د لېندۍ په درېيمه ژوند ادبي بهير خپله پرلپسې اووپنځسومه ناسته د قاري
صيب ادريس زي پر تلاوت پيل کړه، د دغې ناستې مشر شاعر انجينر عبدالقيوم
احمدزى او کوربه يې رحمت الله حکيمي وو، د تېرې ناستې راپور سميع الله
مجاهد ليکلى وو، چې په نه شتون کې يې راپور داد محمدناوک ولوست، دغې
ناستې ته ادبي درس محمد نواب خوښ د (شعريت د شعر ساده) تر سرليک لاندې
وړاندې کړ،په درس کې ډېرى ګډونوالو د نثر ډول ډېر پېچلى وګاڼه ،چې په
خبرو يې څوک ترې په يو حتى دوه ځلې لوستو مفهوم نه شي اخېستلى، د درس د
موضوع په اړه په زړه پورې بحث وشو، وروسته د ناستې وياند نقيب احمدعزيزي
د ګډونوالو په خوښه د وخت دکمي له امله د کره کتنې برخه پرېښووده او د
جلالکوټ ادبي خوځښت ځوان شاعر جانان زمرى يې د مشاعرې د لومړي شاعر په
حيث دريځ ته وروغوښت.په مشاعره کې لسګونو شاعرانو اومينه والو برخه
واخېسته.
په دغه ناسته کې راپور رحمت الله حکيمي ته ورکړل شو،چې د نوموړي راپور
به د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې په دېوالې جريده((روښان)) کې هم
ځوړندېږي، مګر نړۍ جال ته به يې ناوک ليکي، دغه ناسته د ناستې مشر انجينر
احمدزي ښه وارزوله او په خبره يې د هيواد په سطحه دومره علمي او تفريحي
ناسته کېداى شي بې نمونې وي.
راتلونکې ناستې ته ادبي درس ايمل ښمر ته ورکړل شو، او کره کتنې ته رحمت
الله حکيمي د لنډې کيسې د راوړلو ژمنه وکړه. ناسته پردعايه تمامه شوه.
ناوک