په کعبه کې دحج دوزير کفر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
شاهد
کفر چون ازکعبه برخيزد  کجا ماند مسلمانى
حمزه شاهد دبعثې دهيئت غړى
ومااريد الى الاصلاح مااستطعت
حج په  افغانستان کې  له هغو موضوعاتو څخه دى چې  دولسمشر کرزي په ټوله يوولس کلنه دوره کې له کشمکشونو څخه ډک وو ، هرکال دحج په موسم کې خبره لاريونونو، جنجالونو آن وهلو ټکولو او وژلو ته رسېږي.

دترانسپورت پخوانى وزير عبدالرحمن ظاهراً دحاجيانو لخوا دبې نظمۍ ، پخپل وخت دخدماتو دنه عرضې  اوددوى دحقوقو دضايع کېدلو دغچ له امله ووژل شو .  
داسې ښکاري چې  دحج په پروسه کې دبې نظمۍ دمخنيوي لپاره  له ولسمشر څخه نيولي  دحج او اوقافو تروزيره او دحج او اوقافو له وزير څخه  نيولې تر سناتورانواو دولسي جرګې ترغړيو کومه پرېکنده اراده او رښتونى هوډ نشته دى .
زه دلته پر ټولو هغو ستونزو بحث نه کوم چې دحج دسږني کال په پروسه کې  راپيداشوې دي  او نه دلته راسره دومره وخت شته دى  ځکه چې  حرمين دعبادت او اطاعت ځاى دى  خو ځينې ستونزې او بې عدالتۍ داسې وي  چې ((اگر گويم زبان سوزد واگر نه گويم  دل وجان سوزد))نو دسړي ايمان او وجدان پرې سکوت او بې تفاوتي نشي منلى .اوچپوالى ورته کبيره ګناه ښکاره شي .
راځم دحج په پروسه کې دسږني کال  ځينو مهمو ستونزو او دحج او اوقافو دوزير  تر لمر روښانه بې عدالتيو، تملق ، چاپلوسيو  او هغو چارواکيو ته چې دى ترې تمه لري رشوت ورکولو ته .
ټولو ته څرګنده ده چې دحج ښاغلى وزير محمديوسف نيازى   دايساف دمفتي استاد سياف په زور او سپارښتنه وزير شوى  اودهماغه دتنظيم سړى دى  ، په سعودي کې دهماغه  دتنظيم ( اتحاد)  په نماينده ګۍ  مامور وو  او چې کله به اوزګارشو  نو پوهنتون ته به هم  ورتللو  ، دده ر شته عربي ادبيات دي  او  په شرعي مسايلو سم نه پوهېږي  دلته هم استاد سياف په وچ زور پر کرزي وزير کړ او کله چې پارلمان  څو مياشتې مخکې استيضاح کاوه نو همداسياف يې ترشاودرېد او ډېرو وکيلانو ته يې  دهغو ډالرو پاکټونه کورو ته ورولېږل  چې دحاجيانو له  پيسواو رشوتونو څخه يې سپما کړې وو. بيا يې هم    په ډېرزور ايله دري شپيته  مثبت رايي واخستې او اوه پنځوس  رايې يې  منفي وې   خو همدې اوو رايو دى بيا پردې ملت وتاپه  . يوسف نيازى ددې لپاره چې  استاد سياف او دخپل تنظيم  خلک خوشحاله کړي دوى ته هرډول امتيازات ورکوي .دپخواني متوفى اتحاد اواوسني دعوت  تنظيم  ګڼ کسان يې په لوړوپوستونو ټاکلي اوهرکال  دهمدې تنظيم خلک  په فوق العاده ډول  حج ته لېږي چې بېلګې به يې لاندې ولولئ  .
