مجاهد ((پښتون))
خپل نظر
د ټولنې د يو فرد په توګه د خپل احساس تر مخې وضعې ته په کتنې سره هر څوک بايد د هغه څه په اړه يو سوچ ولري چې په شا او خوا کې يې رامنځته کيږي، داسې نه وي چې په ټوله معنى ړوند تقليد کوي، خپل نظر نه لري، او هغه څه وايي چې نور يې وايي، موږ په افغانستان کې ژوند کوو، دغه خاوره خپله ګڼو، حالات
١-د پاکستان او افغانستان حکومتونه د يوې سکې دوه مخونه دي، د اسلام په دښمنۍ کې، د امريکا په غلامۍ کې او د کفر په پلوۍ کې.
٢-په سيمه کې بدلونونه تر ډېره بريده د امريکا او غير اسلامي متحدينو د پلان شويو پروګرامونو په نتيجه کې رامنځته کيږي، خو پاکستاني چارواکي ورسره د خپلو منافعو د خوندي کولو څخه وروسته موافقه کوي، او افغان مسئولين بيا د خپل ملت، دولت، حکومت او حتى خپلې ګټې هم په نظر کې نه نيسي او په پټو سترګو دغه امرونه پر ځاى کوي.
٣-جهاد به تر قيامته روان وي، خو په افغانستان کې د مجاهدينو په منځ کې داسې څېرې هم شتون لري چې د پاکستان او افغانستان د دولتي مسئولينو سره هېڅ توپير نه لري، بلکه د خپلو اعمالو له کبله تر هغوى هم بدتر دي.
٤-د سيمې هيوادونه کوښښ کوي، هغه جنګ چې بايد په خپله خاوره کې يې پر مخ بوځي افغانستان ته انتقال کړي.
٥-ډېرې مسلمانان، او که خبره د خپل هيواد کوو نو د يو مسلمان په توګه افغانان هم بيدار او متفق نه دي.
نوى لوبه
په دې وروستيو څو مياشتو کې د هيواد او سيمې په سطحه ستر بدلونونه رامنځته شول، چې ځينو ته د يوې نوې لوبې پيل ښکاري، د بېلګې په توګه :
١-د افغانستان د سولې د عالي شورى په غوښتنه په پاکستان کې د کلونو کلونو راهيسې د بندي طالب مشرانو د خوشې کولو او ورپسې همدې هيواد ته د بهرنيو چارو د وزير د سفر پر مهال د دې اعلان چې په پاکستان کې بندي ټول طالبان به خوشې شي.
٢-د سولې په خاطر د طالبانو د خوشې کولو سره موافقه او غوښتنه يې منل خو د سولې د بهير د سر د سړي ملا برادر اخوند په اړه ټولې خواوې دومره چوپه خوله کېناستل چې حتى دغه خبره د يو اعتراض په توګه هم نه راولاړوي، او نه د ګوانتنامو په زندان کې د هغه بندي طالبانو د راخوشې کولو هلې ځلې کول چې د سولې په لار کې تر دوى زيات اغيزمن بلل کيږي.
٣-په پاکستان کې د بندي طالبانو په خوشې کېدلو د امريکا او نورو هيوادونو نيوکه نه کول، په داسې حال کې چې هره ورځ په افغانستان کې بهرني ځواکونه عمليات تر سره کوي، د ټيټې رتبې طالبان يا وژني او يا يې نيسي.
٤-د بګرام له زندانه د لسګونو طالبانو خوشې کول چې د هغوى له جملې د هلمند د ولايت يو قوي طالب قوماندان هم دى.
