حالات‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
جلال اباد، که د هيرا منډيې څانګه!؟
د روان نظام لويه ښېګړه شهوت پالو او بې پلارو ته دغه وه، چې د فحشا
بازارونه ورته ګرم شول، له يوې ښځې د ساعت تېرۍ، رشوت، سوداګرۍ او ... په
حيث کار اخېستى شي. او مخه يې څوک ځکه نه نيسي چې هغه ته هم همدا ناشته
تياره ده.

دغسې خلک په نورو هيوادونو کې يا د بې سوادۍ نه دغه کار کوي، ياهم د فقر
نه، لکه نږدې مثال په پاکستان کې مشهور د فحشا مرکز(هيرامنډيي). زموږ په
هيواد ک...
ې دغه دواړه ستونزې په پېړيو_پېړيو وې، خو هيڅ چا هم د خپل عزت په بدله
دغه ستونزې له منځه يوو نه وړلې. بلکې دې غيرتي ملت يواځې د عزت د دفاع
په خاطر په ميلونونو شهيدان ، دغومره معيوبين او د پنجابيانو پېغورونو
زغمل ښه وبلل، خو بې عزتي يې ونه منله.موږ تردې حد خپل دين او عزت ته ژمن
يو، چې نږدې ټول عملونه به مو له اسلامه سره په ټکر کې وي، خو بياهم د چا
له خوا د کفر ټاپه پرځان نه پرېږدو، لکه ننني مرتدين.
د دې لنډه غر نظام له نايټ کلبونو راوتليو مامورينو زموږ پر عزتونو لوبې
وکړې، زموږ هيوادوالو ته يې دومره د بې عزتۍ مفکوره ورکړه، چې آن له خپلې
ترور، لور، خور ...هم د جنسي غريضې د سړولو په مؤخه کار اخلي!!!
جلال اباد دهيوا مسلمان او تر ډېره پښتون مېشتى ښار دى، د دغه ښار له
استخباراتي شبکې نه په مالوماتو په منځني ډول هره ورځ نږدې شپږ پېښې د
جنسي تېريو اړوند تر دې دفتره رسېږي. عام خلک په عمومي ډول دغسې پېښې د
دې ښار په هوټلونو کې کوي،لکه مرحبا، باباولي، کابل ، استقلال او نور
هوټلونه. په دې هوټلونو کې بيا د عاملينو نيول ډېر مشکل وي ، ځکه چې فاعل
او مفعول پېژندنه سخته وي. د استقلال هوټل د مالک زوى په خلاصه راته
وويل: والله هغه بله ورځ مې يو هلک له خپلې مامۍ( د ماما له ښځې) سره
ګيرکړ.
ماويل: څنګه؟
ده ويل:هوټل ته د شپې له پاره راغلل ، مايې نوم وليک، د ښځې او يو ماشوم
پوښتنه مې ترې وکړه، هغه وويل:دا مې د ماما ښځه او دغه ماشوم يې زوى دى.د
شپې نږدې دوولس بجې وي، خپلې خونې ته تلم، د هماغه ځوان له خونې سره
تېرېدم، چې ماشوم يې د کړکۍ په برنډه کې ويده کړى، په زوره مې دروازه ور
وټکوله، هلکه وارخطا راووت، ښځه لوڅه ولاړه، وه. دباندې مې ښه کلک
وغرباوه، ماويل : سم ووايه دغه ښځه دې څه ده؟ ده ويل: دامې د ماما ښځه
ده.بيا مې بېخې بې عزته کړ. دى مې د باندې او ماشوم مې د ننه ويده کړ.
دغسې ډېرې پېښې په دې ښار کې کېږي، د خپلو سترګو لېدلى حال مې دى، د دې
ښار په څنډه (درونټه) کې دوه تورې نجونې په بازار کې پيسې ټولوي، له دوو
هلکانو سره د يو هوټل په لرې ګوښه خونه کې سپاره سره ونيول، هوټلي يواځې
پر دې غوسه وو،چې ولې بې اجازې ننوتلي ياست، نجونو منډه کړه، او هلکانو
موټرسايکل ته زور ورکړ، لاړل.
هغه ځوانان چې پيسه نه لري، بياهم له زنا نه بې برخې نه دي، په جلال اباد
کې يو ه ايرانۍ ښځه ، چې اصليت يې هيڅ چاته نه دى مالوم، يواځې له
ځوانانوسره د زنا کار په مخ وړي، دغه ښځه د پوليسو په جامه کې د جلال
اباد په دوه سرکه کې ډېره پيدا کېږي، او يواځې په يو ډبي سګريټ باندې هم
زنا ته تياره وي. دا فاسد نظام له دې فاحشې هيڅ پوښتنه نه کوي، د دې هم
ډېره ګټه د پوليسو په پوستو کې وي.
اصلا په دې ښار کې دغه زمينه دې فاسد نظام برابره کړې ده. د دې ښار د
امنيت په دفتر کې مشهوره فاحشه شاګلابه چې نږدې د ملي امنيت ټول
کارکوونکي پرې اخته دي، همدارنګه د شيرزي په قصر کې درې خوږياڼيوالې
نجونې چې ټول قصر يې پر سر اخېستى. او د ښځو چارو رياست ته خو بيا يواځې
کافران ( د دوى پر ژبه خارجيان) ورځي. هغوى بيا افغاني ...ته چندان اهميت
نه ورکوي.
په دې ښارکې بله مهمه فحاشه حوضه د سپين غر په نامه هوټل دى، چې د پېښور
ټولې فاحشې پکې پيسې ګټي. له بده مرغه په دې هوټل کې د کرکټ ملي لوبډلې
ځينې مشهور غړي هم اخته دي.د دې هوټل د يوه زناکار کيسه ده، چې يوه نجلۍ
له پېښوره راځي، ډېره ښايسته ده، مور يې تل په هوټل کې نفلونه کوي، او
لور يې له موږ سره...دې هوټل ته د پېښور ټولې فلمې لوبغاړې د شهوت پالنې
په نيت راځي.او دې مرتد نظام يې ښه امنيت هم نيولى، چې څه ستونزه ورته
پېښه نه شي.
سپين حق خوا