لیک:زری نعیمی
ژباړن: دادمحمدناوک
سپين ږيرى سړى ستړى ستومانه له کاره دکوردروازې ته نږدې شو،په دروازه کې يې پنځه کلن زوى د ده په تمه و،په بېړه يې وويل:
_سلام پلارجانه!يوه پوښتنه درنه وکړم؟
_ ولې نه،کومه پوښتنه؟
_ پلارجانه!ته په يوساعت کې څومره پيسې اخلي؟
سړي په تريو تندي وويل:
_دا په تاپورې څه اړه لري،ولې داسې پوښتنې کوې؟
_هسې ماويل چې پوى شم.
_که يواځې دپوهېدو له پاره وايې،نو په يوه ساعت کې شل ډالراخلم.
هلک ځوړند سرسوړ اسويلي ويوست،پلارته يې وکتل:
_لس ډالر به پور راکړې؟
سړى په غوسه شو:
_که دې دلو بو دشيانو له پاره د پيسو پوښتنه کړې وي،ډېربد دي کړي،په منډه خونې ته ځه،سم سوچ وکړه!چې ولې دومره ځان خوښى يې؟
زه ټوله ورځ په کارکې ستړى ستومانه يم،ستادې اپلاتو ته وخت نه لرم.
ماشوم په وړو ګامونو خونې ته ننوت،ور يې ورپورې کړ،دسړي غوسه زياته شوه:
_ته اوس ده ته ګوره!يواځې دپيسو غوښتو له پاره داسې پوښتنې کوي!
ساعت وروسته دسړي غوسه سړه شوه،فکر يې وکړچې له ماشوم سره هسې دومره تېزلاړ،دهغه به لس ډالرپه کارو،هسې خو يې پوښتنه نه کوله.نور کله يې ولې په دومره ستړياکې نه راته ويل!
سړى دماشوم دخونې خواته ورغى:
_ويده شوې،بچو!
_نه ،ويښ يم پلاره.
_ماويل،هسې په تاغوسه شوم،ټوله ورځ مې سخت ډېرکارکړى،دټول کار دستړياوو غچ مې له تاواخېسته،راشه بچو!دغه لس ډالرواخله!
ماشوم لاسونه وپړقول،په زوره يې په خنداوويل:
_مننه پلارجانه!
تربالښت لاندې يې لاسونه وښورول،په دسمال کې نغښتې بټوه يې را واخېسته،سړي چې دپيسو بټوه،اودهغې په منځ کې پيسې وليدې،بيايې تندى تريو شو:
_له تاسره خودغه دي پيسې شته،نوبيادې ولې غوښتې؟
ماشوم په مسکاځواب ورکړ:
_خوټولې پوره نه وي،اوس پوره شل ډالره شو،اوس کولاى شم ستا ديوساعت پيسې زه درکړم،چې سبايوساعت مخکې کورته راشې،پلارجانه!له تاسره دماښام ډوډۍ ماته سخت ښه خوند راکوي.
پاى.
١٣٩١\٧\٢٦
ننګرهارپوهنتون
شپه غالى