سید ولي حامد
دپنجشنبې په ورځ د ۲۰۱۲ میلادې کال ددیسمبر دمیاشتې په ۶ نېټه په کابل کې د کرزي د ادارې د امنیت په عمومي رئیس یو داسې برید تر سره شو چې ټول یې هک او پک کړل!
كه څه هم چې ورته بریدونه وخت پر وخت دطالبانو له خوا تر سره کېدل، مګر دغه برید بیا تر ډېره له نورو بریدونو سره له څو لوریو نه لوی توپیر درلود، لومړی خو دا چې دغه برید په هغه چا تر سره شو چا چې په اصطلاح د ټولې ادارې دامنیت ساتلو مسولیت پر غاړه لرلو، دا چې خپله دغه اداره او مشر یې په امن نه وي نو نور خو دې سر له اوس نه ځانونه په مړو کې حساب کړي.
دوهم دا چې دغه برید په کومه لاره کې نه دی پرې شوی، بلکې تر ټولو په خوندې او مهم ځای کې، په خپل کور کې، چې دهر چا لپاره تر ټولو زیات خوندي ځای ګڼل کېږي، دا چې د امنیت عمومي رئیس په خپل کور کې په امن نه دی نو بیا به غریبګی په کوم ځای کې د امن او ډاډ احساس کوي؟
دریم دا چې څه وخت مخکې د نوموړي رئیس پیر سیاف خان د دارنګه سرښندونکو برید کوونکو د نیولو او بیا په دار ځړولو وړاندیز وکړ چې ور پسې ولاړ الدین څوسن ( قیام الدین کشاف ) هم مست شو، د ځان په څېر له یو څو نورو ناشولتو سره یې دسپینې ماڼۍ دحفاظت لپاره ډالري فتوا صادره کړه، له دې ټولو سره سره دا ده اوس معلومېږي چې دنوموړو اوښانو ډالري فتواګانې څومره حیثیت لري، څومره او څه رنګه اغیزه یې وکوله؟
دا چې په دغه برید کې څوک ګوډ او څوک مات شول دومره مهمه نه ده، تر ټولو مهمه دا ده چې په داسې ځای او پر داسې کس او داسې وخت کې دغه برید څه رنګه تر سره شو؟ په لومړي سر کې ځینې خبرونه داسې وو چې امنیت وايي چې برید کوونکي منفجره مواد دپرتوګاښ په بڼه جوړ کړي و، او له دې تکتیک نه په استفادې سره یې وکولی شول چې له تلاشیو نه ځان تېر او تر نوموړي رئیس پورې یې ورسوي.
کېدای شي دا خبره سمه وي یا سمه نه وي، خو طالبان یې نه مني، هغوی وايي چې دغه برید د دوی یو کس دواسکټ په واسطه تر سره کړی، بل خوا تاندي یاران بل ساز کوي هغوی وايي چې نه خبره له پرتوګاښ نه یو څه نوره هم ښکته وه، دا چې دوی له کومه ځایه او څه رنګه خبر شول، ملعومه نه ده؟ بینوا آشنایان هم تر ډېره تاند ته ورته کیسه کوي، خو صرف توپیر یې په خېښتک او نیکر کې دی، چې له دواړو نه دنېکر خېښتک جوړېدی شي!
لیرې نه ده چې امنیت به ځکه دا خبره کوي تر څو خپل بار یو څه سپک کړي، او خلکو ته داسې وښيي چې دوی خو ملامت ځکه نه وو چې منفجره مواد په داسې توګه ځای پر ځای شوي وو چې پلټنه یې ممکنه نه وه، او تاندي او بینوايي یاران د ژمي له یخنۍ نه په استفادې سره کیسه دومره ګرم ځای ته کشوي چې بالکل یې سړی په راز نه پوهېږي؟
کیسه وشوه او اوس هر څوک له خپل مزاج، عادت او تصور سره سم تعبیر ورنه کوي، مګر دا خبره چې په داسې ځای کې دې د متفجره موادو ځای پر ځای کول دکرزي د امنیتیانو لپاره عذر وګرځي، ما ته دخپلو سترګو دلیدلي حالت له وجې بې اساسه برېښي، ځکه دوی دعادي تلاشیو پر وخت داسې دقیقه پلټنه کوي چې هېڅ ځای نه پرېږدې، تر دې چې دلستوڼو کپونه، دغاړې پټۍ، دپنيځو سرونه په ګوتو ګوري، په پرتوګاښ خو دوه درې ځله لاس ګردراګر را کشوي، ښه یې په ګوتو کې مروړي، پګړۍ سپړي، خوله له سر نه اوچتوي! او دتاندیانو او بینوایانو کیسه هم ځکه پیکه ښکاري چې په امنیتي ادارو کې دوی داسې بربنډه او بې شرمه تلاشي اخیستل کېږي چې آن ثلاثي مجردو ته هم لاس ور وړي! هغه څوک چې تلاشي یې اخیستل کېږي باور وکوئ رنګ یې تک سور شي، بې اختیاره خولې پرې را ماتې شي، دا خو هغه څه دي چې ما خپله دکرزي په امنیتي ادارو کې دتلاشۍ پر مهال لیدلي، دا چې دامنیت مشر ته څوک ورځي نو باور وکوئ چې آن تر پوست لاندې به یې هم تلاشي کوي!
ځکه خو دامنیت دپرتوګاښ، دتاند د خېښتک او دبینوا دنېکر مثلث هسې یوه لوبه غوندې ښکاري، او حقیقت بیرته د طالب واسکټ ته ور ګرځي،دلته یوه پوښتنه را پورته کېږي،هغه دا چې د امنیت د پرتوګاښ، دتاند دخېښتک او دبینوا دنیکر له لارې د منفجره موادو نقل محال وي نو بیا د طالب د واسکټ له لارې څه رنګه ممکن دی؟ ځواب یې دا دی چې طالبانو د حکومت په رګونو کې داسې نفوذ کړی چې حکومت اوخواخوږي یې په تحلیلونو کې دخیال او وهم نړۍ ته رسولي دي!
سید ولي حامد.