په مياشتوکمپاين،يوه ورځ ټاکنې اوپه مياشتو ناندرې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن
وخت د روانو اوبو پشان دى، په ډېرې چټکۍ سره په مخ درومي خوبېرته دراګرځېدو امکان يې نشته،په دې کې شک نشته چې افغانستان به يوځل بيا د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو شاهد پاتې کېږي،خوپه دې کې هرو مرو شک وجود لري چې ايا راتلونکې ټاکنې چې د١٣٩٣هـ ل کال دوري په ١٦مه نېټه به ترسره کېږي
،شفافې وي اوکنه؟
دولسمشرۍ اوملي شورى ټاکنو ددې دورې لپاره چې تر بل هر وخت ډېر دمخه وخت اعلان شو،خو لکه د تېر هرځل پشان سره له دومره مخکې اعلانېدو راتلونکوانتخاباتو،ته ولس او په دولت کې ځينې چارواکي له درغليواوستونزوپرته د پاى ته رسېدو هيله نلري.
هغه خلک چې راتلونکې ټاکنې له هر راز مرضونوډکې بولي،ځينې عمده ټکي يې په مخ کې دخنډ واقع کېدو سبب بولي چې عبارت دي له:
١:ناامنه سيموته د صندوقونو او رايودپاڼو انتقال.
٢:دنوماندانو لخواپه نورو هېوادونکې دجعلي رايه پاڼو چاپېدل اوهېوادته انتقال اودلته بيادخپلوپلوواو ګمارل شووخلکولخوا دهمده په ګټې استعمالول.
٣:دټاکنو دشکاياتوپه کمېسيون کې دبهرنيو اطباعو شتون.
٤:دنومانانو دشمېر زياتوالى.
٥:دمخالفينو نه پخلاکېدل او نه يوځاى کېدل.
٦:دنوروهېوادونو لاسوهنې.
داخود دېته ورته نورې هغه ستونزې دي چې لا له اوسه دډېرو خلکو له خولې اورېدل کېږي اوکه فکر پرې وشي نو واقعاً جدي ستونزې دي چې بې له شکه دغه پروسه له تزلزل اوخنډ سره مخ کوي.
موږ ولې فکر نه کوو،چې دخپل هېواددبهبود په خاطر اودخپلو ولسونودهوساينې لپاره ټول سره يو لاس شو، اويوه شخص وټاکو،ترڅو يوڅه په پښو ودرېږو،څه فايده ددې چې تل دنورو تر قدمونولاندې لکه د خسوپشان پراته يو،ولې ځان نه پېژنو،ولې له نوروڅخه پند نه اخلو ؟
امريکا هغه هېواددى، چې تر ٥٠زيات اياالتونه لري او کېداى شي چې افغانستان يې درې ايالاتو په اندازه هم رانشي،په سلګونه ميليونه وګړي لري،که مبالغه وشي نو دافغانستان دنفوس هومره به يواځې امريکا دانتخاباتو دکمېسيون غړي وي،خوبياهم په هغومره لويه کچه هېوادکې يواځې دوه نفره سيالي کوي،دهغوى انتخاباتي کمپاينونه يوه مياشت وخت هم نه اخلي،اوتاسو وګورئ چې څومره په اسانه يوسيال ماته مني،اومقابل لوري ته مبارکي وايي،څومره ژر دټاکنو پايلې روښانه کېږي،څومره په شفاف ډول دغه پروسه ترسره کېږي،دهېچالخوا په بل پړه نه اچول کېږي چې درغلي يې کړې ده،دبل هېڅ هېواد دکوم غړي ياطبع شتون پکې نه ثابتېږي،بهرنۍ لاسوهنې هېڅ څوک هم نه شي ثابتولى،دفسادخبره څوک نه کوي،جعلي رايې څوک هم نه کاروي،دهېڅ يوه پلوي لاريون ونکړ،دسپينې ماڼۍ مخې ته راټول نشول،دودانيوشيشې يې ماتې نکړې،سړکونه يې بند نکړل،موټرونه يې ونه سوځول،دنه خوړلو