دخلکو اوتاریخ دسپکاوی کال
عارف امید
روان کال دافغانستان په تاریخ کې داوسنی واکمنۍ له لوري دداسې پریکړوکال دۍ چې هغو ته دافغانستان دخلکو اوتاریخ دسپکاوي کال ویلای شو۰ که څه هم په وروستیو کلونوکې دحکومت لخوا دداسوپریکړوشاهدان ووچې نوموړې پریکړې دخلکواوتاریخ سپکاوی و خو په روان کال کې دسپکاویودالړۍ خورا پیاوړې شوې ده۰
څه موده مخکې دبلخ والي په مزارشریف کې دابومسلم خراساني واټ د ایراني جاسوسانوپه نامه چې ددپلوماتانوپه نامه په مزارشریف کې دشمال دادشر اوفساد تلوالې سره اوږه په اوږه دافغانستان دخلکودځپلوانډیوالې کوله ونوماوه کوم چې د طالبانو پواسطه ووژل شول۰ ددې جاسوسانوپه نامه دیوه واټ نومول که له یوې خوا په افغانستان کې دایران دبیساره نفوذ اواغیزڅرګندوی دۍ ۰له بله ددوترخوواقعیتونوښکارندوی هم دۍ ۰ یوداچې افغانستان د داسې غوره شخصیتونواوملي څیرونه بې برخې دۍ چې پرهغوی وویاړل شي۰البته داسې څیرې لږ نه دي بلکې ددې هیوادتاریخ داتلوالیوتاریخ دۍ چې بیله شکه دااتلوالۍ ددې خاورې درښتینوبچیانوکه نارینه دي یاښځې له نومونواوسرشندنوسره تړاولري۰ بل داچې دهیواد هر چارواکی اوځواکمن داواک لري چې دخپلې خوښې سره سم داسې پریکړې وکړي چې دولس دارادې اوغوښتنو خلاف وي اوپه څرګند ډول پردی پالنه پکې لیدل کیږي۰ ځکه چې دبلخ دوالي له لوري داپریکړه دپارلمان ددواړو مجلسونولخوا وغندل شوه۰ ددې سپکاوي خبره لا دهیوادپه سیاسي کړیو کې دبحث موضوع وه چې ولسمشرحامدکرزي بله داسې حیراونونکې پریکړه وکړه چې دزلزلې په شان یې هیوادولړزاوه اوهغه داچې دکابل دښوونې اوروزنې پوهنتون یې دبرهان الدین رباني په نامه ونوماوه چې تراوسه پورې ددې پوهنتون دمحصلینوداعتراض اومخالفت له امله ددې پوهنیزې مؤسسې دړې تړلې دي اوپدې مؤسسه کې ښوونه په ټپه ولاړه ده ۰ خوحکومت پدې اړه بې تفاوته پاتې دۍ اوخپله پریکړه بیرته نه اخلي که څه هم ولسمشردمحصلینوداستازوسره په ناسته کې دا ډول پریکړه خپله تیروتنه ګڼلې وه۰ ددې سپکاوي په وړاندې دکابل دڅلورو پوهنتونونو ، دهیواد دنورو پوهنیزو مؤسسو اومدنې ټولنې داعتراضونو سره سره لیدل کیږي چې حکومت چمتوندۍ دهیواد دپوهنیزو سترو بنسټونواومدني ټولنوغوښتنو اوارادې ته لبیک ووایي ۰دواکمنۍ داډول دریځ اوبې تفاوتي ښيي چې داډول پریکړې دننۍ واکمنۍ دپالیسیوپه چوکاټ کې یومنل شوې کړنلاره ده چې دولس اوتاریخ سپکاوی ته یې مټې رانغښتې دي اوهغه په خپل قوت سره پلې کوي۰ دا ځکه چې په همدې اونۍ کې دولسمشردویم مرستیال محمدکریم خلیلي په بامیانوکې دیوه روغتون دجوړولوپریکړه وکړه چې هغه به دایران داسلامي انقلاب دمشرخمیني په نامه ونومول شي۰ که چیرې پورتنیو پریکړوته ځیرشو دادملي اساساتودپلورلو، پردی پالنې، د جنایت کارانو اوملي ضدڅیروددرناوي پرته بل څه ندي ۰ که دابهیر همداډول ادامه پیدا کړي اودهغو مخه ونه نیول شي وبه وینوچې په نږدې راتلونکې کې به د هیواد د نوروبنسټونو اوحتي ښارونو اوولایتونو نومونه دخامنه يي ، احمدي نژاد، خاتمي ، ضیاوالحق، اخترعبدالرحمن ، نوازشریف، ترکی فیصل ،تروتسکوی ، کریموف ، رحمانوف ، کلکانې ، ګوډ ملا، سامي ،ګیلم جم، پناه ، ګډا اودې ته ورته څیروپه نامه واوړي کوموچې هیوادته یې مرګ اوژوبله ، ترهګري اوورانکاري ، ملي نفاق اوبیساره بدمرغۍ ډالی کړي دي ۰ دخمیني ، رباني اوایراني جاسوسانو کړووړواوکاررواییو ته په کتوسره دحکومت له لورې دا معقوله اوپرځای پریکړه وه چې دهغوی په نامه د هیوادکوم زندان ، مسلخ او ژوبڼ ( باغ وحش ) نومولی شوی وی ځکه چې دهغوی دنومونو سره جنایت او وژنه ، مرګ اووینه ، وحشت اوبربریت تړاولري۰
خدای دې موږدنوروسپکاویو نه وژغوري۰