دملکي خلکو پر مرګ ژوبله دپاچا عبد الله خواشیني!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلیم نوري
په دې کې شک نشته چې بې سببه دمطلق انسان ځورول او وینه تویول د ټولو قوانینو له مخې یو ناروا عمل دی، بیا په تېره دمسلمان، خو خبره دا ده چې ځينې ځينې خلک دخپلو ګټو لپاره او یا بل ته د تاوان ور اړولو په نیت کله کله داسې څرګندونې وکړي چې دګټې پر ځای څو چنده زیات تاوان ورته وکړي.

دیرش کاله کېږي چې پر افغان مظلوم ولس د سرو اورونو باران دی، په خپلو مظلومو وینو کې رغړي راغړي، له یوې بلا  څخه نه وي خلاص شوي چې بله پرې راشي، په ځانګړي ډول له دې یوولسو کلونو راهیسې دبهرنیو ځواکونو له لاسه دافغان مظلوم ولس  پر ټټر سره اورونه بل دي، هره ورځ په لسهاوو وژل کېږي، په لسهاوو ټپیان کېږي، دلسهاوو کورونه ورانېږي، په لسهاوو زندانونو ته اچول کېږي، په ځانګړي ډول دښځو په وړاندې تاو تریخوالی زیاتېږي، تر دې چې ځانوژنې کوي، ورځ تر بلې دکونډو او یتیمانو شمیره  لوړېږي!!
له کله نه چې بهرني ځواکونه زمونږ ګران هېواد ته راغلي له همغه ورځې بمونه دي اورېږي، دوینو ویالي دي بهیږي، هر رنګه بربادۍ او تباهۍ زور اخیستی، په لسهاوو کلي وران شول، ښارونه کنډوالې شول، شنه فصلونه او باغونه تور سکاره شول، او لا دغه لړۍ پسې روانه ده.
دبېلګې په توګه دفراه ولایت په بالا بلوک، او عزیز آباد کې بسته بسته کلي بمبار شول، په سلهاوو ماشومان، مېرمني او بوډاګان پکې تر تورو خاورو لاندې شول، په کندوز کې په یو ځل تر سلو زیات عام وګړي دجرمن دبمباریو خوراک شول، په ننګرهار او لوګر کې د واده دخوښیو پر مراسمو بمبار وشو، د هغو ناوې ګانو لاسونه چې په نیکریزو ور سره شوي وو، دهغوی په خپلو وینو ور سره شول، له دې پرته په خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، هلمند، کندهار، وردګو، کونړ، لغمان او رزوګان کې په سلهاوو ماشومان، بوډاګان او زنانه دبهرنیو ځواکونو په بمباریو کې ووژل شول.
هغه چې ړانده او مجهول ماینونه یې دمرګ تر کومي تېروي هغه خو څه کوې! خو له دې ټولو ناخوالو سره سره یوه ورځ هم دسعود کورنۍ پاچا په دې اړه نه اوښکې تویې کړې او نه یې زړه درد وکړ، او نه يې د کوم خپګان او ناخوښۍ اظهار چېرته وکړ؟  مګر دا ځل چې په فاریاب کې یوه خواشینوونکې پېښه را منځ  ته شوه د نوموړي تریخی یې په حرکت را وست!
فکر نه کوم چې دفاریاب په خونړۍ پېښه کې به دعامو خلکو دوینو په تویولو څوک خوشحاله شوي وي، او دا دهر انسان که څه هم چې مسلمان نه وي وجداني او انساني دنده ده چې دعامو خلکو په درد او مرګ باید په فطري ډول خواشینی شي، خو خبره دا ده چې پاچا عبد الله ولې دغه یوې پېښې را ویښ کړ؟  
کېدای شي نوموړی په دې ډېر خپه شوی وي چې داختر په ورځ عامو خلکو ته دومره مرګ ژوبله واوښته، خو که خبره دعامو خلکو او داختر دورځو وای نو بیا خو همدا اوس بالفعل دبورما په میانمار کې دمسلمانانو څه حال دی؟  همدغه له اختر نه دوه درې ورځې، دعرفې په ورځ او هم داختر په ورځ تر سلو زیات مسلمانان د وحشي بودایانو له خوا په خورا بې دردۍ او بې رحمۍ سره ووژل شول، دخبرو له مخې په دغه ۱۱۲ وژل شویو کسانو کې ۶۱ مېرمنې او ۵۱ نارینه دي، یوازې دا نه، تر اتو سوو پورې کورونو ته اور واچول شو! آن چې په دې اړه دملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې له خوا غبرګونونه وښودل شول!
له دې پرته همدا  داختر په ورځ په سوریه کې په لسهاوو عام مسلمانان تر تورو خاورو لاندې شول، دخبرونو له مخې داختر په ورځ  په عام ډول ۱۴۶ کسان ووژل شول، ۵۳ عام وګړي، ۴۳ د بشار الاسد ملګري او ۵۳ آزادي غوښتونکي جنګیالیان! همدا رنګه داختر په سبا په عراق کې د ګڼو چاودنو په نتیجه کې ۱۵ عام وګړي ووژل شول او تر ۴۰ زیات ټپیا شول چې ګڼ ماشومان او ښځې پکې وې.
مګر دې ټولو پېښو دپاچا عبد الله زړه ونه دردولو، یوازې دفاریاب پېښې اغیزه پرې وکړه؟ ځکه خو  دا د پوښتنې ځای دی؟
داسې ښکاري لکه دسعود کورنۍ پاچا چې بل څه ځورولی وي، په دې ورځو کې کابل، اسلام آباد او ریاض د ور سپارل شوې دندې له مخې څه هڅې په کار اچولې دي، او هغه داسې چې له ځینو کسانو سره دطالبانو دمشرانو تر عنوان لاندې دسولې خبرې اترې روانې کړي، او په دې توګه يې دافغان ولس پر سینه داشغال منګولې نور هم ښې مضبوطې کړي.
خو کله چې په اختر کې دطالبانو دمشر ملا محمد عمر پیغام راغی په پیغام کې په څرګندو ټکو کې ویل شوي وو چې دوی له خپل سیاسي دفتر نه پرته دخبرو اترو لپاره کوم بل لوری نه لري، او دا خو یې له ډېر مخکې نه ویلي چې تر څو چې یې له بهرنیانو سره خبره نه وي سپینه کړي تر هغه له کرزي او ملګرو سره یې ناسته پاسته بې ګټې ده.
له همدې کبله سعودي له یو رنګه بې اعتمادۍ سره مخ شو، هغه مخکنی حیثیت یې چې لرلو هغه یې له لاسه ور کړ، لکه څه رنګه چې ده خوب لیدلی و، تعبیر یې هسې را ونه وتو، ځکه خو یې زړه په فاریاب کې دملکي خلکو په وژلو درد وکړ!
سلیم نوري