اعتصاب يې ونکړ،دنظام دخرابوالي ګواښونه يې ونکړل،دمتقابلې او بريالۍ ادارې دړنګولويې ونه ويل اوڅومره ژر پکې نوى دولت پيل او نظام يې نوى شو،ولې هغه هېواد چې ځان دټولې نړۍ پرسر سوپرطاقت بولي اوخپل امارت يې په ټولو ثابت کړى او منلى دى، دومره په صميمانه فضاکې دومره سخته پروسه  ترسره کوي، داسې پروسې چې موږيې تل په شخړو ،جنګونو،وژنو او ورانيو ترسره کوو؟
ولې زموږله ٢٦ميليونوتر٢٨ميليونوپورې خلک په ٣٤ولاياتوکې ٤٥نوماندان دهېواد زعامت لپاره نومونه ثبتوي،څه اړتياپيداکېږي،ولې ديو دبرياليتوب په پايله کې بل مرورېږي،له شته نظام سره پرېکون اعلانوي،ولې ورباندې ډول ډول تورونه پورې کوي اياپه دې ډول موږ دبريالار موندلى شو؟فکر کوم چې نه هېڅکله به خپل هدف ته ونه رسېږو،هغه که دهېواد او ولس په ګټه يا په زيان وي.
ويل کېږي چې ولسمشر کرزي دايټاليا هېوادديوه پلاوي دکابل ته راتګ په وخت کې په يوه خبري کنفرانس کې هم دغه خبره ياده کړېده او زياته کړې يې دې چې داهېواد په ټاکنوکې د بهرنيو هېوادنو اواتباعو په لاسونه کې پوره تجربه لري نودهغوى له شتون سره يې مخالفت وښوداو ويې ويل چې دکار افغانانوته پرېښودل شي نو ،په سمه توګه د سرته رسېدو امکان يې ډېر زيات دى.
په رښتياسره هم هر هغه کار چې افغانانوپه يواځې توګه بېدون دکوم بهرني مداخلت څخه کړى دى په ډېرشفاف اوبريالۍ توګه سرته رسېدلى دى،دمثال په ډول،وګورۍ افغانستان دلوبوپه برخه کې لا ماشوم دى خو په همدې ماشوم توب کې دغو ماشومانو خپل هېواد ته څومره لوى وياړونه په ملي او بين المللي کچه راوړل،نجونومو برياوې راوړې او وستايل شوې، داولې داځکه چې نور لاسونه ورڅخه لنډ وو،ځکه دومره په شفاف ډول ترسره کېږي، خوپه ډېرتاسف سره بايدووايم چې په دې اداراتوکې هم اوس درغلۍ اوستونزې پيداشوې دي.
اوپه هغوکارونوکې چې نورو هېوادونو پکې ګډون کړى دى يويې هم په سمه توګه ندى ترسره شوى لکه په اوسني وخت کې په دې هېوادکې اداري فساد،تر ٢٠٠١کال پورې په دې هېواد کې چا رشوت او اداري فساد په نوم څه نه پېژندل خوکله چې دې هېواد ته څلوېښت پنځه څلوېښت هېوادونه په هراړخېزوبرخوکې تش په نامه د مرستوپه موخه راغلل وګورئ چې دې هېوادکې يې اداري فساد داسې رايج کړلکه ويروس،اوس دغه هېواد په ټوله نړۍ کې لومړى درجه مفسد هېواد ګڼل کېږي،ددې هرڅه علت همدا دبهرنيو شتون دى،چې اوس لا دهمدوى لخوا وارننګونه هم راکول کېږي چې په دومره وخت کې بايد له ټولواداروڅخه اداري فساد ورک شي،داسې څوک نشته چې په دې خوله يې ووهي اورته ووايي بدبختو! خو همداتاسوراوړ او تاسويې اوس ورک هم کړئ کنه،خودا ټولې سياسي لوبې دي هرڅوک اوبه خړوي او کبان نيسي، کنه دکوم صلاحت او مشروعيت لمخې دافغانستان دټاکنوپه برخه کې بهرني هېواونه لاسونه هم ګډون کوي.