ديوه معيوب ځوان د ژوندرېښتونى داستان
رفيع الله روشن
دشمشاد ټلوېزيون سهارنۍ روڼ سهار خپرونه مې ليدله چې د ښاغلي روح الله عليزي په کوربه توب وړاندې کېده،لومړى داباسين سېلاب په ښکلي اواز دپياوړي اومنلي شاعر دروېش دُراني يو ښکلى شعر په ډېرښکلي انداز سره ديکلمه شو، چې معمولاً ددې ټلوېزيون سهارنۍ خپرونه د سېلاب لخواپه ديکلمه شوي
په شعرپسې دمېلمه برخه وه،دوى هره ورځ مېلمانه لري اوزه يې هم تماشاکوم ځکه ادبي برخه پکې له ياده نه باسي،نو ښکلي شاعران ،ليکوالان اوداب مينه وال ورسره په بېلابېلو موضوګانو بنډارکوي،په دې ورځ يې مېلمه داسدالله کاموي په نوم يو معيوب ځوان وو،واه:څومره عجيبه ځوان،څومره دلوړ همت لرونکى ځوان اوڅومره سپين ويونکى ځوان ،ګلونو لوستونکو،اسدالله کاموي ديو عجيب فکر څښتن وو، ډېرې ښکلې او له معناووډکې خبرې يې کولې،هغه چاچې يې خبرې اورېدلې وي او دده خپرونه يې ليدلې وي باور لرم چې ترپايه به يې ننداره کړې وي او له سترګوبه يې اوښکې هرو مرو تويې شوي وي،دوستانو دهغه ځينې خبرې له تاسوسره هوبه هوشريکوم څه کموالى او زياتوالى نه پکې کوم.
کاموي دعليزي ديوې پوښتنې په ځواب کې وايي: دواړه پښې مې په ماشوم توب کې دوخت په حاکم نظام کې دمسؤولواشخاصو دبې توجهۍ او بې کفايتۍ له امله فلج شوې،خوبياهم له زده کړو سره د بې کچې مينې له امله اته کاله ښوونځي ته په داسې حال کې تللى يم چې کوناټيوته مې ربړ اچولى وواوپه څښېدا تللى يم،هره ورځ تر ښوونځي څوځله په لاره کې له پولو پرېوتى يم،وچو او لمدو ويالوکې پرېوتى يم،دغه اته کاله هره ورځ درې کليومټره لار له يوې خوا او درې کليومټره له بلې خوا چې شپږ کيلومټره يا شپږزره مټره کېږي ديوعالم ستونزوپه ګاللو سره ښوونځي ته تللى يم.
له اول صنف تراتم پورې اول نمره بريالى شوى يم.
دغه همت لرونکى ځوان اسدالله کاموي وايي چې له هغې وروسته يې بل ځاى کې زده کړې پيل کړې اودښوونځي پاتې صنفونه يې بل ځاى کې ولوستل،خو اوس کاموي غټ شوى وو نو دابرار مؤسسې لخوا يو باسيکل ورکړ شو،خودى بياهم ددې په خاطر چې له ښوونځي سره يې مينه کمه نشي دباسيکل په مرسته ښوونځي ته نه ځي، تر دولسم ټولګي زده کړې په نره او برياليتوب سره کوي، دکانکور ازموينې ورکولو وروسته،دکابل پوهنتون دکرنې پوهنځي ته په داسې حال کې بريالى کېږي چې نوموړى پوهنځى يې هېڅ انتخاب کړى ندى،خوبياهم دملګرو په مشوره لوړې زده کړې په همدې پوهنځي کې پيلوي او په پوره عظم يې ديپلوم لاسته راوړي، له هغې وروسته،دانګليسي او کمپيوټر بېلابېل پروګرامونه
کورسونه تعقيبوي،بالاخره دخپل ځان درملنه هم پيل کوي چې يوه پښه يې جوړېږي په يوه اداره کې کې دمعيوبينو په برخه کې دنده اخلي،هغه وايي چې ددندې پرمهال مې په دفتر کې يوه بله معيوبه پېغله وليدله،چې دواړه پښې يې قطع وې په خپل حال مې شکر ووېست خودهغې په حال ډېر مايوسه شوم،ډېر مې زړه ورباندې بد شو، دله همدې شېبې له هغې سره دژوند په ستونزوکې دمرستې کولوفکر راسره پيداشو،نومې دڅه وخت په تېرېدوهمدې نجلۍ ته دواده او ژوند شريکولو وړانديز وکړ ،خو هغې نه راسره منله،دليل يې دا وړاندې کاوه چې زه په دواړو پښوشله يم او ته ماباندې ريشخندکوي،زه له هېچاسره د واده کولو جوګه نه يم،زه کله هم په دې حال کې چاته خوښي نه شم ورکولى،پرته له دې چې دبل خوښي