اوباما دې دخپلو کورنیو ستونزو هواري ته مخه کړي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
لیم نوري
په حقیقت کې دامریکې د ورکې پیلامه هغه وخت پیل شوه کله چې ډبل بوش د خپلې ولسمشرۍ پر مهال وزر وکړل، کله یې چې پر افغان ولس په هره معنی یو نا موجبه، غیر انساني، غیر اخلاقي او غیر قانوني یرغل وکړ، او ور پسې یې د اور په سرو لمبو کې دعراقي کړېدلي ولس دسوځولو هوډ وکړ، کېدای شي
لیونی بوش به اوس پوهېدلی وي چې له ټولو نه مخکې یې له خپل هېواد او ولس سره څومره لوی ظلم کړی!
بوش لاړ، اوباما راغی، که څه هم چې په لومړي سر کې په خوانۍ لاره روان و، مګر دولسي فشار له وجې یې په دې وروستیو کې مغزو یو څه کار وکړ، په دې پوه شو چې په جنګ کې یې ورکه ده، ځکه خو یې د خبرو وړاندیز وکړ، او ویې غوښتل چې ستونزه دخبرو له لارې هواره کړي، او له همدې کبله یې میت رومني په انتخاباتو کې دځمکې خټکی کړ، ځکه د امریکا ولس نور دخپلو درواغزنو واکمنانو له چلونو او دوکو نه پزې ته راغلی، نه غواړي چې نور د خپلو خونخوارو واکمنانو دغلطو جنګ طلبه او وینه تویوونکو پالیسیو باج دوی ور کړي!
الله دې وکړي چې اوباما دا ځل له خپل ولس سره دکړو ژمنو په پوره کولو کې په تول پوره وخېژي، او داسې ښکارې چې تر ډېره پورې به له مجبوریته پوره خېژې؛ ځکه چې نور دامریکا ولس دخپلو زامنو دبې ځاینه وینو تویول نشي زغملی، کم تر کمه انساني شعور یې دا ورته وايي چې نور که هوس دی هم بس دی.
دا ځل چې اوباما دامریکې ولسمشر وټاکل شو تر ډېره پورې یې دنړۍ هېوادونو تود هر کلی وکړ، ډېرو زر تر زره مبارکیانې ور ولېږلې، دده په ټاکل کېدو یې خوښي څرګنده کړه، او دا اوس دنړۍ معمول ګرځېدلی، ځکه هر څوک چې دیو ملک مشر ټاکل کېږي نور هېوادونه که څه هم چې خوښ یې نه وي دخپلو ګټو لپاره هم کم تر کمه مبارکي ورته وايي.
دنوموړي د بیا ټاکل کېدو په اړه دافغانستان اسلامي امارت هم خپل دريځ وښود، خو دا دريځ له ډېرو نورو دريځونو سره په دې کې توپیر درلود چې لومړی خو مبارک باد پکې نه و، دوهم دا چې اوباما ته یې هغه لاره وښوده په کومه کې چې هم دده، هم یې د ولس او هم د نورو مظلومو ولسونو خیر دی، او هغه دا چې نوموړی له دې وروسته باید خپله د امریکې داخلي ستونزو او کشالو ته پاملرنه وکړي، پر خپل ولس رحم وکړي، نور یې دوینو له تویولو نه لاس واخلي، له دې وروسته یې نور باید دنړيوالو د نفرتونو او کرکو ښکار نه کړي، ددې پر ځای چې په زور یې افغانستان ته د جنګ لومړیو کرښو ته راولي، دلته یې ړندوي، یا یې کڼوي یا یې شل او شوټ کوي، او یا یې لیونیان کوي، ښه به دا وي چې هملته په خپل هېواد کې یې روغ او جوړ وساتي.
او دا په رښتیا هم چې ډېره پر ځای مشوره ده، که یې اوباما په رښتیا سره ومني نو یقینا چې ګټه به وکړي.
نن مې له لندن نه په خپرېدونکې الحیاة نړیوالې ورځپاڼه کې ولیدل چې د وینزویلا ولسمشر هوګو شافیز هم کټ مټ اوباما ته همدغه داسلامي امارت مشوره ورکړې ده، نوموړي اوباما ته داسې ویلي: ( د ولسونو له اشغال او د هېوادونو د امنیت له ګډوډولو نه لاس واخله! ولسمشر اوباما بیا وټاکل شو، هیلمن یم چې دی او حکومت یې لومړی دخپل هېواد په اړه فکر وکړي، کوم چې متاسفانه له ډېرو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو نه کړېږي، بې شکه چې دا یو ویشل شوی، له اجتماعي او اقتصادي پلوه شړېدلی هېواد دی، ورځ تر بلې غربت او بدبختي پکې وده کوي، په حقیقت کې یو څو کسان دي چې هېواد او ټولنه دخپلو موخو لپاره یرغملوي، زهر پکې شیندي، دوکه ور کوي، دتبلیغاتي جګړې له لارې لوبې پرې کوي!
زه هیله لرم چې ولسمشر اوباما به له فکر نه کار واخلي، ځان به دخپل هېواد واک چلولو ته فارغ کړي،  دنورو ولسونو اشغالول او دهېوادونو امنیت ګډوډول به هېر کړي ) http://alhayat.com/Details/451314
کله مې چې دشافیز دا مشوره ولوسته نور هم د اسلامي امارت پر سیاسي درک او دنړۍ او سیمې د ډاډ او امن په اړه یې په پر ځای او معقولو مشورو او دريځونو باندې باوري شوم، هیله ده چې نور هم دنړۍ د امن او ډاډ لپاره اوباما خپلو اساسي مسولیتونو ته متوجه کړي، او تر خپله وسه دولسونو دخپلواکۍ او امنیت لپاره کار وکړي، له ظلم او تیري نه یې را وګرځوي.
سلیم نوري