لیکوال : احمدالله رحمانی18.10.2012
د اوباما حکومت زیار باسی په پښتونخوا او افغانستان کی د ولس له قهره چی د ملالی یوسفزی د برید پر اساس د طالبانو په وړاندی را پاریدلی دی ، ناوړه استفاده وکړی او پر خپلو غیر انسانی کړنو پرده واچوی . دملالی یوسفزی نوم د لمړی ځل لپاره په عامه کی هغه وخت یاد شو
په همدی ورځ چی پر ملاله یوسفزی باندی برید وشو ، څو شیبی وروسته امریکا د پاکستان حکومتی مقاماتو په مرسته د طالبانو په مقابل کی لوی او پراخه پروپاګنډ ته ملا وتړله او اعلان یی وکړ چی د طالبانو په وړاندی به ډیر ژر لوی نظامی عملیات شروع کړی . د امریکا ولسمشر بارک اوباما د طالبانو دا کار و غانده او بربریت یی وباله ، هیلاری کلینټن طالبان بنسټ پاله وبلل او ویی ویل چی هغوی نه غواړی چی ښځی تعلیم وکړی او خپل ژوند پخپله سنبال کړی . امریکایان باید داسی ښځی لکه ملاله حمایه کړی او د هغوی د حقوقو لپاره وجنګیږی . کوم وخت چی اوباما او هیلاری کلینټن د ښځو د حقوقو په اړه جنګ اعلان کړ ، دنیویارک ټایمز ورځپاڼی د امریکا د حکومت اصلی مرامونه بربنډ کړه . نیویارک ټایمز لیکی : »د امریکا حکومت د ملالی له نامه نه په ناوړه استفاده غواړی د افغان او پښتون ولس نوری وینی هم توی کړی . ملاله د شک اوشبهی نه وتلی یوه زړه وره نجلی ده . هغه وخت چی هغی پر طالبانو انتقاد وکړ ، ثبوت یی کړه چی هغه د پاکستان تر حکومت او د افغانستان تر ولسمشر کرزی زیاته غیرتمنه او زړه وره وه . د ملالی برید د پاکستان بی غیرته نظامی ځواک لپاره دشرم خبره ده . ځکه هغوی همیشه دا خبره کوی چی طالبان یی د سوات نه شړلی دی . خو خبره هغه وخت قدر لری چی په عمل کی ثبوت شی .«
کوم وخت چی امریکا د پراخو نظامی عملیاتو اعلان وکړ ، د پاکستان یوی ورځپاڼی د (داون نیوز) په نامه د پاکستان پر حکومت زور راوستی چی ددی طلایی موقع نه په استفاده د امریکا د عملیاتو ملاتړ وکړی او خپل دریځ وښیی . نو ځکه د پاکستان حکومت له خپله پلوه په پروپاګنډ لاس پوری کړ او د پاکستان نظامی ځواک مشر اشپاق پرویز کیانی یی د ملالی یوسفزی سره لیدنی لپاره روغتون ته ولیږه . ددی لیدنی په ترڅ کی کیانی وویل چی ملاله یوه زړوره نجلی ده او دی هغه کار تر سره کړ د کوم لپاره چی د پاکستان حکومت دډیری مودی راپدیخوا جنګيږی هغه داچی د ټولو لپاره اسلام ،ازادی او مساوی حقوق . د امریکا او پاکستان حکومتونه اوس شا ودیوال ته ولاړ دی او نه پوهیږی چی څه وکړی . د ملالی یوسفزی برید و امریکا ته داسی مانا لری لکه څوک چی اوبو اخیستی وی او ځګ ته لاس اچوی . د امریکا وجدان په خپل لوی قدرت اوس دی ځای ته رسیدلی دی چی د وړوکی ملالی و نامه ته د کامیابی هیله لری او غواړی پدی ترتیب دافغانانو او پاکستانیانو نوری وینی هم توی کړی . اما کوم وخت چی د امریکا جنګی الوتکو ۹ افغانی ښځی و کابل ته نژدی د یوه غره په لمن کی چی لرګی یی ټولول ، مړی کړی ، د هیڅ چا ږغ پورته نه شو ، امریکا فقط دومره وویل چی هغوی پر داښځو د طالبانو ګمان وکړ . اوباما پر طالبانو نیوکه وکړه چی هغوی د ښځو حقوق نه منی ، اما له بله اړ خه د سعودی عربستان او نورو عربی هیوادونو سره ښی اړیکی ساتی . دا هم اسلامی هیوادونه دی او هلته هم ښځی هغه حقوق چی اوباما یی له طالبانو طلبوی ، نه لری .
