؤ .
پدې نيټه ۲۰۱۰/۲/۱۷م د سهلي پښتونخوا(بلوچستان) د ادبي ټولنو غونډه وه دغونډي صدارت ډاکټرنصیب الله سیماب ته وسپارل سو د بهير پر نامه اختلاف وو، موږ دا جرګګۍ وټاکل سو : (راقم) رحمت الله (رحمت )، ډاکتر رحمت الله ( اڅکزی)، محمد طاهر ( هوتک)،خليل (منور)، او برکت شاه ( کاکړ) ملګرو د جرګګۍ مشرتوب ماته راکړی،دې جرګګۍ ته دنامه دفیصلي اختیار ورکړه سو، د څه مجلس وروسته  جرګګۍ فیصلي ته ورسیده غونډي ته  محمدطاهر (هوتکي ) اوخلیل (منور) وینا وکړه اوماته یي دنامه دعلانیدوبلنه راکړه ،دجرګګۍ متفقه نوم ( شال پښتو ادبي بهير) مي ورته واوراوه ، او ټولو ادبي حاضرو مشرانو او ملګرو يې تائيد وکړ، ځای ؤ کويته ريسټورنټ عبدالستار روډ کوټه،،پدابله ورځ ۲۰۱۰/۲/۱۸ م د بهيرد څلورمي غونډي د مشاعري صدر ډاکټر اورنګ زيب (احساس)، مشر ميله يې ښاغلی محمد نعيم ( افغان) او کوربه مشر يې (راقم) رحمت الله (رحمت) ؤ، ځای : ماډل سکول پرنس روډ کوټه . دبهیردجوړیدوپه سرلاروکي ښاغلی صادق (‌ژړک)عادل اڅکزی اونوریادولای سم،دکتاب  تمام:3اپریل2010