ښايي زموږ هېوادوال خبر وي  چې سږکال ١٤١ وکيلان اوګڼ سناتوران حج ته راغلي دي  ددوى په شمول  دحکومت لوړپوړي چارواکي  سعودي ته په مجامله وېزه سفرکوي يعنې  په کابل کې دسعودي  له سفارت څخه مستقيمه وېزه اخلي چې حکومت ته نه يوه روپۍ ورکوي او نه يې پرحکومت دمصارفو، ترانسپورت  او ځاى او خوراک حق شته دى  خو  وزيرصاحب  ددې لپاره چې په راتلونکي کې دولسي جرګې  له استيضاح  سره مخ نشي او حکومتي چارواکيو ته يې چاپلوسي کړي وي دخليفه له جيبه حاتم  بخشايي ګانې پيل کړې دي او دوى ټولو ته  يې دنورو حاجيانو په پيسو حرم شريف ته ترټولو نږدې _ دبرج زمزم او باب ملک عبدالعزيز ترمنځ کوڅه ( دريبخش په زون او دحفاير په سيمه ) کې_لوړبيه   ( ١٥ مه )عماره په کرايه نيولې ده  داعماره دومره حرم ته نږدې  ده چې کله اقامت پيل شي او دوى له خونو حرم ته حرکت پيل کړي  نو  تکبير اولى نيولى شي   .په داسې حال چې عام حاجيانو ته  آن په عزيزيه،شيش ابن داوود اوعتيبه کې (  دمنى ترڅنګ  له حرم څخه پنځه، شپږ کيلو متره لرې ) عمارې نيول شوي دي چې دلېرېوالي له امله يې  ډېرحاجيان  په حرم شريف کې لمونځ نشي کولى او يا  په کرايي موټرو کې حرم ته راځي او آن دوه موټره بدلوي ډېر حاجيان چې کله سحر لمانځه ته راشي  نو دمسافې دلېرې والي له امله بيا ترماسخوتن لمانځه په حرم کې پاتې کېږي . .تاسې به د عمارو دلېرې والي او نوروبې نظميو  په اړه  دبي بي سي راديو له لارې  دحاجيانوچېغې  او فرياد اورېدلى وي .
دهرات ،پکتيکااوپروان حجاجو خو دمسافې دلېرې والي اونورو ناانډولۍ له امله لاريونونه هم وکړل .
داڅوکاله چې هرځل حاجيان وزير صاحب ته شکايتونه کوي نو په راتلونکې کال کې دحالت دښه کېدلو ژمنه ورکوي خو راتلونکى کال ترتېر بدتر وي.
پخوا به دافغان حاجيانو ترټولو لېرې عماره په عتيبه کې وه خوسږکال  ترټولونږدې عماره   په عتيبه کې  ده .
سږکال ښاغلي نيازي په عتيبه کې ديو حاجي لپاره يوچپرکټ په  پنځه زره رياله پردولت حساب کړى  دى   خود سکن اونظارت يو غړي راته وويل چې تېرکال د وزارت مسلکي مرستيال  ښاغلي عبدالحکيم منيب حرم ته  ډېر نږدې  دريبخش   زون اړوندسيمه کې په دوه زره اته سوه رياله يو چپرکټ نيولى و.
وزيرصاحب دې نازوليو دوه نيم سوو دولتي  مېلمنو ته  دذوالحجې په شپږمه  ددوشنبې په ورځ دبعثې په دفتر کې چې  دجدې پر سړک د خالديه  په لومړۍ برخه کى يوه شانداره مېلمستيا هم برابره کړې  .د دې مېلمستيا مهمه برخه   مندي  وه (مندي  په سعودي کې ترټولو قيمتي خواړه دي  چې ټول پسه  په وريجوکې  ږدي ) او في نفر پنځه سوه رياله ( اوه زره افغانۍ ) لګښت پرې راغلى دى .
په منى کې جمرو ته نږدې دبعثې دغړو اړوند خيمه چې  دژوند ټولې اسانتياوې  په کې شته دي  همدې وکيلانو او چارواکيو ته ورکول شوې وه او دبعثې غړي  دنورو حاجيانو پر خېمو وېشل شوي وو، دمنى په درې  ورځو کې  دوى ته دبوفې په سستم ډوډۍ  چمتو شوې وه او ټول لګښت يې  چې دهرتن پر سر د٨٠٠ او ٩٠٠ ريالو ترمنځ راغلى   دى   دحج او اوقافو دوزارت له بوديجې  يا دنورو  حاجيانو له پيسوشوى  دى . همداراز دوى ته شل تنه سعودي تبعه  عصري خادمان نيول شوي وو چې هرتن ته  په يوه ورځ له پنځوسوو  تر زرو ريالو اجوره ورکول کېدله .
