د خرو طویله که د غویانو غوجل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عنایت الله پویان
څو کلونه وړاندې ، د فراه د ولایت د خلکو استازې ګرانې خور(ملالۍ جویا) په ؤلوسي جرګې باندې د غوجلې او طویلې نوم ایښی ؤ ، خو د دغې خبرې او نوم د ثبوت لپاره یې قانع کونکي دلایل په واک کې نه درلودل، خو دا مهال اوس کله چې د دغې غوجلې او طویلې د پادوان باشي (جناب عبدالظاهر قدیر) له خواپه یوه پولیس
وسلوال برید تر سره شو ، د ملالۍ جویا خبرې ریښتیا شولې ـ په پارسي کې یو شعر دی چې وایي(هرچه بګندد نمکش میزنند ـ وای به آن روز که بګندد نمک) هغه کسان چې بړ بړ خبرې کوي او ځانونه قانون جوړونکي  او د خلکو استازي بولي او پخپله د قانون نا قضین او تیري کونکي دي او د ټولنې د امن او نظم د بې ثبات کولو لپاره د بردیو هیوادونو په لمسون هڅې کوي، په څه توګه به په وطن کې سوله را بر سیره شي – زه د یوه  پخوواني امنیتي افسر په توګه کرزي صیب ته دا خبر کوم او وایم (دا وړۍ چې ته یې په لاس کې لري، نه شړۍ کیږي ، طویله ړنګه کړه او د فراه د ولایت د استازې ملالۍ خور چیغې او نارې واوره ـ  له نر غواي څخه د شیدو تمه مه کوه، او په ګوډې غوا د یوې او قولبې ژغ مه ږده او د پاک الله د لار ښونې او هدایت سره سم امانت په امانت کارو او د کار متخصصو چارواکو ته ؤسپاره! نو بیا به سوله ټینګه او ستا د حکومت مخالفین به له شخړو لاس په سر شي ـ