د ستراتيژيك تړون وروستى خطرناك پړاو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حقمل
امريكايانو لاډېر د مخه دا پرېكړه كړې وه چي افغانستان به له دومره مالي لگښتونو او ځاني تلفاتو وروسته په آسانۍ نه پرېږدي، كه د تلفاتو او مالي لگښتو راكمولو په موخه وتلو ته اړ شي او اروپايي ملگري ئې د اشغال په دوام كي د دوى مرسته ونه كړي نو بيا به هم يو شمېر ځواكونه په افغانستان كي پرېږدي، د كابل حكومت
چارواكي ئې دې ته اړ كړل چي په دې اړه د ستراتيژيك تړون تر نامه لاندي يوه معاهده ورسره امضاء كړي، دې ته په پام سره چي د داسي تړون په وړاندي په داخل، سيمي او نړۍ كي حساسيتونه راپارېدل؛ د كابل حكومت چارواكي ئې وگمارل چي څو كارونه وكړي: په پراخه پيمانه دا تبليغات پيل كړي چي سټراټيژيك تړون د افغانانو په گټه دئ، په دې سره به امريكا د گاونډيو د تېري په وړاندي له افغانانو سره مرستي ته ژمن كېږي، زموږ د ملي حاكميت او ارضي تماميت تضمين به كوي، اقتصادي مرستو ته به دوام وركوي او زموږ د امنيتي ځواكونو د روزني او تجهيز مسئوليت به په غاړه اخلي!! د كابل حكومت ته دا دنده هم وسپارل شوه چي د تړون په اړه به د لويي جرگې او پارلمان تأييد ترلاسه كوي، همداراز  په سيمي او نړۍ كي د دې تړون په خلاف د حساسيتونو راپارېدو د مخنيوي په موخه ئې د كابل حكومت په دې وگمارو چي له ځينو نورو هېوادو سره هم د سټراټيژيك تړون تر نامه لاندي معاهدې لاسليك كړي. د واشنگټن او كابل تر منځ تړون لاسليك ئې څو مرحله يي كړ، د تړون حساسي برخي لكه له 2014 وروسته تر نامعلومي مودې پوري په مستقلو اډو كي د يو شمېر امريكايي فوځونو پاته كېدا، او د جرمونو د ارتكاب په صورت كي د هغوى قضايي مصئونيت ئې مبهم پرېښود، اوس هغه پړاو رارسېدلى چي د تړون دا مبهمي او حساسي برخي هم لاسليك شي، او دا په داسي حال كي چي د كابل د ذليلو چارواكو ټولي دروغجني ادعاگاني پوچي وختې، د ايران او پاكستان له لوري  د بريدونو په وړاندي امريكايانو نه يوازي كوم غبرگون ونه ښود بلكي د ارگ ادعاء ئې تكذيب كړه او وئې ويل چي په دې اړه مبالغه شوې، د ډيورند د كرښي په اړه ئې وويل: واشنگټن دې ته د رسمي او منل شوې پولي په سترگه گوري، په غرب پوري تړلو ټولو رسنيو دا تبليغات پيل كړل چي د ډيورنډ پوله تاريخي او قانوني اعتبار لري، د غلام محمد محمدي او سعيدي په څېر د بي بي سي مخبرانو وويل: افغانستان د ډيورنډ له كرښي آخوا د يوې لوېشت خاوري ادعاء هم نشي كولى، دا په داسي حال كي چي څو كاله وړاندي او هغه مهال چي دوى د شوروي اتحاد په پكت پوري تړلي ول او معاش ئې د پونډ او ډالر پر ځاى په روبل تأديه كېدو دا ترانې به ئې ويلې: دا پښتونستان زموږ دا پښتونستان زموږ!! امريكايانو د شمالي ائتلاف ټول بدنام او ايمان پلوري مشران دې ته تيار كړل چي د ډيورنډ كرښي په اړه د واشنگټن د دريځ ملاتړ وكړي، كه تاسو په غرب پوري د تړلو افغانستان مېشت صوتي او تصويري رسنيو خپروني تعقيب كړئ وبه گورئ چي يو په بل پسې وطن پلوري د كارپوهانو او تحليلگرانو په نامه راوړاندي كوي او همدا څو خبري ئې له ناولو خولو راباسي: د بهرنيو ځواكونو مزيد پاته كېدا د افغانانو په گټه دي، له امريكا سره سټراټيژيك تړون د افغانانو ضرورت دئ، د ډيورنډ كرښه تاريخي او قانوني اعتبار لري، له مخالفينو سره مذاكرات بايد تر هغه متوقف شي چي ښه وځپل شي او له دې پرته بله چاره ونه لري چي وسله پر زمكه كېږدي او تسليم شي.