په مکه کې يوډول عصري لوى دافغانستان ٣٠٣ ته ورته  موټر دي چې  دحکومت لخوا  دمنى ، مزدلفې او عرفات په شمول دحج په ټولو اماکنو(ځايونو) کې دګرځېدلو اجازه (تسريح ) او  پوره ايرکنډيشن او اسانتياوې لري او دهرموټر ديوې ورځې اجوره ٣٠ زره رياله ده  .وزير صاحب دوزارت په لګښت   دحج په ورځو کې دوى ته  همداموټر نيولي وو.
اصول دادي چې له هغو خلکو څخه چې حج ته دمعلم په توګه لېږل کېږي  ازموينه واخستل شي  او معلمين دشفافيت په رڼا کې وټاکل شي.  ښاغلى   نيازى هم ظاهراً داکار کوي دحج لپاره ٦٠٠ معلمين په کار وي او هغه   له زرګونو تنو څخه ازموينه واخلي خو هرکال   دازموينې له لارې  شاوخوا څلور نيم سوه  تنه  ټاکي په دې څلورنيم سوو کې هم واسطه لرونکيو ته  مخکې ترمخکې دځوابونو کود ورکوي  ، ځينو ته دامتحان پرچې هم بدلې شوې دي  يو نيم سل تنه احتياطي پرېږدي  چې دايو نيم سل تنه  بيادواسطو او فرمايشونوله لارې دمعلم په توګه استخداموي  . خو تاثر داسې ورکوي چې  ګويا ټول ٦٠٠ معلمين دامتحان له لارې ټاکل شوي دي .
.تر هغه چې ماته معلومه شوه  او دلته يې  وينم  ښاغلي وزير تقريباً ٤٥ تنه يواځې داستاد سياف له تنظيم څخه څه دمعلم په نوم ، څه دبعثې دغړي په نوم او څه دضيوف الرحمن ( دالله ج مېلمانه ) په نوم  مفت حج ته راوستي دي. په ضيوف الرحمن کې چې په حقيقت کې دالله نه ،بلکې ديوسف نيازي مېلمانه دي  قاضي شريف ، يونس مدني او ګڼ وکيلان شامل دي .
قاضي شريف دمرکز ( کابل ښار) دحج مدير و او ښاغلي وزير دبې کفايتۍ او خيانت په تور له دې ځايه جزايي لغمان ته ولېږه خو داچې داستاد سياف  دګوند قوماندان او په ولسي جرګه کې دميدان وردګو استازى عبدالاحمد درانى يې ترشا ولاړ دى نو وزير يې اړکړ چې دسزا پرځاى مکافات ورکړي او مفت يې حج ته ولېږي .يونس مدني دننګرهار  دحج مدير و  هغه يې هم  د خيانت او درغلۍ په تور   جزايي لوګر ته ورکړى و خودمشرانو جر ګې درييس  فضل الهادى مسلميار  په سپارښتنه  چې هغه هم داستاد سياف دګوند غړى دى  دجزا پر ځاى مکافات او په  حرمينو کې دالله مېلمه  او دقاضي شريف په څېر مفت حج ته ولېږل شو .
څارنوال منيب ددولت لخوا دحج دپروسې دنظارت غړى او ديو زورو ر معين زوم او وراره  دى ښاغلي وزير ددې لپاره  چې دده خوله يې بنده کړې او دحج دپروسې په اړه يې  مثبت نظر   ترې اخستى وي پخپله منيب په بعثه کې اودوه ورونه او يو اوښى يې  يې  په معلمينو کې  حج ته لېږلي دي . ديادونې وړده چې وزير دبعثې هرغړي ته  دهغه له دولتي  معاش پرته ددولتي رتبې پراساس  له دوه زرو تر درې نيم زروډالرو معاش  هم ورکوي  اوحج يې هم مفت وي. وزير صاحب تېرکال هم  پر منيب لطف او هغه ته انابت کړى واو دهغه مېرمن ( دهمدې معين لور) يې په معلمينو کې وړيا حج ته لېږلې وه  .همداراز دسياف ديو بل تنظيمي  او دعلما وودشورى د رييس مولوي کشاف  يوزوى  او عبدالهادي بلوچ هم  يې دبعثې په پلاوي  کې او دولسي جرگې غړى عرفاني يې  په معلمينو کې لېږلى   دي..
