زړې خبرې به تاریخ ته پریږدو
محمدآصف خواتی
که چیرې انترنیټي ویب پاڼوته ځیرشوزیاتره لیکوالان مودهیواددتیرو واکمنانو اوواکمنیو په اړه خپلې اخیستنې چې هغه هم دګروپي اړیکواوذهني قضاوتونوتراغیزلاندې دي لوستونکوته وړاندې کوي چې دهغودوړاندې کولوهیڅ اړتیا نه لیدل کیږي۰ ځکه چې هغه دومره تکرارشوې چې لوستونکوورسره حساسیت پیداکړی دۍ۰
دا لیکنې پدې څرخیږي چې لیکوال خپل خیالي اتلان جامع الکمالات ، واجب الاحترام اونورپه څلوروآسماني کتابونو کافر معرفي کړي۰ داکار که له یوې خوا پرونیو دښمنیو ته لمن وهي ، له بله پلوه هغه سیاسي څیرې چې نن زموږپه منځ کې نشته دپرونیوسیالو ډلوپه خولو کې اچوي او دهغوی په پته دروا اوناروا تومتونو اوتورونودلګولولړۍ ادامه مومي چې پدې ډول دهغوی دشخصیت دسپکولواوبدنامولولپاره لاره هواریږي۰ ښه به داوې چې داډله لیکوال دنني ځورونکي حالت اود راتلونکې په اړه قلم وکاروي ۰ هڅه یې داوي چې دمختلفوعقیدو خاوندان سره نږدي کړي ترڅوپه ګډه دروان ناورین څخه دوتلولارې چارې وسنجوي۰ داچې چا څه کړي دي هغه زړې خبرې دي اوزړې خبرې باید تاریخ ته پریږدو۰ دې موضوع ته زماپام دښاغلي شاه محمودمستمند هغې لیکنې راوګرزاوه چې ددعوت په ویب پاڼه کې په پرله پسې توګه دببرک کارمل دډلې اونجیب الله کړووړوته ځانګړې شوې ده اودیوه اوږده هنري سریال بڼه یې نیولې ده۰ ما چې داسریال تراوسه څارلی دۍ راته څرګنده شوه چې دلیکوال له انده دروان ناورین دلوبغاړونه یوازینی لوبغاړی چې ددرناوی وړدۍ هغه ډاکټر نجیب الله دۍ ځکه چې ټول کړه وړه یې سم واوهیڅ تیروتنې یې ندي کړي اونورکه «جهادي دي یا انقلابي » دغندلووړدي ۰ښاغلي مستمنددوخت په واکمن ګوند کې دکارمل پلویان اوخلقیان انقلاب اوملي روغې جوړې ته خاین اوجهادی تنظیمونه بیله استثني« بې فرهنګه اشرار،فاسدجهادیان، ترهګر ، دین خرڅونکي، پنجابي مزدوران » معرفي کړي دي۰ کله چې ښاغلی مستمندداډول احکام صادروی دا ترې اخیستل کیږي چې دنجیب الله پرته دروان ناورین پړه پرټولو پرته ده۰ که هرلیکوال دښاغلي مستمندپه شان کتابونو ته مخه کړي اوپه هغوکې دخپل اتل په اړه مثبت ټکي اودنوروپه هکله منفي ځانګړتیاوې ولټوي کولای شم دمچ نه غر اودغره نه مچ جوړکړي۰ داډول څیړنه اوچلندپه هیڅ صورت واقعبینانه اودمنلووړ چلندنه دۍ بلکې دتاریخ یواړخ ښیي پداسې حال کې چې تاریخ دتیرو کړه وړه که مثبت دي یا منفي بیانوي ۰ له بله پلوه دتیروواکمنیو او واکدارانوپه اړه لیکنې پداسې شرایطو کې چې نن سبا افغانستان دمختلفو ګواښونو اوپه هغوکې د جګړو،دهیواددتجزیې اوددیورنددتپل شوې کرښې دستونزې دحل سره مخامخ دۍ دداسې پوښتنو او مسآلو چې کارمل څه وکړل ؟ نجیب څه ډول سړی و؟ جهادی مشرانوڅه ډول سیاستونه پلې کړل؟ اویا پدې مشراوهغه ډلې تورونه اوتومتونه ولګول شي پرځای نه بریښي۰ پداسې یوه ګواښمن حالت کې بایدهڅه وشي چې دمختلفو عقیدو اواندونوډلو دیوموټي کولو اوملي یووالي دتامینولو لپاره هلي ځلې وشي نه داچې پرونیوبې اعتمادیو،ناخوالواو دښمنیوته لمن ووهل شي کومې چې هغه دافغانستان ددښمنانوژرندې ته داوبودخوشولو مانا لري۰ ښاغلي مستمند دخپلوذهني تمایلاتو اوقضاوتونوداثبات لپاره دمختلفوآثاروهغه برخې دسندپه توګه راوړې دي چې دده داتل تله درنه اودنوروسپکه کړي۰ ښاغلی پخپله اوږده لیکنه کې د ببرک کارمل واکمني دشوروي دتجاوز اونیواک پایله ګڼي چې په هغوکې هیڅ شک نشته خوښاغلي دې ته پام را نه ګرزوي چې ډاکترنجیب الله دببرک کارمل په څیر د۱۳۵۸ کال دمرغومي په شپژمه نیټه دشوروي لښکرو دتیري سره ګډ افغانستان ته راوړل شو۰ هغه دشوروي پرمټ جوړې شوې واکمنی دکلیدي څيروڅخه و اودهغې سربیره دداسې ادارې مشري یې لرله چې دهغې ادارې اصلي دنده دشوروي پرمټ واکمنۍ ددولتي ضدکړیوپه ګوته کول ، په واکمنی اودواکمنی بهرداشغال دمخالفانوڅارل، جیلونوته اچول اودهغوی څخه دتحقیق دنده لرله۰ دلته دا پوښتنې ښاغلي لیکوال ته ورکول کیږي چې آیا شوروي نیواکګرو نجیب الله ته د خپل ډاډمن سړي په سترګه نه کتل چې پداسې یوه حساسه څوکۍ یې دکارمل په شان کینولی و ؟ آیا دنجیب الله داستره تیروتنه نه وه چې په یوه نیول شوي هیوادکې دزجراو شکنجې دستګاه ( خاد) مشري ومني ؟ دې ته ورته نورې پوښتنې شته چې دنجیب الله شخصیت اوکړه وړه ترپوښتنې لاندې راوړي چې په هغوبحث نه داچې ګټه نلري بلکه ډاکټرنجیب الله کوم چې ددې هیوادددښمنانوپه اراده په بیرحمانه ډول ووژل شودهغو سیالانواوعقیدتي دښمنانو ته پلمه ورکوي ترڅودهغه ،د هغه دعقیدتي ملګرواو دهغود پلویانوپه پته روا اوناروا تبلیغات وکړي ۰ معقوله خبره داده چې پدې اړه قضاوت تاریخ ته پریږدو۰
پای