٥-خو په ورته وخت کې د څرخي پله په زندان کې د څو تنو ټيټ پوړو طالبانو اعدامول، دوى هغه طالبان وو چې شپږ او اوه کاله وړاندې يې په کابل کې د ځانمرګو طالبانو مرسته کړې وه، خو هغه کسان چې دغه ډول بريدګر چمتو کوي، د لسګونو بريدونو مسئول دي، او نيغ په نيغه لاس په کې لري خوشې کيږي؟؟
٦-په وردګ، جلال اباد او بيا په کابل کې د ملي امنيت پر رئيس د ځنځير د کړيو په څېر بريدونه چې د ټولو بريدونو مسئوليت طالبانو په غاړه واخيست، نه يې په پاکستان کې د خپلو ملګرو د خوشې کېدو خاطر وکړ، نه يې په افغانستان او نه يې د سولې روان بهير په نظر کې ونيو.
٧-د امريکا د پخواني جمهور رئيس جورج واکر بش د واکمنۍ د مودې له ختمېدو وروسته د نويو انتخاباتو د کېدو پر مهال داسې برېښېده چې نسبت د بش نظر ته د افغانستان د قضيې په اړه د بارک اوباما پاليسي نوي درجې تغير لري او ډېر ژر به دغه جګړه پاى ته ورسوي، خو هغه د دوهم ځل انتخاب لپاره د افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو څخه کار وانه اخيست يواځې وخت يې ورکړ، او د اسامه بن لادن مرګ يې د ووټرانو د راجلبولو د يوې وسيلې په توګه وکارولو، اوس همدا يو ستر بدلون دى چې د دوه زره او څوالسم ميلادي کال پاى د افغانستان څخه د بهرنيانو د وتلو لپاره ټاکل شوى دى نو د طالبانو په ګډون ټولې خواوې همدې نېټې ته سترګې په لار دي.
طالبان ښوييږي
طالبان تر ډېره وخته له خبرو منکر وو، هغوى ويل چې په هېڅ صورت کې خبرې نه کوي، دا ځکه چې بهرنيانو افغانستان اشغال کړى او که خبرې کيږي نو هغوى به له موږ څخه په افغانستان کې د پاتې کېدلو غوښتنه کوي چې موږ ورسره موافقه نه شو کولاى، بلکې په جهاد او وسله والې مبارزې سره به بهرنيان له افغانستان باسو خو:
١-تېر کال يې په خبرو اعتراف وکړ او دا يې هم اعلان کړه چې څو تنه مشران يې د عربي هيواد قطر مرکز دوحې ته تللي دي څو د امريکا سره خبرې وکړي.
٢-د طالبانو دا خبره چې پنځه يا شپږ تنه تللي دي ناسمه ده ځکه يواځې طالب مشران نه، بلکې د هغوى کورنۍ هم تللي او د طالبانو په نوم له شپيتو زياتې کورنۍ د قطر په مرکز دوحه کې ميشته شوي دي.
٣-طالبان له خپل سوري څخه راووتل، د اسلام اباد او کابل څخه يې په ښکاره سره دوحې ته سفرونه وکړل، که څه هم له دې وړاندې ويل کېدل چې فرانس او ايران ته يې هم سفرونه کړي وو او هلته يې هم په پټه د يو شمېر لوريو سره کتلي وو.
٤-وروسته د طالبانو يو استازي قاري دين محمد جاپان ته سفر وکړ، وروستى راپور دا دى چې په پاريس کې هم يوه غونډه کېدونکى ده، او طالبانو منلى چې دوه استازي ور استوي څو نظر وړاندې کړي، يو نا تاييد شوى راپور داسې هم وايي چې طالبانو د منځنۍ اسيا په يو هيواد کې د افغانستان د حکومت سره د خبرو لپاره هوکې کړى ده.
٥-که څه هم طالبان وايي چې پاريس ته د خپل نظر د څرګندونو لپاره ځي خو د شمالي ټلوالى يو مخکښ ضياء مسعود لا پخوا رسنيو ته وويل چې هغوى په پاريس کې د طالبانو سره ګوري څو له هغوى مخامخ واوري چې له دوى څه غواړي.
٦-په افغانستان کې د جمهوري رياست انتخابات راتلونکي دي، د طالبانو له منځه داسې خبرونه هم تر لاسه شوي چې هغوى په مستقيم او يا غير مستقيم ډول په دې انتخاباتو کې برخه اخلي، نو له همدې کبله به له انتخاباتو وروسته يا مخکې د اوسني اسلامي امارت په صفونو کې هم ژور بدلون رامنځته شي.
