محمدآصف خواتی
په افغانستان کې دنني نظام په ټینګیدوسره دپردیولخوا دداسورسنیوبنسټ ایښودل شوی دۍ چې پدې رسنیو کې داسې څه هم خپریږي چې په هغوکې په ښکاره توګه افغان اوافغانیت ، ولس اوولسي څیرو، تاریخ اودخلکومقدساتو ته سپکاوی کیږي۰ نني چارواکي دا تبلیغات ویني ، اوري خومخه یې نه نیسي اویا یې
په اتلسمه پیړی کې ددې سیمې نه داسې غورځنګونه پیل شول چې دافغانستان ددوونیموپیړیواوږده انحطاط ته یې دپای ټکی کیښود۰ هغه مهال په نني افغانستان کې دمرکزي واکمنۍ څرک نه لګیده اودپردیو ترولکې لاندې ملوک الطوایفي جوړښتونه یې لرل۰ پداسې یوه چاپیریال کې په کندهارکې دمیرویس خان ترمشری لاندې ولس دصفویانوپه وړاندې دخپلواکی دلاسته راوړلوپه موخه ملي آزادې بخښونکی غورځنګ پیل کړچې دصفویانودمستبدواکمن ګرګین په وژلوسره یې ملي حکومت جوړ کړ۰ دمیرویس نیکه وروسته واکمنان وتوانیدل په فارس هم واکمن شي۰ خودې واکمنی ډیره موده دوام ونه مونداوصفویانوبیا په کندهارولکه ټینګه کړه خوبیا هم ددې سیمې څخه بل نومیالي احمدخان ابدالي سرراپورته کړ اونه یوازې یې دصفویانوواکمنی نسکوره کړه بلکې دیوې سترې امپراطوری بنسټ یې کیښودچې پلازمیینه یې دکندهارتاریخي ښارو۰ څرنګه چې ټولنیز ژوندلوړې ژورې لري افغاني ټولنه دیوه ژوندي موجودپه شان هم دبدلونونو، تغییراتواولوړوژورونه متاثره شوې ده۰ کله دلته مدنیتونه غوړیدلې اوکله مدنیتونه له منځه تللي ، کله دلته خپلواکې واکمنی ټینګې شوې اوکله بیا دلته پردي واکمن شوی اویا دشراوفسادواکمنان واکمن شوی دي۰ له بده مرغه دتیرې پیړی په وروستی لسیزه کې پرافغانستان داسې یوه تلواله واکمنه کړل شوه کومه چې په هیوادکې دوروستیو شپیتو کلونو دتمدن ټولې نښې نښانې یې له منځه یوړې ۰قومي، مذهبي اوژبنیو دښمنیوته یې لمن ووهله اوهیواد د تجزیې له ګواښ سره مخامخ شو۰پداسې یوه حالت کې بیا هم دتاریخي کندهار نه دطالبانوغورځنګ سر راپورته کړ اودشراوفساد واکمنی ته یې دپای ټکی کیښود اودهیواد د تجزیې مخه یې ونیوله۰ خوله بده مرغه دطالبانوواکمني چې دولس له بشپړملاتړنه برخمنه وه پدې ونه توانیدله چې ټولوته دمنلو وړ یوحکومت جوړکړي۰ دخلکو په ګټه اودهیواددهراړخیزپرمختګ پر لور ټولنیز- اقتصادي پروګرامونه اوسمونونه پلې کړي بلکې پداسې چارویې لاس پورې کړ اوداسې سیاست یې غوره کړچې دوخت اوزمانې دغوښتنوسره یې هیڅ سرنه خوړ۰ دا ډول چلند ددې سبب شوچې طالبان دخلکواوپه تیره ځوان نسل ملاتړله لاسه ورکړي، دنړي دښمني هم خپله کړي اوپایله یې دامریکي – انګریزلخوا دهیوادنیول اودواک په ګډۍ بیا دشراوفساددشمال ټلوالې واکمنیدل شي۰ افغانانو چې هیڅکله هم پردیواودپردیو پرمټ کینولوواکمنیوته سرندی ټیټ کړی داځل بیا دامریکایي- انګریزي نیواک په وړاندې ودریدل چې بیا هم په ټولوپښتني سیمواوخاصتآ کندهاراودهغه شاه اوخوا سیموکې دنیواکګروخلاف مخالفتونه پیاوړي اوځواکمن شول۰ داوسلوال مخالفتونه چې دپردیو لښکرو د شړلو په موخه ترسره کیږي نیواکګرو اودهغوی پرمټ ناست واکداران ورته ترهګري وایي۰ له همدې امله دي چې کندهار دا دنومیالیو اوملي غورځنګونو پلازمیینې ته په پردیو پورې تړلې ډلې ،مزدورلیکوال اوړانده قومي متعصبین « قندهارپایتخت ترور افغانستان » وايي۰ ددې لیکنې نه زما موخه داده چې هغه لوستونکي کوم چې افغانستان ګډ کورګڼي اوپدې کورکې میشت قومونه، وروڼه شمیري دې ترخه واقعیت ته متوجه شي چې ددې هیوادپه وړاندې کومې توطئې اودسیسې روانې دي اوهڅه کیږي چې داوروڼه قومونه یوپربل بې باوره کړي ، دښمنیوته لمن ووهي ،هغو سره واچوي ،په هیواد باندې نني واکمنې ډلې په واک کې پاتې شي اودپردیوبیساره اغیزاونفوذ دوام ومومي۰ داډول وضعیت دهر افغان نه دپوره هوښیارۍ اودرایت غوښتنه کوي چې دګران افغانستان ددښمنانوخاینانه تبلیغاتوښکارنشي اوددې هیواددوروڼوقومونودیووالي اوورورګلوی په موخه فکراوعمل وکړي۰
پای