یابَرَیْ یاشهیدېدل
عبدالله ځوی دِ حذافه السهمي
وايي چې دې- الله دې ورڅخه خوښ شي- عمرځوی دې الخطاب په مهال کې، - الله دې ورڅخه خوښ شي- عبدالله ځوی دې حذافه السهمي له خپلو ملګروسره دې روم دې قیصر په بند کې پریوتل،او دې پریښودلو دې امید لاره ورباندې پرې شوله،دې روم قیصرعبدالله ته وُوَیَل چې که تا ماته دې اسلام په چپون داسې یوکړ
دې روم قیصر چې دې عبدالله ټینګتیا پخپل ایمان باندې ولید له،امریې وکړ چې په ده باندې ډیره لوږه او سخته سختي راولي،ترڅوچې دې خپل اسلام په چپون –عکس- یوکاروکړي ، اوبیا ورسته ترډیرې لوږې دې خنزیرغوښه ورته وروړاندې کړي، چې ګوندې ووبه یې خوري،دې قیصرلوړه وغوښتنه به پرې پوره شي، خو عبد الله داکارونکړ،که څه هم دې اړتیا په مهال کې اسلام داډول کار رواکړی دی.
بیا ورسته قیصر امر وکړ چې هرډول خواړه دې ده ته ورکړي،خو اوبه او دې څکلوشیان دې بې له شرابو- الخمرـ څخه نور څه نه ورکوي،ګوندې له تندې څخه به شراب وڅکي،زما غوښتنه به پرې پوره شي، خو عبد الله به له خوړوڅخه دومره څکه کوله چې ږوندی پاتې شي اوکه هرڅومره به یې ستونی له تندې وچ شودې شرابومزه به یې نه کتله، ترهغې پورې چې نږدې به وو له تندې مړشي.
قیصر چې دې عبدالله ټینګ ایماني ولیدله وپوهیده چې په زور وسختی سره خپلې موخې ته نشې رسیدلای،امریې وکړچې ښه خواړه ،اوبه وکالي
ورته ورکړي،چې ګوندې خوښ به شي دې اسلام په چپون په کوم کار وکړي ،خو عبدالله به له خوړواوبوڅخه ډیره لږګټه اخستله،او کالي به یې هغه مهال بدلول کله به یې چې خپل کالي ډیر خیرن وکرغیړن شول.
قیصرچې دې عبد الله کلکوالی دې الله په لاره کې دې سرتیرۍ پرې کړه ولیدله، نااومید وحیران پاتې شوچې څه وکړي؟ عبد الله ته یې وُویل چې راشه زما سرښکل کړه،چې زه درنه خوښ شم،اوخلکو ته جوته شي چې موږ ترمسلمانانولوړیو،بیابه تا خوشې کړم،عبدالله ورته وویل چې زه دې خپل ځان دې پریښودلولپاره داکارنه کوم، قیصرورته وویل چې ایا ته دې نوروبندیانو مسلمانانودې پریشودلووخلاصون لپاره داکارکوي؟ عبدالله ورته وویل چې هوکې، قیصرورته وویل چې سمه ده،عبدالله پرې وروړاندې شو دې قیصرسریې ورښکل کړ،ورسته قیصر دې دوی ټول بندیان پریښول،کله چې –الله دې ورڅخه خوښ شي- عمردې الخطاب ځوي امیر المؤمنین داکیسه واوریدله، دې عبدالله ځوی دې حدافه السهمي له ټینګ ایمان لرلوڅخه اودې مسلمانانودې ازا ودولو په لاره کې له عقل څخه په ګټه کې له اخستلو څخه ډیرخوښ شواوسریې ورښکل کړومننه یې ورڅخه وکړله.