٧-اوسنى اسلامي امارت ځکه چې امريکايانو خو لا پخوا د کويټي شورى او حقاني شبکې په نوم ويشلي دي، د ملا منصور د پيسو تر لاسه کولو نور هم تقسيم کړل، پر ملا اغا جان معتصم او په ترکيه کې د هغه ميشتيدا هم اسلامي امارت ته ضربه وه، په قطر کې د اسلامي امارت د ملګرو يرغمل هم د طالبانو سياسي ماتې ده، اوس يواځې اسلامي امارت ته يو تن پاتى دى، امير المؤمنين ملا محمد عمر، له دې پرته د طالبانو ټول مشران د پردې تر شا ژوند کوي، او فعاليتونه يې ډېر تت دي.
پايله
د هيواد روانې وضحې، وروستيو پېښو، بدلونونو او د ټولو خواوو په دريځ کې تغير ته په کتنې سره داسې بريښي چې امريکا او ملګري يې غواړي په افغانستان کې يوه نوې لوبه پيل کړي، په دې لوبه کې به طالبان مرکزي حيثيت ولري، خو په ملي او نړيواله ټولنه کې به خپل مقام له لاسه ورکړي.
ځکه چې په دې وروستيو څو کلونو کې د طالبانو خوځښت دومره قوي شوى و چې ګمان کېده د بهرنيانو له وتلو وروسته به په يوه ورځى کې همدوى په افغانستان قابض شي، خو امريکا هغوى په نرمه ژبه مات کړل، هغوى په ځان پوهه نه شول او وغولېدل، ل همدې کبله د نړيوالو او هيوادوالو په نظر کې د طالبانو سپيڅلتيا له منځه ځي او هغوى په ستره پيمانه زيان وين، که څه هم يو شمير اشخاص يې ګټه وکړي.
طالبانو ته د خبرو وړانديز او د طالبانو په حق کې د امريکا نرموالى خپله داسې و لکه په زهرو کې پوخ شوى انګولى، او بيا طالبانو د خبرو په برخه کې ډېرې تېروتنې وکړې، تر ټولو ستره تېروتنه دا وه چې د افغانستان د حکومت سره يې په لمړي سر کې خبرې رد کړې خو دا دى اوس په کلاره کلاره همدې لور ته روان دي، او د ملا محمد عمر وروستۍ اعلاميه چې (طالبان) د واک انحصار نه غواړي خو د همدې غمازي کوي چې طالبان دې ټولو خواوو ته په خپل حکومت کې ځاى ورکوي نو بيا د خبرو نه کولو علت څه دى؟ او دومره وينې تويدنې د څه لپاره؟
ښکاره خبره ده چې د مبارزى پاى به يې د پردې تر شا له افغانستان او افغانانو پرته د ټولو خواوو ګټه وي، يوازي تاوان چې ويني هغه به افغانستان او افغانان وي، دا چې زيان چا ورساوه، نو اوږده په وينو لړلى ماضي تر شا لري، خو که له دې وروسته زيان ويني نو تر ډېره بريده به يې مسئوليت د بهرنيانو په زور حاکمه شوې اداره او طالبان وي.
دوهمه ستره تېروتنه د خبرو لپاره د قطر انتخاب وو، حال دا چې قطر په عربي هيوادونو کې امريکا ته تر ټولو نژدى هيواد دى، د همدې هيواد د مرکز دوحې په لويديځ کې د العديد په نامه د امريکايي ځواکونو ستر فوځي مرکز هم پروت دى چېرته چې زرګونه امريکايي عسکر ميشت دي، که طالبانو د خبرو لپاره افغانستان ټاکلى واى نو ډېره به ښه وه، طالبانو کولاى شول په هغه ځاى کې يې د خبرو لپاره خپل دفتر پرانيستى واى چې دوى يې په رسنيو کې د واکمنۍ دعوه کوي او وايي چې د افغانستان له پنځوس زياتې سيمې اوس هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي، دا چې طالبان په دوحه، جاپان، او پاريس کې په خپلو مشرانو نه ډاريږي نو په افغانستان کې خو هېڅکله نه ډاريدل.
