چې ملک او پټی ورکړې په موټر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدنقیب تره خېل

چې ملک او پټی  ورکړې په موټر     په والله کې په کې ټر                        

  ۵۰کاله پخوا شاعر دا وینا پدې خاطر کړېوه . چې په نفس مینو او نفس منونکوکسانو به پټی خرڅ او یا به یې د انګورو باغ ګرو کړ،په هغه به يې موټر پدې

وجه پېره،چې یو به موټردار یادشو،بل به موکلنی محصول په ورځنی بدل شی اوتر ټولو خو نده وره یې لادا ،چې په کلې کې به کروړ پتي اومطرح کس وګرځو.                                        

دنفس بندګي اود خیال یارانه څومره مهربانه،نرمه،خوږه،ښکلي خو شرمونکی ملګری دي.سړی په تصور کې دتخت او بخت دقوت او قدرت چینو ته بې ستړیا او لالهندۍ راساً ورسیخوي.د سر و مال له زیان نه پرته ان په شتمن او زورور په عالم او حاکم ، یې بې ډز و ډوزه فاتح او غالبه وي.لیکن د عمل په ډګرکې هاغه ظالمان سمدم سړي له عقېدې او اخلاقو غافله وی.ځکه دحرمت او شرافت ورکونکی اواخستونکی الله پاک دی او لویي د خدای صفت دی،د انسان په هغه کړو کې چې عقل دخیل نه وی له اخلاقو هم تش وي.   پروردګار د خپلو بنده ګانو په هغه کارو کې برکت اچوي چې غایه او مایه یې دځان او نورو د خیراو اخوت په نیت وي،خوهغه چا ته دولت اوعزت نه ورکوي چې له قوم سره په یوه جومات او یوصف کې لمونځ کوی په یوه کلي کې اوسیږي.خو د هغوی سره  د ژوند ورته والی دځان کسرې شان ګڼې.                                                       

که شاعر ژوندی وای ضرور به یی کبرجنو حریصو بخیلو او د شهوت جنونو لېوانو ته ویلي وه(لالاګانو به مو دباغ  په ګروي موټر وه پېره، لری کلیوالو به لا خونی اومبارکي نه وه ورکړې. چې موټر به له مستري سره ګرو شو. بیا به یی د باغ په بیبادۍ راوېسته. میاشت دوه به چلېده، بیا به مستري سپخه وه او تړه. موټربه رغېده  نه او دسړي به زړه ترې نه صبرېده.                                                                                  

په خلکو ځان لوړښوول او له خلو یی صاحب وېستل خو بیه غواړي.څه موټربه روغ وه ،له وچې خانۍ به یې له چا کرا نه اخسته،ځینوته به یی بېګار ورکاوه،یوه نیمه جمعه به یی یاران مېله ځایوته بیول چې راجا او سخې هم یاد شی.دموټر روغتیا به  په همدې تېره شوه.موټر څه زړېده،مرض به یی هم کټېده.وائي زاړه په خواړه دی،ځان پال به موټر په دمه خوړ او موټر به پټی ګړوته وه. د جایدات په ګړوتېدو به د موټر د ټر ساه  وخته.    د قام د دې غم لړلي حالت په وجه به شاعرله غوسې نارې کړې واې آی ماکیاولي پیرو سیاستوالوهغوي چې دخپل شخصي جایدات د پلورپه اساس په قام ځان با روسوخه او مطرح کس پېژنده خودنفسي عمل له وجې نه چې پر پخواني حالت پاتې نشول بلکې تر ذلیلوهم ابتر شول،د دین عقبی او وفا په پلور ثروت او قدرت ترلاسه کول ډېرستر جنایت دی،زیان یې له رسوايې او بې عزتي یې تر ټولوعظیمه ده.ګټه یی د فرد او زیان یی ملت دی.                                                                                                 

د سازمانونو ګوندونو تنظیمونو او جبهوخاوندانو چې د هېواد او د ملت د لوړو ګټو او د خدای د مبین دین تر نامه لاندي خپل حرص بغض ځانغوښتنه اوشهوتي جنون سترکړی، خو په حقیقت کې یې هېواد، ملي ارزښتونه، دین، ورسره خپله وفاداري د مارکیټ د متاع په ډول داوو کړې،هر څه یې ترلاسه کړل مه وارا له عزت او عفته)                      

د سستې عقیدې والاکسان د ماشومانو غوندې عادت لري که ماشوم ته څه ورکړی نو تر غاړې در پرې وځي،کنه په ډبرو دې ولي.دوی کټ مټ  ورته دي،که دې په واک نیمکه ورکړه نو یاران مو دي او که دې ترې هرکله نیمکه کش کړه بیا همهغه شيبه مو قاتلان دي.                                                                                            

  ابلیس به هم هغو افغانانو ته آریان وي چې دا هرڅه یې په خپلو سترګو وليدل،څه کرسیو ته د رسېدو په هوس یی هېواد کنډواله او ولس یی د وینو په تالاب کې ډوب دی،خولاهم دوی عبرت نه اخلي د شهرت موندو په موخه دکولتوري فرهنګي ادبي او دیني ټولنو  تر نامه لاندې ملت سره وېشي. زهرجنې کړنې د شاتو په الفاظو کې خوږې  ښيي.
محمدنقیب تره خېل                  ۲۹-۹-۲۰۱۲

یاده ونه!پورتنې بیت مې د کلې دګل کاکا(خدای بښلی ټولېمشرشاه ګل خان)له شعر نه نقل کړی که دهغه په اوګه د هېواد د ساتنې په موخه وسله بنده وه نو په جېب کې یې قلم ځوړند وه. که پو ځیانو ته یې رزمي شعور ورکوه، تر څنګ یې د ملت ټولنېز ذهنیت هم روښانه کوه. هغه دقام د ټولنیزو نیمګړتیاوو د اصلاح په موخه ډېرشعرونه ویلي له بده مرغه چې کلام یي د پښتنو د نورو شاعرانو په څېر لا تر اوسه ندی تر ګوتو شوی.