عبدالله افغان افغان
د استاد سیاف دا ارمان هم پوره شو چي ويل يې چي طالبان دي اعدام شي، د محرم د مبارکي مياشتي په اووم تاريخ د پلچرخي زندان د يوي بلي کربلا شاهد وو، په ښکاره خو دافغانستان حکومت ويل چي د جنائي جرمونو کسان اعدام کيږي، په لومړۍ ورځ يې په رښتيا هم په بېلابېلو سيمو کي
د صلاح الدين رباني سفر پاکستان ته رسنيو ډير کامياب وباله، او داخبره يې وکړه چي ځکه يې سفر کامياب وو چي د طالبانو ځيني بنديان پاکستان د سولي عالي شورا په غوښتنه له بندڅخه ازاد کړل، له بند څخه د هر بې ګناه افغان خلاصيدل يو ښه کار دی، او هر بل افغان په دغه ډول عمل خوشحاله کيږي، په ځانګړي ډول کله چي افغانان د پاکستان او ايران له زندانونو څخه خلاصيږي.
دسولي عالي شورا مشر او غړو له پاکستان څخه په کلکه غوښتل چي ځيني طالب بنديان دوی ته وسپاري ترڅو هغه له ځان سره کابل ته راولي او بيا يې په کابل کي له شتون او مجبوريت څخه استفاده وکړي، په دي ډول د سولي عالي شورا، د کرزي حکومت او نړيواله ټولنه هڅه کوي چي د طالبانو په منځ کي درز پيدا کړي او ځيني کسان ورڅخه بېل او په خپله ګټه يې استعمال کړي.
پاکستاني جنرالانو چي کله په خپلو جيلونو کي له طالب بنديانو سره وليدل، هغوی په هیڅ صورت سره ونه غوښتل چي د سولي عالي شورا ته يې د پاکستان حکومت تسليم کړي،او د بند پر ځای د سولي دعالي شورا د ډالرو معاش، په ښايسته کورونو کي په سرو غاليو ژوند وکړي. هغوی وويل چي که ازاديږي نو حق دي ورکول شي چي چيرته يې خوښه وي هلته ژوند وکوي، ولي داشرط دي نه وي چي دافغانستان حکومت ته تسليم شي. هڅي هم اوس د پاکستان د جيلونو له کړاو او زجر سره بلد شوي يو.
د سولي عالي شورا چي په دي برخه کي هڅي کولي او د طالب بنديانو خوشي کيدل يې غوښتل دايې يو ډول احسان پر دغو بنديانو باله، کله چي خبر شول چي هغوی افغانستان ته له تللو او دعالي شورا سره د مرستي کولو څخه ډډه کوي، نو د مشر استاد ځوی صلاح الدين خان چي لا د مخه يې د کيني، حسد او عداوت لمبي په زړه کي اورونه کول، دغه د اور بڅرګي راووتل او له کرزي سره د يوي بيړنۍ ناستي په ترڅ کي پريکړه وشوه چي د پلچرخي ځيني طالبان اعدام کړي، او له دي لاري پر نورو طالبانو فشار راوړي چي د سولي خبرو ته کښيني.
ددغو اعدامونو له پاره وار دمخه استاد سياف فتوا ورکړي وه چي طالبان له نيولو وروسته سمدستي بايد اعدام شي اود کابل پر څلورو لارو کي د نورو طالبانو او ولس دعبرت له پاره وځړول شي.
اعدام خو وشو، مګر داچي دکابل په جادو کي به کله طالبان ځوړند شي، دغه ارمان به هم د استاد سياف او صلاح الدين خان پوره شي. کيدای شي چي بل ځل داکار هم وشي.
استاد سياف په دي هم خفه وو چي ولي دده فتوا نه عملي کيږي کرزي او نورو د حکومت مشرانو ته يې ويلي وو چي يوځل په ما فتوا ورکړئ او بيا يې نه عملي کوئ.
