دکرزي ماناداره چوپتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتی

داچې په ۲۰۱۴ کال کې به له هیوادڅخه پردۍ لښکرې ووزي یا نه هغه یوازې دواشنګتن- لندن چارواکو ته څرګنددي خو کړیدلي اوجګړې ځپلي افغانان لدې نه ویره لري چې دپردیو لښکرو دوتووروسته دتنظیمونودواکمنۍ په شان خپل منځي جګړې بیا تکرارنشي۰دا ویره لدې کبله پرځای ده

چې ننی ولسمشرحامدکرزی  دډاکترنجیب الله په شان  سیاست پرمخ وړي اود واک کلیدي څوکۍ یې هغو ډلوته سپارلې دي چې هغوی دقومي تعصب په ویروس ککړې اولکۍ یې په پردیو پورې تړلې دي۰ نجیب الله دشوروي لښکروپه شتون کې ددې پرځای چې دملي پوځ اوڅارندوی( پولیسو) دپیاوړتیا لپاره هڅې وکړي دخاددغښتلتیا او په شمال کې  د ازبکواوتاجکو د ملیشود جوړولولپاره مټې رانغښتې  وې اودقومي ملیشواردوګانې یې جوړې کړې ۰ له بله پلوه ددې ملیشوپه مشرتابه کې هغه څیرې لیدل کیدلې چې ځانونه یې دلږکیو دداعیې مدعیان ګڼل۰که څه هم هغه مهال ځینوددې ملیشو ګواښونه لیدل اونجیب الله ته یې پدې اړوند خبرداری ورکړی و خو نجیب الله هغه ته ارزښت نه ورکاوه ۰ښایي هغه داوس نه درلودچې ددې ملیشو دجوړولو مخه ونیسي ځکه چې واک دشوروي اشغالګرو سره وواو هغوی غوښتل دخپلو راتلونکو افغاني ضدپلانونو دپلې کولولپاره دهغوی نه ګټه پورته کړي چې داکاریې دملګرو ملتو دسولې دپروګرام په شنډولوسره پلی کړاوشمالي ټلواله یې واک ته ورسوله هغه تلواله چې دقومي اوژبني تړاوله امله پخپل منځ کې هم وجنګیدله اوافغانستان یې په کنډواله واړواوه ۰ سربیره پردې دشوروي له لورې دافغانستان دنیولوسره جوخت اشغالګروټولې هلې ځلې پدې راګرزولې وې چې واک خپلو ډاډمنومتحدینو ته چې هغه یې غیرپښتانه سیاستوال ګڼل وروسپاري۰ داسیاست نه یوازې دببرک کارمل دواکمنۍ پرمهال پلی کیده بلکه دهغه ځای ناستي نجیب الله په زمانه کې دوام وموند۰ تردې چې دواکمن ګونددافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند( وطن ) په دویمه کنګره کې خبره دې ته ورسیدله چې هغه افراد په پشپړه توګه په ګوندواکمن شي چې ځانونه یې دلږکیو دداعیې مخکښان ګڼل اودمسکوډاډمن کسان وو۰                                      

  دحامدکرزي په واکمنۍ کې دنجیب الله واکمنۍ ته ورته حالت واکمن دۍ۰ دنجیب الله لپاره ډاډمن سړی پرچمی اویا پرچمیانوته وفاداره څیره وه ۰ کرزي دهرچانه مجاهد غوره ګڼي اوپرهغوی اعتمادلري ۰ دکرزي په واکمنی کې دنجیب الله په شان هغه څیرې په کلیدي څوکیوډډه لګولې ده اودبشپړواک څخه برخمنې دي چې دقومي اوژبني تعصب په ګواښمن ویروس ککړې دي کوموچې دملګروملتودسولې پروګرام یې شندکړ۰ له بله پلوه لیدل کیږي چې نن مهال هم دپوځ دپیاوړتیا پرځای دنجیب الله دواکمنی په شان قومي ملیشوته ورته وسله والې ډلې  داربکیانوپه نامه جوړې شوې دي اودملیشو په څیر په  ولس کې ځای نلري ۰ نن مهال دنجیب الله دواکمنۍ په څیردهیوادپه ګوټ ګوټ اوپه تیره شمال کې مرکزګریزه یاغي چارواکي  لکه عطا محمدنوراودجنرال دوستم قوماندانان واک چلوي اوهغوی کولای شي هره شیبه مرکزته ستونزې جوړې کړي۰ داندیښنې وړ خبره لا داده چې پدې وروستیوکې  اسمعیل خان داوبواوبریښنا وزیراودشمال تلوالې ځواکمنې څیرې دجهادي قوماندانانودشورا دبیا راژوندې کولو اوجوړولولپاره ملا تړلې ده او داسې ګنګوسې هم اوریدل کیږي چې نوموړي په هرات کې خپلو پلویانو ته  وسلې ورکړې دي۰ داسمعیل خان له لوري دجهادي قوماندانانو دشورا جوړول  ددې لپاره ترسره کیږي چې ګواکي دناټویي لښکرودوتو وروسته دوسله والومخالفانو سره  مقابله وکړي۰ دلته داپوشتنه راپورته کیږي چې دوسله والو مخالفانوسره مقابله اوپه هیوادکې دامنیت دټینګولو دنده دامنیتي ارګانونو  ده که دجهادي شورا؟ که دامنیت دټینګښت دنده د جهادي شورا ده نوددپوځ اونورو امنیتي ارګانونو دنده څه ده ؟ خومرکزي پوښتنه اوداندیښنې وړخبره داده چې ددولت مشر کرزی ولې پدې اړه چوپه خوله پاتې دۍ اوداسمعیل خان دوینا اوهلوځلو په اړه څه نه وایي ؟ پداسې حال کې چې اسمعیل خان په خپله وینا کې کومه چې په هرات کې جهادي قوماندانانو ته کړې وه داهم ویلې و چې دجهادي قوماندانانودشورا دجوړولوپه اړه یې دولسمشر او ځینونوروجهادي مشرانو سره خبرې کړې دي۰ د ولسمشردامانا داره چوپتیا ښيي چې هغه د اسمعیل خان سره همغږی دۍ چې باید پروني مجاهدین بیا په وسلوسمبال شي ترڅو وکولای شي دناټویي لښکرو دوتووروسته  دوسلوالو مخالفانو دګواښونوسره مقابله وکړي اوننی حکومت په واک کې پاتې شي۰