دا تړون په داسي حال كي لاسليك كېږي چي له يوې خوا امريكايانو خپلي ټولي مخكنۍ ژمني تر پښو لاندي كړې، نه ئې شپيني عمليات متوقف كړل، نه ئې د مخالفينو نيول، نه ئې د كابل حكومت ته زندانونه او زندانيان وسپارل، د بگرام امريكايي زندان او په هغه كي زاړه او نوي بنديان لا ندي سپارل شوي، آبله ورځ كرزى دې ته اړ شو چي په دې اړه له امريكايي جنرالانو شكايت وكړي، په ځواب كي ئې د يوه امريكايي وياند له لوري داسي اعلاميه مطبوعاتو ته ولېږل شوه د امريكايانو دغه ټول تخلفات ئې توجيه كړي او هغه ئې د توافقاتو مطابق گڼلي. له بلي خوا د لويي جرگې او پارلمان ټول شرائط هم د امريكايانو له لوري له پامه غورځول شوي او هم د كابل حكومت نقض كړي، اوس د سپيني ماڼۍ او ارگ گډ كميسون د پارلمان او لويي جرگې له لوري د وضع شوو شرائطو خلاف داسي معاهده د لاسليك لپاره تياره كړې چي له مخي به ئې يو شمېر امريكايي ځواكونه تر نامعلومي نېټې په افغانستان كي او په څو مستقلو امريكايي اډو كي پاته كېږي او د دوى فوځيان به له قضائي مصئونيت برخمن وي او د جرم په صورت كي به افغان محاكمو ته نه راجع كېږي. داسي معلومېږي چي حساسيتونو ته په پام سره او د افغان ولس له لوري د جدي او توند غبرگون له وېري غواړي د تړون د وروستۍ برخي لاسليك هم دوه مرحله يي كړي، د ځواكونو شمېر، د استقرار موقعيتونه او د مأموريت څرنگوالى ئې همدا اوس تثبيت او اړوند اسناد ئې لاسليك شي خو د دوى د قضايي مصئونيت موضوع راتلونكي مناسب فرصت ته وځنډوي.
د سټراټيژيك تړون په اړه د كابل لاس پوڅي حكومت د ذليلو چارواكو څرگندوني سړي ته د جنرال پرويز مشرف هغه وينا ورپه يادوي چي پر افغانستان د امريكايانو د بريد پر مهال او په دې بريد كي د ده د ننگيني برخي اخيستو په توجيه كي ئې ويل: له امريكا سره ملگرتيا به باعث شي چي امريكا د كشمير په ارتباط له پاكستان سره مرسته وكړي!! او دا په داسي حال كي چي ده په پټه د امريكايانو دا شرائط هم منلي وو چي له كشميري مجاهدينو سره به له مرستي لاس اخلي، د هغوى دفترونه به تړي او د مقبوضه كشمير په چارو كي به له لاسوهنو ډډه كوي!! د كابل چارواكي هم د سټراټيژيك تړون په اړه د پرويز مشرف خبره كوي او وايي: د دې تړون له مخي به امريكا دې ته ژمنه وي چي د افغانانو ملي حاكميت ته درناوى وكړي، له خپل سرو عملياتو او د افغانانو له نيولو، بندي كولو او محاكمه كولو ډډه وكړي، او د پاكستان او ايران د تېريو په وړاندي له افغانانو دفاع وكړي!!! او دا په داسي حال كي چي د همدې حكومت د كورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو، د ملي امنيت مشاور وزير او له امريكايانو سره په مذاكراتو بوخت استازي له امريكايانو سره دا معاهدې لاسليك كړې چي په هر وخت او د افغانستان په هر ځاى كي عمليات كولى شي، مخالفين نيولى او د محاكمې لپاره بهر ته انتقالولى شي، له 2014 وروسته هم په مستقلو نظامي اډو كي پاته كېدى شي، په خپلو اډو كي زندانونه درلودى شي، امريكايي فوځيان به له قضايي مصئونيت برخمن وي!! او دا هغه څه دي چي د افغانستان په تېر تاريخ كي هيڅ لاس پوڅي حكومت نه دي كړي، دا سټراټيژيك تړون تر ټولو هغو ننگينو معاهدو شرمناك دئ چي كارمل، شاه شجاع، عبدالرحمن خان،يعقوب خان او نورو ذليلو پاچايانو او اميرانو له روسانو او انگرېزانو سره لاسليك كړې دي!!
دا به ډېره عجيبه وي چي امريكايان يا په دوى پوري تړلې ډلي داسي گمان وكړي چي په شل دېرش زره فوځ به د افغانستان حالات مهار كړى شي او خپلي موخي به ترلاسه كړى شي، په داسي حال كي چي د تېرو لسو كلونو په دوران كي او په يو نيم لك فوځ سره ئې نه د افغانستان حالات كنټرول كړى شو او نه خپلو موخو ته ورسېدل!! يقيناً چي دا شل دېرش زره فوځ به ښايي له هغه برخليك سره مخامخ شي چي نږدې يوه پېړۍ وړاندي د انگرېزانو فوځ په جگدلك كي ورسره مخامخ شو، له ډاكټر برايډن پرته نور ټول د جگدلك په درې كي ووژل شول او دى هم نيم ژواندي او ټپي د جلال آباد له لاري پېښور ته ورسېدو!!!