صلاح الدين خان رباني هم په لویو مجلسونوکي وايې چي ماته پلار وصيت کړی چي زما له مرګ وروسته به هر کار د استاد سياف په مشوره کوي،او داستاد سياف مشوري به عملي کوي او دپلار په سترګه به ورته ګوري.
په اصل کي دغه د طالب بنديانو اعدام د کرزي، د امنيت د رئيس او صلاح الدين خان غوښتنه وه،خو مخکي له اعدام څخه يې د سياف په خوله فتوا او د اعدام امر خلکو ته بيان کی.
استاد سياف هم دکمونستانو په وخت کي د پلچرخي په تنګو او تورو کوټو کي ډير وخت تيرکړی دی، ده هغه کسان هم ليدلي چي د تره کي، حفيظ الله آمين او بيا وروسته د ببرک کارمل په وختونو کي د پلچرخي له جهنمي زندان څخه ايستل کيدل او په ډله ئيز ډول سره په ژوندون ترخارو لاندي کيدل، که دهغوی شهادتونو کمونسټان کامياب نه کړل، او برعکس جهاد ورځ تربلي زور اخستی، نو نن څنګه کيدای شي چي د جنګي بنديانو اعدام چي د شریعت او ټولو نړيوالو قوانيونو خلاف عمل دی، دابه ستاسو دغه څپڅپانده او کمزوري د امریکا او آيساف د لښکرو په مټو ولاړ حکومت ته بقا ورکړي.
د پلچرخي د درېيم بلاک چي د طالبانو په بلاک مشهور دی، ټول ټال ۷۶ تنه طالب بنديان چي په بېلابېلو وختونو کي نيول شوي، ځيني يې جنګي بنديان دي او ځيني نور يې په شپنيو چهاپو کي په کورونو کي نيول شوي دی له دغه بلاک څخه په زور او جبر ايستل شوي دی، دهغوی له ډلي څخه څلور یې اعدام شول او نورو ۷۲ تنو غاړي هم د ظالم حکومت ترچړو لاندي دي. داسي ويل کيږي چي پاتي ټول د اعدام له پاره ايستل شوي بنديان طالبان دي.
که په اعدام او شهادتونو جنګ اراميدلای، موږ به خامخا د پخواني روس پلوه کمونستي حکومت ملاتړ کړی وای، که په شهادتونو او وژنو جنګ اراميدلای موږ به يولس کاله مخکي لا د امريکا قوانين منلي وای او د غلامي کړۍ به مو د نورو په ډول په غاړو کي اچولې وای، داچي روسانو مو تر يو ميليون زیات کسان شهيدان کړل او تر يو نيم ميليون يې زيات راته زخميان کړل، خو بيا هم هغوی ددغه مجاهد ولس حوصله کښته نشوای کړای، نو نن استادانو تاسو څه فکر کوئ چي د ۷۶ تنو په اعدام به دغه مجاهد ولس مهار او د امريکا غلامي ته اړ کړئ؟ هيڅکله هم داسي نه کيږي، د سالم او سم فکر څخه کار واخلئ په خپل ولس زړه وخوږوئ او د خپلو بادارانو د خوشالي له پاره دغه ډول اعمال پريږدئ.
عجب دوه مخي پاليسي ده، پاکستان ته د سولي شورا ځي د بنديانو د خلاصولو غوښتنه کوي، له بګرام څخه شل تنه ازادوي خوبل خوا بيا د پلچرخي په زندان کي کربلا جوړوي؟
يو پوه وايې چي کله يوڅوک خراب عمل کوي او يا غواړي خپل مخاطب غلط کړي، غلطي او درواغ خبري ورته کوي، هغه مخاطب په هغه وخت کي پوهيږي چي دغه سړی ماته درواغ وايې او دا هرڅه زما د غلطولو له پاره کوي، خو دحيا او شرم له مخي مخامخ څه ورته نه وايې، موږ ټول پوهيږو چي ستاسو استادانو اخر غوښتنه داده چي د څو نورو ورځو له پاره په قدرت کي پاتي شئ او لږ نور ډالر هم د خپل ولس د وينو تويولو په بدل کي ترلاسه کړئ.