آیا ولسمشر، اسمعیل خان اونوروجهادي مشرانودجهادي تنظیمونودواکمنی پرمهال دتنظیمونو د جنګیالیو کارنامې چې انسانیت، افغانیت اواسلامیت ته سپکاوی وهیرې کړې دي چې بیا دجهادي شورا اوجهادي جنګیالیو دراژوندي کولولپاره هلې ځلې کوي ؟ که ولسمشردتنظیمونو دواکمنۍ وحشت نه وي هیر کړی اودخپل ولس اودهغه دبرخلیک په اړه دمسؤولیت احساس کوي لا هم دا فرصت لري چې دناټویي لښکرو تروتوپورې پداسو چارولاس پورې کړي چې د راتلونکوخونړیوجګړودپیښیدو مخنیوی وکړي۰ که چیرې دولسمشر یوولس کلنې واکمنۍ ته ځیرشو هغه ددې وس اوقابلیت نلري چې دولس غوښتنوته چې په هیوادکې دیوه ژمن حکومت په پښودرول اودیوه معقول ملي سیاست پلې کول یې مرکزي ټکی وي ځواب ندی ورکړی اوددې وروسته به هم کوم مثبت ګام پورته نکړي۰ داځکه چې هغه خپلواکه ولسمشرنه بلکې یوبیواکه اوبې ارادې وګړی دۍ ۰واک دپردیوسره دۍ اوهرڅه چې پردي غواړي هغه به کیږي څرنګه چې دنجیب الله دواکمنۍ پر مهال شورویانوکول اوپایله یې دملګروملتودسولې دپروګرام شنډیدل ،دهیواد ورانیدل اوافغانستان دترهګرواومخدره توکوپه مرکز اوښتل شول۰ پداسې شرایطو کې چې ننی واکمني بیواکه ده ، ولس ځپل شوی اوله بیساره  ستونزو سره لاس اوګریوان دۍ۰ یوازینۍ تمه روڼ اندي دي چې له بده مرغه  دروڼ اندو ستره برخه دپانګوالۍ دکوډو اوتیرایستونکوشعارونواوتبلیغاتوتراغیزلاندې راغلي ده اودنني فاسدنظام په دفاع کې ولاړدي اودهیوادنیواک ته دهیواد بیارغونه، دولسواکۍ ټینګښت اودترهګرۍ سره مبارزه وایي اوهغه ناخوالې چې په هیوادکې شته دي ځینې یې پړه په بیواکه کرزي اونوریې بیا په شمال تلواله اچوي ۰ دا ښاغلي پدې نه پوهیږي اویا نه غواړي پوه شي  چې داکرزی اوداتلواله  دچا له برکته په هیوادواکمنه شوه اودایوولس کاله دچاپرمټ په واک کې پاتې ده ؟ کله چې روڼ اندي داسې لویدلي وي دپردیو کینولوچارواکو نه به ګیله اودهغوی نه  وطن ته دخدمت تمه دساده ګۍ اوناپوهۍ پرته بل څه نه وي۰ پورتنیو څرګندونوته په کتوسره هغو وطنوالوته چې نه واک لري اونه ځواک، ربړیدلي اوکړیدلي دي ،خودهیواد ننی وضعیت یې ځوروي اودراتلونکې په اړوند اندیښنې لري داپاتې کیږي  چې ځانونه تقدیر ته وسپاري اودلوی څښتن څخه وغواړي چې پرافغانانو رحم وکړي چې بیا په هیوادکې دتنظیمي واکمنۍ خونړۍ جګړې اووحشت تکرار نشي۰                                                                                                                    پای