خو په دوحه کې طالبان د بل چا لاس ته ولويدل، د کره راپورونو پر اساس طالبان هلته د بنديانو په څېر ژوند کوي، هغوى د رسنيو سره اړيکې نه شي نيولاى، په ازاده توګه نه شي ګرځېدلاى، سفرونه نه شي کولاى، خپل هيواد ته نه شي راستنيدلاى او سربېره پر دې دا يې هم په واک کې نه ده چې د خبرو لپاره مقابل لورى را وغواړي او يا د خبرو د بندولو اعلان وکړي.
همدا نن د روهي ويبپاڼې راپور ورکړى چې د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې احتمالي کانديد علي احمد جلالي قطر ته سفر کړى او د العديد په فوځي اډه کې يې دامريکايي ځواکونو سره کتلي دي، هېڅ امکان نه لري چې د نوموړي د سفر موخه دې د طالبانو دفتر نه وي، يا دى نوموړي په دوحه کې د امريکايانو په مرکز کې د طالبانو د استازو سره خبرې نه وي کړي او د راتلونکى په اړه يې ورسره ژمنې کړي وي.
څه موده دمخه په افغانستان کې طالبانو اعلان وکړ چې امريکا په مذاکراتو کې مخلصه نه ده او هغوى په قطر کې خبرې ځنډولي دي، که دې بهير ته وګورو نو دې نتيجې ته رسيږو چې خبرې طالبانو نه بلکې امريکا بندې کړې وې، خو سياسي عقل بيا دا وايي که خبرې له هر لورې بندې شوې وې، نو د طالبانو له خوا يې بايد اعلان له قطر څخه شوى واى، دا څنګه کېدلاى شي چې د نمايندګۍ نوم شته خو خلک نه شته، فعاليت نه شته، څرګندونې نه شته بلکه هېڅ نه شته او د قطر د خبرو اترو د پيل او ځنډ اعلان هم د افغانستان له غرونو کيږي.
دغه راز لکه چې مخکې مو وويل له پنځوسو تر اتيا پورې کورنۍ قطر ته رسيدلي دي، هغوى په دې نوم چې ستا بندي دى، ستا شهيد شوى، ته د طالبانو مشر يې، ته يې کشر يې ، ته د خبرې سړى يې، ته به ارام ژوند ولرى له پاکستان او افغانستان څخه راټولې کړاى شوي او قطر کې کورونه ورکړل شوي، د مياشتې څو سوه ډالر ورکوي او بې غمه شپې سبا کوي، دغه کار د طالبانو د صفونو د کمزوري کولو، د شکونو د راپيدا کولو، او پر خپلو مشرانو د کشرانو طالبانو د بې باوره کولو لپاره شوى دى.
د طالبانو اوسني حالت ته په کتنې سره فکر کيږي چې د طالبانو هغه ځواک مات شوى دى چې د لسو کونو په اوږدو کې يې د شهيدانو په وينو او د ځوانانو په زندانونو جوړ کړى و، لکه چې په پيل کې مو وويل، د کفر په وړاندې جهاد به د قيامت تر ورځې روان وي، خو که طالبان د جهاد پيل ته دا ډول د پاى ټکې کېږدي نو ستر خيانت به يې کړى وي، داسې بريښي چې د يوې نيمې لسيزې تجربه لرونکي طالبان د پيړيو پيړيو باتجربه لوبغاړو سره ميدان ته ښکته شول، طالبانو بيا د څوارلس سوه کلونو پوخ سياست پريښود او د جاپان او پاريس د سياستونو کتابونه يې راپرانيستل، ځکه خو ممکن د ناکامۍ سره مخ او پښې يې پکې وښويېدې.
2012-12-09