له بلی خوا واشنګټن په دا اخیرو وختونو کښی په سوریه کی حکومتی مخالیفینو ته سعودی عربستان او قطر په وسیله پټی وسلی ور تیروی ، چی په دغو کسانو کښی د القاعدی غړی هم موجودی دی . پدی کار امریکا غواړی چی سوریه څه چی ټوله عربی منطقه د لوی بحران سره مخامخ او کورنی جګړو ته یی راکش کړی . دا هغه کارونه دی چی امریکا په اویا او اتیا کلونو کښی په افغانستان کی د شوروی ځواکونو په مقابل کی کول . اوباما له یوی خوا د ملالی یوسفزی برید وغانده ، او له بله پلوه یی په خپلو بی پیلوټه الوتکوپه همدغه پښتونخوا کښی بیشماره ښځی او ماشومان وژلی دی . دا څنګه دوه مخیزه وجدان دی ؟
زیاته موده نه کیږی چی یوی امریکایی اکاډمی يو رپوټ خپور کړ . پدی رپوټ کی راغلی دی چی د بی پیلوټه الوتکو بریدونه په پښتونخوا کښی ټوله ولس د ډار سره مخامخ کړی دی . اوباما ، پنتاګون او سی آی ای د پښتونخوا د پښتنو په مقابل دومره حساسیت پیدا کړی دی چی نه د بی پیلوټو الوتکوبریدونه بندوی ،نه ده هغو په باب مالومات ور کوی او نه دمړو شمیر ښیی . اوس بیا د همدغه پښتونخوا اوسیدونکی وړوکی ملاله هغوی ته دومره مهمه شوه ؟
نیویارک ټایمز لیکی : » اوباما له یوی خوا طالبان په بربریت متهم کوی او له بلی خوا هره اونی و هغه امنیتی مامور ته چی دبی پیلوټه الوتکو ماموریت یی په غاړه دی ، پخپله شخصاً د بریدونو هدایت ور کوی . د بی پیلوټه الوتکو بریدونه د بشری حقوقو له کارتا سره ټکر کوی او په هيڅ بین المللی قانون روا ندی . خو اوباما دا ټوله قانونونه تر پښو لاندی کوی . «
پر ماشومی ملالی باندی دا بریدغیر انسانی اود بشری اخلاقو نه لیری کړنه ده چی په هیڅ حال کی د بخښنی وړ نده . خو هغه څوک چی بیا ددی برید نه په خپله ګټه ناوړه استفاده کوی هم د نفرت وړ دی . د امریکا دومخیزه سیاست په اسلامی نړی کی اسلامی هیوادونو واکدارانو ته له سعودی نه نیولی بیا تر فلیپاین پوری ټولو ته مالوم دی . هغه کړنی چی اوسمهال په افغانستان او دډیورند د کرښی ها خواته کیږی ، د هیڅ بشری قانون سره سمون نه لری . نو بیا امریکا څنګه د بشری حقوقوقو او دیموکراسی اواز پورته کوی . د تیری جمعی په ورځ د پاکستان کورنیو چارو وزیر رحمان مالک اعلان وکړ چی په وزیریستان کی به د طالبانو پر ضد پراخ نظامی عملیات شروع کړی . پاکستان دا تصمیم د ماشومی ملالی يوسفزی په برید پوری و تاړه او ویی ویل چی د ملالی غچ به واخلو . خو باید وویل شی چی د ملالی په غچ اخیستلو به نور زیات انسانان ووژل شی چی په هغو کی به هم ښځی وی او هم ماشومان . پاکستان دا کار فقط د امریکا لپاره کوی نه ددی لپاره چی په رشتیا د ملالی غچ واخلی . خو د خوابدی ځای دادی چی په داسی عملیاتو کښی بیشماره کسان مری او په زرګونو کورونه مهاجرت ته اړ باسی ، چی دا ټوله به د امکان په صورت افغانستان اوړی . که دا کار وشی نو بیابه امریکا ته بله بهانه جوړ شی اوخپلو پراخه عملیاتو ته به په افغانستان کی دوام ورکړی په دی مانا چی له پاکستان نه طالبان افغانستان ته را اوښتی دی .
امریکا ، ناټو ، پنتاګون ، سی آی ای او یا نور څوک په هر نامه چی عملیاتونه کوی ، هغوی پوه شه او بهانی یی ، خو یو حقیقت مالوم دی . امریکا په افغانستان او پښتونخوا کښی جنګ بایللی دی او په تور مخ به کورته ځی . د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا د ناټو په یو کنفرانس کی وویل : » موږ په افغانستان کی زیاتی کړنی تر سره کړی ، ډیری وینی مو توی کړی ، هم مو خپل ووژل او هم مو نور ووژل ، خو اوس مو څوک په راکټ ولی ، څوک د کور په دروازه کی ځانونه راته چوی او څوک مو ددوست په نامه په خپلو خیمو کښی وژنی . آیا موږ ددی لپاره افغانستان ته راغلی یو ؟ «
د لیون پنیتا دا خبری د بی وسی احساس را پورته کوی او مانا یی داسی کیږی چی نور نو موږ بله لاره نه لرو او کورته به ځو . د افغانستان ولس هم تر پزی شوی دی اوامریکا ته د لعنت د توک په سترګه کوری . د افغان د ولس لوی ترین مشکل نن ورځ د ناټو او امریکا شتون دی په افغانستان کی . هری ناخوالی چی نن ورځ زموږ په هیواد کی لیدل کیږی ، علت یی امریکا ده .
»ټول افغانستان«
احمدالله رحمانی ـ المان