وزير صاحب پخپلې بې انصافۍ او خيانت کې هم توازن  او جندر په پام کې نيسي ځکه خو يې دولسمشر ددوهم مرستيال کريم خليلي  ددفتر رييس بصير عارف په بعثه او دهغه مېرمن يې په معلمينو کې حج ته لېږلې ده .
دضيوف الرمان په نوم دمفتو مېلمنواو ملګروبيول حج ته  تراوسه هېڅ رواج نه و او نه تر يوسف نيازي وړاندې نورو وزيرانو داکار کړى دى .
په حج کې دښځو مناسک ځانګړي ندي او نه له خپلو محرموپرته ژوند او حج کولى شي او نه ځانګړى ځاى لري چې دښځينه معلمې اړتيا ورته وليدل شي اونه پخوا ښځينه معلمينې بيول کېدلې خوجناب وزير داځوکاله همداکار کوي تېرکال يې دخپل يوبل مشاور  دانش چې اهل تشيع دى مېرمن دمعلمې په توګه لېږلې وه  په داسې حال کې چې نه هم دڅارنوال منيب او نه هم ددانش ښځه په دين او شريعت پوهېږي او نه يې دارشته ده او نه له يوې څخه هم ازموينه اخستل شوې ده .
همدا سږ کال يواځې  له کابل ښار څخه ٢٩ تنه او دکابل له ولاياتو څخه ١٢تنه ، همداراز يې د سياف او دغزني د والي  په سپارښتنه له غزني څخه يوتن ، په ولسي جرګه کې   دکندهار داستازي تورن عبدالخالق په سپارښتنه  له کندهار څخه ٥ تنه   په فوق العاده احکامو حج ته را  لېږلي دي  (تورن عبدالخالق هغه وکيل  دى چې دنيازي صاحب داستيضاح پرمهال يې په ولسي جرګه هغه ته کمپاين کړى و)  
همدا راز د ارزګان له معلمينوڅخه له سره امتحان نه دى اخستل شوى
سږکال وزيريوبل نوښت هم وکړ په دې ډول چې دهرو درې معلمينو له منځه يې يو پردوى دمدير په توګه وټاکه دامديرله ورځنيو لګښونو پرته  زرډالره معاش هم  لري  او بايد دازموينې له لارې وټاکل شي  خوددوى په ټاکنه کې   هم درغلي شوې ده .   کابل ښار ٨٧ تنه معلمين سهم  لري  او ددوى ٢٩ تنه مديران ټول دوزير په فوق العاده احکامو راغلي دي. همدا راز  دکابل د ولسواليو له ٤ مديرانو څخه يو  ،دغزني دسهميې له  ٦  مديرانوڅخه ٤،دپروان  دسهميې له ٣ مديرانو  دوه ، ددايکندي  ددرې تنه سهميې څخه  يو  په فوق العاده  احکامو را لېږل شوي دي .
نوقضاوت لوستونکيو ته پرېږدو  هغه شاعر څه ښه  ويلي چې (( کفر چون ازکعبه برخيزد کجاماند مسلمانى )نوکله  چې وزير صاحب په کعبه اوسپيڅلو حرمينو کې داکار کوي نو  په دارالفساد( افغانستان ) کې به يې څه حال وي .
په دې هيله چې جناب ولسمشر او دولتي چارواکي په دې اړه بې تفاوته پاتې نشي،  رښتونې څېړنه وکړي  اودشريعت او قانون په رڼا کې بې پرې تصميم ونيسي .
وما علينا الى البلاغ