لیکوال : احمدالله رحمانی
کابل بانک چي د افغانستان لوی ترین بانک وو ، دوه کاله مخکي اختلاص شواو زیات تاوان یي افغانستان او نړۍ ته متوجه کړ . که داسي یوه اقتصادی فاجعه په نورو هیوادونو کي رامنځ ته شوي وای ،نو وختي به یي عاملین محاکمه شوي وای او موضوع ته به د پای ټکۍ ایښودل شوی وای .
۹۳۵ میلیونه ډالره زیاتی پیسې دي . ددومره پیسو ایستل له بانک نه اسانه کار نه دی . دا یوه دومره لويه کریمینله اینرژي غواړي چي د هغه په باب عادي کسان فکر هم نه شي کولای . هغه کسان چي د بانک مشري یي په غاړه درلوده د خپلو کارکونکو په مرسته یي دا پیسې له بانک نه په داسي ترتیب و ایستلی چي هغه تقريباً قانونی شکل در لود . چاته یي د پور په نامه څو میلیونه ډالره ورکړه او هغه پور بيا بانک ته ستون نه شو ، او زیاتي پیسې د بانک مشرانو د بانک په کتابونو کي داسی درج کړې چي ګواکی په بعضي ځایونو کي یي په کمپنیو کي د ښکیل تیا په نامه بندي کړي دي چي داسی کمپنیانو اصلاً وجود هم نه درلود فقط تش په نامه په کتابونو کي ثبت شوی وي . د څیړنی د کمیسیون د راپور له مخي ډیري پیسې د افغانستان په یوه شخصي الوتکه کي په هغو کراچیو کي چي په الوتکه کي مسافرینوته خواړه پکښي وروړل کيږي ، د خوراکي موادو په نامه الوتکو ته پورته کیدي او له افغانستان نه بهر وړل کیدلې . ددی شخصي الوتکي نوم نه دی یاد شوی خو په راپورکي راغلی دي چي دا الوتکه مالومه ده . ددي څخه مالومیږي چي ددغي الوتکي چلونکي هم په دغه غلا کي لاس در لود . په راپور کي راغلي دي چي د ۹۳۵ میلیونه ډالره څخه زیاتي پیسې په ډوبۍ کي د لویو بنګلو په رانیولو بندي شوي دي .
د هغو کسانو په جمله کي چي دا پیسې یي د تش په نامه پور له بانک نه ایستلي دي ، یو هم د حامد کرزي ورور محمود کرزی او یو هم د ولسمشر د مرستیال مارشال قسیم فهیم ورورحصین فهیم دی. خو دادوو ته چا تر اوسه غاښونه هم ندي چیچلي . له همدې کبله هغوی د محاکمه شوو کسانو په جمله کي نه راځي . داسی ویل کیږی چي دغو دوو کسانوغلا شوي پیسي بیرته کابل بانک ته سپارلي دي ، نو ځکه هغوی دولسمشر کرزي د فرمان سره سم له تعقیب نه معاف بلل کیږي .همدایي سبب دی چي د څیړنی کمیټه پر سیاسی کسانو نیوکه کوي او وايي چي څارنوالي دي پر دي دوسیي نوی نظر واچوي . دا کمیټه په غصه شوي ده او وایي چي ددوسيي په پاڼو کي لاس وهل شوی دی اود الوتکي د کارکونکونومونه چي د پیسو په ټرانسفر کي یي لاس درلود ، ددوسیي څخه وتلي دي ، خو څارنوالی دا ادعا رد کړې ده . د فساد ضد کمیټه خبر ورکوي چي کابل بانک د مرکزي بانک خلاف لږ تر لږه د یوه ولسمشري نوماند د ټولټاکنو لپاره میلیونونه ډالرلګولي دي . ددې کميټي په راپور کي د کوم خاص ولسمشری نوماند نوم نه دی یاد شوی ، خوکمیټه وايی په افغانستان کي هر څوک پدی پوه وه چي په کال ۲۰۰۹ کي د ولسمشر کرزي د ټاکنو لپاره کابل بانک یو مهم دپيسو ورکولو سر چینه وه او دهغه په ټاکنو کي کابل بانک ۲۰ میلیونه ډالره لګولي دي . کرزي دا خبرد خپل ویاند ایمل فیضي په وسیله رد کړه او ویي ویل چي هغه پدي پیسو خبر ندی . فیضي زیاته کړه چي ۲۰ میلیونه ډالره ډیری پیسي دي . موږ به پديې اړه پلټني وکړو.
له ۹۳۵ میلیونه ډالره څخه تر اوسه ۱۳۵،۵ میلیونه ډالره بیرته پیدا شوي او بانک ته سپارل شوي دي . کابل بانک په کال ۲۰۱۰ کي د افغانستان په مرکزی بانک پوري وتړل شو او د نوي کابل بانک په نوم یاد شو .
تر اوسه ددې فساد په اړه ۲۲ کسان تر دعوې لاندی راغلي دي چي په دغو کسانو کي دکابل بانک جوړونکئ شیرخان فرنود او دکابل بانک اجرايه رئيس خليل الله فيروزي هم شامل دی .
احمدالله رحمانی - المان