عنایت الله پویان شایی پر ما او زما پر لیکنو د ځینو ملا صاحبانو له خوا د انتقاد ګوته ؤلګوله شي چې ولې له اسلامي اصولو خلاف لیکنې کوم او د (قاتلوا في سبیب الله) له اوامرو څخه چې په قران شریف کې یې ذکر شوی دي انکار کوم او د جګړو غندنه کوم ـ د دغې پوښتنې په ځواب کې باید ؤ وایم د دغه امر(قاتلوا فی سبیل الله) په وړاندې
د (الصلح خیر) اوامر هم په قران شریف کې ذکر شوي دي او بله دا چې د ځنې دیني عالمانو او مفسرینو په آند د اسلام ستر پیغامبر له خپلو دښمنانو سره هم د صلحې او قطع جنګ معاهدې امضا کړې دي او له جګړو څخه یې مخ اړولای دی او دا خبره هم باید هیره نکړو چې د حدیثوپه کتابو کې راغلي دي که د مسلمانانو د فرقو تر منځ جګړه ؤنښلي د اسلامي قوانینو په بنیاد د هر مسلمان وګړي ایماني او اسلامي دنده ده چې د جګړه مارو ډلو ټپلو تر منځ دې د قطع جنګ کرښه را کاږي او روغه او جوړه دې ؤشي او د متخاصمو جګړه مارو ډلو تر منځ کومې ډله چې سوله نه مني او سوله نه غواړي د هغوي پر ضد دې تر هغو پورې جګړه ؤشي چې جګړه مارې ډلې ټپلې سولې ته غاړه کیږدي او له جګړې څخه لاس واخلي ـ خدای بښلي شهید ډاکتر نجیب الله کله چې د خلق دموکراتیک ګوند نوم د وطن د ګوند په نوم بدل کړ او د پردیو تپل شوو مردارو ایدیالوژۍ ګانو څخه لاس په سر شو او د ملي مصالحې اسلامی او وطني معقوله لاره یې غوره کړله او د دولت او حکومت واګې یې په غیر حزبي سیاستوالو او پوهو وطنپرستو خلکو ؤ ویشلې او حتی د افغانستان پخواني پاچا خدای بښلي ظاهر شاه ته یې بلنه ورکړه چې وطن ته دې را شي او د سولې د را برسیره کیدو لپاره دې له خپلو وطنوالو ورونو سره همغږی شی ـ زه نه پوهیږم بیا ولې د ډاکټر صاحب د دغه معقول اقدام او د مشي مصالحې د معقول سیاست پر ضد د ده په پوز کې ځنې په روسي استعمار پورې تړل شوو افراطی جنرالانو چې ځانونه یې کمونستان او مارکسیستان بلل او د وطن د ګوند له نامه سره په تضاد کې وو را پورته شول اود ډاکتر صیب د روغې جوړې د منل شوی وطنی او ملي سیاست پر ضد ودریدل او له هغو افغان دښمنو افراطي ډلو تر څنګ وریدل کوم چې د افغانستان خاوره یې د روسانو، پاکستانیانو، ایرانیانو لپاره غوښتله او له روسانو، ایرانیانو او پاکستانیانو سره یې پروتوکولونه دسخط کړي وو اوبیا ولې د ډاګتر نجیب د واکمنۍ په وخت کې دیني عالمانو خپل دیني وظایف تر سره نکړل او د جګړه غوښتونکو پر هکله يې د شرعي اصولو له بیان څخه ډډه ؤکړه او چوپه خوله پاتې شول او د افغان خاوره یې د روسانو،پاکستانیانو،او ایرانیانو په لمسون په وینو ؤلړله ـ او بله دا که د نجیب الله د روغې جوړې او ملي مصالحې سیاست غلط سیاست ؤ نو بیا ولې د کرزی صیب او ورسره د کرزی صیب اتلاف غړو د خدای بښلي نجیب الله د ملی مصالحې په قدمونو پل کیښود او د ډاکتر نجیب الله د ملی مصالحې لاره یې غوره کړله او د کرزی صاحب له خوا د ستمیانو د ډلو ټپلو مشر ملا ربانی د سولې د شهید په نامه ؤ ستایل شو او د ملی مصالحې د سیاست بڼسټ ایښودونکی ډاکټرنجیب په حق چې د ملی مصالحې د اتل نوم باید و هغه ته مننظور شوی وای سترګې پټې شوې، په پارسی کې خلک متل کوي چې وایي(قربان شوم خدا را، یک بام و دو هوا را) دا چې تاریخي بهیرهر څه لیکي او تاریخ حقیقت غوښتونکی عادل قاضي دي، راتلونکو نسلونه به د وطن د ګوند د پاکو او شریفو زړه سواندو غړو چې د پراخ بڼسټه اوملي مصالحې د منل شوي سیاست پلویان وو او د هغو کسانو تر منځ چې د کرزی په حکومت کې د تقلب او فریب له لارو د وسلو په زور قدرت ته رسیدلي دي او د(میم زرما ټول زما) انحصاري او فردی لاره یې غوره کړې ده او د خوار ؤلس شتمنۍ یې غصپې کړې دي او لاسونه یې په پسات ککړ دی او وطنوال یې د ګدایي او فقرکجکول ته کینولي دي قضاوت ؤکړي – د هالند له رورموند ښار څخه د نجیب الله د حکومت د وخت د پولیسو کمیسار ـ عنایت الله پویان حسین خیل