عزت الله (ذکي)
د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه، چې د افغانستان د بهرنيو چارو پر وزير زلمي رسول سر بېره، پکې څه د پاسه د پنځوسو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو برخه اخيستې وه، تېره اوونۍ د چهار شنبې په ورځ پاى ته ورسېدل. په غونډه کې پر نړيوالو مسايلو سر بېره، په افغانستان کې دامنيتي مسووليتونو د لېږد پر
پروسې، د دوه زره څوارلسم کال څخه، تر دوه زره اوولسم کال پوري، هر کال د افغانستان سره د څلور مليارده او سل ميليونه ډالرو مرستې - او تر دوه زره پنځلسم ميلادي کال وروسته، د امنيتي ځواکونو د تمويل په اړه خبرې وشوې. په دې غونډه کې د هغه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو هم برخه لرل، چې په ايساف کې عملاً همدا اوس سر تېري لري. په غونډه کې تر دوه زره اوولسم کال پوري، د مرستو ژمنه يواري بيا تازه شوه. افغانستان په داسي حال کې د مرستو جلبولو په لټه کې دى، چې دوه زره څوارلسم کال ته اندېښنې ډېري شوي دي. کار پوهان وايي، افغان دولت بايد اعظمي مرستي تر لاسه کړي، ترڅو وتوانېږي په راتلونکي کې له کوم بحران سره مخ نه شي. نړيوالو په تېرو يوولسو کلونو کې په افغانستان کې زياتې پيسې لګولي، خو زياتره يې شفافي نه دي مصرف شوي. هر څه د کندهار تر برېښنا درواخله، يو دوست مې کيسه کوله چې ددې حکومت په اوايلو کي په اروزګان ولايت دهراؤد ولسوالۍ کې د يوه پله د جوړولو په کار کې يوازي په څو مياشتوکې يوټن شنې چای وخوړل شوې نو ((مُشت نمونه ي خروار است)) که په راتلونکي کې هم په مرستو کې شفافيت په دې ډول وي، نو داځل په يو پلچک کې شايد دوه ټنه شنې چاى وخوړل شي. دا ټولي قضيې په تېرو يوولسو کلونو کې لږ نه وې، په هر ولايت، ولسوالۍ او سيمه کې پر نړيوالو مرستو د چور بازار خورا ګرم وو. دا مرستې که شفافې، پر سالمو او اوږدمهاله بنسټيزو پروژو لګېدلي واى، نو افغانستان به اوس تقريباً له هر اړخه پر ځان يو متکي هېواد واى. متاسفانه موږ نه د ځان لپاره ګټه وکړه او نه هم د هېواد او ټولنې لپاره. تر دوه زره څوارلسم کال وروسته هم موږ د نړيوالو لاسنيوي ته اړ يو او اوس هم. ښه به داوي چې د هېواد د خود کفا کولو لپاره له نړيوالو سره په تفاهم، خبرې وکړو. پرته له نړيوالي ټولنې د نظام د بقاء او پايښت اوسنى ټکنى بهېر نه شو ساتلاى، که نړيوالو را سره مخه ښه وکړه، نو لومړى د ګاونډيانو او دوهم د خپلو کورنيو جګړو د پېښېدو د مخنيوي لپاره هېڅ تضمين نشو وړاندي کولای. که په داسي شرايطو کې يو پيا وړى درېيمګړى صحنه کنټرول نه کړي، نو د دېرش کلن جنګ د ميدان لوبغاړى به يو ځلې بيالوبغالى په وينو سور کړي. ګاونډيان چې دې لوبي ته لا د وخته شېبې شمارې، به يو ځلې بيا د کافر او مسلمان جبهې جوړي کړي، وروڼه به يو او بل ته د اجل په سنګر کې کښېنوي او د خپل وحشي تعقل د ساديزم برخه به په سړه کړي. موږ به بيا لوڅ سرونه او لوڅي پښې په پرديو بازارونو کې خيرات ټولوو. موږ په لوى لاس د پرون لوبه تکراروو . د نړيوالو ملاتړ تر ډيره بريده موږ ددغه طوفاني درياب له څپڅپانده او خونړيو څپو ژغوري. که له هغوى سره د تفاهوم د لارې خبرې اترې وکړو، نو لږ تر لږه به مو ځان، د ګاونډيانو له احتياجه ژغورلى وي. که له نړيوالو سره زموږ اوسنۍ اړيکې وشلېدې، نو دا له ياده مه باسئ، چې دا ځل به راباندي په رڼا ورځ همدا ګاونډيان په اسمان کې ستوري وشمېرې. په سلو نومونو دلته جګړه روا ګڼي. په سلو نومونو دا نظام تورنوي، خو موږ بايد خپل ګټه او تاوان سره تفکيک کړو، د نړيوالو له مرستواعظمي ګټه پورته کړو او د ګاونډيانو پر ځاى، د يو پرمختللي جهان او نړۍ سره اړيکې جوړي کړو. نن بايد د پرون لوبه تمثيل نه کړو، پرون ګاونډيانو زموږ له فقر، بې وزلۍ، بې کورۍ او دربدرۍ څخه سوه استفاده وکړه. خو نن بايد خپله د لوبې ګټونکي شو او دا هله کېدای شي چي له پرون سره مخه ښه وکړو پرنن باور وکړو او د سبا په فکر کي شو.
ليکنه: عزت الله (ذکي)
سرچينه: (ټاټوبی) اوونيزه