په رښتیا طالبان کمزوري شوي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلیم نوري
د آزادۍ راډیو دخبر په اساس په کابل کې دایساف ویاند ګونټر ګټز وايي چې: (کله چې زه خپلو ارقامو ته ګورم او دا نن هم ځینې تازه رارسیدلي دي، دا یوه څرګنده خبره ده، چې په ټول هیواد کې د دښمنانو حملې کمیږي او په خاصه توګه که یې د تیر کال له حملو سره پرتله کړې په ډاګه به شي چې زموږ مبارزه بریالۍ ده،
زموږ ارزونه دا ده چې طالبان د کمزوري کیدو په حال کې دي ) http://pa.azadiradio.org/content/article/24761057.html
که دګونټر څرګندونو او تر څنګ یې واقعیت ته وکتل شي نو داسې بریښي چې ګونټر یا خو ویده دی، او یا یې دغه څرګندونې په غیر نورما ل حالت کې کړې دي، او یا دا چې ګټز خیالي څرګندونې کوي، په لنډ ډول که نور هېڅ نه وي، یوازې دښوراب تاریخي ګوزار دطالبانو دځواکمنۍ لپاره کفایت کوي، دښوراب هغه تاریخي ګوزار چې ناټو يې په نړیواله کچه نه یوازې له نظامي پلوه بلکې له سیاسي او اقتصادي پلوه هم په دوه ټوټه کړه، خپله دهمدوی په اعتراف نوموړي ګوزار په تېرو لسو کلونو کې بې ساری ګوزار و، کېدای شي ګونټر به له دې پېښې نه تر اوسه نه وي خبر!
له دې پرته ددښمن په لیکو کې دنفوذي مجاهدینو لخوا پر هغوی مرګوني ګوزارونه هغه څه دي چې دناټو ټول عشرګړي يې دلیونتوب تر بریده ورسول، دامريکې لوی درستیز یې له امریکې نه تر افغانستانه په یوه منډه راووست، دفاع وزیر خو یې څو څو ځله لکۍ په سر را واړوله، اوباما هم په دې اړه خپلې اندېښنې پټې نشوای کړای، له همدې کبله دافغان پوځونو روزنه ودرول شوه، دا خو لا څه چې په افغانستان کې خپلو میشتو عسکرو ته یې  ۲۴ ساعته دتیارسی امر وکړ، او ورته ویې ویل چې تاسو باید په هره لحظه کې داحتمالي بریدونو لپاره ویښ او بیدار اوسئ!
له دې ور اخوا څه وخت وړاندې دبګرام زیرمتون ته یې اور اچونه، چې د بې شماره مالي تاوانونه سبب شو، بل هغه ځواکمن او غښتلی ګوزار و چې دطالبانو دتکتیکي ځواکمنو ګوزارونو څرګندويي  یې وکړه، ددغه بیساري او تکتیکي ګوزار دمهمو اثراتو له وجې دښمن له یوې مخې په دې پېښه پټه خوله شو.
دخوست د صحرا باغ برید چې ډېر وخت وروسته یې ګونټر خېلو په خونړیو تلفاتو اعتراف وکړ، دګونټر په ګومان بل هغه خړنړی ګوزار و چې دطالبانو کمزورتیا ښيي! له دې پرته نور هغه ګڼ خونړي بریدونه چې له شماره وتلي هغه څه دي چې دهر سلیم عقل څښتن کولی شي پرېکړه وکړي چې طالبان  دپخوا په پرتله پیاوړي شوي او که کمزوري شوي؟
کېدای شي ګونټر به موسمي تغیراتو یو څه ډاډمن کړی وي، او دا خو دغه لس کاله دطالبانو معمول دی، هغوی معمولا دمني په آخر او په ټول ژمي کې دموسمي تغیراتو له وجې خپل بریدونه یو څه محدودوي، ځکه په ډېرو سیمو کې هوا سړېږي، مجاهدین نشي کولی چې دیخنۍ له وجې په غرو رغو  کې شپې او ورځې تېرې کړي، مګر دهوا له تودیدو سره یې هر ځل ګوزارونه له پخوا نه ځواکمن او له نویو دقیقو تکتیکونو نه برخمن وي.
سلیم نوري