ورنه واخلم ،نوهيله کوم ،که غواړي چې زه خوشحاله واوسم نو په ماکار مه لره،خوزه جدي ووم تردې چې مورسره مې له دې جلۍ سره دواده کولو خبره شريکه کړه اوهغه مې دوى کره ور واستوله کله چې مې مور نجلۍ ګوري نو ماته ګواښ کوي چې زما اينګور هېڅکله هم داسې نجلۍ نه شي کېداى چې دواړه پښې يې قطع وي، دى وايي چې ما ورته ډېرې زارۍ وکړې خو په وينايې مور يې يوه کليواله اوله سواد او زده کړو لرې پاتې شوې ښځه ده نوهېڅ يې په دې قانع نکړه چې دغه نجلۍ ورته وغواړي،کاموي زياتوي چې يوه ورځ مې دخپل دفتر نورې همکارانې ددې نجلۍ کورته واستولې،چې په دې کار سره دانجلۍ وروڼه دى تهديدوي حتى تردې چې دکاموي د وهلو او بې عزته کولو هڅه کوي، خو دى بيا هم له خپلې خبرې او کړي هوډ نه نه اوړي، اخر په دې توانېږي چې له انجلۍ سره کوژده وکړي،کله چې دکوژدې دستمال کورته راوړي دشپې په يوه بجه يې مشر ورور چې هغه هم معيوب دى ،دلاس درې ګوتې اويوه پښه يې قطع دي، نوپه کور کې نورو ځوانانوته امر کوي اواسد کاموي دامکان ترحده ډبوي،له کوره يې شړي اودتل لپاره ورته بيادې کورته دنه راتللو وايي،اسد په بد حال او شلېدلو جاموله کوره وځي،ديوې ښځې کورته چې ده ورته مور اوهغې زوى ويلي دي ورځي ،دشپې په دې ناوخته کې زړه نازړه دانګړ دروازه ټکوي، هغوى دکور دننه څخه اواز کوي چې څوک ياست؟دى په ژړغوني اواز وايي اسدالله يم،موريې ژردروازه خلاصوي ،په ليدو يې حيرانېږي چې اسد څنګه په دې حال دى، دى ورته ټوله کيسه کوي، او وايي چې يو لوى جرم مې کړى دى ،له يوې معيوبې نجلۍ سره مې کوژده وکړه،مګر هغه ښځه چې ډېره باايمانه او مسلمانه ښځه ده ورته وايي تا جرم نه بلکې خپله ايماني دنده دې ترسره کړې ،راځه زماپه کور کې څلور کوټې دي،دوه يې زموږ او ده ستا ،ستا واده هم زه درته کوم،دهمدې شپې په سباداسدکاموي کاري موده هم په دفتر کې پاى ته رسېږي،سهارله کوره ،ځي په بازار کې له يوه ملګري سره مخ کېږي هغه ترې پوښتنه کوي چې ولې په دې حال شوى دى، دى هم ورته ټول داستانه وايي اخر هغه هلک ترې پوښتنه کوي چې څه غواړي وکړې؟ دى ورته وايي يواځې غواړم واده وکړم او خپل عزت تر کوره کړم بيابه تصميم نيسم چې څه وکړم،نو هغه هم ورته څلورزره امريکايي ډالر ورکوي او دى پرې واده کوي، خپل ژوند اوس په ددرې کالوپه تېرېدوسره له خپلې معيوبې مېرمنې سره په مينه او خوښۍ سره تېروي.
کاموي د خپلو خبروپه پاى کې زياتوي په ژوندکې له هېڅ راز ستونزې څخه سرنه ټکوم که څه هم کومې ستونزې چې ما تېرې کړي ډېروکموبه ګاللې وي،دښوونځي دولس کاله،دپوهنتون څلورکاله خو له يوه هم شکايت نلرم، خويواځې او يواځې هغه څه چې ډېرمې ځوروي هغه پرده د (ګوډ) اوز کول دي،اسدالله کاموي وايي چې هريومعيوب ته ګوډ ،شل او معيوب ويل کاملاً دهغوى توهين دى، موږ هريو معيوب نوم لرو ولې راته په خپل نوم اواز نه کېږي حتى له خپلې کورنۍ هم ګيله لري شکايت ترې کوي چې کله کله هغوى هم ورته ګوډ وايي، دى وايي يوه ورځ يې په ملي ټلوېزيون کې دباميانو له والۍ حبيبه سورابي څخه واورېدل چې (لنگها و کورها يک طرف ايستاده شوين)اسد په ژړغوني انداز کې وايي ماهېڅکله هم له داسې يوې بامسؤوليته ښځې څخه دداسې خبرې تمه نلرله،چې د يوه لوى ولايت مهارکول دې ورله غاړې وي،خوزمابه د سرابي دغه خبره د مرګ ترورځې هم هېره نشي.