ب )‌ آسانه کورنۍ (بې پروا يا بلا پسې کورنۍ)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفیع الله ستانکزی

په تېر کې مو سخت ګيره کورنۍ درمعرفي کړه اوس به بې پروا يا بلاپسې کورنۍ در وپېژنو، چې دا کورنۍ کومې ستونزې او کومې ښېګڼې لري، خو تر ډېره بريد یې ستونزې ډېرې وي.


۱- د دې کورنۍ مور او پلار د خپلو اړتياوو پوره کولو پسې دي، هغوی خپلې هلې ځلې د خپل ځان د خوښې  لپاره ترسره کوي.
۲-  د ماشوم د روزنې د اصولو سره سم د هغوی د جسمي او اروايي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې کار نه کوي، هغه  ځکه چې بې پروا يا بلا پسې دي. د خپل ماشوم د غلي کولو لپاره هرڅه چې د دوی ماشومان غواړي هغه ورکوي او ورته يې ترسره کوي، له دې کار سره دوی خپل اولادونه ډېر هيله مند او له توقع ډک روزي.

۳-  د خپلو ماشومانو په روزنه کې د رويې، فلسفې او يا کوم بلې  کړنلارې څخه ګټنه نه کوي، ځکه چې دوی ته د خپلو ماشومانو د روزنې موخې او هيلې معلومې نه دي او د همدې لامله يې د روزنې په برخه کې ډېر پام نه کوي.
۴-  پر خپلو ماشومانو هېڅ ډول کنټرول او څار نه کوي او هغوی بېخي په بشپړه توګه آزاده پرېږدي، لکه څنګه چې دوی غواړي هماغسې ژوند وکړي او د خپل ژوندانه لپاره خپله خپل سبک او لار وټاکي.
۵-  له خپلو ماشومانو هېڅ ډول هيلې نه لري او له همدې لارې د دوی ماشومان همدا زده کوي، چې د دوی مور او پلار له دوی څخه هېڅ هيله نه لري او بايد ویې نه لري.
۶-  د خپلو ماشومانو د کړنو په برخه کې، حتا په هغو برخو کې چې د دوی او نورو د ځورونې لامل هم کېږي څه خاصه پاملرنه نه کوي او په دې برخه کې بې پروايي خپلوي.
۷-  که ماشومان يې له کړنو سرغړونه وکړي؛ دوی نه ځورېږي او داسې عکس العمل کوي، چې ګواکې د مور او پلار له امرونو څخه د ماشومانو يا اولادونو سرغړونه يو ډول طبعي او عادي امر دی.
۸-  د ماشومانو په جزا ورکولو کې هم بې پروايي غوره کوي، که هغوی سم کار کوي، نه يې هڅوي او که ناسم کار کوي نه يې پوهوي.
۹-  د مور او پلار د کړنو ډولونه داسې دي، چې په خپلو ماشومانو کې لازم او وړ اعتماد یا باور نه رامنځ ته کوي.
۱۰-  د خپلو ماشومانو د تدريس او د آزموينې د پايلو په برخه کې هېڅ پاملرنه نه کوي او همدارنګه د خپلو ماشومانو د ښونځيو سره هم چندان لېوالتيا نه ښيي، چې ورشي او له ښوونکو څخه د خپلو ماشومانو په اړه وپوښتي.
۱۱-  هر هغه څه چې د ماشومانو يا اولادونو له خوا يې غوښتل کېږي ورته یې برابروي او په دې برخه کې هېڅ ډول خاصه صليقه نه کاروي.
۱۲-  د خپلو ماشومانو د خپلواکۍ په برخه کې هېڅ ډول کړنې نه ترسره کوي او که يې کوم اولاد ورپورې بېخي تړلی وي او خپلواکي ونه لري، نو دوی يې د خپلواکۍ په برخه کې هېڅ ډول عمل نه ترسره کوي او حتا په اړه يې فکر هم نه کوي.
۱۳- د خپلې کورنۍ په چاپېریال کې هېڅ ډول نظم او ترتيب نه مراعاتوي او له خپلو ماشومانو او يا اولادونو هم د دې تمه نه لري.
۱۴- خپل ماشومان په هر ډول آزاد پرېږدي او حتا په ځينو خاصو برخو کې چې دوی بايد د هغوی په چارو کې مداخله وکړي نه يې کوي.
۱۵-  دا ماشومان چې په خپل ژوند کې له خنډ او ستونزې سره نه دي مخ شوي او مور او پلار يې نه دي پرېښي چې خپلې ځينې ستونزې حل کړي، نو کله چې ټولنې ته وړاندې کېږي او د   تجربې د نه شتون لامله د ټولنو ستونزو ته ژر اېل کېږي او ژر ماتېږي.

نور بيا....