سوله په پوهه، په مېړانه او صداقت ، په اخلاص او ملي احساس مينځ ته راځي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ع. شريف زاد
سوله معجزه نه ده سوله باندې هر څه کيږي او د هر چا لپاره يو ه ستر ه خبره ده چې خداى جل جلاله په تاکيد سره انسانو ته د هغې اهميت ، ارزش، موجوديت ، او هر اړخيزه برخې په صراحت بيان کړي دى . په سوله کې ژوند کول يو ستر نعمت دى او زمونږ الله او رسول ډير زيات ورباندې خوښيږي
سوله جادو، دروغ ، چل او فريب نه ده او نه د ځان ګټې دى چې ميم زبرما ټوله د ما . پوهه د قلم په وسيله انسا نا نو ته ١٤٠٠ کاله مخکې ښوول شوې ده ، قلم او کتاب دې چې يو دبل سره نه شليدونکى اړيکي لري . د لوست او لیک وسیله قلم او کتاب دی. قلم او کتاب د سولې، پوهې، منطق، عقل، حکمت، تدبير، سیاست او امن
بشپړې بر خې دى اويو د بل سره کلک تړلي دى په هر جنجال کې تر هرڅه نه زیات عقاید، اخلاق، قوانین، او فکر د غلطې لار او د دروغجن سيا ست په نوم زیانمن کيږي او فساد مينځ ته راوړي طبيعي خبره ده چې د ټولنې د تباهي او بربادي سبب ګرځي . رسول اکرم صل الله عليه وسلم د سولې لپاره ډير زيات کارونه کړي دي چې د ټولو مسلمانانو د روغې جوړې لپاره په معنوي او اخلاقي وجه د منلو وړ او ستر ګام ګڼل کيږي.
د نړۍ ډيرو نامتو کسانو د اسلامي غقيدې له پلوراليزم څخه په عا مو مسا يلو کې کار خيستى دي کله چې ګاندي د" عدم تشد د" د پاليسي له لارې د هندو ستان د مسلمانانو په مينځ کې راپورته شو هغه وليدل چې سوله په ټولنه کې د کومې عقيدې په واسطه د عمل جامې ژر پر ځان کولاى شي، له بلې خوا نیلسن منډ یلا هم چې افریقايي دی د دغې وچې له اسلامى هيوادونو څخه يي ګټه لاس ته راوړه په هر حال په دې برخه کې مثالونه ډير زيات دى او هر يو ځان ته يو ه برخه ده خو .یو افغان دی. د دغو ټولو وګړو، قومونو او قبيلو ترمنځ د سولې لپاره څه نه لري او يا ور باندي نه پوهيږي،. هيواد په سوله ، روغه
جوړه او غښتلو کارونو باندې پيا وړى کيداى شي. او له بلې خوا سوله د يوې ټولنې د نيکمر غۍ لمړى ګام دې چې کورنۍ ، قوم او قبيل ټول ور باندې ښه ښکاري. سوله د ښو افکارود بشپړې عقيدئ او ملي حاکميت ستر معيار ګڼل کيږي. ډير داسې بې کفايته کسان شته چې هيڅ نه شي کولاي او په ډير و لاپو کې يي ټول خلک د يوه ستر او نه مننونکي بحران سره مخامخ کوي او نور خلک په مختلفو نومونو له سمې لاري نه شړي داډول خلک د تش سياست په نوم هر څه کوي او هيڅ اخلاق نه لري.
مونږ په ډيره نااګاهانه توګه خپل افغانان له لاسه ورکړل او تر څو مو چې وسه ورسيده په يوه او بل نوم مو ووژل او يا مو د هغو لپاره د جهنم څا ګانې وکيندلې او د نورو پرو پاګندو ، مشورو، عاجلو پريکړو او فيصلو ته موغوږ ونيوه. حا ل داچې دا زمونږ خپل کارونه او خپلي انديښنې وي چې د علاج چاره يي هم زمونږ په لاس وه. په مونږ کې د خټو او خاورو زمريان دومره ډير شول چې اصيل په کې ورک شول. او د هيواد ملي چارې د ماشومانو، موتر چلوونکو، کلينرانو، سماوار چيانو او هغو داړه مارانو ته په لاس ور غلې چې د افغانستان په تاريخ کې يي هويت نه درلود که څه هم افغانان دي او له افغانيت �
�ي څوک نشي ايستلى. زمونږ د ټولنې اهداف يواځې په خپلو مينځو مسا بقه نه وه ، يواځې د زعامت مسله نه وه يواځې د کلبي او مقصود خبره نه وه او يوا ځې داسې سياست نه وه چې د بي بي يعني BBC په چيغو او نارو پسي ولاړ سياست وه په دې کې نه د ملګرو ملتو کمزورې پاليسې او نه د بن تړون چې د ديورند د کرښې مثال ته ورته کيږي مطرح وه. دا زمونږ د ولس ، سيمې،ټولو افغانا نو ، ټولو قومونو او قبيلو يواځنى ملي او کورنى معضله وه چې د سولې له لاري په لمړيو مر حلو کې بايد عملي شوي واى. دلته زمونږ د ټولنې قانون او عدالت، ورور ګلوي، د يو او بل د ملاتړ مسله وه د ا په مجموع کې يوه معجزه نه وه
په ډير اسا نه توګه د سولې له لارى د حل خبره وه، خو له بده مرغه ډير پيکه او نه مننونکى کارونه يو په بل پسې را و لاړ شول چې نړ يوال هم اوس د دې معا دلې د حل په لار ه کې مونږ سره لګيا دي دا چې څومره پوهيږي او ځه کولاى شي دا بيا جلا خبره ده.
سا زش ،دروغ، فساد، چل او پلمه ، بې ځايه انتقا دونه، تور لګول هغه کارونه دى چې يوه ټولنه د بربادي سره مخامخ کوي او د ټولنې لپاره ستره ناروغي ده چې د هيڅ طبيب او درملو په واسطه يي علاج يا درملنه نه کيږي سره ددې چې دځينو کسانو تعبيرو نه بله معنى او مفهوم لري.
په درناوي